د ملالۍ جویا ویل شوې حقایقو خپل ځای یې وموند

ملالی جویا

«یاد دې پخیر وي ملالۍ جویا» هغه شعار چې پدې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي او د سرک او کوڅو د عامو خلکو تر ژبو رسیدلي. د یادونې وړ خو دا ده چې هغه مهال چې ملالۍ جویا پارلمان ته غوجله او ژوبڼ کلیمه کارولې وه، د مخالفینو او موافقینو سربیره یې هغه خلکو چې ځانونه یې په اصطلاح بیطرفه ښودل هغې ته یې د سخت‎درځې خطاب کاوه. خو په وروستیو کلنو کې د پارلمان سلګونو خیانتونو سربیره په اوس اوس وخت کې د اصولي او رحماني د پلویانو ترمنځ د ښکر جنګولو او چړو را ایستل د ملالۍ جویا خبرې په اثبات ورسولې. ملالۍ جویا په اړه لدې ټولو د قدر وړ نظریاتو د هیواد وتلي او باضمیره هنرمند ښاغلي مسعود حسن زاده الهام ورکوونکي خبرې دلته رانقلوم:

«تاسې !
همدا تاسې!
کله چې ملالۍ جویا له همدې پارلمانه( نه د سیدني یا برلین یا استکهلم یا لندن د اپارتمانونو) هغه ځای غوجله او ژوبڼ خطاب کړو، ترټولو روښانفکرو مو هغه سخت‎دریځه وبلله، زړه مو خوشحاله شوه چې هغه مو وویسته او په ویرولو مو له لرې وګواښله.
اوس همدا تاسې!
همدا تاسې
ترټولو روښانفکره مو د همدې پارلمان لپاره ترټولو سپک کلیمات کاروئ، هیڅ پروا یې نکوئ چې د پارلمان دننه د پلویانو ترمنځ د چړو ویستل او منډې د غوجلې او ژوبڼ سره تشبیه کوئ.
ولې داسې شوه؟
ځواب ساده دی چې تاسې سره له خپل ټول تیوریکي ادعاوو مو د حالاتو څخه په هغه شان درک نه درلود کوم چې جویا لرلو او یا مو هم د څرګندولو جرئت نه درلود.
مسله د ملالۍ یا بل چا نده، مسله د سیاستپوهنې نشتون دی.
تل ډیر لږ شمیر خلک شتون لري چې د نورو لپاره لار پرانیزي، خو دا کسان په سر کې ځای نلري، تبلیغ ورته نکیږي او هیڅ یوه رسنۍ هغوي ته لار نه ورکوي.»

د «زنې در میان جنګسالاران» کتاب پوښ چې ملالۍ جویا خپل سیاسي ژوند لیک پکې انځور کړی پدې ځای کې د یاد کتاب ویستلو فصل ځينې برخې چې ملالۍ جویا پخپل قلم لیکلې، رانقلوم چې د پارلمان څخه یې د ویستلو جزیاتو پکې دي:

ملالی جویا
پوش کتاب «زنی میان جنگسالاران» به قلم ملالی جویا که در آن جنبه‌های سیاسی زندگی خویش را نگاشته است.

« د ۲۰۰۷ م کال په اپریل کې متحده ایالاتو ته مې یو سفر درلود، هلته مې د آریانا افغانستان له تلویزیوني شبکې سره یو ساعته مرکه درلوده چې د سپوږمکۍ له لارې خپریده او په افغانستان کې د لاسرسي وړ وه. د تل په څير مې د جنګسالارانو پر ضد سختې نیوکې وکړي او د هغې وړاندوینې له مخې چې مې کړې وه که د افغانستان د پارلمان حالات همدا شان او په همدې لار روان اوسي، لرې نده چې خلک به پارلمان ته د غوجلې او ژوبڼ خطاب وکړي. له هغه ځایه چې خپرونه په افغانستان کې خپریده دغې خبر جنګسالاران سخت په غوسه کړل.

