په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي

په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي۸ کلن عبدالله، د غرنی ولایت څخه، د کابل په «بیړني روغتون» کې بستر دی. هغه د افغان ملی اردو او طالبانو تر منځ په جګړه کې کله چې یو توغندې د هغوی کور ته نژدي ولږید په کې ټپي شو چې په پایله کې یي د یو لاس پرکیدو او سر ته د سخت ګوزار رسیدلو لامل شو.( د ایوان ارماندو فلوریس: له انځورونو څخه)

لیکوونکې: روچی کمار | ژباړونکې: سمیر
سرچینه: «تروت‏اوت» انټرنیټي خپرندوي ، ۲۰۱۷ می ۲۴

د نیمایي اپریل په ګهیځ کې، څلور کلن علی‏سینا د افغانستان په میدان وردک ولایت کې د خپل کور څخه بهر په یوه کرونده کې، چې د کابل ښار په ۸۰ کیلومتري کی پرته ده، لوبي کولي. ددې لپاره چی هغوی په خپل چاپریال کی د جګړې څخه مالومات نلرل، علی‏سینا او ملګرو یي نه پوهیدل هغه لوی اوسپنیز شي چې هغوي په هغه ورځ په کرونده کې موندلې و، په حقیقت کې د ښکیلو ډولو څخه د ناچاودي ګولۍ پاتې شوني وې. دغو انجونو د دغه وژونکې وسلې سره د لوبې نوبت لپاره په خپل منځ کې په جنګ وي تر دي چې علی‏سینا بریالې شو او د ځمکې څخه د هغې د پورته کولو څخه څو شیبې وروسته د هغه په لاس کې وچاوده.

د کابل په «ایمرجنسی روغتون» کې، د علی‏سینا درمل‏کونکې ډاکټر را ته په یوه مرکه کې وویل: «هغه د مخ، سترګو، ټټر او لاسونو په برخه کې کوچني ټپونه پورته کړي دي.»

په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي
۲۰۱۷ د می په ۲: ۴ کلن علی‏سینا د خپلې مور سره د کابل په «ایمرجنسی روغتون» کې. (د ایوان ارماندو فلوریس: له انځورونو څخه)

په داسې حال کې چې د علی‏سینا مور د خپلې لورکې هوښ ته راتګ په تمه وه، ما ته یي وویل: «د دغه ډول کېسونو په اړوند چې زموږ د کلې نورو کورنیو سره پیښې شوي وي، ډیرې مې اوریدلې وې خو هیڅکله مې د دې خيال نه کاوه چې زما ماشومانو څخه به هم یو تن سره دا ډول پیښه تر سره شي. نه پوهیږم چې دغه بم طالبانو یا ملی اردو ایښودي و، خو هغه څه چې روښانه دي هغه دا چی په دې وروستیو کی ځای پر ځای شوی وو.» او بیا یي څرګنده کړه چې د هغوي په ولسوالۍ کې د پرله پسې دریو کلونو څخه جګره روانه ده.

په داسې یو هیواد کې چې یو ځل بیا د جګړې حالت ته راګرځې او په تیرو دریو کلونو کې یي د مرګ ژوبلي شمیر ډیروالی موندلې دي، د علی‏سینا کیسه یوه نوې او نادره خبره نه ده. د ۲۰۰۹ کال څخه، کله چې یوناما د غیرنظامیانو د مرک ژوبلې په مستند‏جوړونې باندي پیل وکړ، ۲۰۱۶ تر ټولو ناوړه کال شمیرل کیږی.

یوازې تېره اوونۍ، په لغمان کې یوی چاودنې د ۵ تنو ماشومانو ژوند واخیسته. دغو ماشومانو د کور تر څنګ لوبي کولي چي د هاوان ناچاودی ګولۍ یي وموندله چې په قوي ګمان سره په هماغه ورځ لږ مخکې توغول شوي وه. په دي چاودنه کې د لوبو پر مهال د یوی کورنې پنځه تنه ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړ. تادامیچی یاماموتو، « په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی - يوناما» لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې په یوه مرکه کې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یوه کورنۍ په یوه شیبه کې تباه شوه، دغه ځناورتوب یو له هغو پیښو څخه ده چې د اوسني موسم جګړو په بریدونو کې ثبت شوي دي.»

