د امریکایی لیکوال بربنډونه د «د القاعدې لپاره ویزه» په کتاب

رسول سیاف د عبدالله عزام او د یو شمیر عربانو سره په پیښور کی
«رسول سیاف د عبدالله عزام او د یو شمیر عربانو سره په پیښور کی، عزام یی د القاعدی ترورستی سازمان او په خاصه توګه د اسامه بن لادن لارښود او اصلی مشر باله. «افغان عربان» هغه خلک وه چی سی.آی.ای له خوا او د عربستان او پاکستان په مرسته د عربی هیوادونو نه ګمارل شوی او د افغانستان جنګ ته لیږدول شوی وو تر څو خپلو ترورستی او جهالت روزونکو کړنو ته ادامه ورکړی.» (د البنیان المرصوص مجلی څخه انځور)

مایکل سپرنگمان او بونی فالکنر مرکه | ژباړونکی: احمر
سرچینه: گلوبل رسرچ، ۹ سپتامبر ۲۰۱۵

د ۱۹۸۷څخه تر ۱۹۸۹، مایکل سپرنگمان (Micheal Springmann) د عربستان په جده ښار کی د امریکا په سیاسی نمایندګی کی د غیر کډوالو ویزو د برخی ریاست په غاړه درلوده. د ریاست په لومړیو کی، د هغه دا پریکړه چی د هغو خلکو ویزې چی کافی شرایط ونلری باید و نه منل شی د اړوند څانګې ریسانو له خوا نقض کیده. د ۱۱ د سپتامبر پیښې نه وروسته، هغه د هغو ستونزو په اړه چی د کار په موده کی ورسره مخ شوی وه ژوره پوهه ترلاسه کړه. هغه د «د القاعدې لپاره ویزه: د یو داخلی کس له ژبې د سی.آی.ای کړنلارو په اړوند چی نړۍ یی په لړزې راوړی، په اړه ویناوی» کتاب لیکونکی دی. په دغه کتاب، هغی د ترهګرو ته د امریکا د ویزی بخښلو تګلاره او افغان عربی ډله یی څیړلی ده. په لاندی مطلب کی د ښاغلی سپرنګمان د بونی فالکنر سره په راډیوی مرکه د «ټوپکونه او کوچ» (Guns and Butter)څخه لږه لنډونه شوی ژباړه لولی:

بونی فاکنر:مایکل سپرنګمان، خپرونی ته ښه راغلاست.

(Micheal Springmann) مایکل سپرنگمان
(Micheal Springmann) مایکل سپرنگمان

مایکل سپرنگمان: مننه. خوښ یم او زما دپاره د ویاړ ځای دی چی له تاسو سره او ستاسو د اوریدونکو سره خبری کوم.

بونی فاکنر: ستاسو کتاب، «د القاعدې لپاره ویزه» د لومړی پاڼی څخه اغیزمن په نظر راځی. غواړم چی ستا د کتاب ډالۍ شوی برخی ولولم: «دغه اثر د افغانستان، عراق، لیبیا، روسیه، سوریه او یوګسلاویا خلکو ته ډالی کوم. دا د وړوکی یادښت په عنوان د دغو بدمرغو هیوادونو ژوندی او مړو خلکو ته وړاندی کو، په ځانګړی ډول هغوی چی په میلیونونو شمیر د امریکا له خوا وژل شوی دی.»

ستاسو د لیکنو پر بنسټ، تاسو د بهرنی سیاست شا او خوا او اوس د امریکا په داخل کی خپلی اندیښنی په اړوند اوږده لاره وهلی ده. تاسو د امریکا مخکینی ډیپلومات چی د هیواد په ګڼو بهرنیو بستونو کی کار کړی او هغی نه اړین د ویزه په جده ــــ په سعودی عربستان کی د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۸۹ مامور وی. څرنګه مو بهرنیو چارو وزارت ته لاره ومونده او په کومو پوستونو باندی وګومارل شوی؟

مایکل سپرنگمان: د لیسی په وخت کی می د بهرنیو چارو سره ډیره مینه درلودله. د لیدریر او بوردک «بدشکله امریکایی» (The Ugly American) په نوم کتاب می لوستلی وه. او خیال می دا وه چی بهرنیو چارو وزارت خلکو ته اړتیا لری چی تړلی فکر و نه لری اوپه سترګو یی پټۍ نه وی اغوستی.

