د عدالت‏غوښتنې کیږدي یا د جمعیت اسلامی واک‏غوښتنه؟

د عدالت‏غوښتنې کیږدي یا د جمعیت اسلامی واک‏غوښتنه؟

د زنبق څلورلارې ځانمرګې بريد (د۱۳۹۶ کال د غبرګولی په ۱۰) چې د ۵۰۰ تنو څخه د ډیرو د وژل کیدلو او ټپی کیدلو لامل شو، چې د افغانستان په داخل او نورو هیوادونو کې له ځانه سره پراخه لاریونونه او نیوکې درلودلي. البته دا ناورین د فرخندې د وژل کیدلو څخه وروسته، هغه پیښه ده چې د زیاتره نړیوالو پام یی خپل لور ته راواړو او ټولو د افغانستان بیوزله خلکو سره خپله خواخوږي وښوده. کیدی شی چې د نړیوالو همدغه خواخوږي او یا سل په سله د غیرنظامیانو مرګ‏ژوبله د دی لامل شوه چې طالبانو او داعش د دغه شرمیدونکې جنایت پړه په غاړه وانخیسته او د ع او غ ملنډو وړ دولت هم اړ شو چې دریمه ډله، «د حقانی شبکه» یی مسول په توګه په ګوته کړه.

برسېره پر دې، دغه جنایت د هیواد عامه خلکو پراخه غبرګونونه له ځان سره لرل چې نوره یی چاړه د هډوکې څخه هم تیره شوی ده او ټولو په ډیري چټکې د ترهګرو سره د ع او غ لاسپوڅې دولت د مرستو کولو څخه خپله کرکه څرګنده کړه. د دغه خاورې کړیدلې خلک په ځانګړې توګه کابلیان تر دی چې نور ورته ساه اخیستل هم ستونزمن شوی د ټولنیزو شبکو څخه یی په ګټې اخیستنې سره غږ پورته کړ چې «ډاډ‏ګیرنه وایو» او «په غم کې دی شریک یم»، کومه ستونزه نه حل کوي او باید چې سیستم بدل شي.

جمعیت اسلامی چې د غنی او شریکانو په منځ ته راتګ او کابل ته د خپل پخوانې دښمن ګلبدین په راتللو، ورځ تر بلې خپله برخه «د ع او غ په سهامی شرکت» کې د لاسه ورکوی، چانس یی غنیمت وګاڼه او د مرتجع څیرو په رامخکې کولو سره لکه لطیف پدرام، احمد سعیدی، ضیا مسعود او جاوید کوهستانی «د ارګ په لورې د مرګ څخه ستړی» شعار یی پورته کړ. د بلی خوا، دوستم او د «روښنایی غورځنګ» څو تنه چلوونکې چې د مقام او واک له قافلې څخه لری پاتي دی، هم د هغوی خیل سره یوځای شول. البته چې د جمعیت یوه شمیر پلویانو د خپل ځان د مطرح کولو لپاره د دغه ډول لاریونونو په لاره اچولو لاس پوری کړی وه. خو دا ځل چې ضیا مسعود د قدرت له کړۍ څخه لری کړی شو او د هغه تنظیم پاتې وزیران کوم ځانکړې صلاحیت نلری، وی‏غوښتل چې بیا ځلې خپل ځان مطرح کړی او کومه برخه لاس ته راوړی. نن ورځ هم ګورو چې د کابل ښار د تنظیمونو د وینو او خیانت کلونو په څیر د مدنې خوځښت تر نامه لاندی بیاځلې سنګربندی شوی دی.