د «یوناما» دفتر په خپل کلنې راپور کې، ۲۰۱۶ کال کې د ۱۱،۴۱۸ غیرنظامیان مرګ ژوبله مستند کړی ده چې د تیرو کلونو په پرتله یی زیاتوالی موندلې دي. لږ تر لږ ۳۰ سلنه قرباني ماشومانو جوړوي. نوموړي راپور د ۳،۵۱۲ تنو ماشومانو مرګ ژوبلې څخه (۹۲۳ تنه مړه او ۲،۵۸۹ تنه ټپیان) لیکې چې د ۲۰۱۵ کال پرتله ۲۴ سلنه ډیروالې ښکاره کوي او د ماشومانو تر ټولو ډیر شمیر چې په یو کال کې د «یوناما» له خوا تر اوسه ثبت شوي دي

په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي
د ۲۰۱۷ د می په ۲:‌ د پکتیکا ولایت څخه ۱۰ کلن، برکت الله کله چې د خپل اکا سره په موټرسایکل باندی سپور وه د مین د پاسه تېر شو او د نوموړی د ښې لاس او کیڼې ښپې د ټپي کیدلو لامل شو. (د ایوان ارماندو فلوریس: له انځورونو څخه)

په دغه کال کې وضع ښه شوي نه ده. د وروستنې راپور پر بنسټ، ۲۰۱۷ کال لومړی څلور میاشتې ډیر بد دور وه چې لاتر اوسه د ماشومانو مرګ ژوبلې لپاره په ثبت رسیدلی ده. د ملګرو ملتونو دغه دفتر په اعلامیه کې لولو: «"یوناما" تر ټولو د ډیر شمیر غیرنظامی ماشومانو مرګ ژوبلې ګواه ده چې ثبت شوی په افغانستان کې د جنګې پیښو له امله تر ټولو ډیر شمیر ماشومانو په ګډون چې وژل شوی او د ۲۰۰۹ کال څخه را په دی خوا هغه کېسونه چې دغه دفتر په ورته میاشتو کې مستند کړی، دي.» د ۲۰۱۷ کال د جنوری څخه تر اپریل، «یوناما» په لومړنې ډول د ماشومانو مرګ ژوبلې ۹۸۷ کېسونه (۲۸۳ تنه وژل شوی او ۷۰۴ تنه ټپي شوی) یی ثبت کړی چې د ۲۰۱۶ کال د ورته میاشتو په پرتله ۲۱ سلنه ډیروالې ښکاره کوي.

«یوناما» د ماشومانو مرګ ژوبلې ډیروالې ته «په غیر نظامي ګڼ مېشتو سیمو کې دچاودېدونکې توکي غیرمستقیم دوامدار ګټه پورته کول او یا د لاسی بمونو ناقانونه او په ړندو سترګو کارولو» پوري تړاو ورکوي. په دغه اعلامیه کې «د جګړې له ښکیلو لورو څخه غوښتنه شوې تر څو د خپلې واکمنۍ لاندي سیمو کې د جګړې څخه د پاتې شویو چاودېدونکو توکو لپاره په نښې لګولو، لارښونې، لرې کول او د هغوی له منځ وړلو باندی پیل وکړی.»

په داسې حال کې چې د یو شمیر ماشومانو مرګ ژوبله د اورپکو بریدونه له خوا او د دولت پلوه ځواکونو هوایي بریدونو له امله ده، د حیرانتیا خبره دا ده چې د مرګ ژوبلې ډیره برخه د پاتې شویو ناچاودو توکو له امله چې د جګړې په ډګر کې ښکیل لورې د هغوی په پاکولو ندی توانیدلی، ترسره شوی ده. نوموړي راپورونه څرګندوي چې «د ماشومانو مرګ ژوبلې ۵۵۴ کېسونه (۱۶۷ تنه وژل شوی او ۳۸۷ تنه ټپیان شوی) په فشاری او په لاس جوړ شوی بمونو له امله» په ۲۰۱۶ کال کې پیښ شوی دی.

په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي
د ۲۰۱۷ کال د می په ۲: د پکتیا ولایت څخه ۱۰ کلن، برکت الله (د ایوان ارماندو فلوریس: له انځورونو څخه)

د دغه مسئلې تشریح لپاره، نوموړی راپور د کندز په ولایت کې یو واده کې د دوه ماشومانو وژلو او اووه ماشومانو ټپي کیدلو ته اشاره کوي چې تېره میاشت کې په ښار باندی د طالبانو یرغل څخه د یو په ځای پاتی شوی توغندی چاودنې له امله، رامنځته شوي وه.

په یوه بله پیښه کې، «یوناما» راپور ورکړی چې د یو ناچاوده وسلې چې د یوې نړیوالې فوځي هډې له لوری د زابل په شاه‏جوی ولسوالۍ کې پاتي شوی وه د چاودنې له امله، یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو راپور پر بنسټ، لږ تر لږ ۲۳۵ غیرنظامیانو د مرګ ژوبلو کېسونه (۱۲۷ تنه مړ او ۱۰۸ تنه ټپیان) د نړیوالو ځواکونو هوایی عملیاتو کې تر سره شوی دی چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله یی ۴۴ سلنه ډیروالی ښکاره کوی. د بیلګې په توګه، د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د نړیوالو ځواکونو له خوا په یو لړۍ هوایی بریدونو کې په کندز کې ۳۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶ تنه نور یي ټپیان کړل چې په عمده توګه ښځې او ماشومان ول. په کندز کې د هوایی بریدونو دا لړۍ نه باید د ۲۰۱۵ کال مخکینې بریدونو په شان په تیروتنه کې ونیسو چې هغه هم د نړیوالو ځواکونو له خوا تر سره شو او د «بې پولې ډاکټرانو» روغتون یی د طالبانو له خوا د ولایت نیولو په وخت کې د برید لاندی نیولی وه.