پر دی بنسټ، می د جورج تاون پوهنتون د بهرنیو خدماتو په څانګی کی درس وویل او آزموینه می ورکړه په تحریری کی بریالی او په تقریری کی پاتی شوم. په خواشینی سره، د ویتنام مخکینی سفیر د ایلسورت بنکر په نوم چی پخپله د جګړی ډنډورچی دی په غوسه می کړ، کله چی له ما نه یی وپوښتل، «نن ورځ د نړۍ په بهرنی سیاستونو کی څه ستونز وینی؟» ویتنام ته می اشاره وکړه او ومی ویل چی د امریکا دولت په سویل ختیځی آسیا کی خپلی کړنی د امریکا د خلکو د لیده پټې ترسره کوی ولی د سویل ختیځی آسیا خلک ــــ ویتنامیان، کامبوجیان او لائوسیان ــــ ټول پوهیږی چی په ډیر دردناکه ډول د بمبار لاندی نیول دی. مرکه له دی نه وروسته خرابه شوه. زه د هغوی د نظر وړ کس نه وم.

په راتلونکی کلونو کی، څو ځلی می د شمولیت په آزموینه کی ګډون وکړ، ولی هر ځل په تحریری کی بریالی او په تقریری کی پاتی کیدم...

بونی فاکنر: د کتاب په سریزه کی، تاسو د القاعدې په اړوند لیکلی دی. القاعده څه شی دی؟

د څیړنو په لړی کی زما د کتاب لیکلو لپاره ومی مونده چی شاینه ستینجر، په جده کی د قنسلګرۍ مامور، ۱۱ تنو ته چی د ۱۱ د سپتامبر پیښې بریدګرو ویزی یی ورکړی وی او د دغی کار څخه په پوره توګه ګیچ شوم.

مایکل سپرنگمان: ښه، القاعده د ترهګرو په روزنه کی د امریکایی ویزو لپاره یو سوداګریز نوم دی. په لومړیو کی، مجاهدین وه چی د ټولی نړۍ نه ګمارل شوی او د امریکا او پاکستان زده کړو نه وروسته، افغانستان ته استول شوی تر څو هر شی په ګولی وولی او یا هغه ویجاړ کړي په دی نوم چی د دغی په دننه کی شوروی سرتیري دي.

وروسته، د هغی سوداګریز نوم په القاعدی بدل شو، لیکن هماغه بنسټ‏پاله مسلمانان وه چی د یوګسلاویا، عراق، لیبیا او سوریه په بی‎ثباته کولو کی د امریکا له خوا په لاره واچول شوي بولي کی بریالی سوی وه. او اوس هغوی «اسلامی خلافت» او «داعش» نوموی چی هماغه کسان دی. هغوی «افغان عربانو ډله» ده، هغه شمیر عرب ښاریان چی ۲۵ کاله مخکی او یا د دی نه ډیر د مجاهدینو په حیث د افغانستان جنګ لپاره ګمارل شول.

هغوی دامریکا د سمندری ځواکونو په کچه را ټول نه دی ولی ځناور کسان دی چی د امریکا له خوا ګمارل شوی او زدکړه یی لیدلی ده، سعودیان، خلیجی هیوادونه او نور د هغوی ملاتړ کوی او وروسته هغو هیودونو او دولتونه په لور چی امریکا نه خوښیږي، پریښودل کیږی تر څو هغوی بی ثباته، بی کوره، بی‏فرهنګ او ویجاړ کړی.

