سیاسي ناپوهي، د ګڼو ټولنیزو ناروغیو لامل

«څوک چې ځانونه له سیاست څخه لرې ساتي، د کم عقلو پوسیله اداره کیږي.»

افلاطون

خلک او سیاست

په ټولو وروسته پاتو ټولنو کې واکمن ستم کوونکي زیار باسي ترڅو د زهرجنو تبلیغاتو، چل او دوکې پوسیله خلک له سیاست څخه زړه تورې کړي او هغه ورته خیالي، خطرناک او د ټولنې یوې ځانګړې ډلې پورې تړلی معرفي کړي. په تیرو کې د افغانستان واکمنو تل هڅه کړې چې د ړانده او کاڼه کولو لپاره خلک نالوسته وساتي، خو اوس چې خلک د زده کړې په ارزښت پوه شوي دي، نو په هر ډول چې وي غواړي زده کړې وکړي، اوسنی ملي ضد دولت کوښښ کوي چې ځوانان په یوه پراخه سیاسي ناپوهۍ کې وساتي او په زرګونو چلونو او مکیزونو سره سیاست ته له ورګډیدو د هغوی مخه ونیسي. آن تردې د تیرو کلونو په درشل کې کرزي په خپله په یوه وینا کې ځوانانو ته ګواښ کړی و چې سیاسي نه شي.

یو ناپوه او غیرسیاسي ملت ډیر په آسانه سره کیدای شي وغولول شي او په هره لاره چې د ستم کوونکو طبقو ګټی په کې نغښتې وي، یوسي. یو غیر سیاسي شخص نشي کولای چې ټولنیزې پیښې وڅیړي او د روانو تبلیغاتو ترشا شته لاملونه وپیژني، غیر سیاسي شخص په ډیرې آسانۍ سره د دښمن لاسپوڅی ګرځي او دروغجنو شعارونو سره چې په حقیقت کې د کاڼي کرښه وي، د ژوند په چارو کې ترې ناوړه ګټه پورته کیږي. وګړي او هغه غورځنګونه چې ونه کړای شي چې د پردې ترشا د ملي ضد عناصرو د دې او هغې طبقې لوټمارو ژمنو او اندونو باندې پوهه نشي، په عمل کې د خاین او معامله ګرو د سیاست لوبغاړو په دام کې پریوځي.

دختران قهرمان کوبانی
پدې ورځو کې د کوباني کورد اوسیدونکو ښار د خلکو په ځانګړي ډول د مبارزو ښځو د مقاومت او آزادۍ په حماسې بدل شوی دی، د کورد زړورې نجونې د داعش د جاهلې ډلې د ماتولو لپاره وسله په غاړه کړې او مرګ یې په ځان منلی او نه غواړي چې خپله خاوره د لویدیځ په لاس جوړ شویو جنایت کوونکو او ځناورو ته وسپاري. همدا سیاسي پوهه ده چې دغه باوجدانه ځوانان یې د دلاورۍ او سرښندنو په بیلګو اړولي دي، هغوی هیڅکله هم د خاین افغان «څیړونکو» په څیر نه وایی چې «امریکا باید د یرغل پر وړاندې زموږ له هیواد څخه دفاع وکړي» بلکې د خپلو مټو په زور له خپل مورني هیواد څخه دفاع کوي.

د آلمان ستر مفکر برتولت برشت لیکي چې:

«تر ټولو بده ناپوهي سیاسي ناپوهي ده. دغه ډول ناپوهي نه څه اوري، نه څه ویني او نه هم غواړي چې سیاسي ژوند وکړي. دا یې هم تر سترګو نه ورځي چې د لوبیا، وړو او درملو نرخونه او د ژوند لګښتونه او کرایه د سیاسي پریکړو په پایله کې ټاکل کیږي، آن تر دې چې داسې وګړي پخپله سیاسي ناپوهۍ ویاړي او وایي چې له سیاسته بد وړي. هغه له ډیرې ناپوهۍ په دې نه پوهیږي چې په سیاست کې د هغه نه ګدون د یوې رنډۍ، غله او تر ټولو بد دا چې د څو ملیتي زبیښاک کوونکو شرکتونو د چوپړ چارواکو د زیږیدو لامل ګرځي.»

د سیاست په ډګر کې پرته له چل او فریب څخه ګډون کول د سترو او سرتیرو انسانانو کار دی چې د خپلو شخصي ګټو په اړه نه، بلکې د خپل هیواد او خلکو د هوساینې په اړه فکر کوي.

