د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه ‏ماتیدونکې دی!

د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه‏ ماتیدونکې دی!

یو ځل بیا د ایران مبارز او پوهه ولس، د «ولایت فقیه» کرغیړن او زلنده رژیم په وړاندې په بشپړه میړانې سره راپاڅیدل. په داسې حال کې چې موږ د دې هیواد د مبارزو او ژمنو ښځو او سړو څخه په عاجزی سره زده ‏کړه کوو، د مذهبی وینوڅښونکو په وړاندې د ولسیزو خوځښتونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان‎وو او د هغوي تر څنګ ولاړ یاستو. که چیری ایران د خمینیانو، خامنه‏یانو، خلخلی‏يانو، خاتمیانو، روحانیانو، رفسنجانیانو، محمدرضاشاه، شاهرودیانو او د دوې په شان د نورو بدنامه خاوره ده خو له بل اړخ څخه د ګلسرخی‏یانو، کمانګرانو، احمدزاده‏یانو،اشرف‏یانو، جزیی‏یانو، ایکویی‏یانو، وکیلی‏یانو، سلطانپوریانو، فراهانی‏یانو او زرګونو نورو ځلانده ستور خاوره ده چې په خپلو وینو سره یې د تاریخ په پاڼو کې د انسانیت سره مینه او آزادی ولیکله. نن ورځ د هغوی وینو څخه په ځواک اخیستلو سره ده چې یو ولس راپاڅیدلې او د غلو او خاینانو د بدن په غړو یې لړزه راوستی ده.

د خلکو اوسنی پاڅون د کروبی او موسوی د «شنه غورځنګ» او د رژیم د نورو کرغیړنو مهرو له ډلې څخه نه دی چې په خندونکو شعارونو سره «زما رای چیرته ده؟» په حقیقت کې د ناتاری او جنایت په ادامه باندی د تایید مهر لګوی. (چې په افغانستان کې هم یو شمیر د هغوي د چارو څخه د بیزو په څیر په پیښو کولو سره «زما نوم چیرته دی؟» په لاره واچاوه» دغه غورځنګ د خلکو د پوهاوی پورته کولو لپاره، خپل ستروالی د «وژنم وژنم هغه چا چې زما ورور وژلی»، «مرګ د ولایت فقیه پر اصل»، «مرګ پر دیکتاتوری»، «جنګیږو مړه کیږو ایران بیرته نیسو» او ... په شعارونو سره په ډاګه کړه چې په همدې لامل یی زلنده دستګاه ولړزوله او سم د لاسه یی په ځناوریزه توګه د هغوی په ټکول لاس پوری کړ. د شل ورځو په لړ کې د شلو تنو څخه ډیر په واټونو کې په ډزو وویشتل شول او په شهادت ورسیدل او د دوی د اعتراف له مخې لږ تر لږ ۳۷۰۰ تنه ونیول شول چې د نیول شو له ټولګې څخه ۲۲ کلنه سینا قنبری او وحید حیدری د ځناوریزو ربړونو څخه وروسته د رژیم په وژنځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ خو د خپلو جنایتونو پټول لپاره یی دواړه پیښی «ځان‏وژنه» اعلان کړلی. خو د بخښنی نړیوال سازمان د پنځو تنو بندیانو مړینې راپور ورکړی.

ناپیلون یو ځل وویل چې د هر لښکر سره جګړه کولی شو پرته د وږو له لښکر څخه، خو په ایران کې، دا یوازې ولږه، بې وزلۍ او بدمرغي او «په قبرونو کې ویده‎کیدل»، «په کارتنونو کی سملاستل»، «خځلو راټولول» په شان پدیدی او د شتمن او غریب تر منځ په بې‏ساری توګه د واټن ډیریدل نه ده چې د خلکو د راپاریدلو لامل شوی دی، بلکه د ربړونکې او زلنده رژیم د سر او مخ څخه د وینو بهیدل دی چې وږی او لوټل شوی خلک یې سیاسی کړی دی او نور نه غواړی چې دغه رنځونکې وضعیت چې د وینوڅښونکو او کرغیړنو دینی‏ټیکدارانو تر ولکې لاندی وزغمی. د ایران خلک نشی کولی چې د څو لسیزو په لړ کې د خپلو زرګونو ریښتینو ځامنو د ودریدنی او میړانی یاد چې فاشیستو آخوندیانو له خوا په شهادت ورسیدل هیر کړی او د زیارکښانو د صبر کاسه هم ډکه شوی ده. د فرزاد کمانګرانو، سعید سلطانپوریانو، ستاره بهشت‏یانو، ندا آغاسلطانانو، مجید کاووسی‏فریانو، شیرین‎علم‏هولی‏یانو، فرهاد وکیلی‎یانو، شاهرخ زمانیانو، جعفر پوینده‎یانو او د زرګونو نورو سر لوړو او معتبرو شخصیتونو د سپیڅلو وینو ځواک دی چې د ایران د خلکو د آزادی بنسټ لاپسی څپانده کوی چې وینې‏څښونکې رژیم په خپلو څپو کې ژر یا وروسته له منځه یوسی.

