فوټبال ملی لوبډلې د انجونو په وړاندې د شورای‏نظاری کرام‏الدین کریم بی‏ناموسي

فوټبال ملی لوبډلې د انجونو په وړاندې د شورای‏نظاری کرام‏الدین کریم بی‏ناموسي
هغه مهال چې د نظار شورای کرام‏الدین کریم د فیفا په غونډه کې د ډالې اخیستلو پرمهال په فارسي خبرې وکړې، یو ډله تاجکانو نارې او سورې را پورته کړې چې د لومړي ځل لپاره په نړیواله غونډه کې په فارسی ژبه خبرې کیږي. آیا نن ورځ دومره وجدان لري چې د شرم خوله یې په تندی ښکاره شی او ووایی چې د دغه ډول کرغیړنې خولې څخه د فارسی خوږې ژبې اوریدلو څخه د شرم احساس کوي؟


په تیره کې د کرام‏الدین کریم، د «افغانستان فوټبال فدراسیون» رییس هغه سوایي چې د رائ په بدل کې د «آسیا فوټبال فدارسیون» رییس څخه د بډې اخیسې وې رسنیو ته درز کړی وه. خو څه موده وړاندې خالده پوپلزی، د ښځو د فوټبال ملې لوبډلې پخوانې غړې، د فوټبال ملی ټیم یو شمیر انجونو سره د هغه له ناوړه چلند او جنسی تیري څخه پرده پورته کړه، دغه کرغیړن او خاین سړی چې په خپل ټول ژوند یی یو پټاټې هم په پښه ندی وهلی، د شورای‏نظار غړی و او یو وخت د پنجشیر والی او وروسته د فهیم قسیم تر مشرتابه لاندې د دفاع په وزارت کې لوړ مقام درلود، د خپل کرغیړن جوړښت په ځواک د فوټبال فدراسیون ریاست په مقام باندې وټومبل شو، د بهاره حسینی په واسطه جوړ شوی «افغانې انجونې شوټ کولې شي» مستند فلم کې ګورو چې دغه ناولی انسان پاکستان ته د یوی لوبې لپاره د فوټبال کونکو انجونو سفر پر مهال پر هغوی باندی غوسه دی چې ولی یی خپل ټیکري په سمه توګه په سر کړی نه دي، دا ځل د ګاردین» ورځپانې د ۲۰۱۸ کال د دسامبر پر ۲۷ نیټه د میرمن سوزن رَک په قلم باندې د دغه بدنومې ټوپکمار بی‏ناموسیو په اړوند یو هر اړخیز راپور خپور کړ چې د هغې د لنډیز ژباړه لاندې راځې::



د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس له خوا د ناوړ‏چلند قضیه:
«ټول ځای وینو نیولی وو»

گزارشگر: سوزن رَک | مترجم: سمیر
منبع: «ګاردین» ورځپاڼه ، دسامبر۲۷،۲۰۱۸



د افغانستان ملی ټيم ښځینه لوبغاړو د کرام‏الدین کریم د هیواد فوټبال فدراسیون رییس، له خوا جنسي او فزیکي ناوړه‏چلندونو تورونه یې د «ګاردین» سره په مفصل ډول شریک کړی دي چې هغوی له دې څخه ځوریدلی دي.

لوبغاړې چې خپلو کورنیو ته د ګواښ له ویرې څخه د خپل نوم په نه ښودلو سره خبرو کولو ته چمتو دي، ادعا کوي چې د کریم له خوا هغوی ته د جدي جنسي او فزیکي تیري څخه نیولی تر د هغوی کورنۍ ګواښ او ځورونه ګډون لری.

له هغو څخه یو تن یې وایې چې کریم د ټوپک [میل] زما په سر کیښود او مخ یې را ته په سوک وواهه د پټی خوب خونې په منځ کې چې یوازې د هغه دفتر له لارې ورته لاس رسی کیږی، هغه یې د جنسې تیري لاندې ونیوله او وروسته یې وګواښله که چیرې دې له رسنیو سره په دې اړه خبرې وکړې، هغه او کورنۍ به یې ووژني.

یو بله یې ادعا کوي، وروسته له هغه څخه چې نوموړې د [کریم] له جنسې برید څخه د خپل ځان د ژغورلو لپاره تیښته وکړه، کریم هغه د خپلو هم‏ټیمیانو سترګو په وړاندی د تمرین په لړ کې وګواښله او وویل ژبه به یې پرې کړي او بل وار یې د هغې د جامو ویستلو کوښښ وکړ.