د غبرګولی میاشتې په ۱۲نیټه د جمعه ورځې په سهار، د کابل یو شمیر ښاریانو د چاودنې په ځاې کې د عدالت‏غوښتنې لپاره سره راټول شوی وو چې د جمعیت او شورای نظار کوڅه‏ډبی د سرای شمالی له لوری راورسیدل. د کابل معترض ښاریان چې لا تر اوسه یی ټپونه د تنظیمونو د وینو او خیانت کلونو څخه تازه دی او هر کال د وږی په ۱۸، د مسعود د مرګ ورځ، د دغو کوڅه‏ډبو له خوا د څو تنو کابلی ځوانانو وژلوکیدلو او ځناورتوب ګواهان دی، په سمه توګه یی موندلې ده چې د هغوي سنګر له دغې ځناوري او مرتجع ټولګې سره یوځای کیدی نه شی او له دی مخې یی په تدریجې توګه ساحه پریښوده. جمعیتیان او شورای نظار واله چې نور په ښه توګه پوهیږی چې ماهیت یی د افغانستان خلکو په وړاندی ښکاره شوی او څوک یی شاته نه راځې، د ورځې په پیل کې یی هڅه وګړه چې د عربی پسرلی غورځنګونو او «وال ستریت نیولو» څخه په تقلید سره، خپل دغه حرکت له رهبری څخه پرته څرګند کړی تر څو یو شمیر خلک وغولوی او د هغوي سره یوځاي شي. خو د سالم ایزدیار په وژل‏کیدلو سره، نور نو د افغانستان خلکو لپاره کوم شک پاتې نه شو چې نوموړی تنظیم د واک‏غوښتنې په هڅه کې دی. د کابل د اوسیدونکو څخه د یو تن په وینا چې «نیم اخوانیان په ارګ کې او نیم په سړک کې راټول شول او د یو بل سره جنګیدل.»

د هغه کسانو تیوری‏ګانی چې د پردیو‏ په لاس روزل شوی ځناورو سره ناسته ولاړه ویاړ ګڼې یوازې د ملی خاینانو او د هغوی بهرنیو واک‏دارانو په درد خوری.
د هغه کسانو تیوری‏ګانی چې د پردیو‏ په لاس روزل شوی ځناورو سره ناسته ولاړه ویاړ ګڼې یوازې د ملی خاینانو او د هغوی بهرنیو واک‏دارانو په درد خوری.

په دی کې هیڅ شک نشته چې لاسپوڅې او مرتجع دولتونه که څه هم د ډموکراسۍ او آزادی جنډه په خپل راکاږي، شعارونه یی تر هغه حده دی چې د خپل ځان او خاوند ګټو ته د منلو وړ وی او د هغې څخه یو ګام مخکې ایښودل د ډزو او بندی‎‎کیدلولامل کیږی. که څه هم، هغه ادعاګانې چې حتا خپله د جمعیتیانو او شورای نظار واله له خوا شوی چې سالم ایزدیار د خپلو له خوا په ډزو باندی له منځه یوړل شو، خو په هر حال، هیڅوک او هیڅ رسنۍ د پاتي نورو وژل شوی په فکر کې نه شول او ټوله کیسه د دغه شهزاده د مرګ په مخ باندی وڅرخیده چې انسان ته د ویلیام شکسپیر هماغه وینا په یاد ورولی چی: «د شهزاده په مرګ باندی ټول آسمانونه روښانه کیږی، خو د یو سوالګر په مړینه یو لکۍ‏داره ستوری هم د آسمان څخه نه تیریږی.» وروسته خاورې ته د سپارلو وار راغې او څو پرلپسی چاودنې. په دغه عمل سره، امریکا خپل جمعیتی نوکران په غوږ ووهل چې خپې د خپلې شړي په اندازه وغزوي او نه د هغې څخه د باندی؛ د ارګ نیولو په فکر کې دی نه وی که نه بله چاودنه به په لومړی کتار وی. د امپریالیزم ځانګړتیاو څخه یوه دا ده چې خپل نوکران په بشپړه توګه له منځه نه وړی، بلکه هغوی د بلې ورځې لپاره ساتی. امریکا په هماغه ډول چې د ځناورتوب په اوج کې طالبان، شمالی ټلواله او ګلبدین په بشپړه توګه له منځه وی نه وړل او د افغانستان له نیواک څخه وروسته د شمالی ټلوالې څخه د نظام پیاده په توګه د طالبانو په وړاندی ګټه پورته کړه او نن ورځ د ګلبدین څخه د جنګې سپی په څیر ناوړه ګټه پورته کوی. وروسته یی د یوی اوونۍ په ترڅ کې طالبان د مزار له لاری کندهار ته راورسول، خو په بشپړه توګه یی له منځه وی نه وړل تر څو د دغه ځناور لښکر په شتون کی په افغانستان کې د خپل شتون څخه دفاع وکړی او د خپلو مخالفانو په وړاندی د هغوی څخه کار واخلی. تر اوسه یی هم د جمعیت مشران له منځه نه دی وړی، ځکه چې تر اوسه هم ورته په راتلونکې لوبو کی د کارولو وړتیا لری.