هغوی دا کار په عراق او یوکسلاویا کی وکړ؛ همدغه شان کار یی په لیبیا وکړ، هغه هیواد چی په افریقا کی د ژوند لوړه کچه درلوده؛ دغه کار په سوریه کی هم کوی چی فکر کوم وروسته له څلور کالو چګړې څخه چی د امریکا په ملاتړ په لاره اچول شوی د عراق اوسنی او پخوانی وضعیت پرتله ډیر بد حالت لری. په عراق کی لږ تر لږه یو میلیونه انسانان وژل شوی او اوس هم دغه هیواد څلور میلیونه کډوال او کورني بی ځایه شوی لری، سوریه هم د همدی ډول ستونزو څخه سر ټکوی. څلور میلونه سوریان د خپلی خاوری نه بهر ژوند کوی.

عبدالله عزام د احمدشاه مسعودسره د «الجهاد مجلی» انځور.
عبدالله عزام د احمدشاه مسعودسره د «الجهاد مجلی» انځور.

بونی فاکنر: فکر کوم چی د ترهګرو زده کړی په بهرنیو هیوادونو کی لکه ترکیه، اردن او نورو هیوادونو کی تر سره کیږی. په ریښتیا، ډیر شمیر ترهګرو زده کړی د امریکا په دننه کی تر سره کیږی. ترهګرو ته د ویزو بخښلو کړنلاره څه وه یا ده؟

مایکل سپرنگمان: دا هماغه خبری وی چی په پیل کی می وویلی چی ماته دنده راکړل شوه تر څو په جده کی یی تر سره کړم. هغوي هماغه ګمارل شوی مجاهدین د منځنی ختیځ څخه تر لری ختیځ نه یی دی ځای ته راوړل. هغوی داسی انسانان وه چی هغوی ته زدکړه ورکړل کیده چی څه رنګه ټولو شیان په ګولیو وولی او ویجاړ یی کړي. هغوی په زرګونو شمیر د هیواد دننه ته راوړل کیده تر څو د امریکا پوځی لښکر په شمالی کارولینای کی د سمندری ځواکونو له خوا او یا د ویلیامزبرګ ته نژدی، د ویرجنیا په ایالت د سی.آی.ای پوری یو ټړلی سازمان له خوا د «کروندې» په نوم زده کړی ووینی. همدا اوس، هغوی په اردن کی جنګول کیږی. یو شمیر امریکایی پوځی هډی هم هغوی ته زده کړی ورکوی. په ښکاره توګه، په ترکیه کی هډی شتون لری هغوی ته زدکړی ورکوی چی څه رنګه سوریه ویجاړه کړی او څه رنګه لیبیا یی ویجاړه کړله. حیرانونکی ده، کیدی شی چی تاسو فکر وکړی چی په بهر کی د هغوی زده کړی اسانه او ارزانه پریوځی ولی معلومه نه ده چی د هغوی په ذهنونو کی څه فکر دی؟

بونی فاکنر: په سعودی عربستان کی د ګمارلو دری دفترونه په کومو برخه کی ځای درلوده. تاسو په جده کی دنده کوله، آیا دو نورو دفترونو شتون نه درلوده؟

مایکل سپرنگمان: یو دفتر د دیرهان په قونسلګری وه چی ما هیڅکله ونشو کولی چی د دی په اړه وپوهیږم، او بل یی په ریاض کی وه. هیڅ څوک په دی ونه توانیدل چی دهغی سمه نښه ما ته ووایی. هو، یوازی د ښار نوم یی وویل ولی په سمه نښه هیڅوک نه پوهیده.

بونی فاکنر: تاسو ورسته له دی چی ځنې ویزی مو ردی کړی له ستونزو سره مخ شوی. آیا همدا ډول نه ده؟

مایکل سپرنگمان: هو، تاسو باید د ویزی عریضه کونکی کس اړیکې په کوربه هیواد او هغه هیواد ته چی د سفر مقصد و پوهیږۍ. تاسو دنده لری، تاسو ښونځی ته درومی، تاسو کاروبار لری، پانګوالی مو کړی ده، ډیر قوی لامل شتون لری چی تاسو له امریکا څخه بیرته راګرځی. د بیلګی په ډول، د سیاحت لپاره خلک، د خپلو خپلوانو بیا لیدل او یا د سوداګریز تړون په لاسلیک امریکا ته ځی. هر څه چی وی، په هغه ځای کی نشی کولی چی پاتی شی. خامخا راګرځی تر څو خپل کاروبار ته جوړښت ورکړی، د پوهنتون څخه فارغ شی، کار وکړی، هغوی د شرکتونو رییسان دی او نه شی کیدلی چی خپله دنده پریږدی.

