په پاریس کې د جنایتکارانو او خاینانو ناسته؛ زموږ ولس ته مرګونی پیغام

د شپږ خاینو ګوندونو مشران
غربي نیواکګر د افغانستان پر مرتجع او ملي ضد ګوندونو کار کوي، څو هغوی د خپلو نوکرانو په توګه وروزي او د تل لپاره یې په واک کې ولري. د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان شپږ بدنامه ګوندونه د یوې ښوونیزې دورې لکه د ټولټاکنو کمپاین، تشکیلاتي چارو تنظیم، اړیکو او نورو لپاره لندن ته وربللې و. هغو خلکو چې په دې ښوونیز کورس کې ګډون درلود: له جمعیت اسلامي څخه ستار مراد، له حزب اسلامي څخه محمد خان، له اسلامی جنبش څخه فیض الله ذکي، له همبستګي نهضت څخه نور محمد حیدري، له اسلامي وحدت ګوند څخه محمد ناطقي، له ملي جبهې څخه حسین سانچارکي.

په دې ورځو کې په پاریس کې د ځناورو طالبانو او انسان وژونکو «شمالي ټلوالې» ترمنځ د ناستې ناندرۍ د افغاستان د مطبوعاتو له لارې راپورته شوي. تش په نامه او خرڅ شوي «کارپوهانو» او «شننکو» د دواړو جنایتکارو ډلو ترمنځ دغه خبرې اترې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ناورین څخه وروسته د حل لپاره ګټورې او ارزښتناکه ازمایلې دي. په ځانګړي ډول د ټولو په سر کې وحید مژده، چې د طالبانو د منځنۍ پیړیو د رژیم پخوانیو چارواکو او ځناورو طالبي مبلغینو په اړه په ټولو خپرونو کې د دې ځناورو د راټولیدو په «ارزښت» په کرکجن او ناولې ډول ویناوې کوي.

مګر زموږ ډیری وګړي د دې رذیلانو د تیرو ناستو، چې په اسلام آباد، پیښور، مکه او داسې نورو ځاینو کې لرلې، ترخه تجربه لري او هیڅ لیوالتیا ورته نه لري او تجربې ورته جوته کړه چې د لیوانو یووالی زموږ هیواد ته د وژنې پیغام راوړي.

ظاهراً دغه غونډه چې د فرانسې یو څیړنیز بنسټ په نوښت رابلل شوې وه، تر ټولو مرتجع، بدنامه او د افغانستان خرڅ شویو لکه طالبانو، حزب اسلامي، ملې جبهې، د سولې عالي شوری، ملې ټلوالې، حق او عدالت ګوند او آن تر د القاعدې مشر عبدالله انس په کې ګډون کړی و. داسې بریښي چې فرانسه د څو لسیزو راهیسې د شمالي ټلوالې په ځانګړي ډول د ورانکارې شورای نظار واګي په لاس کې لري او غواړي چې دوی د خپلو هم اندو طالب ورونو سره د پخلاینې لپاره په یو میز د نوې ویجاړتیا لپاره راټول کړي.

د افغانستان دولت او ګډون کوونکو ګوندونو، دغه د دوی نیږدې کینستل «د افغانانو ترمنځ د سولې هڅه» نومولې ده. مګر ټول په دې پوهیږي، چې د دوی بهرنيو څښتنانو، دوی یې له غوږنو نیولي او دې ته یې اړویستلي، چې د یو بل مخ او څټ په څټلو د وینو رټه پاکه او یووالي ته نیږدې شي، څو په ګډه سره له ۲۰۱۴ کال څخه ورسته دولتي څوکۍ په خپلو کې وویشي او د بهرني څښتن د سیاستونو سره سم د افغانستان په پاتې جسد واک وچلوي.

د وحشي او خیانت کاره لورو په یووالي سره چې زموږ د خلکو او خاورې په حق کې یې ډیر خیانت او سپکاوی کړی او د پردیو زنځیر پر غاړه لري، د افغانستان د کړکیچ حل هیڅ کله شونی نه دی. طالبان، د ګلبدین ګوند او شمالي ټلوالې ښایي چې په پاریس کې د افغانستان په راتلونکي خبرې کوي، فاشیستي او ملي ضد ځواک دی چې د خپلو خیانتونو او ناوړو چلندونو تاریخ په لړ کې یې ثابت کړي دي، چې له دوی څخه د لوټولو، وژلو او فساد بله تمه نه کیږي. دا یې هم ثابت کړي دی، چې د هیڅ قول او خبرې منونکي نه دي او آن تردې چې په مکه او مدینه کې قرآن او قسم خوړلو څخه یې هم سرغړونه کړې ده.

دغه د جنګ پیغام راوړنکي چې په قاموس کې یې سوله ځای نه لري، خلقي او پرچمي خاینو شریکانو سره یوځای یې افغانستان د ویر او غم دې حالت ته راورساوه. دوی د افغانستان د ویجاړتیا لاملین دي او لږ تر لږه دموکراتیکو ارزښتونو سره د دوی رهبران باید په یو هیواد کې د محکمې میز ته راښکل شوي وایي او د خپلو کړنو سزا یې لیدلی وایي.

