«ټاکنیزې حماسې» یو عجیبه شی وزیږاوه!

سوختاندن کارت انتخابات

بالاخره د څو میاشتو په تیریدلو او د خلکو په سیاسی شعور لوبو کولو او چل او ول وروسته، د جنایتکارانو او د ‍دوی چوپړانو «ټاکنیزه حماسه» او «ملی جشن» په شرمونکی توګه پای ته ورسید او د نړۍ تر ټولو نوم‎بدی، اوږد، له درغلیو ډک او شرمونکی ټاکنې در کرزي په کرغیړنو کارونو کی ثبت شوې. ټول ستم‎کونکی او لوټ‎ماران له لفطي او فزیکی شخړې، چنه وهلو، د امریکا سفارت ته له تګ راتګ وروسته، دادی په ډله‎یزه توګه د ارګ په لوری درومی، او د ملت ځپلو او د هیواد وروستیو شتمنیو لوټلو لپاره، د «ملی یوالی حکومت» تر نامه لاندی غاښونه تیره کوي. اوس چی د «ټاکنو» او «دموکراسۍ» اصطلاګانی په بی‎ساری توګه ککړی او د خلکو په منځ کی بی‎باوره شوی، اوس ددی نوبت دی چی د «ملی یوالی» اصطلاح هم په چټلۍ ولړي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» لا دمخه وړاندوینه کړی وه چی د نیواک د سیوري لاندی او د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد چی په هغې کی ستم‎کونکی او د مافیا مشران کډون ولری، ټاکنی په دموکراسۍ ملنډې وهل او د پردیو غلامانو ته قانونی بڼه ورکولو معنی لری. ډیر لږ خلک په دی خبره و نه پوهیدل او د رای په ورکولو سره یی، خپلی رنګ شوی ګوتې په افتخار اوچتی کړی. همدغو خلکو هم ورسته له دی چی وی لیدل د ټاکنو د لانجي د هواری لپاره څو واری جان کری له امریکا راغی او دواړه نوماندان لکه د برده په څیر د هغه شاوخوا راټول شول و پوهیدل چی په یوه مسخره لوبه کی ترینه ناوړه ګټه پورته شوی او له دی امله د شرم او پښیمانی احساس کوی. نور نو هغه خلک چی سیاسی هم ندی په دی پوهیږی چی ددوی رای هیڅ ارزښت نلری او هغه څوک چی «سپینه ماڼۍ» وغواړي په څوکۍ کینوي.

د امریکایی ارباب پر وړاندی په ذلیل‎توب سره د عبدالله او اشرف غنی د خم‎سرۍ له صحنو څخه.
د امریکایی ارباب پر وړاندی په ذلیل‎توب سره د عبدالله او اشرف غنی د خم‎سرۍ له صحنو څخه.

کرزي په خپله یوه وینا کی په غیرارادي توګه د امریکایانو هغه سناریو چی غوښتل یی ټاکنی وغزوی بربنډه کړه، هو به هو هماغه شان پلی کړه. د «رایو شمیرل او بیا شمیرلو» له ملنډو ډکه پروسه په کړیدونکی ټوګه وغزیده او په پای کی د کرزي دولت او چارواکو یی فرصت وموند چی وروستی ملی شتمنۍ ولوټي او خلک او هیواد د بی‎وزلۍ او مرګ لوری ته بوځي، ددی ټولو ناخوالو پیټی زمونږ د بدمرغه خلکو په اوږو پروت دی او د ناامنی او ترهګریزو بریدونو له امله زمونږ بی‎وزله خلک وژل کیږي؛ د هیواد ویجاړ اقتصاد د څو میاشتو په ټپه ودریدو له امله وروستۍ سلګۍ وهي. د مالې وزیر زاخیلوال د خیرات کاسه بیا د لویدیځ لوری ته نیولی او د پیسو هغه زیرمه چی کرزي هغه د خپلو لاسته‎رواړنو څخه بلل او ویل چی په هغې کی شپږ میلیارده ډالر دی، صفر ته رسیدلی او که سم‎لاسی مرسته ونشی نو دولت به و نه توانیږی چی د پوځ او پولیسو معاشونه ورکړي.