د تحصن کیږدیو ته د دوستم له خوا رالیږل شوی خواړه چې د کیږدۍ ناستو له خوا په مننې سره په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شول.
د تحصن کیږدیو ته د دوستم له خوا رالیږل شوی خواړه چې د کیږدۍ ناستو له خوا په مننې سره په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شول.

جمعیتیان په دې پوهیدلی چې له دې وروسته نشی کولای یو کس د دین او جهاد په نوم ځان پسې راکاږي او د دی تر څنګ د هغوی د معامله‏کولو بوی په دغه شپاړس کلونو کې په هغه ډول پورته تللی دی چې خپل پلویان پر هغوی باندی باور نه کوی. دغه کولی شو چې د عبدالله د فیسبوک پوسټونو لاندی د فیسبوک کارونکو له کرکجنو نظرونو څخه وپوهیږو چې په یو وخت کې یی دا دعوا کوله چې عبدالله ته یی رائ ورکړی وه. له همدې لامله، دوی هڅه وکړه تر څو لږي پیژندل شوی څیری بازار ته وړاندی کړي: لطیف پدرام، احمد سعیدی، جاوید کوهستانی او د حبیب الله کلکانی څو تنه ځوان پلویان. خو زموږ خلک د دغه څیرو څخه چې په ظاهره نوی دی هم پوره پیژندګلوی لری. آیا زموږ خلک خادی پدرام د ایران چوپړ نه پیژنې چې د خپل توکم‏پالو او شوونیست ملګرو په څیر لکه اسماعیل یون او جنرال طاقت څخه شاته پاتی نه دی او په بی‏شرمۍ سره د هیواد پرګنو او ملیتونو تر منځ د نفاق لمنه وهی. د افغانستان خلک د احمدی سعیدی –کارپوه، شنوونکې، متخصص او نور او نور باړه‎اخیستونکې - په اړوند هم پوهاوی لری چې د فهیم په مرګ کی یی ټول تلویزونونه اجاره کړی وو او له هغه څخه یی د نننۍ ورځې جورج واشنګتن جوړاوه؛ نوموړی په ظاهره د ځانمرګې برید قربانیانو لپاره اوښکې تویولې، خو د عبدالله او عطا سره د جوړه‏ای انځورونو اخیستلو څخه شرم نه لری او د ویری او ډارن‏توب څخه یی د ګلبدین راتګ ته ښه راغلاست ووایه او هغه یی په نیک فال یی ونیوه. جاوید کوهستانی تسلیمی هم پیژنو چې د خپلو یو سلو څو تنو ملګرو نوم یی خاد ته وسپاره او وروسته د خپلو خادی ملګرو څخه ګله‏مند وو چې ولی یی په نیولو کې د خپل ځان سره نه دی وړی. هغه خپله په ویاړ سره د افغانستان او پاکستان په سرحدی سیمو کې د خپلو استخباراتي ماموریتونو څخه خبری کوی.

 په هغه انځورونو کې چې خپله د جمعیت پلویانو له خوا په ټولنیزو رسانیو کې خپاره شوي دي، د سالم ایزدیار خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې د دری پرله پسی بریدونو څخه وروسته، د دغه ګوند ځوانانو څو مړی چې کیدشی ځانمرګی هم نه وی، د موټر شاته یی وتړل او په سړکونو یی راښکل او اور یی ورته واچاوه.
په هغه انځورونو کې چې خپله د جمعیت پلویانو له خوا په ټولنیزو رسانیو کې خپاره شوي دي، د سالم ایزدیار خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې د دری پرله پسی بریدونو څخه وروسته، د دغه ګوند ځوانانو څو مړی چې کیدشی ځانمرګی هم نه وی، د موټر شاته یی وتړل او په سړکونو یی راښکل او اور یی ورته واچاوه.