آیا دا شونې دی چې ګیدړ صفته ډلې په یو ځل سره خپلو ناوړوڅیرو ته بدلون ورکړي او د افغانستان د ملي ګټو او زموږ د خلکو د بریا لپاره لاس په کار شي؟ آیا دا ممکن دي چې د ګیدړانو او سورلنډیو یووالی د دې لامل شي چې زموږ خلک د ارامښت احساس او د سولې او پرمختګ دروازې ورته بیرته شي؟ تاریخ دا ډول بیلګې نه لري.

امریکا د خپلو مسایلو د حل لپاره جهالت کسبه طالبان او جهادي لوټماران سره پخلا کوي. دا چې د دغو دوو یووالی زموږ پر ملت به نورې کومې بدمرغي او ناورینونه راوړي، ارزښت ورته نه لري. سپینه ماڼۍ د اډو د تضمینولو، دایمي شتون او د خنډونو د لیرې کولو لپاره د آسیا ژئوپولتیک مهمه سیمه کې زموږ په هیواد کې نسبي ټیکاو ته اړتیا لري، څو موقع ترلاسه کړي چې په اسانۍ سره د خپلو سیالانو ځواک وګواښي او د لاس لاندې یې ونیسي. دغه ټیکاو که څه هم د وینو څښونکو، ملي ضد او ارتجاعي ډلو واک ته په رسیدو رامنځته شي، د هغوی لپاره به ښیرازه او د منلو وړ وي.

په مختلفو هیوادونو کې د امریکا سیاست چې په هغوی کې د لاسوهنې هوډ لري، دا دی چې په ناوړو خلکو ډډه ولګوي. تیرو یوولسو کلونو کې په خپل هیواد کې مو ولیدل چې دغه ناوړه خلک یې په خپل شاوخوا راټول او هغوی یې د دولت په مهمو څوکیو وګومارل. اوس مهال په سوریه کې د دې شاهد یو چې د بشاراسد د منځه وړلو لپاره پر القاعده او نورو بنسټپالو ګوندونو پانګونه، په وسلو سمبال او تمویلوي. په لیبيا کې د قذافي دولت یې هم د القاعدې او وروسته پاتو اخوانیانو په مرسته له منځه ویوړه او له قذافي څخه ناوړه دولت یې ځای ناستی کړ.

څرنګه چې د دې محرمو خبرو په لړ کې دا جوته شوه، چې د جلادانو غوښتنه دا وه چې «عمومي بخښنه» اعلان شي. دوی چې په پيښو کې له وینو ډک لاسونه لري، د ملت له عدالت غوښتونکې ورځې ډاریږي او هڅه کوي، هر څرنګه چې وي، د خپلو پيښو مصوونیت تضمین کړي، لیکن څرنګه چې د یو بل د بخښې د پارلمان تصویب شوی قانون چې د خلکو د نه منلو او سپکاوي سره مخ شو، د «عمومي بخښنې» هر ډول به د دوی د بهرنیو بادارونو په وسیله د هغو قربانیانو د منلو وړ به ونه ګرځي چې د دوی د وحشت ښکار ګرځیدلي. په داسې شرایطو کې چې دوی هره ورځ او هره شیبه جنایت کوي او زموږ معصوم خلک په تورتم کې کینوي، عمومي بخښنه د ملت د شهیدانو وینو ته له سپکاوي پرته بله معنی نه لري.

د پاریس په ډول ناستې پرته له یو شمیر پر غرب پلورل شویو کارپوهانو او ملي ضد بانډونو، زموږ لپاره هیڅ مثبت پیغام نه لري. په افغانستان کې روان ناورین د دوی د یووالي له امله نه، بلکې د دغو پلورل شویو ډلو د منځه وړلو سره رامنځته کیږي او بس. تر څو چې عدالت قرباني شي او جهادي، طالبي، ګلبدیني او .... جهالت کسبو ته موقع ورکړل شي چې د آرامښت او بشپړ مصونیت لپاره زموږ د خلکو پروړاندې لوټماري وکړي، زموږ د هیواد هیڅ درد به آرامښت پیدا نه کړي.

په هیواد کې له روانو سیاسي بدلونونو داسې بریښي چې امریکا په پام کې لري، له ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه وروسته زموږ پر ملت د ټولو وینې څښونکو بانډونو څخه رامنځته شوی لاسپوڅی، جنایتکاره، ارتجاعي او د خلکو ضد دولت تحمیل کړي. د خطر دغه زنګ د افغانستان د مترقي خلکو، شخصیتونو او ځواکونو لپاره دی، چې لاس په کار شي او خپل رول د غربي نیواکګرو د فریب او مکر د منځه وړلو لپاره ولوبوي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 152 میلمانه آنلاین لرو