د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه‏ ماتیدونکې دی!

له دی سره چې دغه غورځنګ لا تر اوسه هم یو موټی او پرمختللی سازمان‎ورکونی ته اړتیا لری، خو لویوالی یی په دی کې دی چې د مذهبی رژیم په مختلفو ډلو، چې ټول یو ډول ماهیت لری، توره کرښه راکاګږی او هغوی هم په عملی توګه په یوه کرښه کې د پاڅونکونکو په وړاندی ولاړ دی که څه هم په خبرو کې «اصلاحات‏غوښتونکې» هڅه کوی د ولس په دوکه کول سره د خلکو غوښتنی مشروع وبلی. دوهم دا چې دغه ولسیز پاڅون، د مرتجع اپوزیسیون ډلو ته لکه سلطنت‏غوښتونکی او نورو ته هم ارزښت ورنکړ او هغوی یی څنډی ته وغورځول.

د ایران خلک باید په دی وپوهیږی چې د انقلابی رهبری څخه پرته پاڅون د ماتی سره مخ کیږی او یا به په نیمه لاره کې وشیندل شی. نو دا د ایران پرمختللو ځواکونو دنده ده چې په دغه شرایطو کې د اصلی شعارونو له مخې سره یوځاي شي، او هغې ته د لوری په ورکول کې خپله ونډه تر سره کړی او په دغه ډول د ارتجاعی ځواکونو او لویدیځ او امریکا چوپړانو ته ډګر راتنګ کړی. یوازی دغه ډول غورځنګ کولی شی چې بریالیتوب ته ورسیږی د مظلومانو لپاره هیله‏مندی او د نیکمرغیو راوړونکې اوسی.

دا د ټولو مرتجع او خلکو‏ضد رژیمونو دود دی چې د ولسیزو خوځښتونو بدنامه کولو لپاره، پر هغوی باندی سپک تورونو لګوی او هغوی په هغه او دغه هیواد پوری تړلی «د پردیو دسیسه» او بهرنې استخبارات ښکاره کړی. د «ولایت فقیه» شر‎اچونکې رژیم هم له دغې وسلې څخه کار واخیست او د خلکو د غوسی راپاریدلو لامل یی د امریکا، موساد، عربستان او نورو لاسوهنه ښکاره کړه. په دی کې هیڅ شک نه شته چې غربی او سیمیز هیوادونه هڅه کوی چې د پاڅونکونکو په لیکو کې نفوذ وکړی، او هغوی له خپل لوری څخه منحرف او شعارونو ته یی په خپله ګټه بدلون ورکړی، خو ریښتیا دا دی هغوی چې امریکا ته هیله لری چی له چوپړانو سره یی جوړجاړی وکړی او ګواکی ایران او خپل خلک وژغوری، د خلکو په منځ کې پیریدونکی نه لری. او له بل لوری څخه د ایران پوه ولس د امریکا جنایتکارانه لاسوهنو خونړۍ پایلو څخه لږ تر لږ په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا او د نړۍ په ټولو ځایونو کې بشپړ درس اخیستی دی چې له ویجاړۍ څخه پرته هغوی ته بله کومه ډالۍ نه لری. دوهم دا چې د ایران خلکو په تجربې سره موندلې ده چې د خمینی د منځنۍ پیړۍ رژیم د امریکا او لویدیځ په ملاتړ واک ته راغلی او د پردې تر شا د همدغه ځواکونو سره په جوړجاړۍ دوی وکولی شو چې پوره څلور لسیزی د ایران ټپی ولس پر اوږو په خپل ځای پاتی شی نو په دغه بنسټ نور نه غواړی چې یوځل بیا د نیواک دوکه‏ورکونکی دام کې راګیر شي.

د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه ‏ماتیدونکې دی!

د ایران میرمنې چې د رژیم د ناتاریو او دهغوی د کوتکمارو تر ځناورتوب لاندی ژوند کوی، خپله مخکښه ونډه ولوبوله. د ایران ښځو له پخوا څخه د یو نوی نوښت سره، څو تنه آخوندانو ته یې د واټونو پر مخ د مرګ تر کچې پوری وهل او ټکول ورکړل، او په حقیقت کې د دغې ولسیزی څپې پیلونکې وو او د لاریونونو په لړ کې یې هم خپله اغیزمنه میړانه نندارۍ ته وړاندی کړه. رژیم هم د ښځو په مبارزی کې له پټ ځواک څخه ډیر په ویره کې دی.

