د یوه اتل تیروتنې

امان‌الله خان

لاندې مقاله د (۱۳۸۴ وږی) کې د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د همبستګۍ غږ خپرونې په ۱۴ ګڼه کې خپره شوې وه او د دې له امله چې مهم موضوعات یې درلودل، نو دا مو ګټه ور وګڼل چې یو ځل بیا یې خپره کړو.

زموږ خلک شاه امان‌الله خان د نورو امیرانو او ولسمشرانو پرتله چې له ده څخه وړاندې او وروسته وو، د یو اتل په څیر پیژني. دا ځکه چې د امان‌الله خان څخه وړاندې او وروسته ټول واکمنان ویني تویونکي او چوپړان وو او دغه راز د خلکو سوکالي او نیکمرغۍ ته یې درناوی نه درلود.

د تاریخ له زده کړو څخه یوه هم دا ده چې ټول لوستونه یی سره راټول او د تیروتنو بیاځلې کولو څخه یې ډډه او مخنیوی وشي.

یوازې د امان‌الله خان په ستایلو او اتل ویلو سره نه شو کولای چې خلکو ته رښتینې تاریخي پوهه ورکړو. د هغه تیروتنې بیا په ځانګړې توګه پدې غمځپلي مهال کې باید روښانه کړو، تر څو د اړینو معیارونو او لوستونو په بنسټ زموږ په هیواد کی د خندا وړ او وینې تویونکي تاریخ د بیا ځلی څخه مخنیوی وشي.

دلته د امان‌الله خان د واکمنۍ مهال تیروتنو ته ګوت نیونه نه کوو، تاریخ هماغه دی چه پیښ شوی دی او که څه هم ښایی چې نوموړې نیمګړتیاوې د شخړې او مشاجرې وړ اوسي او هر څوک یې د خپل نظر په اساس په بل څیر تفسیر یا رد او یا یې ومني.

زموږ خبرې له واکمنۍ څخه د لرې کیدو وروسته د هغه په هغو تیروتنو او نیمګړتیاو دي، چې زما په خیال دا څرګندوي چې پرمختګ غوښتونکی شاه یوازې تر هغه وخته له وروسته پاتې توب او مریتوب څخه د افغانستان د رایستلو په اړه فکر او کار کاوه چې دی د سلطنت په ګدۍ ناست و، هغه مهال چې له واک څخه محروم شو، نو خپله دنده یې هم پای ته رسیدلې وګڼله او خپل هیواد یې د یاده ویست.

دا په موضوع کې په اصطلاح بریاليتوب دی. پرته له ګمان څخه زموږ هیواد دوسته او مترقي تاریخ لیکونکي درست او ژور کولای شي چې باید موضوع وڅیړي.

هغه څه چې هیله من شاه پرې پوهه نه شو او یا یې ترسره نه کړل، یو یو باید ووایو:

۱- د سقوي مخ توري او جهالت له ختمیدو وروسته او ورپسې د نادرشاه او د ظاهر شاه په دوران کې د هاشم، شاه محمود او داود خان آزادي نه منونکي، مرتجع او وینې تویونکي رژیمونو پروړاندې امان‌الله خان نه یوازې په ننداره کوونکي او بې حسه انسان واښوت، ترڅنګ یې د پورتنیو وینو تویوونکو او مرتجعینو پروړاندې د مبارزینو سره له مرستې او ملاتړ لرې توب غوره کړ. هغه په اروپا کی د ښه نوم او شهرت له امله د پراخو سیاسي، مادي او تبلیغاتي امکاناتو څخه برخه من و، خو له بده مرغه هیڅ هڅه یې ونکړه چې په مبارزه کی ترې ګټه پورته کړي. هغه په لومړیو کلونو په ځانکړي ډول د راپرځیدو په میاشتو کې د ډیرو مبارزینو لکه عبدالرحمن لودین، سیدکمال، عظیم منشي زاده، عبدالخالق، محمدولي خان، فقیر احمد خان، غلام نبي چرخي او نورو سلګونو شهیدانو دمنځه تلو شاهد و، لیکن دغو پاکو وینو ونشو کولای چې د هغه سازش او محافظه کاري دمنځه یوسي.

۲- په اروپا کې هغه کولای شول چې په کتاب او کتابونو کې د خپلو سیاسي خاطرو په لیکلو سره زموږ د هیواد د تورې دورې روښانه کوونکي واوسي، ترڅو د واقعیتونو پټولو په برخه کې خرڅ شویو بی وجدانه تاریخ لیکونکو ته لاره بنده شي. لیکن په دې اړه یو مخ لیکنه هم نشته او یا که څه یې هم لیکلي وي، ولې هغه یې خپاره نه کړل یا یې ولې هغه داسې ناوړه شخص ته ورکړل چې د هغه د مرګ د لسګونو کلونو په تیریدو سره هم د «شاهانه» محافظه کاري په علت سره نه غواړي خپاره یې کړي.