کله چې افغانستان ته راوګرځيدم د «طلوع» خصوصي تلویزیون له ماسره د ځانګړې مرکې غوښتونکي شوه. د مرکې پر مهال کوربه له ما وپوښتل ولې مو په تیره مرکه کې پارلمان ته د غوجلې او ژوبڼ کلیمات وکارول؟ ما په هر اړخیز ډول مسله روښانه کړه. په پارلمان کې دوه ډلې استازي لرو یو هم د خلکو رښتیني استازي او بل هم جنګسالاران او جنایتکاران دي، زما خبرې دویمې ډلې ته راجع کیږي.

په ۲۰۰۷ کال د می په اتمه کې چې کله د طلوع تلویزیون دغه ۳۰ دقیقي مرکه خپروي، په هغه کې ټول هغه سوال او ځواب چې د ژوبڼ په اړه شوي وه پاک کړي وه.

که څه هم د ۲۰۰۷ کال د می په ۱۶ کې د طلوع تلویزیون د یوې بلې خپرونې «زنګ خطر» چلوونکو د مرکې په سانسور شوې برخې تبصره وکړه او په هغه کې یې زما پر وړاندې سپک الفاظ او بدرد وکارول. هغوي د مرکې هغه لنډه سانسور شوې برخه نشر ته وسپارله چې پکې مې ویلي وه "هغې دویمې ډلې ته، چې جنایتکاران او جنګسالاران یاست د ژوبڼ کلیمه کارول مو په حق کې زیاتی دی د څه لپاره؟ ځکه په غوجل کې غوا شته چې شیدې ورکوي، خر شته چې بار وړي، د سپي پشان وفاداره حیوانات شته خو دوي ښاماران دي."

...

په ۲۰ د می کال ۲۰۰۷ کې د ولسي جرګې ځینو غړو د ژوبڼ بحث په عمومي غونډه کې مطرح کړو. یو تن د بنسټپالې شمال ټلوالې ښځینه وکیله د قدریه یزدان پرست په نوم زما پر ضد اوږدې سختې خبرې وکړې. سور کارت مې پورته کړو او له ځان څخه د دفاع غوښتونکې شوم. خو ماته د خبرو موقع رانکړل شوه او زیاتره مخالفانو مې د خبرو چانس پيدا کړو، په اخره کې قانوني د ولسي جرګې مشر وویل پدې اړه به د سبا په غونډه کې بحث وکړو او غونډه یې پایته ورسوله.

د هغې ورځې حالاتو ته په کتو او د جنګسالارانو او جنایتکارانو توندو نیوکو او غبرګونونو ته په کتو پوهه شوم چې زما د ویستلو په لټه کې دي. همدارنګه د خپلو ځينو همفکره ملګرو د ډاډګیرنې پیغامونه او تلفونونو له لارې هم له ما وغوښتل شوه چې سبا پارلمان ته ولاړه نشمه ځکه زما د وهلو ټکولو پلان یې درلود. د ګلهار په نوم د پارلمان یوې بلې وکیلې راته زنګ وواهه چې د یوې بلې وکیلې ترڅنګ د تیریدو پرمهال یې واوریدل چې د ځانمرګي پواسطه به ووژل شي. لدې امله مې غوره وګڼله پارلمان ته ولاړه نشمه. که تللې هم وای پوهیدم چې د خبرو کولو وخت به رانکړل شي نو تګ مې بیځایه وه چې د شاوخوا خلکو ژوند مې په خطر کې واچوم. په ۲۱ د می د پارلمان ته د تګ پرځای مې په کابل ښار کې رسنیز کنفرانس راوغوښته. چې د قانوني پواسطه زما د وکالت له ځنډیدو وروسته دایریدو.

