امریکا له ۵۰ میلیونه وږو سره نشی کولای د دموکراسۍ او هوساینی غږ پورته کړی

فقر و بی خانمانی در امریکا

د دهمزنګ په سیمه کی یو اته یا نه کلن ماشوم د بهرنیو پوځیانو ګاډو پسی منډی وهلی او د لاس په ښورولو یی له هغوی نه مرسته غوښتله. دی ماشوم پرلپسی غږ کاوه چی هلو هلو دالر دالر. ولی امریکایی سرتیری چی د مرمۍ ضد پوځي ګاډي د پاسه ناست وو د ټوپک په ښورولو یی دا ماشوم ګواښو چی نږدې نشی. د لیدو وړ خو دا وه چی یو سپین ږیري دغه ماشوم ته وویل چی روسان له امریکایانو ډیر ښه وو، هغوی خو له موټره ماشومانو ته بسکیټ راغورځول.

دا ماشوم ګواکی نه وی پوهیدلی او یا هم نه پوهیږي چی د بهرنیو سرتیرو مرستو پسی درومي. هم امریکایانو او هم روسانو له مرمیو او باروتو او لوګي او اور نه پرته بله هیڅ مرسته دغو ماشومانو او په میلیونونو نورو کمکیانو سره نده کړی او نه به یی وکړي.

امریکایی سرتیري چی د د نړۍ په مجهزه او مخکی تللی وسلو سمبال دي نه یی د ویتنام له ماشومانو سره، نه یی د عراق، سودان، افغانستان بیوزلو ماشومانو سره مرسته نده کړی بلکه هغوی یی د وژونکو ماشینونو او جنایتونو په واسطه بدمرغي کړل.

که د امریکا دولت او پوځ موخه یواځی مرسته وای، نو د خپل هیواد ۱۷ میلیونه ماشومان یی باید که ولږې او بیوزلی نه ژغورلی وای. له یوې لسیزی راپدیخوا د اقتصادی ودی د کمښت له امله د امریکا دولت د ټولنیزو خدمتونو په پوره کولو کی پاتی راغلی چی په دی هیواد کی د بیوزلۍ کچه له ۱۹۶۰ لسیزی څخه لوړی څوکی ته رسیدلی ده. د «آسوشتیتد پرس» تازه نظرپوښتنه چی د اقتصادی کارپوهانو او د پوهنتون له استاذانو ترسره شوی ښایی چی له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا نږدی درې میلیونه وګړي د بیوزلو په کتار کی ډیر شوی دي. له ۵۰ میلیونه امریکایانو چی د لوږی له ګواښ سره مخ دی ۱۷ میلیونه یی ماشومان او ډیرۍ یی د هغه هیواد تورپوټکي دی چی په بی‌رحمانه توګه ناوړه ګټه ترینه پورته کیږي.

تظاهرات نودونه صدی های امریکا علیه سیستم حاکم
په امریکا کی د عدالت د پلویانو لاریون له «بیوزلی ته همدا اوس د پای ټکی کیږدی» شعار سره

پدی ورځو کی امریکا د ناسور له ټپ یعنی بیوزلی سره لاس او ګریوان ده. دا هغه ټپ دی چی درواغ ویونکی رسنۍ لکه «بی.بی.سی» او داسی نوری هم نشی کولای چی سترګې ترینه پټی کړي.

د امریکا د جمهوری ریاست د ټولټاکنو څو ورځې وړاندی د «پانوراما» پروګرام چی د بی.بی.سی پاړسی تلویزیون له لاری خپریږی یو مستند فلم خپور کړ چی په هغه کی یی د امریکایانو د بدمرغۍ لوړوالی ښودلی وو. دا راپوټ چی د هیلاری آندرسن لخوا چمتو شوی وو، په امریکا کی د بیوزلۍ او بیکارۍ کچه یی د رسمي شمیرو په ښودلو سره تشریح کوله. هغه انځورونه چی لدی مخکی د نړی په سترو رسنیو او په خاصه توګه د امریکا درواغ ویونکو رسنیو ننداری ته کیښودل ددی وضعیت په هکله یی څه نه ویل.

د «لاس وګاس» د پرتمین ښار لاندی خوسا کانالونه او یو نیم میلیون بی کوره ماشومان، په رغتونو کی د مریضانو اوږده کتارونه، له روغتیایی بیمی څخه د ۵۰ میلیونه امریکایانو بی‌برخی کیدل، دا ټول د هغه مستند فلم زړه‌بوږنونکې صحنې وی.