هیڅ یو تن ددی کسانو څخه دا ډول اړیکه نه لرله. داسی کسان هم ول چی نه شی کولی هغه ښار نوم چی د سفر هوډ ورته لری په سمه توګه واخلی او ماته یی و نه شو ویلی چی ولی هغه ځای ته ځی. هیڅ معلومات می په لاس کی نه وه چی وښایی د څه د پاره امریکا ته ځی. فکر کوم چی یو ځل می چیغی او ناری په لاره واچولی چی هیله کوم دا ډول کارونه ودریږی. بیا هم د ۱۱ سپتامبر څخه وروسته د خپل کتاب د څیړنو په لړی کی می ومونده چی شاینه ستینجر، په جده کی د قونسلګرۍ ماموری، ۱۱ تنو د ۱۱ سپتامیر پیښی بریدګرو ته ویزی ورکړی وی او د دی کار څخه په مکمل ډول سربداله شوم. د څیړنو پر بنسټ می په انټرنیټ کی ومونده چی شاینه ستینجر د «۱۱ سپتامبر څیړلو کمیسون» ته د ګونګو ځوابونو په وړاندی کولو، هماغه دنده په واک کی لری او رتبه یی پورته تللی ده.

بونی فاکنر: تاسو وایی چی د یولسم د سپتامبر پیښی د ۱۹ بریدګرو څخه ۱۱تنو ته...

مایکل سپرنگمان: فکر کوم ۲۰ او یا ۱۹ بریدګر. ۱۵ تنو یی په سعودی عربستان کی ویزی اخیستی وی او ۱۱ تنو له دی ۱۵ تنو څخه په جده کی.

بونی فاکنر: تاسو لیکلی دی، «هغه څه په وړاندی چی ما نیوکه کوله، دا وه چی سی.آی.ای هڅه کوله تر څو د اسامه بن لادن ګمارل شوی کسان د نظامی زده کړو لپاره امریکا ته راوړي. هغوی وروسته له دی افغانستان ته ګرځیدل تر څو د وخت شورویانو په ضد وجنګیږی.»

مایکل سپرنگمان: کټ مټ. ټول یی د مجاهدینو سره وګرځیدل. هغوی [امریکا دولت] دغه کسان ګمارلی ول او هغوی ته یی زده کړه ورکړله، او یو ځل د لاری په منځ کی پیلی ته ورسیدل، ښه، مونږ زښته زیارکښه چوپړان په واک کی لرو چی په ریښتیا سره د ښو هیوادونو او دولتونو ویجاړونکی دی. ولی له دغو کسانو څخه نورو هیوادونو چی زمونږ ګټه د هغو دولتونو په لړزولو او اقتصادی ماتوتولو کی ده، ګټه پورته نکړو؟ او فکر وکړو چی لومړی هغوی یوګسلاویا ته راوړو. هغوی اسامه بن لادن او ۵۰۰۰ یا د هغی څخه ډیر د خپل ځان سره درلوده. هغوی د داسی کسانو په درلودو چی په خپله واسطه زده کړی لیدلی وی د ناټو سره یوځای یوګسلاویا یی ویجاړه کړه. د جان شنګلر ویناو پر بنسټ چی د «داخلی امنیت آژانس – ان‌اس‌ای» او د «سیندنی جنګ کالج» په پرویدنس د رود په جزیره کی کار کاوه، هغوی د امریکا دولت په مرسته یوګسلاویا ته راوړل شو تر څو په دغه ځای کی وی، وسله او استخبارتی معلومانت یی په خدمت کی وو او روزنه یی ومونده.