ښایي چې یو شمیر هم د عبدالله، عطا، قانونی او صلاح‏الدین په غربی دریشی‏ګانو او ږیرو په چال باندي غولیدلی وی او دعوا وکړی چې جمعیتیانو بدلون کړي دي. آیا دا په ریښتیا داسې ده او نوموړی تنظیم د اخوانیزم افکارو او کردار سره خدای پاماني کړی ده؟ ښایي چې د جمعیت اسلامی مشران په خپلو ویناو کې دغه ډول کلمې «ډموکراسی، ولس‏واکې، مدیریت او نوري» په کار یوسي خو یوازې بسیاینه کوی چې د وږی په ۱۸، د مسعود د مرګ په ورځ، د دغه ګوند کوڅه‏ډبو ځناورتوب ته یو نظر واچول شي چې تر اوسه پوری زموږ د څو تنو هیوادولو د وژل‏کیدلو لامل شوي دی او لا تر اوسه پوری هیڅوک د قانونی چلند لاندي نه دي نیول شوی. ډیرې بیلګې یی شته خو یوازې په څو دانو یی بسیا کوو.

• د حبیب‏الله حیدری وژل، د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځې محصل، د شورای نظار د کوڅه‏ډبو له خوا چې په ۱۳۸۳ کال کې یی په ډیرې آسانې سره یی د وژل شوی ویښتان بیاتي کړل او وروسته یی خپل لاس او بیاتي د پوهنتون د انګړ نل په اوبو سره ومینځل او د پولیسو د سترګو په وړاندی یی ساحه پریښودله او وروسته د جنرال بابه‏جان له خوا د اعتراض‏کونکو محصلانو په آرامه او له تاوتریخوالې پرته لاریون باندی د پولیسو برید امر هم لا تر اوسه چا هیر کړی نه دی.
• د فهیم په امر باندی د ۱۳۹۲ کال د غویی په ۱۲ د همبستګې ګوند د غویی د ۷ او ۸ دو تورو ورځو غندلو پر سوله‏یز لاریون باندی د یو شمیر امنیتی ځواکونو ځناوریز یرغل او وروسته د همدغه کسانو په واسطه زموږ د څو تنو غړو ربړونه او نیول کیدل، تر دی چې د «بشری حقونو څارګرو» د نیوکې لامل شو.
• د شرف بغلانی او د نوموړی څو تنو لوفرو انډیوالانو له خوا د فرخندې مظلومه مرګ چې د فیسبوک پاڼه یی د جمعیت ګوند مشرانو سره په انځورونو ښایسته شوی ده ، د دی خاورې هر باوجدانه انسان په ژړا راوست.
• د سالم ایزدیار خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې ګواکی د ځانمرګو د مړو سره چلند ته په کتو کولای شو د جمعیتیانو «مدنیت» او «ولس واکې» باندی پوهه شوو. صالح محمد ریګستانی، د شورای نظار اوپراتيفي رییس، د ویناوو پر بنسټ د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی نه بلکې بمونه ځاي پر ځاي شوی وو.

ظاهرا، جمعیتیان د وحدتی‏یانو په څیر چې «د روښنایی غورځنګ» په تندی باندي ناست وو، د تبعیض او د پرګنو برابری پر وړاندی د مبارزې مسئله مخ ته راکاږی. باید ووایو چې په افغانستان کې د ملی ستم په اړوند، د خلکو‏ضد دوه لید لورې شتون لری. له یو خوا څخه د پښتنو شوونیستانو د غور ګڼلو تفکر چې پښتانه د افغانستان د قومونو سردار ګڼې او د هر ډول ملی ستم څخه منکر دی او د بلې خوا څخه غیرپښتنو قومپرستان یوه لویه ټولګه ده چې د ټولو ټولنیزو بدمرغیو ریښه د ملی ستم او پښتنو په وجود کې وینی. دواړه لید لورې، ډیر ارتجاعی او زموږ د ټولنې د عینی حقیقتونو پر خلاف دی. دغه ډلې د ملی وحدت خنډ دی او د ملی تضاد په شدت موندلو کې تر ټولو مهم لامل شمیرل کیږی. باید چې هیر نه کړو د نیواک له ځانګړتیاو څخه یوه دا ده چې ملې مبارزه د طبقاتی مبارزې ځاي‏ناستي کوی، خو په حقیقت کې د یو هیواد پرګنو تر منځ د برابري خنډ ګرځې.

