عربستان ځان ته د عیاشۍ مرکزونه او موږ ته د ځانمرګو خونه جوړوي

عربستان ځان ته د عیاشۍ مرکزونه او موږ ته د ځانمرګو خونه جوړوي

د عربستان شیخان چې د بنسټ‏پالۍ او جهالت د پلارونو په نوم شهرت لری زموږ په هیواد کې او د نړۍ ټولو سیمو کی د القاعد او طالبانو او دی ته ورته نور ځناور ډلو د اصلی ملاتړو او ملګرو څخه دي، غواړی د ریاض تر څیرمه د عیاشی لپاره د «لاس‏وګاس» په پراخوالې ښار جوړ کړی. دغه ښار ۳۳۴ کیلومتر مربع مساحت لری چې تفریحی او ورزشی پارکونه او د عیاشی مرکزونه به له ځان سره ولری.

لاس‌وگاس په امریکا کی سیاحتی ښار دی چې د فحشا، قمار، شپنې کلپونه او د نړې د شتمنانو او په ځانګړی توګه د عربي شیخانو د عیاشئ پلازمینې په نوم شهرت لری.

په ورته وخت کې عربستان د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت د «اسلامی پوهنتون» تر نوم لاندی په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې هڅه کوی چې د بنسټپالۍ د ویروسونو روزلو مرکز زموږ په هیواد کې فعال کړی او په دغه ډول سره د پاکستان څخه خپلې د ځانمرګو روزلو فابریکې زموږ خاوری ته راولیږدوی. دغه مرکز د ننګرهار ولایت د کوټ، بټی‏کوټ او رودات ولسوالې پوری تړلې سیمه کې جوړیږی چې د داعش او طالبانو اصلې پټنځایونه دی. د هیواد د ختیځو سیمو خلک د دغه مرکز د جوړلو څخه سخت په ویره کې دی او باور لری چې د هغې په بشپړیدلو سره، په ځانګړی توګه د ختیځ ولایتونه به د بنسټپالۍ او ځناورتوب په خوسا ‏ډنډ کې نور هم ډوب شی.

عربستان ځان ته د عیاشۍ مرکزونه او موږ ته د ځانمرګو خونه جوړوي

د ع او غ دولت د ترهګرۍ پلارانو دغې شیطانی طرحې سره هوکړه کړی، زموږ د خلکو په حق کې یی لوی خیانت کړی دی. خو آزادی‏غوښتونکې او بنسټپالۍضد عناصر باید د دغه ډول خاین‏روزونکو او جنایت‏ډیرونکو پروژو مخه ونیسی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 402 میلمانه آنلاین لرو