په واقعیت کې، ځوانان او زدکړیالان د هغی محرکه ځواک و چې په خپل لوړ مرال او خپلی ټټر په سپر کولو سره یی، د زیارکښانو او خلکو غږ اوچت کړ. هغوي د یو موټی افغان ځوانانو په څیر چې د عطا او محقق او صالح او نورو خاینانو تر شا منډی وهلو ننګ یې خپله دنده کرځولی ده، نه د قومی، ملیتی او سمتی مسایلو پر بنسټ، بلکه یو بل ته د لاسونو په ورکولو سره، د خپلواکۍ، ډموکراسۍ او عدالت لپاره د خپلو ګډو دښمنانو په وړاندي را پاڅیدلی، مذهبی دیکتاتور او د هغه چوپړان یې ویرولی دی. د ایران ځوانانو په تجربې سره موندلی ده چې پر هیواد‏پلورنکو او فاسدو او جلادانو باندی له چلیپا راښکلو پرته، نشو کولی یو ریښتنې مخکښ او ژرړویستونکې غورځنګ په لاره واچو. دوی دی پایلې ته رسیدلي دي چې د خاینانو د اصلاح فکر خپل ناسموالی د تاریخ په لړ کې څرګند کړی نو پر دغه بنسټ د دوی له شړلو پرته یو آزادی‏غوښتونکی او ملی حرکت په لاره اچول ناشونی ده.

کړیدلو خلکو، د مرتجع روڼ‏اندو لکه صادق زیبا کلام، عباس میلانی، اکبر ګنجی او نورو تیوری جوړولو ته هیڅ ارزښت ورنکړ چی د افغان ځان‏پلورونکو په څیر یی د وژنکو او خاینانو سره جوړجاړي لپاره تبلیغ کاوه. دوی د خپلو افغان هم‏توکو په څیر لکه رنګین دادفر سپنتا، چې په ډیری بشرمۍ سره د جنایتکارانو غوړمالی کوی او د جنایتکارانو یوی اصلی ستنې ته په «درناوی» باورمند دی، او د هر ولسیز غورځنګ په وړاندی د ولس دښمنانو په لیکه کی ځاي لری چی دوی باید د ولس په انرژی‏بخښونکو آوازونو سره د تاریخ ډیران کې واچول شی. د ایران پاڅون کونکې باید په دی پوه وی هغه روڼ‏اندی چې د ناتارګرو واکمنۍ سره د یوی ورځې د کار کول رټه په تندی باندی لری، د کرغیړنو او وجدان‏پلورونکو عناصرو په ډول باید څنډی ته وغورځول شي او د قهر لاندی راشی، ځکه چې دغه ډول ځان‏پلورنکې کولی شی د جوړجاړي او خیانت ویروس د مبارزانو لیکو ته ولیږدوی نو پر دغه بنسټ هیڅکله هم د باور وړ نه دي.

د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه‏ ماتیدونکې دی!

که څه هم د ایران د لاریونونو څپی آرامه دی، خو د خلکو کرکه د جنایتکاره او منځنې پیړۍ رژیم څخه، لکه د آیرو لاندی سکروټو په څیر چاودنې ته چمتو دی چې پر ایران باندی واکمن جلادان د تاریخ ډیران ته ګوزار کړی. ستار بهشتی چې د ایران دولت د ځناوریزو ربړونو لاندی شهید شو، یو وخت لیکلی وو، «زه خاموشه نه پاتی کیږم آن تر دی چې مرګ ته د رسیدلو شیبه هم وی» او نن ورځ دغه حماسی جمله پرته له شک څخه د هر ایرانی مبارز په خوله ده چې له آخوندی ناتاریو څخه بی‏زار دی.

د ایران د خلکو بریا د مذهبی دیکتاتوری په وړاندی، په حقیقت کې د افغانستان د خلکو بریا ده چې د کلونو راهیسی د بشریت له دغه ننګ څخه د ناتاری په اور کې سوځي. د آخوندیانو د واکمنۍ په نسکورولو سره په ایران کې د بشریت دښمن، او د دوی افغانی جاسوسان لکه محقق، خلیلی، محسنی او ... او باړه اخیستونکې روڼ‏اندی لکه کاظم کاظمی، سیدعیسی حسینی مزاری، ذکریا راحل، رضوان بامیانی، جواد محسنی، رهنورد زریاب، صادق عصیان، ابوطالب مظفری، رضا محمدی، لطیف پدرام او نور هم یتیمان کیږی او طاعون خپرولو لړی به یی هم زموږ په هیواد ختمه شي.

مونږ د خامنه‏ ای - روحانی کرغیړن رژیم پر وړاندي پاڅون کونکو ته بی‎شمیره سلامونه لیږو او د دوی د هر یوتن لاسونه په ګرمۍ سره کیکاږو!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 134 میلمانه آنلاین لرو