د هغې ورځې غونډه په تلویزیون او راډیو خپره شوه. د «طلوع» تلویزیون سره زما کړې مرکه یې په ځلونو د تالار دننه خپره کړه. قانوني نور استازي زما پرضد وهڅول ترڅو هغوي زما پر ضد سپک الفاظ وکاروي. جنګسالار محقق ویل چې ما خیانت کړی او باید محاکمې ته راکش شم. ځينو وکیلانو ټينګار کاوه چې باید د وکالت ځنډیدو پرځای اخطاریه ورکړل شي. خو په پای کې قانوني وویل چې پارلمان ته د سپکاوي په تور باید وکالت یې وځنډول شي. قانوني د رای اچونې غوښتونکی شوه او له ټولو وکیلانو وغوښتل شوه چې کارتونه وکاروي سور د رد لپاره او شین د قبول لپاره، که څه هم کومه رسمي شمیرنه ترسره نشوه خو ډیریو وکیلانو زما د وکالت په اړه د پنځه کلن ځنډ غوښتنې سره موافقه وکړه. ماته هیڅکله اجازه رانکړل شوه چې له خپل ځان څخه دفاع وکړم. قانوني همدارنګه په خپلو خبرو کې وویل چې زما قضیه یې محکمې ته لیږلې او غوښتنه یې وکړه چې باید ممنوع الخروج مې اعلان کړي.

...

زما د وکالت ځنډيدو خبر په ټولو ځایونو کې خپور شو. ډیری مرکې مې ترسره کړې. په هماغه ورځو کې د یو راډيو خبریال زه د لیبرال ګوند د یوې مشرې د او د پارلمان غړې صبرینا ثاقب په نوم چې د قانوني سره یې نږدې اړیکې لرلې، ګردي میز ته راوبللم. د بحث په لړ کې صبرینا وویل چې پارلمان د جومات په څیر دی او هر څوک چې پارلمان ته سپکاوی کوي هغه په حقیقت کې د افغانستان ټول مسلمان ملت ته سپکاوی دی.

په ځواب کې مې ورته وویل که پارلمان د جومات حیثیت درلود او ملا امام او مقتیدان یې پدې پوهیده چې په پارلمان کې قاتلان او جنایتکاران شتون لري، په ځانګړې توګه هغوي چې د اسلام له نوم څخه د خپلو کرغیړنو افکارو لپاره له دین څخه ناوړه ګټه اخلي، خلکو به په یوه شیبه کې دا ټول خلک لدې ځایه بیرون کړي وای. خلکو به هیڅکله اجازه نه وه ورکړې چې دا داړونکي او جنګسالاران جومات په خپلو کثیفو څیرو مردار کړي. نن دوي جنایتکارانو د پارلمان اکثریت څوکۍ ګنده کړي دي.

کله چې مرکه پایته ورسیده د راډیو کارکوونکي راغلل او د خپل ملاتړ یې راته وویل. هغوي همدا شان پر صبرینا ثاقب هم نیوکه وکړه چې سربیره پردې چې جویا رښتینې ده بیا یې هم ولې له هغې ملاتړ ونکړ.

هغې یې په خواب کې وویل که په ښکاره توګه د جویا څخه ملاتړ وکړم په حقیقت کې به دا زما لپاره د ځان وژنې پشان وه او همدا شان د دندې له لاسه ورکول. هغې ته مې وویل: "دا څوکۍ به د ژوند تر پایه دوام ونکړي، پدې اړه فکر وکړه چې له هغې څخه د بیوزلو په ځانګړې توګه د ښځو په ګټه کار واخلې" له هغې وروسته د راډیو کارکوونکو زما په ګته د هغې سره بحث پیل کړو. مخکې لدې چې بحث مو پای ته ورسیږي ساتونکو مې په ډيره چابکۍ زه له هغه ځایه وویستمه. موږ ډاریدو چې دښمنان مو په دې هڅه کې دي چې ما ونیسي او ساتونکي مې خلع سلاح کړي. ځکه چې پارلماني مصونیت مې له لاسه ورکړی وه. له هغې شپې تر څو اونیو مې هره شپه خپل د اوسیدو ځای بدلوه، خو د خپلو زیاتره پلویانو سره مې په داخل او بهر کې په اړیکه کې وم، دوي زما دندې د ځنډیدو پر وړاندې د لاریون لپاره د چمتوالي ویلې.