په کابل کی د امریکا سفارت دغه لړۍ په دقیقه توګه مدیرت کړه. امریکا چی د ټولو نوماندانو واکی په لاس کی لره، په دی باوره وه چی د کرزی له حکومت څخه به هم بدتر ګوډاګی حکومت منځ ته راوړي ولی دا بزکشی یی ددی لپاره په لار اوچولی وه ترڅو د خلکو فکر د امریکا کړن‎لاری په ګټه بوځي ترڅو یو تعداد ناپوه خلک ګواکی داسی فکر وکړی چی د جان کری تګ راتګ، له اشرف غنی او عبدالله سره د اوباما تلفنی اړیکی او له امریکایی چارواکو سره د امریکی په سفارت کی د دواړو نوماندو کتنه ددی لپاره وه چی «هیواد د بحران څخه وژغوری». ولی که لږ ژور فکر کړو، امریکا هرڅه په خپل لاس کی لرل او ددغی کرغیړنی او رسوا لوبی په لاره اچولو څخه یی موخه داوه ترڅو د خلکو په ذهنونو کی دا خبره ځای کړی چی د امنیتی تړون لاسلیک او د امریکا شتون نه پرته، په راتلونکی کی دا هیواد د ویجاړۍ و تباهی لوری ته ځي. همدی لپاره کله به یی عطا ته ویل چی په بدمعاشی سره او کله به یی امرالله صالح و محقق و امان الله کذره ته ټپکی ورکاوه ترڅو د واک په ښودلو سره خلک ویروي. د سکی بل لوری ته امریکا د پاکستان په مرسته په ۳۲ ولایتونو طالبی داعشیان پر خلکو ورخوشی کړل تر څو خلک د هغوی له ویری هر ډول حکومت منلو ته چمتو شي.

د سهامی شرکت د کار په پیل سره، بیا هم زمونږ هیواد به د فساد، جګړې، د طالبانو ترهګرۍ، ناامنی، د عدالت قربانی کیدو، مخدره توکو زیاتوالی، امریکا او ناتو بمباران، د پاکستان ښکاره تیری، د ایران ناولی رژیم لاسوهنو او د پردی ترشا د نړۍ او نورو هیواد لوبو ګواه وی.

د امریکا لخوا په زور سره د «ملی یوالی حکومت» تر نامه لاندی یو عجیبه شی چی زمونږ پر خلکو وتپل شو، د دیارلس‎کلنی مافیایی دوری څخه به کراتو فاسدتر، بویناک‎تر او داړه‎مارتر وی. ښه به دا وی چی پر دغه دولت د «ملی خیانت دولت» نوم کیږدو. ددی وړاندوینه چی له وږو ځانورو څخه جوړ شوی او پر خلکو تپل شوی دولت به هیواد او خلکو ته بدمرغي راولی، سخت کار به نه وی. مونږ ټول ددی ګواه یو چی ټول جنایتکاران، د مافیا مشران او د پردیو چوپړان دواړه ټیمونو څخه راتاو شوی وو او اوس هم ټاکل شوی چی اشرف غنی او عبدالله په ګډه سره د کرزی څخه په میراث پاتی د ماتې کشتۍ پر چوکۍ کښینی. هیڅ یوه نوی څیره نشو کولای په دغو دوه ټیمونو کی پیدا کړو. اشرف غنی او عبدالله او ګیرچاپیره خلکه یی ټول د همدغې بویناکی دستګاه ازمیښت شوی مهری دی چی خلک یی د بدلون هیله لری. د هر ډول «اصلاح او بدلون» او هوساینی او سولې او د فساد له منځه وړلو هیله له دغو کرغیړنو و تاریخ‎ځپلو څخه د ځان غولول دی.

په نوی اداره کی، ټاکل شوی چی «اسلامی ګوند»، «جمعیت اسلامی»، «وحدت ګوند»، «اسلامی اتحاد»، «ملی جنبش» او نوری هغه رټل شوی څیری چی افغانستان یی د ویجاړۍ لوری ته یوړو له خلقی-پرچمی خرڅ شو او تکنوکراتانو سره یوځای، په ارګ کی دیره شي. بنسټپالان چی د یو یا څو هیوادونو د غلامی زنځیر په غاړه لری، د کلونو راهیڅی یی دا په ډاګه کړی چی پر هیڅ لوز او وعده وفا نکوی، آن تردی چی په مکه کی یی پر قرآن لاس کیښود او په یوه شپه کی یی خپل قسم مات کړ.