له سیاست څخه د زحمتکښو او د ټولنې د بې وزلو وګړو لرې پاتې کیدل د ملی ضد، مرتجع او د شخصي شتمنیو غوښتونکو طبقو په ګټه تمامیږي. نو په دې توګه زحمتکښ د خپلو غوښتونو لپاره له مبارزې او د خپل راتلونکي له ټاکلو څخه لرې کیږي او د سیاست ډګر ستم کوونکو ته د ګیدړانو په څیر خالي پاتې کیږي. په همدې دلیل ده چې داړه مار دولتونه تل هڅه کوي چې خلک له سیاسي مسایلو څخه لرې وساتي، هغوی په فرعي او د ژوند په ورځني شخصي مسایلو کې ښکیل کړي. په تولسي، فاطمه ګل، پنځم اړخ، پولاد علمدار، «مماتي» او داسې نورو کې د خلکو بوختول.... او په مخدره توکو باندې د میلینونو ځوانانو روږدي کیدلو پروړاندې د دولت بې پروایي، ټول له دې خاینانه لارې څخه سرچینه اخلي.

څرګنده «غیرسیاسي» چارو لکه انجیوګانو، خیریه موسسو او داسې نورو برخو ته د ځوانانو راکاږل د هغوی د سیاسی پوهې د ټکونې لپاره یوه هڅه ده. موږ خپل هیواد کې په زرګونو داسې بنسټونو سره مخامخ یو چې د ځوانانو یوه لویه برخه یې بوخته ساتلې او تل یې له غوږونو څخه ورتیروي چې د انجیو د چارو په درشل کې د سیاسي مسایلو اړونده خبرې کول حرام دي او په سیاست کې د لاس وهنې او په ځانګړې توګه د حاکمو ظلم کوونکو پروړاندې سیاست د فنډ او پروژې د بندیدو په بیه ورته پیژندل کیدای شي! په دې توګه د زرګونو لاسپوڅو خیریه موسسو د مرخیړیو د زر ودې پټو عواملو په موندنې سره کولای شو ترلاسه کړو چې زموږ په هیواد کې عملاً دغه «غیرسیاسي» سازمانونه د نیواکګرو د سیاست مهمه برخه ده او د دې له لارې د ځوان نسل د بې لارې کولو په برخه کې رغنده فعالیت ترسره کوي.

په هیواد کې وروستۍ خوسا ټاکنې چې بوی یې د نړۍ ټوله فضا نیولې، زموږ د ټولنې د سیاسي ناپوهۍ یوه ښه بیلګه ده. پرته له ګمان څخه په بل هیڅ هیواد کې داسې مرتجع عناصر او بانډونه نشي کولای چې په اسانۍ سره د ملت د راتلونکي او شعور سره لوبې وکړي او په بدمعاشۍ او زور سره وکولای شي د هیواد سیاسي حیات پخپلو منګولو کې ټینګ وساتي.

مجید توکلی
مجید توکلي: «د یو واکمن دیکتاتور ویره یوازې له زړورو څخه وي چې سرغړونه کوي». مجید توکلي یو ایراني زده کوونکی دی چې د ۱۳۸۸ کال د لیندۍ په ۱۶مه د «ولایت فقیې» چټل رژیم د ارتجاعي سیاست پروړاندې د «امیر کبیر پوهنتون» په انګړ کې د یوې زړورې وینا په ترڅ کې د نیوکې له امله له ربړونې سره ونیول شو او تر ننه په زندان کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي. د هغه د زړورتیا له امله ایرانیانو ورته د «محصلي غورځنګ شرف» لقب ورکړ.

د افغانستان د خندا وړ ټاکنې د ترکیې له یوې بیلګې سره پرتله کړو: تیرکال د ترکیې دولت وغوښتل چې په استانبول کې د ګزي میدان چې د نوی ترکیې یوه بڼه ده ویجاړ او په ځای یې یو سوداګریز مرکز جوړ کړي، دغه طرح له یوه عمومي مخالفت سره مخامخ شوه او په داسې هراړخیز غورځنګ باندې بدل شو چې د یادې طرحې څخه د دولت د تیریدو ترڅنګ تراوسه د نیوکو آوازونه غلي شوي ندي. د دولت ملي ضد پریکړو پروړاندې د خلکو یاد حساسیت د هغوی د سیاسي پوهې څرګندونه کوي او دغه پوهه د دې لامل ګرځي چې وګړي د خپل برخلیک پروړاندې بې پروا پاتې نشي او نیوکه وکړي. په همدې دلیل په هغو هیوادونو کې چې د اوسیدونکو سیاسي پوهه یې لوړه وي، په ټولنه کې یې دموکراتیک ارزښتونو ساتل کیږي.

عبدالخالق
شهید عبدالخالق، زموږ د هیواد یو رښتینی اتل دی هغه د ۱۳۱۲ کال د لړم په ۱۶مه د غدار نادر شاه سر په مرمۍ وویشت، خپل ځان یې قربان کړ، لیکن خلک یې د هیواد د ناولو شاهانو د یو شاه له ظلم څخه وژغورو. د یوه ظالم واکمن نظام پروړاندې د نوموړي عکس العمل د هغه د ژورې سیاسي پوهې څرګندونه ده.

