د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د خپلواکۍ ۹۵مه کلیزه ولمانځله

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

د ۱۳۹۳ کال د زمري په ۲۸مه د جلال آباد په ښار کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي او پلویان د غازي امان‌الله خان په مقبره کې راټول او د هیواد د خپلواکۍ ۹۵مه کلیزه یې ولمانځله، دوی چې شمیر یې۲۵۰تنو ته رسیده، د ګوند د غړو څخه پرته د سیمې د خلکو لخوا یې هم هرکلی وشو چې د باغ په دروازه کې سره راغونډ شول او د غازي امان الله خان مقبرې پر لور ودرومیدل او د ملي اتل پر قبر یې د ګولونو ګیډۍ کیښوده. د لمانځ غونډې په دغه مهال کې راټول شویو وګړو د امریکایي نیواکګرو، ایران او پاکستان د لاسوهنو او د دوی لاسپوڅو او ګوډاګیو پروړاندې شعارونه ورکړل او پر هیواد یې د امریکایي / ناټو ځواکونو یرغل او دوی ته د دایمي اډو ورکول وغندل او په زغرده سره یې وویل چې بهرني ځواکونه باید پرته له کوم قید او شرط له افغانستان څخه ووځي.

وروسته له دې د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په استازیتوب عاشق الله غرزی په خپله وینا کی د غازی امان‌الله خان د شخصیت په اړه داسی وویل:

«امان‌الله خان د خپل شهزاده توب سره سره خپلو ملګرو ته لاس ورکړ چې په بې وزلۍ ځپل شوی افغانستان د مطلقه شاهي له پړي څخه آزاد او د پرمختګونو هسکو څوکو ته ورسوي. له بده مرغه څو کاله لا تیر شوي نه وو چې د هغه د نوي حکومت د پرمختګ غوښتونکو کړنو او فکرونو پروړاندې د انګلستان په پلوئ، متعصب او پلورل شوي خلک لکه ملا عبدالله مشور په "ملای لنگ" او د هغه نور داړه مار ملګری، د بهرنیو په لمسون د ملی ګټو په مقابل کی ودریدل.»

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

نوموړی په هیواد والو غږ وکړاو ولس یې ملي یووالي او یو موټیتوب ته راوباله او وی ویل ، ترڅو چې له هیواد څخه د یرغلګرو، مداخله کوونکو او د دوی د چوپړانو لاسونه لنډ نشي، نو ناشونی ده چې زموږ هیواد سوکالي او پرمختګ وویني. په دغه وینا کې پر ځوانانو غږ وشو چې دغه سپیڅلې دنده د دوی ده چې خپل بې وزله او وروسته پاتی هیواد د دغو ناوړو افکارو له منګولو آزاد کړي. د سولې، قلم او د ملی وحدت په راوړلو امریکایی، پاکستانی، ایرانی او نور یرغلګران د هیواد د پاکی خاوری څخه اوباسی او داخلی جنایتکاران باید د محاکمی میز ته راکش کړای شی. همدرانګه نوموړی د پاکستان توغندیز برید په کلکه وغانده او دا يي د امریکا په لمسون د پاکستان پروژه وبلله.

دغه راز په دغه وینا کې وویل شول چې باید نور د دوی د موکراسۍ، د ښځو آزادي، بشري حقوقو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د مخدره توکو د منځه وړلو او .... پر شعارونو ونه غولیږو.

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

نوموړی د افغانستان ټاکنو ته داسی اشاره وکړله:

«هغه وړاند وینه چی د ټاکنو په هکله مونږکړی وه کټ مټ عملی شوه: دا ټاکنی د درغلیو ډکې دیږ د خلکو رایه ته کوم ارزښت نه ورکول کیږی؛ جمهور رییس د سپینی ماڼۍ لخوا ټاکل کیږی.»

د لمانځ غونډې یوی ګډونوالی داسی وویل:

«که څه هم زمونږ هیواد د امریکایانو او د هغوۍ د متحدینو لخوا نیول شوی دی خو مونږ به د افغانستان د ټول وطن دوسته ولس سره اوږه په اوږه دوی د افغانستان څخه اوباسو.»

هغې زیاته کړه چی د افغانستان موجوده حکومت پدی ملی ورځ خاوری اچوی او نه یی لمانځی. هغې وویل چی د افغانستان د همبستګۍ ګوند ځان ژمن ګني چی د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په لمانځلو سره به د ملی خلکو روحیه قوی او د موجوده یرغلګرو څخه به آزادی اخلی. دغه راز د کرزي مافیایي دولت او امریکایي نیواکګرو ځواکونو پر ظلم او ستم وغږیده، نوموړی وویل:

«هیواد مو یرغمل شوی، نه د بیان آزادي لرو، نه بشري حقوق او نه د ښځو حقوق، بس تشه لوبه ده چې د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو لخوا پرلار اچول شوې ده، امریکايي / ناټو ځواکونو، ګاونډیو هیوادونو او د دوی داخلي لاسپوڅو ته خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ارزښت لري، نه انسانیت، نه د ښځو حقوق او نه سوله او سوکالي.»

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

د افغانستان د همبستګۍ ګوند دا مراسم په داسی حال کی ترسره کړل چی د امنیتی ارګانونو لخوا کلک ممانعت وشو او بالاخره د ډیر جنجال څخه ورسته د ګوند ټول غړی تالاشی او داخل ته د ننوتو اجازه ورکړل شوه.

دغه مراسم د ورځی ۱۱ بجی د ملی اتڼ په اجراکولوسره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده د خپلواکۍ ورځې څخه یوه ورځ مخکې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د فعالانو لخوا د غازي امان الله خان د یادونو د ستایلو په ویاړ د هغه د خپلواکۍ ویناوې په چاپ شویو پوسترونو او انځورونو کې د ښار په مختلفو سیمو کې وځړول شول، څو د ځوانانو ترمنځ د نوموړي یاد د تل لپاره ژوندی اوسي.

تل دې وي زموږ د خاورې آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکو یاد!

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه
د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه
د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه
د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه
د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 70 میلمانه آنلاین لرو