دریمه لوبغاړې ادعا کوي چې کریم هڅه وکړه د نوموړی غاړه او شونډي ښکول کړي او کله چې هغې له خونې څخه تیښته وکړه، د ملی ټيم څخه ویستل شوه او پر هغې تور پوری شو چې همجنس‏‎بازه ښځه ده. د لوبغاړو څخه یوه بله هم ادعا کوي چې کریم نارې پورته کړي دي چې هغه ښځه همجنس‏‎بازه ده.

...

فوټبال ملی لوبډلې د انجونو په وړاندې د شورای‏نظاری کرام‏الدین کریم بی‏ناموسي
آیا په حامد کرزی او د هغه لاسپوڅی سپنتا کې لږ زره وجدان هم پاتې دی چې دغه کرغیړن، بی‏شرمه انسان ته د مډال ورکول څخه پښیمانه شي؟

ټولې ادعاوی «ګاردین» کریم ته ولیږلی چې هغه ځواب ورکولو ته چمتو شوی نه دی.

له لوبغاړو څخه یوه وایي وروسته له هغې چې د کریم دفتر ته ولاړم او د خپل ټرانسپورټی لګښت لپاره می د پیسو غوښتنه وکړه برید راباندې وشو. «د مرستې غوښتونکې شوم. هڅه یی وکړ چې خوا ته می راغی او وویل: "غواړم چې تا ته نږدی شم او بدن دی ووینم."»

«کوښښ مې وکړ چې له حرکت څخه یی سترګې پټی کړم او له هغه سره مودبانه چلند ولرم. ومی ویل: "اوګوره، زه د خپل تګ او راتګ لګښت لپاره پیسو ته اړتیا لرم، خپله پیسي نه لرم. آیا مرسته کولی شې؟ که چیرې یې نه شې کولی، پریږده چې لاړه شم." ما ته یی وویل چې مرسته راسره کوي او باید صبر وکړم. ومی ویل چې غواړم کور ته لاړه شم. هغه وویل: "خفه کیږه مه، تا ته پیسې درکوم."»

«رییس راته وویل چې ما تر بلې خونې پوری تعقیب کړه. نو په دغه اساس له هغه سره دننه ولاړم. فکر می کاوه چې له ما سره مرسته کوي. هغه مې وروستې خونې پوری تعقیب کړ. بلی خونې ته ولاړ او د هغې خونې تر څنګ نوره ډیره تیاره وه. د هغې خونې په منځ کې یوه دروازه وه. خو تاسو هغه دروازه لیدلی نه شوه؛ د دیوال په شان وه او ډیره ستونزمنه وه چې پوه شی دروازه ده. دروازه خلاصه وه. هغه د یو هوټل خونې ته ورته وه، د خوب یو تخت او نور شیان او یو تشناب. ما ته یی وویل چې دننه لاړه شم. دننه لاړم او هغه مې شا ته راپسې دروازه یی بنده کړه.

وویل چې پر تخت کینم. ویریدلې وم او رپیدلم. هغه وویل: "نن ورځ غواړم وپوهیږم چې ستا د جامو په منځ کې څه شی دي." هغه ته می وویل: "ما یوازې پریږده، غواړم چې کور ته ولاړه شم." له خپل ځای پورته شوم او ومی ویل چې غواړم کور ته ولاړه شم او هغه وویل: "هر څومره چې غواړی چیغې ووهی ووهه، څوک نشته چې غږ دې واوري، څوک دې غږ نه اوري."

وروسته یی زه تخت لور راښکلم. بیا ځلې راپورته شوم او ومی ویل: "ما پریږده، زه یوازې د مرستې ترلاسه کولو لپاره راغلې وم، نور یې نه غواړم، خیر دی ما پریږده، چې لاړه شم.""

هغه ما ته وویل غواړم پوه شم چې آیا همجنس‏‎بازه یې او که نه ـــ ځکه چې وخت د انجونو سره وم ولی اندامونه می د یو هلک په څیر وو.

له خپل ځای څخه پورته شوم او هڅه مې وکړه د هغه مخه ونیسم، خو هغه زما مخ په سوک وواهه. پر تخت راولیدلم. کوښښ مې وکړ چې پاڅیږم او دروازې لور ته لاړه شم، خو له دې چې دروازه یوازی د نوموړی ګوتې پر نښان خلاصیدله، شونې نه وه چې دروازه د هغه ګوتې نښان څخه پرته خلاصه کړم. له دی مخې بهر ته وتلې نه شوم، هغه په سوکانو زما مخ او خوله ووهله، وینې مې له خولې او پوزې څخه روانې وې. زما په وهلو یې لاس پوری کړ، د تخت پر مخ راولیدلم او هر څه تور شول...

