انسانی حقونه، لویه مقوله ولی په افغانستان کښی بی معنا

د ناټو په بمونو وژل شوی ماشومان

د دسامبر لسمه برابره ده د انسانی حقونو نړیوالی ورځی سره،چی په افغانستان کښی یی د نوم پرته بل څه نشته دی هغه نوم چی پری څوداګری کیږی او ځینیو بیا د دغه نوم څخه د خپل جنایت، خیانت، فساد او چور برغولی جوړ کړی دی.

امریکا او ناټو دنن څخه یوولس کاله وړاندی د پرمختللو زرادخانو سره پدی پلمه په افغانستان یرغل وکړ، چی د طالبانود منځنیو پیړیودولت به له منځه وړی، چی د څو اونیو په ترڅ کښی له منځه یوړ او پرځای به یی خلکو ته دمکراسی او انسانی حقونه وروبخښی.

د هماغه ړومبیو ورځو، چی امریکا میلیونونه ډالر د «شمالی ټلوالی» انسان وژونکو ته ورکړل، معلومه وه چی ددغو ښایسته مقولو څخه په ناوړه ګټه اخستنی سره به یو ځل بیا زمونږ هیوادوال د وژنو مرداری، جهالت او د همجنسو طالبانو وحشت ته ور ګوزار کړی.

له همدی کبله په دغو درد نه ډکو کلونو کښی زمونږ وطنوالو دطالبانو او جهادیانو د وژنو او ناخوالو تر څنګ د یرغلګرو عامه وژنی او ځناورتیا هم تجربه کړه او کوی یی. هغه هیواد چی خپلواکی او آزادی ونه لری، د ټولواکی، عدالت او د انسانی حقونو ناری وهل د خلکو غولولو پرته بل څه ندی. خاصتا چی زمونږ خوار هیواد د داسی زبرځواک په منګلو کښی پروت دی چی د انسانی حقونو په پلمه پر نورو هیوادونو یرغل کوی، ولی پخپله، یو پیژندل شوی دیو دی چی انسانی حقونه تیروی، نه یواځی زمونږ په هیواد کښی بلکه په ټوله نړی کښی د جنایتکارانو او ظالمانو ملاتړ کوی.

د جهادیانو و او طالبانو جنایات

په یو هیواد کښی چی لاسپوڅی خلک یی په قدرت، او په لاندی خیانتونو ککړ وی څنګه کیدلای شی چی انسانی حقونو او خاصتا دښځو حقونو ته احترام پیدا کړو.

ـ د «نړیوال سپیناوی» سازمان د نویو رده بندی له مخی افغانستان په فاسد ترینو هیوادونو کښی ثبت شو.

ـ په تیرو یوولسو کلونو کښی یی دمخدره توکو د لوی تولیدونکی هیواد، نوم بدی له ځانه سره لرلی ده.

ـ د ښځو او ماشومانو په مړینه کښی د کوچنیانو او میندو لپاره خطرناکترین هیواد پیژندل شوی دی.

ـ تر اوسه د افغانستان ښځی د انسانی حقونو د ناورین سره مخامخ دی هره ورځ زمونږ بی ګناه خویندو او میندو غږونه اوچتیږی چی د ناریتوب شوونیزم، د طالبانو او جنګسالارانو د جنایت او بی شرمی او د منځنی پیړیو د رسمونو او رواجونو قربانی کیږی.

ـ د غریبو کورنیو پرتنکیوپیغلو د جهادی، اربکیو، د پولیسو او اردو ځینی قومندانانو لخوا تیښتونی او جنسی تیری دومره ډیر او وحشتناک دی، چی په جمعی رسنیو کښی یواځی بیلګی یی انعکاس مومی.

ـ بی ساری فقر او بی کاری، د غریبو خلکو ملا ماتوی او آمار ښایی چی اتیا سلنه خلک د فقر د خط لاندی ژوند کوی، د بیکاری سلنه تر شپیتو لوړه ده په داسی حال کښی چی یو محدود اقلیت په میلیونونو ډالر لاسته راوړی دی.

ـ په تیرو یوولسو کلونو کښی د امریکا یی قواو، غیر انسانی وژنو او د خلکو بی حرمتی زمونږ هیوادوال په غم کیښنولی او دا لړی لا ادامه لری.

ـ د طالبی، ګلبدینی او د پاکستان مزدورو ترورستانو لخوا پر ملکی وګړو حملی ادامه لری او بی ګناه خلک د دوی د بمب ایښودنی، انتحار او نورو خیانتونو قربانی کیږی.

ـ د پاکستان او ایران وحشیانه لاس وهنی زمونږ غریب ولس زیانمنوی او غمونه یی ډیره وی.

ـ پرخلکو ظلم او تیری د جنګسالارانو لخوا کیږی چی هیڅ قانون او اوصولو ته ژمن ندی، دهیواد په مختلفو نقطو کښی محلی حاکمیتونه لری، د دولت رسمی دندی هم د دغو غلو په لاس کښی دی.