د «کابل ایمرجنسی روغتون» په شان روغتونونه چې د علی‏سینا درملنه یی کړی، د ماشومانو د مرګ ژوبلي ډیروالې یی تصدیق کړی دی. دایان پانیک، د «ایمرجنسی روغتون» د کړنلارې هغږکونکې ما ته وویل: «دا حقیقت لری؛ موږ په ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو مرګ ژوبلې ډیروالې ولیده. زموږ د ناروغانو شاو خوا ۲۷ سلنه عمر له ۱۸ کالو څخه ټیټ و او د هغوي په منځ کې ډیرې ښځې وي؛ او زیاتره یی د سړک غاړې بمبونو قربانیان دي.» او بیا یی زیاته کړه: «دغه شمیره موږ ته وایي چې هو دغه کلونه به بدتر وي؛ دغه روغتون په پرله پسې توګه بوخت دی. هیڅ داسې یوه ورځ نشته چې زموږ کوم بستر تش وی.»

د «ایمرجنسی روغتون» له خوا ورکړل شوی شمیرې دا څرګندوی چې د ۲۰۱۵ کال پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د جګړو مرګ ژوبلې، ۱۰ سلنه ډیروالې موندلې دی. پانیک ډیره کړه: «په وروستنیو پنځو کلونو کې دوه برابر شوی ده.»

په ۲۰۱۷ کال کې جګړه په بې‏ ساري توګه د افغان ماشومانو ژوند اخلي
۹ کلنه نازبی‏بی له لغمان څخه، له دوه نورو ماشومانو سره په لوبه کې د سړک غاړې بم سره ولګیدل. (د ایوان ارماندو فلوریس: له انځورونو څخه)

که څه هم، پانیک یا هر ډاکټر ته ستونزمنه ده چې تصدیق کړی چې آیا د سړک غاړی بمونه د یاغیانو له خوا یا د دولت پلوه ځواکونو له خوا ایښودل شوی دي. یو ډاکټر ما ته د ماشومانو په برخه کې وویل: «چاودېدونکې بمونه او ګولۍ پیژندګلوي نه لری. موږ د دوه کلنو ماشومانو بدن څخه آن چري او اوسپنیز سیمونه بهر وباسو. ستونزمنه ده چې ووایم چا ځاي په ځاي کړی و.»

...

«یوناما» پر دغه باور ده چې افغان ملی ځواکونو او دولت پلوه وسلوالو ډلو د ۲۱ سلنه ماشومانو مرګ ژوبله ترسره کړی ده.

...

لکه څنګه چې جیوپولتیک ناورینونه ادامه مومي، د ماشومانو وژل به هم پای ونلری.

په وروستیو کې می د ۹ کلنې سعیدې مور سره وکتل چې په غزنی ولایت کې د افغان ځواکونو او ځایي طالبانو د ډلو تر منځ په نښته کې پاتې وه. سعیدې د خپلې کورنې پسونه د خپل کور نژدي څړنځائې ته وړي وه چې یو مرمۍ یي په سر و ولګیده او د نوموړی په مغزو کې یي د وینو بهیدلو لامل شوه. هغه د غزنی په مرکز کې «سیمیز ایمرجنسی کلینیک» ته ولیږدول شوه او یوه ورځ وروسته کابل ته راوړل شوه.

د سعیدې مور ما ته وویل: «نه پوهیږم چې مرمۍ چا توغولې خو او څه نه دي پاتي چې خپله لور له لاسه ورکړم.» په داسې حال کې چې د سعیدې وضعیت د خرابیدلو په لور روان ده او د ډاکټر په وینا یی، د هغې ژوند پایښت لپاره لږې هیلې پاتی دی. نوموړی ډاکټر ډیروي: «خو ماشومان زیاتره تاسي حیرانوی، هغوی له هغه امتیاز څخه ځواکمن دی چې موږ یي هغو ته ورکو.» آن د ټولو بدمرغیو په منځ کې، د هیلو دروازه پرانستی ده.

په داسې حال کې چې امریکا د خپلې پای ته نه رسیدونکې جګړې لپاره چمتوالې نیسي، جوته نه ده چې په دغه جګړه څومره ډیر شمیر ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکوی؟ په اوسنې وخت کې، هر څه د هغوي پر خلاف پر مخ ځې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 236 میلمانه آنلاین لرو