د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه په جلال آباد کې ولمانځله

خپلواکی ورځ

د ۱۳۹۲ کال د زمري په ۲۸مه د جلال آباد په ښار کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي او پلویان د غازي امان الله خان په مقبره کې راټول او د هیواد د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه یې ولمانځله، دوی چې شمیر یې لسګونو تنو ته رسیده، د ګوند د غړو څخه پرته د سیمې د خلکو لخوا یې هم هرکلی وشو چې د باغ په دروازه کې سره راغونډ شول او د غازي امان الله خان مقبرې پر لور ودرومیدل او د ملي اتل پر قبر یې د ګولونو ګیډۍ کیښوده. د لمانځ غونډې په دغه مهال کې راټول شویو وګړو د امریکایي نیواکګرو، ایران او پاکستان د لاسوهنو او د دوی لاسپوڅو او ګوډاګیو پروړاندې شعارونه ورکړل او پر هیواد یې د امریکایي / ناټو ځواکونو یرغل او دوی ته د دایمي اډو ورکول وغندل او په زغرده سره یې وویل چې بهرني ځواکونه باید پرته له کوم شرط او قید له افغانستان څخه ووځي.

وروسته له دې د افغانستان د همبستګۍ ګوند اعلامیه ولوستل شوه چې ولس یې ملي یووالي او یو موټیتوب ته راوباله او په کې وویل شول، ترڅو چې له هیواد څخه د یرغلګرو، مداخله کوونکو او د دوی د چوپړانو لاسونه لنډ نشي، نو ناشونی دی چې زموږ هیواد سوکالي او پرمختګ وویني. په اعلامیه کې پر ځوانانو غږ وشو چې دغه سپیڅلې دنده د دوی ده چې خپل بې وزله او وروسته پاتی هیواد د دغو ناوړو افکارو له منګولو آزاد کړي.

دغه راز په اعلامیه کې وویل شول چې باید نور د دوی د موکراسۍ، د ښځو آزادي، بشري حقوقو، له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره توکو د منځه وړلو او .... پر شعارونو ونه غولیږو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند دا عمل د سیمې د خلکو لخوا په تود هرکلي سره وستایل شو او د ګوند غړو ته یې د اوږې پر اوږې د مبارزې ډاډ ورکړ او ویي ویل چې موږ له تاسې سره یو او د هیواد د خپلواکۍ او سوکالۍ په مبارزه کې به هیڅکله له تاسو لاس وانخلو.

خپلواکی ورځ

د لمانځ غونډې یو ګډونوال د غازي امان الله خان په اړه وویل، امان الله خان یو شهزاده و او له پلار څخه وروسته ورته سلطنت په میراث پاتې کیده، لیکن غازي سره هغه احساس او درد چې د هیواد د خلکو په اړه یې درلوده، نور یې د خلکو پروړاندې د خپل ګوډاګي پلار او انګلیسي نیواکګرو زور او زیاتی ونشو زغملی او د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره له خپل پلار څخه تیر او خپلو همفکرو ملګرو سره یوځای د مبارزې ډګر ته ورننوت.

نوموړي د امان الله خان د خپلواکۍ وینا «موږ خپلواکي اخیستې او که چیرې پردي زموږ خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي، نو څټ به یې په دې توره ووهم» په مناسبت وویل:

«غازي د خپل ملت درد حس کړی و، هغه ته خپل ملت له هرڅه لومړیتوب درلود، د نوموړي هڅه دا وه چې افغانستان د پرمختګونو هسکو څوکو ته ورسوي، هغه غوښتل چې زموږ خاوره د تل لپاره خپلواکه اوسي، مګر له هغه وروسته تر نن ورځې پورې ټولو واکمنانو (د ځواکمنو او ګاونډیو هیوادونو تړل شويو سپو) ته ملت ارزښت نه درلود او نه یې لري، بس دوی د خپلو جیبونو د ډکولو او د خپل بادار د خوشحاله ولو په فکر کې دي. دوی د غازي په څیر نه د ملت درد لري او نه حس.»

دغه راز د غونډې یو بل ګډونوال د کرزي مافیایي دولت او امریکایي نیواکګرو ځواکونو پر ظلم او ستم وغږید، نوموړي وویل:

«هیواد مو یرغمل شوی، نه د بیان آزادي لرو، نه بشري حقوق او نه د ښځو حقوق، بس تشه لوبه ده چې د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو لخوا پرلار اچول شوې ده، امریکايي / ناټو ځواکونو، ګاونډیو هیوادونو او د دوی داخلي لاسپوڅو ته خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ارزښت لري، نه انسانیت، نه د ښځو حقوق او نه سوله او سوکالي.»

خپلواکی ورځ
باغ شاهی (جلال آباد): د هیواد یووالی او پیوستون د خپلو نیکونو په څیر د خپلی وینی سره وساتو!

نوموړي زیاته کړه، امریکا په ځانګړې توګه ګاوندي هیوادونو پاکستان او ایران تل غوښتي چې زموږ په هیواد کې قومي، ژبني او مذهبي توپیرپالنې ته لمن ووهي، ځکه چې په توپیرپالنه کې د دغو هیوادونو ګټي خوندي دي، څومره چې زموږ خلک خپل ترمنځ مخالفت ولري او په هیواد کې ګډوډي اوسي، نو هغومره د یادو هیوادونو په ګټه تمامیږي.

د یادونې وړ ده د خپلواکۍ ورځې څخه یوه ورځ مخکې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د فعالانو لخوا د غازي امان الله خان د یادونو د ستایلو په ویاړ د هغه د خپلواکۍ ویناوې په چاپ شویو بینرو او انځورونو کې د ښار په مختلفو سیمو کې وځړول شوې، څو د ځوانانو ترمنځ د نوموړي یاد د تل لپاره ژوندی اوسي.

تل دې وي زموږ د خاورې آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکو یاد!

خپلواکی ورځ
چوک تلاشی: د افغانستان د همبستګی ګوند د افغانستان د خپلواکی د رارسیدو په ویاړ د ملی اتل امان الله خان او دهغه د ملګرو یاد ستایی!
خپلواکی ورځ
انگور باغ: حزب همبستگی افغانستان در آستانه ۹۴مین سالروز استرداد استقلال افغانستان یاد قهرمان ملی کشور امان الله خان و یارانش را گرامی میدارد!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 95 میلمانه آنلاین لرو