وروسته عراق ته ولیږدول شول او ومو لیدل چی عراق له څه روزګار سره مخ شو. دغه هیواد په مجازی ډول پرته له کوم دولت او اقتصاد نه په درې برخو وویشل شو. لیبیا ته ولیږدول شول. د لیبیا خلک په اصطلاح بلواګر د انګلستان ځواکونو له پرتله ډیره وسله لری. هغه وخت چی هغوی لیبیا ته ویوړل شول او د امریکایی سفیر د هغوی په لاس ووژل شو، ځکه چی ظاهرا هغه د لیبیا څخه سوریه ته د وسلو لیږد په مخ کی خنډ کرځیدلی وه و هغوی غوښتل تر څو هغه هیواد بی ثباته کړی. هغوی ښه چانس په لاس کی درلوده چی کسان او وسله هغه هیوادونو ته ولیږدوی چی غوښتل یی د هغوی له شر نه خلاص شی او ترکې له دوی سره مرسته کوله. ترکیه لیږل شوی وسله او پوځی تجهیزات یی د الوتکو او بیړیو په واسطه لیږدول د ترکیه او اردن له الوتکو څخه هم ګټه اخیستل کیده.

بونی فاکنر: د «افغان عربانو ډله » څه ډول بولی او د هغوی سرچینه له کوم ځایه پیل کیږی؟

مونږ هغه ځای ته ولاړو او یوازی یو لاره د شوروی وتلو له افغانستان څخه په دغه کی ومونده چی د ځناور ترینو او لیونی ترینو بنسټ پالو څخه مرسته وغواړو نو په دغه بنسټ نن ورځ په افغانستان کی منځ دریزه او ګیڼ کسان شتون نه لری.

مایکل سپرنگمان: دغه کسان، نومونه یی حیرانونکی دی، په اصل کی ترهګر دی چی د امریکا په واسطه او د سعودیانو او پاکیستانیانو په مرسته ګمارل شوی تر څو په افغانستان کی وجنګیږی. دوی ته یی «افغان عربان» نوم ورکړ. دوی افغانان نه دی ولی نوی عربان د نورو هیوادونو لکه اندونیزیا او فلیپین دی چی افغانستان ته راوړل شوی او د شوروی سره جنګ لپاره روزنه موندلی. ګمان کیږی چی د دغه کسانو سره کار نسبت افغانانو ته آسانه دی او د «افغان عربانو» وړ نوم هغوی ته ورکړ چی وروسته بیا په «افغان عربانو ډلی» شهرت وموند. هر څه دوی هماغه عربان او بنسټ پاله مسلمانان دی چی د شرل بینارد، زلمی خلیلزادـــ په افغانستان او عراق او ملل سازمان کی د امریکا مخکینی سفیر، ښځې ویناوو پر بنسټ، مونږ هغه ځای ته ولاړو او له افغانستان د شورویانو وتلو یواځنۍ لاره مو په دغه کی ومونده چی د ځناورترینو او لیونی ترینو بنسټ پالو څخه مرسته وغواړو، نو په دغه بنسټ نن ورځ په افغانستان کی منځ دریځه او کیڼ شتون نلری. ټول هغه کسان چی تاسو په افغانستان کی مومی، د بنسټپالو مسلمانانو له ټولګی څخه دی.

بونی فاکنر: دا هم بل لامل نه شی کیدی چی بعضی هیوادونو خپل زندانونه تش کړل او مجرمین یی هغه ځای ته [افغانستان] ولیږدول؟

مایکل سپرنگمان: په بشپړه توګه سمه ده دغه کار یی په مصر او فکر کوم په نورو ځاینو کی کړی دی. تاسو ځناورو سړیو ته اړتیا لری؟ تاسو لمسونکی کسانو ته اړتیا لری؟ ښه، مونږ په ټولو رندانونو کی دغه ډول خلک لرو.