له سیاست څخه د ډیرو خلکو د سرخوږي او هغه د یوې غولوونکې پدیدې په څیر پیژندل یو دلیل دا دی چې غولوونکي واکمنان تل خلکو ته دروغجنې، هسکې او تش په نوم ژمنې ورکوي، لیکن په عمل کې پرته له غلا او لوټ څخه د خلکو لپاره کوم بل خدمت نه ترسره کوي. د افغانستان په وروستیو ټاکنو کې د دې شاهد وو چې د عبدالله او اشرف غني ټیمونو خلکو ته شنه او سره باغونه وښودل. دوی دواړه په دې ښه پوهیږي چې ۵ سلنه هم له کړو وعدو څخه نشي عملي کولای، خو څوکۍ ته د رسیدو او ملت ته د دوکې ورکولو لپاره مکیز او نخرو باندې لاس پورې کوي. دغه ډول د ټګۍ او برګۍ سیاست لوبه چې د سیاست په اصطلاح کې ورته «دماګوژي» یا د خلکو غولونه ویل کیږي، عملاً خلک په دموکراتیکو پروسو باندې بې باوره کوي او د دې لامل ګرځي چې له سیاست څخه مخ اړونه وکړي. غولوونکي سیاستوال په دغه ډول لوبو سره د سیاست او دموکراسي په نوم د خیانت لامل ګرځي. که چیرې سیاسي پوهه ولري، په آسانۍ کولای شي چې مافیایي سیاست له سپیڅلي او ملي سیاست څخه توپیر کړي.

البته سیاف، عطا، اشرف غني، عبدالله، ګلبدین، ملاعمر او دوستم او نور مرتجع ځواکونه او دولتي چارواکي د خپل غولوونکي سیاست لوري ته د خلکو له راښکلو ډډه نه کوي، دوی چې تل د خلکو د استازیتوب ټیکه پر خپله غاړه اخلي، اړ دي چې د ډیرو پیسو په لګولو او یا د قومي، مذهبي، ژبني، ملیتي او سمتي احساساتو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې لپاره ناپوهه وګړي خپلو اکسیونونو او د ځواک نندارو او یا هم د ټاکنو پرمهال سیاسي لوبو کې ورننوتلو ته اړباسي. لیکن له هغه څه چې دوی ویره لري، هغه هم آزادي غوښتونکي او پرمختللي سیاست ته د خلکو بیا په ځانګړې توګه د ځوان نسل لاس اچول دي لکه د یوه شاعر په وینا «سری را گر کند اندیشه روشن / نه از توفان نه از دیوان هراسد (که چیرې یو شخص ملي سیاسي پوهه ترلاسه کړي، له هیڅ توپان او ګړنګ څخه نه ډاریږي)» هغوی خپل مرګ د مخکښو، ارتجاع او د زبیښاک ضد افکارو باندې د خلکو په سمبالیدو کې ویني. په همدې دلیل په ډیرو استبدادي هیوادونو کې زندانونه د نیاو غوښتنې او ظلم نه مننونکي سیاسي بندیانو څخه ډک دي.

له سیاست څخه تیښته ځینو لوسته اشخاصو او هنرمندانو کې هم لیدل کیږي، په خپل هیواد کې د دې شاهدان یو چې یو شمیر په خپلې ارادې یا ناپوهۍ سره د تیرو دیارلس کلونو بویناکې پروسې ته لکه «ټاکنو»، «لویه جرګې»، «طالبانو سره د سولې»، «ملي پخلاینې» او نورو لپاره شعرونه او سندرې وویلې، خو دوی بیا هم خپل کار ته غیرسیاسي نوم ورکوي او استدلال کوي چې یوازې یې د هیواد پالونکي دنده ترسره کړې ده! یو شمیر په رښتیا سره هم نه پوهیږي، خو یو شمیر پوهیږي، لیکن ځانونه په ناپوهۍ کې وهي چې عملاً د ملي خاینانو او نوکرانو په چوپړ کې بوخت دي. د ادوارد سعید په وینا «سیاست هر چیرته وي او نه شو کولای چې ناب تفکر او هنر ته په پناه وړلو سره له هغه وتښتو». لیکن دغه سیاست یا د خلکو او یا هم د خلکو د دښمن په چوپړ کې دی، دریمه لار شتون نه لري.