کله چې په هوښ راغلم، نور مې نو جامې په ځان کې نه وې او وینه په هر ځاي کې وه. رپیدلم او نه پوهیدلم چې پر ما څه شوی دي. تخت په وینو ککړ شوی وو او وینې مې له خولې، پوزې او تناسلې آلې څخه روانې وې. تشناب ته ولاړم. مخ مې پریمنځه او جامې مې واغوستلی. د خونې منځ ته ولاړم او ومې ویل: "په همدی حالت کې ځم او رسنیو ته وایم چې پر ما څه شوی دي."

هغه خپل ټوپک راویست او زما په سر یې کیښود او وویل: "وګوره چې له تا سره مې څه وکړل؟ پر سر دی ولم چې ماغزه دی خواره واره شي. او همدا کار دې له کورنۍ سره هم کولی شم. که چیری غواړی چې کورنۍ دی خوندي پاتې شي، باید چوپه خوله پاتې شې."

وروسته یی پیسی زما په مخ وویشتلی او وویل چې هغه واخله او له دی ځایه څخه ووځه. هغه وویل چې نه غواړم څیره دی ووینم. دروازه یی خلاصه کړه او زه بهر شوم.»

دی جینې چې نه شو کولی خپلې کورنۍ ته ووایی چې پر هغې څه تیر شوی دي، د سپورټې ټپ پلمه یې جوړه کړه. «ښه وضعیت مې نه درلود. په ټیم کې مې د خپلو ملګرو په وسیله وموندل چې رییس خبرونه خپاره کړي دي چې زه یوه همجنس‏‎بازه یم او زه یی له نجلې سره نیولې یم او په دغه لامل یې زه له ټیم څخه ویستلم. دا راته ډیر اغیزمنه او ګواښونکې وه.»

د دی مسلې بربنډولو پریګړه بی‏ګواښه نه ده.

«پوهیږم چې کورنۍ مې په ګواښ کې ده او کله چې پراخه بربنډول ترسره شی لا پسی به د ګواښ لاندی ونیول شی. خو غواړم چې پاڅیږم او د نورو انجونو راتلونکې لپاره خبرې وکړم. غواړم چې انجونې امن محیط ولري.»

هغه وایی چې د کریم چلند په اړوند د ټیم په منځ او بهر کې ټول پوهیږی.

«د هغه چلند د ښځو فوټبال ټیم غړو لپاره منل شوی وو.»

ولی چارواکو ته شکایت نه کیده؟ «هغه د دولت او نظام په منځ کې پرنفوذه سړی دی.» نوموړی جینې دا وایی په ۲۰۰۴ کال کې د «افغانستان فوټبال فدراسیون» ریاست په غاړه اخیستلو څخه مخکې، د پنجشیر والی او د دفاع په وزارت کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز وو. «هیچا نه شو کولی چې د هغه په وړاندې ودریږی ځکه چې هغه یو ځواکمن سړی دی... نن ورځ انجونې نه شی کولی خپل غږ پورته کړی ځکه چې ویره لری. شونې ده چې ووژل شي.»

دویمه لوبغاړې وایې چې د فدراسیون غړو څخه یو تن له ما څخه وغوښتل چې د کریم دفتر ته ولاړه شم. هغه وایې: «د نوموړی اخلاقو په اړوند په هیڅ نه پوهیدلم.» دغه جینې دعوا کوي چې کریم د هغې تر څنګ پر کوچ کیناست. «له ما سره یې په خندا او ټوکو پیل وکړ، وروسته یی زما بدن باندې لاس وهل پیل کړ او هڅه یی وکړه چې ما ښکوله کړی. ومې ژړل، ویریدلې وم ټول بدن مې وحشت نیولی وو. کوښښ مې وکړ چې هغه له خپل ځان څخه لری کړم.»

فوټبال ملی لوبډلې د انجونو په وړاندې د شورای‏نظاری کرام‏الدین کریم بی‏ناموسي
میرمن خالده پوپلزی لومړنې میړانه ښځه وه چې د تیری‏کونکې کرام‏الدین کریم له ځناورتوب څخه یې پرده پورته کړه. پر نورو ښځینه او نارینه لوبغاړو هم ده چې له دې څخه لوی ګامونه پورته کړي او دا ډول جنایات بربنډ، خاینان او تیري‏کونکي رسوا کړي.