ـ د افغانستان عدلی سیستم د فساد او بنسټپالی په مکروب دومره ککړ دی چی په ډیری ځایونو کښی خلک دی ته حاضر دي چی خپلی دوسی پر نا‍پوهه طالبانو حل کړی، ولی د دولت د خوسا محاکمو ظلم نه منی.

ـ د دولت مهمی دندی هغه کسانو ته سپارل شوی چی د هغوی د جنایت او انسان وژنو پر وړاندی بی درکه اسناد او شواهد موجود دی او دغه کسان د قدرت او مقام نه په استفادی سره لا هم ظلمونو ته ادامه ورکوی.

ـ د قانون څخه د معافیت فضا یو مو ټی ملی خاینانو ته، باعث ددی شوی چی عام خلک د دوی د انسان وژونکو بانډونو د لا زیاتو جنایتونو موخه وګرځی. او دا قاتلین په ارام فکر په هر ظلم لاس پوری کړی.

ـ درواغ او زورواکی په انتخاباتو کښی باعث ددی شو چی د انسانی حقونو او انسانیت دښمنان پارلمان ته لار پیدا کړی. د جمهوری ریاست په ټولټاکنو کښی کرزی او عبدالله یو نیم میلیون رای په درواغو لاس ته راوړی، اما عملا یو کس هم ددی خیانت لپاره محاکمه نه شو.

ـ په هیواد کښی د ناسالمی ښوونی او رورنی، په بنسټپالی او جهالت ککړ سیستم، د راتلونکی نسل کوچنیان او تنکی ځوانان د هیواد لپاره خطرناک روزل کیږی. د کرزی دولت او بهرنیو ملاتړو معارف ګلبدینی انسان وژونکو ته سپارلی چی د هیواد بچیان د ناپوهی روحی سره تربیه کړی.

ـ دانسانی حقونو په اصطلاح خپلواک کمیسیون چی د هیواد له بودجی څخه تغذیه کیږی، وظیفه لری چی د دری لسیزو د جنایاتو عاملین مشخص او د قانون منګولو ته وسپاری، پخپله د دغه جلادانو په نانځکه بدل شوی چی هیڅ کار یی د انسانی حقونو د اعادی لپاره ندی تر سره کړی. د دوی د پلټنو پایلی هم پټی ساتل شوی دی.

ـ د بهرنی کمکونو او د افغانستان دطبیعی زیرمو د چور او غلا کچه په دومره اندازه پراخه ده چی په تاریخ کښی یی ساری نه لیدل کیږی. په دی برخه کښی د دولت جګپوړی چارواکی لاس لری.

ـ دځمکو مافیا، چی مشری یی د دولت د لوړ رتبه چارواکو په لاس ده، په میلیونونو جریبه ځمکه یی غصب کړی.

.............. او داسی نور زیات موارد.

جنګی جنایتکارانو په افغانستان کښی، د ورانکارو او وطن پلورونکو عناصرو له لاری چی پارلمان تری تشکیل شوی د بخښنی قانون تصویب کړ. دوی د یو تعداد مزدورو روڼ اندو سره یو ځای داسی تبلیغ کوی، چی د کلونو جنګ وروسته باید دغه کرغیړن خلک وبخښل شی تر سو سوله راشی. دا یو خاینانه او غولونکی استدلال دی.

د ملتونو تاریخ په ډاګه کړی، یو روښانه راتلونکی به د ماضی سره د کلک غبرګون پرته تضمین نه شی. بنا تر هغه چی د عامه وژنو او ظلمونو مرتکبینو څخه پلټنی او محاکمه نشی امکان نلری چی افغانستان د جنایت او وحشی ګروپونو څخه خلاصی ومومی. دا چی د انسانی حقونو، تر پښو لاندی کوونکو جرائت او قدرت پیدا کړی چی خپلو انسان وژنو ته ادامه ورکړی، علت یی په ټولنه کښی د معافیت د قانون شتون دی. کله چی قانون پر زورواکو پلی نشی، وژونوکو ته دا زمینه برابریږی چی پرته د زندان او محاکمه کیدو له ډاره خپلو غلاو او وژنو ته ادامه ورکړی، چی عملا د عامه خلکو د قربانی کیدو سبب ګرځی.

البته داسی هیوادونه هم شته چی د یوی دوری جنګ وروسته د انتقالی عدالت پروسی په پایله کښی جنګی جنایتکاران بخښل شوی، چی د خپل بی شرمه کارونو څخه پښیمانه و او د ملت څخه یی عذر غوښتلی دی. ولی په افغانستان کښی دا یوه ډارونکی بیلګه ده چی اول دا جنایت کاران، هغه څه یی چی کړی دمسولیت د قبلولوڅخه ځان تیروی او بیا بی شرمانه د اتلولی ادعا کوی. اوس هم د ملت د ژوند برخلیک دوی ته سپارل شوی دی.