په دی راپوټ کی داسی ویل کیږی چی اوسمهال ۴۷ میلیونه امریکایان (یا له هرو شپږو تنو یو کس) د بیوزلۍ له خط نه لاندی ژوند کوي چی په تیره نیمه پیړۍ کی ساری نه درلود له همدی کبله په ټول هیواد کی، خلک په غوسه دی ځکه چی د امریکا یو پنځم عاید د هغو شتمنو لاس ته ورځی چی د امریکا د نفوس یوسلن جوړه وی. راپوټونه داسی وای چی د ۲۰ میلیونه امریکایانو کلنۍ عاید له ۹۵۰۰ دالرو لږ دی چی د امریکایانو د ژوندانه د لګښت پرتله دا رقم هیڅ شی هم ندی. شپږ میلیونه امریکایان د سرک پر سر او کوڅو کی، د پلونو لاندی یا د خپلوانو په کورونو کی ژوند کوی، حال داچی د استوګن‌ځای د بحران له امله لسګونه زره کورونه چی دغو شرکتونو پوری تړاو لری تش پراته دی. د «بی.بی.سی» مستند د امریکایانو د ژوند زړه‌بوږنونکي انځورونه ښایی. یو ماشوم له بی.بی.سی سره په مرکه کی وای چی مور یی هغوی ته ډیرۍ شپې له ناچاری نه موږکان پخوي. ماشوم د موږک خوړلو حالت له اوښکو سره بیانوی. دا په هغه هیواد کی د ماشومانو د بد حالت یوه وړه بیلګه ده چی غواړی د بم او مرمۍ په مرسته نورو هیوادونو ته هوساینه، دموکراسی او د بشر حقونه یوسي!

د امریکا د کرهڼی وزارت وای چی ۶ عشاریه ۴ میلیونه امریکایی کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډیرۍ یی خوړو لپاره ډوډی نلری. دهغو شمیرو پر بنسټ چی ددغه وزارت لخوا ښودل شوی، شاوخوا ۱۴ میلیونه امریکایان بیکاره دی او ډیر خراب ژوند لري.

فقر در امریکا تظاهرات مردم را به دنبال دارد
بی‌وزلي او بی کوری په امریکا کی له «مونږ ۹۹ سلن یو» شعار سره

 

«ناخوالي په امریکا کی د دریمې نړی له هیوادونو ډیره پراخه ده»

کارل ګیبسون، د یو اس آنکات (U.S Uncut) خوځښت له جوړونکو څخه رسینو سره خبرو اترو کی وویل: «ناخوالی په امریکا کی د دریمی نړی له هیوادونو او د هغی ډلی اوګاندا او روندا څخه پراخه ده.»

د امریکا اقتصادی سیاست د موسسی د نوی شمیرو پر بنسټ، په تیرو ۵۰ کلونو کی د بیوزلو او شتمنو تر منځ درز دوه برابره ډیر شوی دی. د مخکی تللی هیوادونو د غټو انحصاري شرکتونو نوي راپوټ له مخی د «مرستې او اقتصادی سازمان» له ۳۴ غړو هیوادونو څخه اوچته ناانډولي په امریکا کی ده او د هغې له ډلی څخه د امریکا ماشومان د ژوندانه په خورا بد حالت کی اوسیږي.

گرسنگان امریکا
د امریکا وږي: «وږی یو، مهرباني وکړی مرسته وکړی، خدای دی درسره مرسته وکړي»

مایکل مور د امریکا غښتلي فلم‌جوړونکي په خپلو نامتو فلمونو کی لکه سیکو، کپتالیزم: د عشق کیسه، فارانهایت ۹/۱۱ او داسی نورو کی ددی هیواد ټولنیزي ناخوالی او د ټولنیز عدالت نه شتون د اعتبار وړ لاسوندونو او دلایلو سر ښودلي چی پوهه ورکوی او سوچ‌کولو ته سړی اړ کوي. روغتیایی خدمات په سوداګریزو توکو بدلیدل او د بډایانو لخود د بیوزلو په ژوند لوبی کول د ځنی امریکایی فلومونو په مضمون بدل شوی چی له دی ډلی څخه د «جان کیو» فلم چی امریکایی وتلي ستوري، دنزل واشنګټن په کی رول لوبولی دغو ناخوالو ته ګوته نیولی.

