میرزا اسلم بیګ: طالبان امریکا روزلي دي

میرزا اسلم بیګ: طالبان امریکا روزلي دي

میرزا اسلم د افغاني بنسټ‎پالو له پاکستاني پلرونو څخه شمیرل کېږي. هغه چې پر افغانستان د روسې ضد جګړې پر مهال د پاکستان پوځ مشر وه، د جهادیانو او طالبانو په تمویل او مجهز کولو کې مرکزي رول درلود. د یوې انګلیسي ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې یوه ټوټه لاس ته راغلې چې پکې د طالبانو سرچېنې په اړه د اسلم‎بیګ خبري دي، غواړم هغه په پښتو وژباړم او د خپرولو لپاره یې د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ویب‎پاڼې ته وسپارم.

میرزا اسلم بیګ: طالبان امریکا روزلي دي

ژباړه له: د «فرنټیر پُسټ» ورځپاڼه، ۱۹۹۵ کال د فبروری ۲۲مه

کویټه: د پوځ پخواني مشر، میرزا اسلم بیګ د سه شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو نوی راښکاره شوې ډله امریکا روزلې ده تر څو په سیمه کې د ایران نفوذ کم او د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

هغه خبریالانو ته خبرداری ورکړ که د پښتنو په استازیتوب طالبان د تاجکانو او ازبکانو په استازیتوب له احمد شاه مسعود او دوستم سره د سولې هوکړې ته ونه رسېږي، افغانستان به د ټوټه‎کیدو له ګواښ سره مخ شي.

هغه وویل چې پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پر مهال سي‎آی‎ای په اسلام‎آباد کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن مرکز جوړ کړی وه چې د هغه په آند تر اوسه په سیمه کې د امریکا نفوذ خپرولو په موخه له هغې څخه ګټه اخیستل کېږي.

د پوځ پخوانی مشر وویل چې امریکا د ایران په شمول ټولو اسلامي هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره اړیکه ونیسي که د هغوي شرایط ومني، او هغه زیاته کړه چې طالبانو سره د امریکا ملاتړ ده او د یو ځانګړي ماموریت لپاره کابل کې ځای پر ځای شوی چې ایران ګوښه کړي.

هغه د طالبانو تاریخ ته په اشارې سره وویل چې د کنړ دره لومړنی ولایت وه چې د مجاهدینو له لوري د شوري څخه آزاد شو او په همدې دره کې د طالبانو مدرسې جوړې شوې. هغه وویل زیاتره طالبان هغه یتیمان ول چې پلرونه یې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي وه او د هغوي ترڅنګ له کشمیر، عربي هیوادونو او پاکستان څخه هم زده‎کوونکي په دې مدرسو کې ول.

هغه وویل په پاکستان کې هم څو سوه مدرسې د طالبانو پوځي زده‎کړو لپاره جوړې شوې.

بیګ باور درلود چې ګلبدین حمکتیار د کابل ته څیرمه مهم او ستراتژیک ځایونه د احمدشاه مسعود ځواکونو ته پریښودل ترڅو له طالبانو سره مخامخ وجنګېږي. هغه ویره لري چې د پښتنو او غیر پښتنو تر منځ وینې تویول به د افغانستان په ګټه نه وي ځکه د افغانستان ټوټه کولو ته لاره هواره وي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 155 میلمانه آنلاین لرو