امان‌الله خان و مصطفی کمال اتاترک
۱۹۲۸: شاه امان‌الله خان د ترکیې د پرمختګ غوښتونکي ولسمشر مصطفی کمال اتاترک سره د لیدنې په حال کې.

۳- هغه له یوه اړخه باید د غلام نبي خان چرخي، عبدالرحمن لودین، محمد ولي خان او نورو مبارزینو او خپلو طرفدارانو د ژوند، شخصیت او کار په اړه لیکلی وی، له بل پلوه د هغو خاینو او درباري روڼ اندو لکه برهان الدین کشککي، اکبر اعتمادي، سید قاسم رشتیا، صدیق فرهنګ، حسن شرق، اسحاق عثمان، هاشم میوندوال، صلاح الدین سلجوقي او د دوی په څیر نور د دربار جلادان او کاسه پاک لکه سیدشریف سریاور، عبدالغني قلعه بیګي، فیض محمدذکریا، عبدالاحد ماهیار، فضل احمدمجددي، محمدعلی مورخ او نور او ملاعبدالقدیر شهاب، ملاحضرت شوربازار او داسې نور مزدوره او جاسوس ملایان بربنډ کړی وای.

که چیرې د افغانستان ملت د میر غلام محمد غبار په څیر د تاریخ لیکونکي بخت نه درلودی، ښایي نن ورځ به د استبداد او ارتجاع پاتو شونو د چوپړه رژیمونو لوړ پوړو چارواکو د تبلیغاتو پرمټ هر یو «د هیواد لوی شخصیت او بې بیلګې خدمت کوونکي» ګڼل کیدل.

۴- د نادرشاه او ظاهر شاه د وخت جنایتونو پروړاندې د امان‌الله خان چوپتیا دومره مرګونې وه چی ګویا واکمنې کورنۍ سره یې اړیکې خرابې نشي او یا د هر بل نه بخښنې وړ دلیل له امله آن تردې چې بهرنیو رسنیو سره یې هم مرکه نه کوله. څرګندیدل چې له لومړي سر څخه یې قسم خوړلی و چې له سلطنت څخه له پرځیدو وروسته به خوله نه خوځوي. د لوی دوپري لخوا لیکل شوي کتاب د «افغانستان تاریخ» کې راغلي، د هیواد له پریښودو وړاندې هغه مهال چې نوموړی په کندهار کې و، د «شیکاګو تریبون» خبرنګار له هغه سره مرکه وکړه. لیکن د دې مرکې د لیدلو لپاره د پلټنو څخه دا ترلاسه کوو چې د خبرنګار په خبره شاه نن او سبا کول او هیڅ کله هم مرکې ته نه چمتو کیده.

۵- له هغه څخه ډیر اولادونه پاتې دي. سره لدې چې د پلار او اولاد یا اولادونو حساب په یوه تله نه تلل کیږي، لیکن د حیرانتیا وړ دا ده چې له بده مرغه اولادونو څخه یوه هم د پلار د ناسمې لار څخه مخ اړونه ونه کړه او که د آزادۍ او دموکراسۍ لپاره د نوموړي له عملي مبارزې ورتیر شو، هیڅ یو یې د خپل ژوند په اړه چې تاریخي ارزښت یې درلود یو مخ هم ونه لیک. که چیرې امان‌الله خان پخپله د افغانستان د آزادۍ په لار کې هوډمن پاتې شوی وی، نو هرومرو به یې هڅه کړی وای چې اولادونو یې د ده لارې ته ادامه ورکړي.

د ده د لور سره د «همبستګۍ غږ» مرکه هر یو په ځانګړې لیوالتیا سره ولوستله، لیکن ګورو چې په هغې کې داسې د پاملرنې وړ ټکی نه تر سترګو کیږي.

دوهمې شاه نور سهانوک د خپلې کورنۍ ډیرو غړو سره یوځای د خپل هیواد کامبوج د آزادۍ په لار کې برخه واخیسته، لیکن زموږ امان‌الله خان نه یوازې دا چې پخپله یې د هیواد په سیاست کې له دخالت څخه استعفا ورکړه، بلکې هڅه یې وکړه چې خپل اولادونه هم له سیاست څخه لرې وساتي، څو داسې نه چې زیان ورته ورسي.