دا پداسی حال کی ده چی د امریکا پوځي بودجه د ټولی نړی پوځي بودجی سره برابره ده. یوازی د پنتاګون او د امریکا د شپاړسو څارګرو سازمانونو رسمی بودجه له ۱۰۰۰ میلیارده ډالرو ډیره ده چی په دی کی د افغانستان او عراق جګړی لګښت شامل ندی. د امریکا پوځي لګښت تل پټ ساتل کیږي هیڅ څوک ددی په اړه نه پوهیږي ځکه پنتاګون یوه بودجه د (بلک بچټ) «تورې بودجی» په نوم تر لاسه کوی چی کچه یی خلکو ته نه ویل کیږی او یوازی جمهور رییس د هغی په اړه پوهیږي او کولای شی د لګښت د بڼی په هکله یی پوه شی. دا پټه بودجه د امریکایی پوځي چارواکو د جیبونو ډکولو او د نورو هیوانو وطن‌پلورو عناصرو ته د لویو بډو ورکولو لپاره کارول کیږی.

په هغه هیواد کی چی ټولنیز توپیرونه تر دې کچی پراخ وی او خلک یی د ټولنیز عدالت نه برخمن نه وي، د دموکراسۍ او بشر حقونو چیغی وهل چټیاتو ته پاتی کیږی چی یوازی چوپړی رسنۍ او خرڅ شوی روڼ‌اندی هغه په کراتو غړپوي.

پدی ورستیو کی په امریکا کی بیوزلي او ناانډولتوب د خلکو نیوکی او پراخ خوځښتونه له ځانه سره لرل. په ۲۰۱۱ کال کی ډير شمیر اعتراض کونکي له «مونږ ۹۹ سلن یو!» شعار سره واټونو ته راووتل. «۹۹ سلنو خوځښت» هغه وخت پیل شو چی د خلکو یوې ډلی په نیویارک کی د ناخوالو او اقتصادی او ټولنیزو ناانډولونو پر ضد د «وال ستریت نیولو» شعار سره غونډه کړی وه. ولی دا خوځښت په ډیره بی‌رحمی سره وځپل شو. له دی نه وروسته په میلیونونو امریکایانو له «مونږ ۹۹ سلن یو» شعار سره د «یو سلنو» پر ضد خپله مبارزه پیل کړه چی تر ننه دوام لری. له هغه ځایه چی رسنۍ او د امپریالیزم زبرځواکه رسنۍ لکه سی.ان.ان، فاکس نیوز، ای.بی.سی نیوز، ای.پی او لسګونه نوری ورځپاڼی چی د امریکایانو د ژوند حال پټوی او سرچپه یی څرګندوي، د هغه هیواد څخه بهر د امریکا نیواک هم د «سولی او امنیت» لپاره جګړې تر نامه لاندی تبلیغ کوی.

په امریکا کی رسنۍ د شپږو شرکتو په واک دي او دا شپږ لوی شرکتونه تصمیم نیسی چی ۹۹ سلنه ټولنه کوم لوری ته بوځی او کوم شیان ورباندی وګوری، ولولي او کومو شیانو ته غوږ ونیسي. همدا شپږ لوی شرکتونه دی چی دولت او لوړ پوړي چارواکي هم په واک کی لري.

امریکا یواځی د ۱۱ کلونو په لړ د افغانستان او عراق په جګړه کی له دوه زره میلیاردو ډالرو زیات لګولي دي، او دا د امریکا بیوزله خلک دی چی د ټیکس په ورکولو سره دا دروند پیټی په خپلو اوږو وړي. د افغانستان د دفاع وزارت د امریکایی پوځیانو د یوی اونۍ لګښت یو میلیارد دالر ښودلی چی د کرزی د حکومت د کلنۍ بودجې نیمایی برخه ده.

ولی دا یواځی څو لوی امریکایی شرکتونه او ددی هیواد پانګوال دی چی له دی جګړی نه ډیره ګټه تر لاسه کوی او د هغوی همدا اوږسترګتوب د همدای هیواد او نورو ملکونو د میلیونونو وکړو د وینو او خولو په بیه تمامیږی. د عراق د تیلو او غازو د عاید نه نیولی تر عربي هیوادونو باندی د وسلې پلورل او د مخدره توکو ګټه ټوله د یو سلنو جیبونو ته پریوزي. دوی هڅه کوی چی د بحران پيټی د بیوزلو او زیارکښو امریکایانو پر اوږو واچوی تر څو خپله ترینه روغ ووځي له همدی کبله هره ورځ د نیواک او زبیښاک زنځیرونه د بیوزلو په خپو او لاسونو کی کلک وراچوي.

جنبش نود و نه صدی ها
د ۹۹ سلنو خوځښت ټوله امریکا را ونغښتله.