له بندیانو سره د امریکایی عساکرو رویه

لاسپوڅی دولت او امریکا د څو کلونو راپدی خوا د«اربکی»، « ولسی پاڅون» او «خصوصی امنیتی شرکتونو» تر نامه لاندی عملا هغه عناصرو ته رسمیت وربخښی چی لاسونه یی د خلکو په وینو ککړ دی او اجازه یی ورکړی چی دخلکو پر وړاندی وحشیګری او پلشتی ته ادامه ورکړی او څوک نشته چی د دوی د زورچلولو او بد معاشی مخه ونسی.

انسانی حقونه او دموکراسی د عدالت سره اړیکه لری او پوره کیږی. په کوم ملک کښی چی عدالت نه وی، نا ممکنه ده چی د دموکراسی او انسانی حقونو خبری پکښی وشی. په تیرو یوولسو کلونو کښی عدالت په افغانستان کښی په بدترین ډول تر پښو لاندی شوی دی.

خلقی، پرچمی، جهادی او طالبی مشران چی باید، د زندان تر میلو شاته خوسا شوی وای، یو بل ته غاړیوتی او په یووالی سره د بهرنیو تر غلامی لاندی پر ملت حکومت کوی، په افغانستان کښی دوی د امریکا او لویدیځ د استعماری سیاستونو لپاره بهترینی وسیلی دی.

د کرزی دولت او نړیوال ملاتړ یی د تویو شوو وینو پر وړاندی کاڼه او ړانده دی. د طالبانو سره خبری، ډیر په خوږه ژبه یادوی او غواړی چی د امتیاز په ورکولو سره دا حرفوی انسان وژونکی د ملت پر ټپی پښتورګو وتپی. په همدی دلیل د دغه شکمنو او ولس ضد حرکتونو ړومبی قربانیان به زمونږ مظلوم ولس وی. دوی د عدالت په قربانی کولو او د ملت د حق په وربخښلوغواړی سولی ته ورسیږی. په دی حالت کښی اول نا ممکنه ده چی دایمی سوله منځ ته راشی، او که دا کوښښونه پایلی هم ولری، ډیر ژر به ونړیږی ځکه چی بیا به هم داسی خلک واګی په لاس کښی ولری چی پر سوله، انسانیت او انسانی حقونو به هیڅ ډول عقیده ونلری او هر کله چی وغواړی خپلو چټلو موخو ته د رسیدو لپاره به ټوپک ته لاس کړی. دوهمه دا چی طالبان یو ارتجاعی او د مدنی ارزښتونو مخالفه قوه ده او زنځیر یی د بهرنی استخباراتو په لاس کښی دی، په همدی ډول انسانی حقونه یوه مډرنه او د ترقی د عصر مقوله ده، چی دا دواړه یو دبل سره په مقابله نقطه کښی موقعیت لری.

د افغانستان جنایت کاران چی د بربریت او ډبرو د دوری سره نه شلیدونکی اړیکی لری، اصلا انسانی ارزښتونو ته عقیده مند نه دی. نن که دا د ملت قاتلین یو خوا او بل خوا پاکی او اوچتی خبری کوی ددی لپاره ندی چی ارزښت ورته لری بلکه د خلکو غولولو او ځان ښودنی لپاره دی.

ترڅو چی زمونږ خلک د خپلو له لاسه تللو حقونو د ژوندی کولو لپاره یو موټی نه شی، هیڅوک به له زورویلو لاس وانخلی اوحق به یی ورنکړی. مشهوره مقوله ده چی حق ورکول کیږی نه، اخیستل کیږی. هغه هیوادونه چی خلک یی انسانی حقونو او ټولنیز عدالت ته لاسرسی لری، له ځانه یی د روښانه او سرښندنو څخه ډک تاریخ پریښی دی.

انسانی حقونوته د رسیدلو لپاره اول ګام آزادی او خپلواکی ګټل دی. باید خلک او په خاص ډول ښځی چی د دری لسیزو بد بخت ترین او ړومبی قربانیان دی، دی پوهی ته ورسیږی چی د ځان سوزونی او یا د ظالمانو دظلم څخه فریاد پر ځای، د زنځیر د شلولو لپاره یو موټی شی او د نه ستړی کیدونکو کوښښونو سره د خلکو د سعادت اونیک بختی لپاره لاره پرانیزی.

پدی هیله او اومید پاتی کیدل چی عدالت او انسانی حقونه به د مزدورو حاکمانو لخوا مراعات شی، ځان غولولو پرته بل څه ندی چی د ژوری بد بختی او د بند د حلقی دتنګیدو پرته بل هیڅ له ځانه سره نلری.

د افغانستان د همبستګی ګوند ژمن دی چی یو دموکراتیک تشکیلاتو منځ ته راوړلو لپاره، خلک د ظلم، استعمار او د بنسټ پالی پر ضد، او داستقلال، ټولنیز عدالت او دموکراسی په لار کی رهبری کړی. دا عدالت او انسانی حقونوته د رسیدو یوځنی لار ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 173 میلمانه آنلاین لرو