...

"د بشری حقونو سازمان زما په دفاع کې تونده اعلامیه خپره کړه. د ددې سازمان آسیایي برخې مشر برید آیدمز ټینګار کاوه چې جویا د افغان ښځو او بشري حقونو ساتونکي او مدافع ده، او ددې دا ډول څرګندونې نباید د هغې د دندې ځنډیدو لامل شي او نه هم دا ډول څرګندونې ددې ډول سزا وړ دی"

وروسته له هغې چې د «جویا څخه د ملاتړ کمیټې» تر نوم لاندې کرزي په ګډون د لوړ پوړو دولتي چارواکو حسابونه زما د داخلي او بهرنیو ملاتړو لخوا د ایمیلیونو تر څپو لاندې راغلل. بهرنیو ملاتړو مې هم زما د ځنډیدو پر وړاندې غبرګون وښود. په فراه کې مې ملاتړو د څوکۍ د بیرته ترلاسته کولو لپاره لاریون وکړ. د فراه د ولایتي شورا مشر پخپلو خبرو کې وویل د جویا د دندې ځنډيدل هغو زرګونو تنو ته په ښکاره سپکاوی دی چې جویا ته یې رایه ورکړې.

ملالی جویا حین سخنرانی
د ۱۳۹۸ کال د غویي په شپږمه ملالۍ جویا د افغانستان د همبستګۍ ګوند په ملاتړ په فراه کې د ۷ او ۸ د ثور تورو ورځو د غندنې په حال کې

په کابل او نورو ښارونو کې ورته لاریونونه ترسره شوه. د بغلان په مرکز پلخمري کې ښځو او نارینه زما په ملاتړ لاریون وکړ. په هرات او کنړ کې پولیسو د لاریون کوونکو د امنیتي ستونزو په پلمه لاریون کوونکي لاریون ته پرینښودل. د بلخ پوهنتون زده کړیالانو زما په ملاتړ تونده اعلامیه خپره کړه چې د هیواد په رسنیو کې په ډیرې چټکۍ خپره شوه. د هیواد دننه او بهر لیکوالانو زما په ملاتړ لیکنې وکړې.

هغوي چې په عامه ځایونو کې له ما ملاتړ وکړ په حقیقت کې ستر خطر یې په ځان ومانه. هغوي دا ملاتړ په حقیقت کې پدې دلیل وکړ چې د دندې د ځنډيدو پر وړاندې دریدل په حقیقت کې د خپلو حقونو او حقیقي دیموکراسۍ لپاره ودریدل دي. په خالي لاسونو د میرمنو راولاړیدل ددې ښکارندویه وه چې هغوي نور یواځې نه، بلکې د هیواد د بدلون وړتیا لري.

په جلال اباد کې ښځو او نارینه د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریون وکړ او زما د کرسۍ د بیرته اعادې غوښتنه یې کوله. هغوي ځینې بیرغونه له ځان سره لیږدول او شعارونه یې ورکول. مشري یې هم څادري لرونکي میرمنو کوله. ددوي لمنځه یو تن میرمن د شبانې په نوم وویل: "جویا نه یوازې د فراه بلکې د ټول افغانستان استازې ده."

لاریونونه له سرحدونه د باندې هم واوښتل. د ۲۰۰۷ کال د جون په ۲۱ کې یوه میاشت وروسته له دندې ځنډیدو څخه مې په نیویورک، روم، https://www.facebook.com/1560188750911444/posts/2253880784875567/بارسلونا، میلان، ونکوور او ملبورن کې هم ترسره شوه. د اسپانیا د پارلمان اووه تنه ښځينه غړو د اوو مختلفو ګوندونو په استازولۍ زما د وکالت ځنډیدو په غبرګون کې یو پریکړه لیک خپور کړو. همدا شان د جرمني د پارلمان اتو تنو غړو هم زما د دندې د ځنډيدو په غبرګون کې د افغانستان دولت ته زما په ملاتړ یو لیک واستوه.