بونی فاکنر: عبدالله عزام، دویم بنسټپاله کس په «دفتر خدمات»، کی وه او د هغی ونډه په نړۍواله ترهګرۍ کی څه وه؟

مایکل سپرنگمان: هغه هغه کس وه چی د اسامه بن لادن سره یی کار کاوه. په ریښتیا، تر کوم ځایه چی زه په یاد لرم، د اسامه بن لادن روزونکی وه. کوښښ کوم چی په یاد راولم د کوم ځایه وه....هغی د اسامه بن لادن سره یو ځای کار کاو تر څو د «افغان عربانو ډلې» څخه ملاتړ وهڅوی، او د هغه کسانو څخه چی په افغانستان کی د شورویانو پر ضد جنګیدل ملاتړ وکړی.

بونی فاکنر: «دفتر خدمات» څه شی دی چی د عبدالله عزام په مرسته جوړ شو؟

مایکل سپرنگمان: په اصل کی دغه دفتر یو اداره وه چی په ښکاره بڼه د دغه کسانو [عربان د جنګ لپاره په افغانستان کی] د ګمارلو چارې په مخ وړی. هغی په خپلو لیکنو کی ویلی وه هغه کسان چی پیسی لری په امریکا کی دی. بی پیسو خلکو د ټولی نړۍ په غریبو عربو او مسلمان ناستو هیوادونو کی دی او مونږ د هغوی مرستو ته اړتیا لرو. د مرستو تر لاسه کولو غوره لاره، د امریکا څخه ده.

بونی فاکنر: ستا د کتاب د لیکنو نه په یاد لرم، هغی یوه مجله د جهاد په نوم خپروله؟

مایکل سپرنگمان: هو، دغه سمه ده. دغه مجله په ټوله نړۍ کی په ډولا دول ژبو خپریدله. هغوی د «خدماتو دفتر» رامنځ ته کړ تر څو د ګمارلو مسایل، زده کړه او تجهیزات او د بیلګی په ډول افغان عربان یی په بوسنیا کی اداره کړی. عبدالله عزام د هغوی فکري دیو وه. هغی د امریکا په بروکلین په جومات کی د «الکفا مرکز» جوړ کړ همدارنګه په بوسنیا کی د جګړه کونکو ګمارلو لپاره د بالکن په هیوادونو کی کار کاو.

مجله الجهاد
«الجهاد» یو مجله وه چی عبدالله عزام هغه په پیښور کی خپروله او په ځانګړې توګه د «افغان عربانو» او د افغانستان اخوانی بنسټپالو بانډونه (جمعیت اسلامی، حزب اسلامی، اتحاد اسلامی) د فعالیتونو انعکاس په چوپړ کی وه.

بونی فاکنر: « سایکلون عملیات» څه شی دی او دهغی ونډه د «عرب افغانانو ډلی» په اړوند څه وه؟

مایکل سپرنگمان: د آسټرالیایی خبریال، جان پلچر ویناو پر بنسټ، د ویلیام کیسی په نوم د سی.آی.ای رییس د پاکستان آی.اس.آی له شراچونکی کړنلاری چی د ټولی نړۍ څخه د افغانستان جهاد کی د ګډون لپاره د خلکو ګمارل، خپل ملاتړ اعلانه کړ. برسیره پر دی چی هغوی په پاکستان کی زدکړی کولی، هغوی ته یی د سی‏آی‏ای په هډو کی د ویرجینیا ایالت په «پیری هډه» (Camp Perry) او یا ویلیامزبرګ ته نژدی «کرونده» (The Farm) کی زده کړی ورکړی. دغه وه د «سایکلون عملیات» چی په ۱۹۸۹ کال کی له افغانستان څخه د شورویانو وتلو وروسته هم دوام درلوده.

