د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا

د ۱۳۹۶ کال د وږی میاشتې په ۲۲ نیټه (۲۰۱۷ کال د سپتامبر په ۱۳) «د افغانستان همبستګې کونډ» ویانده سیلۍ غفار، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو محصلانو د یو ډلی په بلنی سره، د دغه پوهنځی په فراغت غونډه کې ګډون وکړ. د آغلې غفار تر څنګ، د دې غونډې بل میلمه ډاکټر رمضان بشردوست وه چې دواړو د اوسنی وضعیت په اډانه کې، د ځوانانو ونډه او ټول سیاسي او اجتماعي مسایلو په اړوند د محافظه‏کارۍ او بیمانتوب په اړوند زغرده خبرې درلودې.


د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا ویډیو

آغلې سیلی غفار د خپلې وینا په یوې برخې کې وویل:

« زه هیله لرم تاسې چې د دې دورې په بهیر کې څه زده‏کړی دی وکولی شي زموږ خلکو ته چې پرته له شک څخه د نړۍ ډیر بې‏وزله او اړ اوسیدونکې دې، خدمت وکړی. ستاسی مسلک ټولنیز علوم دی، هغه علوم چې موږ د هغې په وسیله باندې وکولی شو د خپل ملت بې‏پایه دردونو په اړه پوه شو او د هغې څخه د خلاصون لپاره د یوې لارې موندلو لپاره راولاړ شو.

زه ډاډمنه یم چې تاسو د تحصیل په لړ کې د تاریخ د تیرو پیښو او د سترو انقلابونو په اړوند چې د نړۍ مختلف هیوادونه یی ولړزول او بدلونونه په کې رامنځته شو، بشپړ پوهاوي تر لاسه کړی دی. دغه پوهاوي موږ ته یو ټکې را په ګوته کوی چې هیڅ یو ولس د نیواکګرو، بهرنیو ځواکونو او د کورنیو هیواد‏پلورونکو او جنایتکارانو تر واکمنې لاندی سوکالۍ، پرخیتا او پرمختګ ته نه دې رسیدلې. په هره ټولنه کی ګڼ شمیر روڼ‏اندی او لوستی خلک شته چې د خلکو په لومړي کتار کی د انقلاب او ټولنیز بدلون څرخ پر مخ وړی او خپلو خلکو ته خپلواکي او ډموکراسي ور په برخه کوی. پر دغه بنسټ په افغانستان کې، دا دنده ستاسو پر اوږه ده تر څو خلک پوه کړی او د هغوي آزادۍ‏غوښتونکی غورځنګ رهبري کړئ.

مګر موږ او تاسی په هیڅ ډول تر هغه نشو کولی چې د خپلو خلکو ریښتنې استازي شو تر څو چې د هر ډول قومي، ژبني، مذهبي او سمتي مسایلو څخه لیرې د ټولو خاینو واکمنانو او د دوی د بهرنیو ملاتړو په وړاندی مبارزې ته راولاړ نشو.

زموږ هیواد د بل هر وخت پرتله نن د بهرنیانو د جګړو او نیواک په ګرداو کې ډوب دی. د امریکا نیواکګر دولت د خپلې نوی تګلاره په اعلان سره پریکړه کړی تر څو افغانستان ته ډیر سرتیرې راولیږی. د ډیرو سرتیرو رالیږل د جګړو، ویجاړتوب او بی‏ثباتی د ډیریدلو په معنا ده. دا ټولو ته څرګنده ده چې په ټوله نړۍ او افغانستان کې طالب، داعش او نوری ځناوری بنسټپالی ډلې امریکا خپله زیږولی دی. په افغانستان کې د امریکا جګره د ترهګری په وړاندی نه ده بلکه د خپلو اقتصادي، سیاسي او استراتژیکو ګټو لاس ته راوړلو لپاره ده. د دغه ټولو ناخوالو څخه د خلاصون یوازینې لاره مبارزه ده، نه دا چې د امریکا تګلارې په بدلون او د نویو مهرو لاس په کاریدلو سره خپل زړه خوښ کړو. یوازې باید خلک سره یوځاي او په اتفاق کړو او د نیواکګرو او لاسپوڅی دولت او د ع او غ د فساد شړی راټوله کړو چې یوازې هغه وخت کولی شو پر طالبی او داعشی او نورو ځناورو او پردیو ډلو باندی په انسانیت سره بریالی شو.»

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا

داکتر رمضان بشر دوست چې د سپیڅلې سیاسي شخصیت په توګه یی تل واقعیتونه بربنډ کړی د ع او غ د حکومت جدي نیوکه‏کونکو څخه شمیرل کیږی هم د خپلې وینا په لړ کې په هیواد کې د اوسنیو ناخوالو او د واکمنانو خاینانه جوړجاړی ته وانګارل. نوموړی د دولت د مشرانو چارې د خیانت څخه ډکې وبللی او د حکومتی لوړپوړو چارواکو له درغلیو په اړه یی داسی وویل چې «د ناسمو او ناپوهه کسانو له خوا اداره کیږی چې د پیسو او واسطو په زور باندی واکمنان دی». هغه د وزارتونو او وزیرانو له بې‏کفایتۍ، د زورواکو له خوا د کانونو لوټ، د هلمند، آمو... له ډیرو اوبو څخه چې د کاونډیو هیوادنو له خوا څخه په وړیا توګه په مصرف رسول کیږی څخه یادونه وکړه.

د غونډی په پایه کې رمضان بشردوست، سیلی غفار او څو تنو نورو ښوونکو د دغه دوری فارغانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره، د دوی او هیواد لپاره یی د ښه راتلونکې هیله وکړه.

په دغه پروګرام کی د سیلۍ غفار او رمضان بشردوست له کډون او ویناو څخه د محصلانو تود هرکلی دا په ډاګه کوی چی د افغانستان ځوان او تحصیل کړی نسل له معاملې او درغلۍ څخه پاک سیاست سره مینه لری او په ښه توګه جنایتکاران او خپل دښمنان پیژني. لکه څرنګه چې یوې نجلۍ د آغلې سیلی له لاس څخه د ستاینلیک په اخیستلو سره وویل: «ستاسې له خوا څخه د ستاینلیک په اخیستلو سره زه غواړم چې ستاسې په ګام باندی ګام کیږدم او یوه سیاسي فعاله اوسم او ستاسې لاره تعقیب کړم.»

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 88 میلمانه آنلاین لرو