اشرف غنی، حنیف اتمر، معصوم ستانکزی، ګلبدین، شهنواز تنی او ګلاب‏زوی او د هغوی شوونیست لیکوالانو لکه اسماعیل یون، واحد طاقت، روستار تره‏کی او نورو ته د پښتنو مشرانو او استازو نوم ورکول، په حقیقت کې دغه ملی‏ضد عناصرو او خاینانو ته اعتبار وربخل دی. دوی، هیڅکله په هلمند، پکتیا او ننګرهار کی د پښتنو مظلومه خلکو او بی‏وزله‏ بزګرانو څخه استازېتوب نه کوی. هغه رنځیدلې خلک چې هر ورځ د طالبانو، داعش او د امریکایی نیواکګرو ځواکونو په بمبار او دولتی ځواکونو د بریدونو په وړاندی قربانې ورکوی او د ښوونې او روغتیا له نعمت څخه په بشپړه توګه بی برخې دی. ارګ هم د دغه موقعې څخه په ګټې اخیستې سره په دی هڅه کې دی تر څو کرغیړن ګلبدین چې تر نن ورځې یی د سولې تر نامه لاندی روزل شوی او پنډ کړی دی، کار واخلې او میدان ته یی راوړی. خو هماغه ډول چې طالبانو او حزب اسلامی د پښتنو څخه استازیتوب ونه شو کولی، په هماغه ډول به هیڅکله جمعیت اسلامی د تاجیکانو څخه، حزب وحدت د هزاره‏ګانو څخه او اسلامی غورځنګ د اوزبیکانو څخه استازېتوب نشي کولی. دغه بنسټپالو او خاین ګوندونو، له هرڅه وړاندی پر هغو ملیتونو ناتار او ظلم کړی چې د هغوی څخه د دفاع خبری کوی. له بدمرغه د اخوانیانو او د ارګ ارتجاع تر منځ شخړی، د پرګنو او ملیتونو تر منځ نفاق ته ډیره لمن وهی، او دا هر ملیت روڼ‏اندو دنده ده چې تر ټولو د مخه د خپلې پرګنې جنایتکاران بربنډ کړی.

هغه کیږدۍ چې د حبیب‏الله کلکانی په نوم ودرول شی او د خوراکې توکو ملاتړ یی د دوستم او صلاح‏الدین ربانی له خوا وشي، هیڅ کله د زنبق څلورلارې د ځانمرګې برید کې د وژل شویو لپاره عدالت‏غوښتنه کیدلی نه شي. د «روښنایی غورځنګ» څخه په درس اخیستنې سره کولی شو دغه پایلې ته ورسیږو چې شونې ده یو شمیر ځواکونه د خلکو د غوښتنو او شعارونو په نامه سړکونو ته راشي، خو د دغه ډول غورځنګونو په سره کې د جنایتکارانو او یا وژونکو شتون، هیڅکله روښنایی او بدلون له ځان سره نه لری. نباید د امریکا د تورپوټکو مدنی حقونو غورځنګ مبارز رهبر، مارتین لوتر کینګ ویناوي، له یاده وباسو: «تیاره نه شی کولی تیاره له منځه یوسئ؛ دغه کار یوازی له رڼا څخه کیږی...»

زموږ د هیوادوالو غربیې او ستونزې په بامیان او هلمند کې یوشان دی او هیڅ ډول ملیت، پرګنې او ژبه نه پیژنې. د دغه غریبې او ستونزو له منځه وړل یوازی د ملی خاینانو او د هغوي بهرنې واک‏دارانو په وړاندی زموږ د هیواد ټولو ملیتونو د خلکو په یووالې پوری نغښتی دی او بس.
زموږ د هیوادوالو غربیې او ستونزې په بامیان او هلمند کې یوشان دی او هیڅ ډول ملیت، پرګنې او ژبه نه پیژنې. د دغه غریبې او ستونزو له منځه وړل یوازی د ملی خاینانو او د هغوي بهرنې واک‏دارانو په وړاندی زموږ د هیواد ټولو ملیتونو د خلکو په یووالې پوری نغښتی دی او بس.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 169 میلمانه آنلاین لرو