د امریکا د جګړی پایله په افغانستان کی چی د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه د افغانستان او امریکا خلکو ته له بدمرغۍ، ویجاړۍ، وژنې، برمته کولو پرته هیڅ شی نلرل او نه به یی ولری. د پوځي لګښت برسیره، هر کال میلیاردونه ډالر د جګړه‌مارانو او د امریکا اصلي مخبرانو چی د ورږی په څیر د کرزي په حکومت کی ټومبل شوی جیبونو ته ولیږی. د سیاف، خلیلی، فهیم، عبدالله، عطامحمد، گل آغا شیرزی، کرزی، اسماعیل خان، احمد ضیا مسعود په څیر کسان او د احسان الله بیات، میرویس عزیزی، محمود کرزی، زمری کامگار، حسین فهیم،‌ کمال نبی‌زاده او داسی نور ډالر خوړونکي چی د افغانستان په خرڅولو سره ډالر ریبي او هره ورځ دا دعا کوی چی خدای دی د امریکا لاس ددوی له سره لری نکړي.

که چیری د امریکا واکمن دولت د سولی او هوساینی ساتونکی وای، تر ټولو دمخه به یی خپلو خلکو ته دا ارزښتونو راوړی وای او وروسته به یی د عراق او افغانستان او سوډان او سوریی او نورو هیوادونو په اړه سوچ کړی وو. او دا هغه څه دی چی نن د امریکا خلک هم په دی پوهیږی او ورځ تر بلی د خپل جګړه‌مار دولت پر وړاندی را ولاړیږی او حساب ترینه غواړي. که چیری د امریکا واکمنانو د خپلو خلکو په اړه فکر کولای، هغوی کولای شوی چی یوازی د پوځي بودجي په یوه وړه برخه ددی هیواد بیوزلي او خواری له مینځه یوسي، ولی له هاغه ځای چی دا ۹۹ سلن دی چی د یو سلنو دسترخوان رنګه کوی او جیبونه یی ورډکوي، دی مسئلی ته هیڅ پام نکوي.

د امریکا د واکمن سیسټم په هکله هر پوه سړی پوهیږی چی دا دوه ګوندونه جمهوری غوښتونکي او دموکرات هیڅ توپیر نلری، دواړه له یو سلنو نه استازیتوب کوی او د غټو لوت‌مارو شرکتونو ګټې ساتي.

د امریکا وکړو د ټولو ناخوالو ترڅنګ په ټولټاکنو کی ګډون وکړو او هره ورځ یی د امپریالیستي رسنیو له لاری ددوی درواغو ته غوږ کیښود. یوازی دغو دوو نوماندو رامني او اوباما په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کی له دوه میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډیر ډالر ولګول چی دا لګښت د امریکا په تاریخ کی بی‌ساری وو. د امریکا د واکمن سیسټم په هکله هر پوه سړی پوهیږی چی دا دوه ګوندونه جمهوری غوښتونکي او دموکرات هیڅ توپیر نلری، دواړه له یو سلنو نه استازیتوب کوی او د غټو لوت‌مارو شرکتونو ګټې ساتي.

د امریکا خلکو په تیرو څلورو کلونو کی د اوباما تورپوټکي له ټاکل کیدو لوی درسونه زده کړل. هغه د «بدلون او هیلې» تر نوم لام په غوړو او اوچتو ژمنو سره ډګر ته راووت او په نوی لارو چارو یی ډیرۍ خلک وغولول او رای ورکولو ته یی وهڅول، ولی وی لیدل چی عملاْ پرته د بیوزلۍ او بحران او جګړی له زیاتوالي بل هیڅ بدلون رانغی. اوباما نه یواځی دا چی په افغانستان کی یی جګړې ته دوام ورکړ بلکه په لیبیا کی یی هم اور ته لمن ووهله او له ګړنګونو یی ښکته واچوله او اوس القاعده سره په مرسته کولو غواړي چی سوریه په کنډواله بدله کړی او پرلپسی نور هیوادونه هم ګواښي. همدا وجه وه چی د ۲۰۰۸ کال په پرتله د خلکو د ګډون کچه سږکال ډیره لږ وه. هغه اوباما چی په تیر پړاو کی یی ټاکنې په اکثریت سره ګټلې وې سږکال یی د خپل رقیب نه دوه میلیونه رای کمی راوړی ولی د امریکا د ټاکنو د پیچیده سیسټم له برکته و چی بیا هم ګټونکی شو.

په هغه هیواد کی چی ټولنیز توپیرونه تر دې کچی پراخ وی او خلک یی د ټولنیز عدالت نه برخمن نه وي، د دموکراسۍ او بشر حقونو چیغی وهل چټیاتو ته پاتی کیږی چی یوازی چوپړی رسنۍ او خرڅ شوی روڼ‌اندی هغه په کراتو غړپوي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 100 میلمانه آنلاین لرو