هغه وایې چې نوموړې چیغې کړې او پر [کریم] باندې برید وکړ خو د هغه له منګولو څخه یې د تیښتې توان نه درلود. هغه څرګندوی چې د یوې میاشتې لپاره پټه شوه. «ډیره کمزورې شوی وم او له چا سره مې خپله کیسه شریکولی نه شوه. همدارنګه، د فدراسیون او په ځانګړې توګه خپله رییس له خوا څخه مې ټلیفونې اړیکې تر لاسه کولې چې زه یې بیرته ګرځيدلو لپاره اړباستلم، ځکه چې د هغه شخصیت ته زیان لامل کیدلم.»

هغه بیرته راځې، خو وایې چې د هغې بده ورځ پاي ته نه ده رسیدلې.

«په اوږده‏کرسۍ کې د ټیم پاتو غړو ته په تمه وم. هغه په امنیتې کامرو کې لیدلې وه چې په هغه ځاي کې ناسته یم. ما ته یې په زنګ وهلو پیل وکړ. غبرګون مې ونه ښود، له دی کبله خپله بهر راغی او ما ته یې وویل چې باید دننه ورشم. اړه وم چې هغه پسی لاړه شم، بل کار مې نه شو کولی. له څلورو دروازو څخه تیره شوم ــ خپله مخکې تللی وو او په تلیفون یې ما ته لارښونه وکړه چې چیرته لاړه شم.»

«د څلور دروازو څخه د تیریدلو وروسته د خوب یوی خونې ته ورسیدلم. پنځه ــ ستوری هوټل ته پاتې کیده، یو ښیښه، قیمتي فرنیچر، د خوب تخت، ښځینه توکې، عطرونه او ځينې شیانو په الماری کې شتون درلود. کله چې هلته ورسیدلم او هغه څیزونه مې ولیدل، هغه کیسې چې ما ته ویل شوی وې په یاد راغلی... ډیره ویریدلې وم او په ژړا مې لاس پوری کړ، فکر مې کاو چې د ژوند پای مې ده.

رییس لغړ وه او د خوب په تخت زما په تمه وو. څه وخت چې مې ژړا وکړه، له خپل ځایه راپورته شو او زما لور ته یې رامنډه کړه او زه یې په غیږ کې کلکه ونیولم. کوښښ یی کاو چې زما څادر او جامې لری کړی. هغه په ما برید وکړ او جامې راته وشکولی. زه تښتیدلم او چیغې مې وهلی او مقاومت مې کاو. ډیره نیکمرغه وم. هغه ته زنګ راغی؛ په چیغو مې لاس پوری کړ، هغه ما ته ټیله راکړ او کوښښ یی وکړ چې ما غلی کړي خو ما چیغو وهلو ته ادامه ورکړه، کله چې یې دروازه خلاصه کړه، وتښتیدلم.»

دریمه لوبغاړې دعوا کوی څه وخت چې د کریم دفتر ته «د هغه لاسلیک اخیستلو» لپاره تللی وم، د هغه ځناورتوب پیل شو.

«هغه مې له خپل ځان څخه لری کاو او هغه هڅه کوله چې زما غاړه او شونډي ښکول کړی. هغه ته مې ویل چې باآدبه اوسه ځکه چې د هغه عمر زما د نیکه سره یوشان وو، څه رنګه کولی شي دا کار وکړی؟ هغه ماته وویل نه پوهیږی چې ولی دا ډول عجیبه چلند له هغه سره کوم او دا چې بهر له هغه سره دوستانه چلند لرم.»

«ومې ویل چې هغه مې یوازې د یو ملګری په څیر فکر کاوه. هغه یو ډیر ټولنیز انسان دی خو هغه راته په ځواب کې وویل: "زموږ ملګرتیا یوازې یوازې د جنسې اړیکې رامنځته کیدلو لامل کیږی." ما وویل: "د دا ډول خبرو اوریدلو څخه کرکه لرم. پریږده چې لاړه شم." هغه مې له ځانه لری کړ او له خونې څخه وتښتیدلم.

لومړی کار یی چې له ما سره وکړ، دا وو چې زه یی د ملی ټیم څخه چې د تمرین لپاره خارج ته تللو په حالت کې وو، ویستلم. وروسته یې د ټولو پر وړاندې ما ته سپکې سپوری وویلې او زه یې په همجنس‏‎بازۍ باندې تورنه کړم او فدراسیون څخه یې ویستلم.»

هغه دعوا کوی چې د لفظی سپکاوی قربانی ګواه نوری هم دی:

«هغې جینې ژړل او ټولو لیدله چې هغه [کرام‏الدین کریم] هغې ته سپکاوی کاوه.»

...

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 118 میلمانه آنلاین لرو