...

(په نوم پیل شوی د عدالت غوښتونې سایټ Stopwar.ca) چې د نومیالي لیکوال نوام چوامسکي لخوا د نوامي کلاین په نوم او د کاناډا پارلمان د یو غړي او د جک لایتین په نوم د یو ګوند د مشر او نورو لخوا لاسلیک شوه.

...

ځینو غوښتنه کوله چې مسله ډیره ساده او اسانه ده. که زه بخښنه وغواړم ټولې ستونزې به حل شي. د نورزیه اتمر په نوم د پارلمان یو تن ښځينه وکیلې د «جګړې او سولې بنسټ» ته وویل که چې: "جویا د افغانستان پر پارلمان برید کړی، که هغه په رښتینې توګه د افغان ملت او ښځو لپاره خدمت کوي، موږ د هغې افکارو او نظریاتو ته احترام لرو. که هغه بخښنه وغواړي کولای شي بیا ځلې خپلې دندې ته دوام ورکړي".

مستند «دشمنان خوشبختی»
خو زه به هیڅکله د حقیقت لپاره بخښنه ونغواړم، تردې که اړتیا وه د پارلمان ځیني استازي د غوجلې او ژوبڼ سره اړه لري. که اړتیا پيښه شوه له چا بخښنه وغواړم هغه به حیوانات وي. تردې چې د یو تن راپور جوړونکي ته مې وویل که: "حیواناتو خبرې کولای شوې، هغوي به زه د پارلمانيانو سره د تشبیه کولو له امله محاکمې ته راکش کړې وای". دا خبره مې ډیرو پلویانو هم ویلې وه. هغوي به ویل پدې کار سره لږترلږه ددې داړونکو ګیډه ډکیده. د پارلمان ځينو غړو د خلکو د قرباني کولو بې اندازه اشتها درلوده او له خپلو غلاوو، قتل او د پيسو له پټولو نه ستړي کیدل.

د افغانستان د راتلونکي لپاره حل لاره دا نده چې د حق ناره دې په آرامۍ سره پورته شي. هغه وخت کولای شو د ملت له دیموکرات قوت څخه خبرې وکړو چې ټول په یو غږ، یوځای په ټولو ځایونو کې غږ پورته کړو. ټول باید لکه د زمري زړه ولرو. دا مې د «اسپارتاکوس» د فلم د هغې صحنې څخه زده کړل چې له هغوي وغوښتل شوه چې د اور د لښکریانو مشر راوښایې ترڅو له ټولو مخکې د خپل حتمي مرګ ته چمتو شي. مخکې لدې چې هغه له ځایه پورته شي، ټول ملګري یې له ځایه پورته کیږي او په یو غږ ناره کوي «اسپارتاکوس یو»!

په هر ځای کې چې یو باید خپل د نیوکې غږ پورته کړو. که دا کار وکړو او د یو ښه دیموکراتیکې رهبرۍ سره یوځای شو، ګامونه به مو داسې پیاوړي وي چې د بنسټپاله فاشیزم د دوام لپاره به ځمکه سور تنور وګرځوي. په اوسمهال کې په لوړو پوسټونو کې د اکثره مفسدو اشخاصو په شتون کې ترټولو ستونزمنه او پيچلې مبارزه په لار کې لرو. حتا که په لومړیو کې یوه عادي جټکه هم رامنځته کړو، په پای کې به د یوې سترې روښنایۍ سبب شي. لکه څنګه چې برتولیت وایې: "هغوي چې مبارزه کوي ښایې ماته وخوري، خو هغوي چې مبارزه نه کوي له مخکې ماته خوړلې ده"

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 106 میلمانه آنلاین لرو