یوسف رشیدی
معمولاً مخکښ سیاسي اشخاصو او غورځنګونو له پوهنتونو څخه سر اوچت کړی دی. د ایران د پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده کوونکی او د «فریاد» خپرونې مسئول یوسف رشیدي د احمد نژاد وینا پرمهال یو کاغذ پورته کړ چې پرې لیکل شوي وو «فاشیست ولسمشره، پولي تخنیک ستا ځای نه دی». هغه هر څومره چې زندان او ربړولو سره مخامخ شو، لیکن د ځوانانو په منځ کې د مقاومت، ودریدنې او زړه ورتیا بیلګې باندې بدل شو.

کله چې د ټولنیزو تضادونو ډکې او طبقاتي ټولنې کې ژوند کوو، ناشونې ده چې له سیاست څخه لرې پاتې شو. موږ په خپلې ارادې یا ناپوهۍ سره په سیاست کې ښکیل یو. کله چې یو ملت د آزادۍ غوښتنې او ملي سیاست څخه لاس په سر شي، نو بیا ملي ضد او ارتجاعي سیاست ته ډګر خالي پاتې کیږي او په آخرین تحلیل سره د ملت دښمن پیاوړی کیږي او خلک خپل مبتذل سیاسي لوري ته راکاږي.

سیاست د «دموکراسۍ»، «نیاو»، «بشري حقوقو»، «ټاکنو» او نورو مقولو څخه کولای شي ناوړه ګټه پورته کړي. څرنګه چې علم او هنر او ادب کولای شي چې د ټولنې ټولنیزو طبقاتو یوې طبقې په چوپړ کې اوسي او معمولاً د دردیدونکو وګړو پروړاندې یې کاروي، سیاست هم له دې قاعدې بې پرې نه دی.

ځینې استدلال کوي چې د تیرو څلورو لسیزو بدمرغیو دلیلونو څخه یو هم مختلفو افکارو سره د مختلفو ډلو سیاسي لوبې وې. یادونه باید وشي چې سیاست هم د نورو علومو په څیر د بشریت یوه ارزښتمنده لاسته راوړنه ده چې کیدای شي په مثبت یا هم منفي لوري کې ترې ګټه پورته شي. څرنګه چې د اټومي او ډله ییزو وژنو وسلو جوړلو په برخه کې له علم څخه په ګټې اخیستنې سره نه شو کولای چې علم بې اعتباره وګڼو او تر شا یې وغورځو، سیاست هم باید د ملي غدارانو لخوا د خیټې اچونې په علت تر شا ونه غورځول شي او دروغو و ریاکارۍ په څیر یې ونه پیژنو.

د مترقي او مخکښو ګوندونو له مهمو دندو څخه یوه هم دا ده چې د وګړو د پوهې کچې د لوړولو په برخه کې هڅه وکړي. باید ځوانان د کتابونو لوستلو، د هیواد تاریخ څخه پوهاوي، د هیواد او نړۍ حالاتو او جریاناتو څخه خبریدو، د ښکیلاکګر ماهیت پیژندلو او بې وزلو هیوادونو کې د هغوی فعالیتونو، د سیاست عامو کلیمو زده کولو او ... نورو برخو کې وهڅول شي او د هغوی سیاسي پوهه لوړه کړو. باید خلکو ته روښانه کړو چې د روانو حالاتو پروړاندې د هغوی ټولنیز مناسب عکس العمل د هغوی سیاسي پوهې کچې پورې تړاو لري. باید دغه عامیانه او غلط اند چې سیاست یوه بې ګټې او مضره مقوله پیژني، له ریښې څخه اوباسو.

سیاست ډګر ته پرته له چل، دوکې او غولونې څخه رادانګل د لویو او سرتیرو انسانانو کار دی چې شخصي ګټې نه، بلکې د ټولنې د ټولو وګړو او د هیواد ګټو په اړه فکر کوي. د مارتي نز په وینا:

«سیاست هغه مهال پیلیږی چې وګړي د انسانانو ټولو ارزښتونو برید وپیژني. د سیاست ډګر ته ورننوتل له انفرادي موقعیت پریښودو او ډلې په لور له پرمختګ څخه پرته نور څه ندي».

کامیلا باییخو
کامیلا باییخو، د شیلي ۲۶ کلنه ځوانه پيغله چې اوس د هغه هیواد د پارلمان غړې ده. باییخو په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال چې د «شیلي زده کوونکو د کنفدراسیون» ویانده وه، د دې غورځنګ یوه تکړه او د وتلو مشرانو څخه وه چې د زده کړې نصاب د لومړنیو سهولتونو لپاره یې مبارزه کوله. د دې ترڅنګ چې په مرګ هم ګواښل شوې وه، لیکن بیا هم په هڅانده توګه خپلې لارې ته یې ادامه ورکوله او آن تردې چې د «ګارډین» یوې نظر پوښتنې کې یې د «کال شخص» لقب خپل کړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 208 میلمانه آنلاین لرو