آیا محقق چی اشرف غنی ته په «وچ‎کولمي» ویلو هغه سپک کړ، امکان لری چی پرته له کولمو شکولو هغه سره روغه وکړي؟ هغوی چی پرون یی اشرف غنی ته «یهود» او «کافر» ویل او هغه یی نه مانه، په یوه کاسه کی به سره جوړ راشی؟ په داسی حال چی عطا لکه د فلم بدمعاشانو په څیر ګواښ کوی چی هيڅ څوک نشی کولای هغه له ولایت څخه لری کړی، آیا اشرغنی چی ویل یی ټول سرتنبه والیان او په خاصه توګه عطا به لری کړی، په خپل لوز به وفا وکړی؟ آیا عبدالله له اشرف غنی سره چی تر پرونه یی هغه ته د «درغلیو استاد» ویلی او هغه یی د «موازی دولت» پر جوړولو او «شین او نارنجی» پاڅون ګواښه او د «ارګ یا مرګ» کوکاری یی وهلی، ممکنه ده چی پرته له سر ماتولو په یوه څوکۍ کی کښینی؟ ددی او ورته نورو لسګونو پوښتنو ځواب کولای شو چی ددوی له تور تاریخ څخه په آسانی سره پیدا کړو. دغه رټل شوی خلک چی د خپل خیرن جیب پرته پر ملت هیڅ زړه سوی نلری، ډیر ژر به ارګ د رقابتونو او جګړو په ډګر بدل کړی او د واک په لومړیو اونیو کی به د څوکیو د ویش پر سر ښکر په ښکر شي. د مافیا مشران لکه ضیا‌ مسعود، سیاف، گل‌آغا شیرزوی، محمود کرزی، حاجی الماس، جمعه‌خان همدرد او نور هر یو د څوکۍ لاس ته راوړلو لپاره د عبدالله او اشرف غنی شاوخوا راټول شوی چی د مهمو پستونو نیولو لپاره به لاس په تڼۍ شي.

رای‌دهندگان افغان با انگشتان بریده‌شده
دا د ملی، مخکی تللی او سرتیرو عناصر دنده چی خلک پوه او رهبری کړی ترڅو د نیواک او د ګوډاکیانو په داشان له ملنډو ډک دام کی راګیر نشي.

د سهامی شرکت د کار په پیل سره، بیا هم زمونږ هیواد به د فساد، جګړې، د طالبانو ترهګرۍ، ناامنی، د عدالت قربانی کیدو، مخدره توکو زیاتوالی، امریکا او ناتو بمباران، د پاکستان ښکاره تیری، د ایران ناولی رژیم لاسوهنو او د پردی ترشا د نړۍ او نورو هیواد لوبو ګواه وی. هغه «کارپوهان» او «شنونکی» چی نیوکه‎‎کونکی «مثبت‎فکر» کولو ته رابولی، ډیر ژر به ددوی پلوی د ځاورو له یووالی څخه ددوی د مخ‎تورۍ سبب وګرځي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» خلکو ته د پردیو چوپړانو جنایت‎سالارانو او فاسدانو څخه نوی جوړ شوی ګوډاګي حکومت تسلیت وای. مونږ یو واری بیا دا اعلان کو چی ترڅو افغانستان خپلواکۍ ته نه وی رسیدلی او د نیواکګرو او غلامانو څه د حکومت په جامه کی او څه هم د «وسله‎وال اپوزیسیون» په جامه کی تر پښو لاندی وی، زمونږ خلک به خپلو غوښتنو ته ونه رسیږي. د غنی-عبدالله لومړی کار په امریکا د افغانستان ارزانه پلورل وی، چی له لدی امله به د ګوتو په شمار ملی خاینان چاغ او خلک به لا د بدمرغۍ لوری ته بوځي.

له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره زمونږ هیواد د «نړۍ دومین متفکر مغز»(!) ته نه، بلکه باوجدانه، ملی، خپلواکۍ غوښتونکي او د پردیو ضد عناصرو ته اړتیا لری چی د مرګ او ژوند په مبارزه سره وکولای شی هغه د بدمرغۍ او تورتم او ظلم څخه وژغوري. زمونږ خلک باید د ملی-دموکراتیکو او مخکی‎تللي ځواکونو شاوخوا راټول شي چی د ځان لپاره نه بلکه د آزادۍ، عدالت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره جنګیږي. له اوسنیۍ ناخوالو څخه زمونږ د ګران افغانستان د ژغورلو لپاره لدی پرته بله لاره نشته.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 130 میلمانه آنلاین لرو