بونی فاکنر: تر کومه ځای چی تاسو پوهیږی، آیا اوس هم د «سایکلون عملیات» دوام لری؟

مایکل سپرنگمان: ښه، فکر کوم هو، که چیری دا په نظر کی ونیسو چی هغوی نن هم دغه کسانو ته د سی‎آی‎ای شبه نظامیانو په مرسته په اردن کی د امریکایی ځواکونو سره یوځای په ترکیه کی زدکړی ورکوی، نو فکر کوم چی اوس هم دوام لری. کیدی شی د هغی سره یی توم توپیر ورکړل شوی وی او په ډیر ګمان سره د امریکا څخه بهر تر سره کیږی. تر هغه وخته چی د هغوی له منځه څوک لاس په بربنډولو پوری نه کړی، مونږ ډیر څه نه پوهیږو.

بونی فاکنر: په امریکا کی په کوم ځای کی زده کړه ورکوله. تاسو د هغوی د یو تن نوم ذکر کړ؟

مایکل سپرنگمان: هو د «پیری په هډه» کی. هغوی همدارنګه د شمالی کارولاینا په پوځی هډه کی زده کړی لیدلی، فکر کوم هغویی په یو ډول د خصوصی نظامی شرکت «بلک واتر» (Blackwater) په واسطه. هغوی په شمالی کارولاینای کی فعالیت کاوه.

بونی فاکنر: فکر کوی چی نور په کی ښکیل وه. آیا ستاسو په کتاب کی د «شنو خولیو» (د امریکا نظامی فوځ قطعه) نوم نه دی وړی؟

مایکل سپرنگمان: هو. د امریکا ځانګړی ځواکونه هم ښکیل وه. فکر کوم چی هغوی دغه ځانګړتیا او قابلیت درلوده چی د وړو ډلو څخه په ګټه ځانګړی دولتونه نسکور کړی، همدغه شان کار چی «تی. ایی. لارنس» (T.E. Lawrance) په سعودی عربستان کی تر سره کړی.

بونی فاکنر: «الخدمت مکتب»‌ څه شی دی؟

مایکل سپرنگمان: دغه عربی نوم «د خدمتونو دفتر» دی چی د عبدالله عزام او عبرل انس په واسطه د افغان عربانو ملاتړ په لور په مخ وړل کیده. هغوی په افغانستان کی د شورویانو سره د جنګ لپاره ګمارل شوی وه ولی افغانان نه وه.

بونی فاکنر: د امریکا په بروکلین کی د مسجد الفاروق څخه د څه لپاره ګټه اخیستل کیده؟

مایکل سپرنگمان: دغه مسجد د ګمارل‎شوو د لیږدولو مرکز وه. د پیسو د لیږدولو مرکز وه. هغوی ترهګرو ته په بوسینا کی پیسی او تجهیزات لیږدول. هغوی دا مرکز د یوګسلاویا د جګړې له پای څخه وروسته بنسټ کیښوده چی لوی مرکز وه. هغوی د امریکایانو، مسلمانانو، او عربانو څخه په امریکا کی پیسی تر لاسه کولی او د پیسو وینځلو سره یی هغوی افغانستان، بوسینا، او د مخکینی یوګسلاویا مختلفو سیمو ته لیږدول.

بونی فاکنر: آیا د افغان عربانو ډله، د القاعده او داعش په شان کسان دی؟

مایکل سپرنگمان: په ډیر ګمان سره همدغه شان دی. نوم یی بدلون کړی دی. تقریبآ هماغه بنسټ‏پاله کسان مومی چی د امریکایانو، سعودیانو، خلیجیانو، ترکانو، اردن‏نیانو، او اسرایلیانو په مرسته ګمارل شوی، زده کړه ورکړل شوی او تجهیز شوی. شاید هماغه کسان نه وی چی هغوی ۲۵ کاله مخکی ګمارل شوی ولی شاید داسی کسان وی چی هغوی ته یی روزنه ورکړی وی.

بونی فاکنر: مایکل سپرنگمان، مننه.

مایکل سپرنگمان: ښه، له تاسو څخه مننه. زما دپاره د ویاړ ځای دی او خوښ یم چی په ریښتینی وینا د خلکو سره می مرسته کړی ده چی د هغی د اوریدلو لیوالتیا لری.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 100 میلمانه آنلاین لرو