په اروپا کې د میشتو افغان روڼ اندو هڅه چې د نادر خان پرځولو لپاره د امان‌الله خان په مشرۍ یو ګوند جوړول لومړۍ او وروستۍ هڅه وه چې هیڅکله عملي نشوه او داسی ښکاري چې د نادرخان په وسیله د غلام نبي خان چرخي په وژلو سره د نادر خان پروړاندې د امان‌الله خان د مبارزې هوډ او اراده په بشپړ ډول د منځه ولاړ.

۶- هغه باید د خپل یو شخصي ارزښتمند خوځښت څخه د دفاع په اړه په ځینو مسایلو رڼا اچولی وای. د لسګونو بیلګو څخه چې یو د غبار په تاریخ کې راغلی، دا چې ښایی د یو هندي مهاجر په ګډون د دریو نفرو په واسطه د نادرخان د پرځولو په اړه د نوموړي په لاسلیک یوه اعلامیه کابل ته راوړل شوې وه. امان‌الله خان کولای شول د اعلامیه او په بنسټیزه توګه د ګوند جزیات چې په اروپا کې رامنځته شوی و، روښانه کړي چې له بده مرغه هیڅ کله یې دا کار ترسره نه کړ.

هغه ولې د اعلامیې متن خپلو هیوادوالو په واک کې ورنه کړ؟

مګر پرته له دې دا وو، غوښتل یې چې د نادرشاه جنایت کاره رژیم سره جوړجاړی وکړي؟

۷- که چیرې امان‌الله خان په شاهي هوساینې او محافظه کارۍ کې ډوب نه وای، نو کله چې د نادرشاه د ورور وژونکی سیدکمال په آلمان کې په دار محکوم شو، کولای یې شول چې د افغان مبارزینو سره یوځای له نوموړي، مونشی زاده، فقیر او عبدالخالق او نورو څخه د دفاع لپاره پاڅیدلی وی، ټول یا یو شمیر یې له وژلو ساتلی وای. په ځانګړي توګه سید کمال چې ډیر ساده په دار محکوم شو، شونی و چې دفاعي لاریون سره یې د هغه د دار ځړیدو مخه نیولی وی.

که تاریخ د امان‌الله خان هره تیروتنه وبخښي، خو د هغو تویو شویو وینو پروړاندې د درد راوړونکې بې پروا پاتې کیدل به ونه بخښي.

۸- امان الله خان کولای شول چې د آزادۍ په لار کې مبارزې ته شاه واړوي- لکه څنګه چې یې وکړل. خو د خپل شخصیت او کرامت ساتلو لپاره یې باید هره ستونزه د ځان په بیه اخیستی وی او باید د «ځان، ملکه ثریا، او اولادونو» د فابریکو او ملکیتونو د بیرته اخیستلو په اړه یې «اعلیحضرت غازي» (نادرشاه) ته هغه لیکنه او یا له شرم څخه ډکه بیعت نامه یې ظاهر شاه ته لیکلی نه وای. (د نوموړي لیک او بیعت د لیدلو لپاره د غبار دوهم ټوک ۱۰۱ او ۱۲۴ مخ ته رجوع وشي)

نوموړی لیکنې رسوا کوونکې او د شخصیت له شان څخه دومره لرې وې، چې دې ته په پام سره که چیرې د غبار په ژبه او مستند نه وای، نو ګرانه به وه دا مو منلی وای چې امان الله خان هیواد ته د خدمت په لار کې خپل لاسپوڅی پلار له مخې لرې کړی دی.

امان‌الله خان تر نیمې لارې ولاړ (اتل و)، مګر وروسته پرته له جګړې او په آسانۍ سره تسلیم شو (اتل نه و).

هغه د هغې لارې په ادامې سره چې په پیل کې یې پرې پل ایښی و، کولای شول د آزادۍ غوښتنې غورځنګ راویښولو او پوهې ورکولو په برخه مهم رول لوبولی وی، پرته له ګمان څخه اجازه یې نه ورکوله چې پدې ساده توب څو ځلې د دښمن د برید لاندې راشي.

هغه فکر او ځواک چې پرمختګ غوښتونکی امان‌الله یې راوپرځاوه، دا دی چې د لسو څخه د ډیرو کلونو راپدیخوا زموږ د غمځپلي هیواد د آزادۍ او رغونې مهم خنډ باندې اوختی دی.

شبه‌نظامیان کلمبیا
د ۱۹۲۸ کال د فبروري ۲۴مه: د یو رسمي سفر په درشل کې شاه امان‌الله خان او ملکه ثریا.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 129 میلمانه آنلاین لرو