آریل شارون، د فلسطینیانو قصاب د تاریخ خوسا کندې ته ولاړ
- کټګوري : ژباړې
- لیکونکی: لیکونکی: احمر | ژباړونکی: عزم
- نیټه: پنج شنبه, 06 وږی 1393
آریل شارون د اسرایل جنایتکار لومړی وزیر و چې له ۲۰۰۱ څخه تر اپریل ۲۰۰۶ پورې یې واک درلود او په جنین، قبیه، صبرا او شتیلا کې د فلسطینیانو په عام وژنې سره له ځانه رټل شوی نوم پریښی. په ۱۱ جنوري ۲۰۱۴ کې د ۸ کالو کوما (بې هوشۍ) څخه وروسته د دې جلاد کرغیړن ژوند پای ته ورسید او نوم یې په تاریخ کې د نړۍ یو له ترټولو پلید او وینه تویونکي فاشیست په حیث ولیکل شو.
مخالفانو یې د ډیر نفرت له امله هغه ته د «بلډوزر» او «صبرا او شتیلا قصاب» نوم ورکاوه او ملګرو یې ورته د «اسراییل پاچا». ولې ریښتیا دا ده چې دې جنایتکار د امریکا او انګلستان په مرسته د فلسطین په خاوره کې د یهود میشته و ښارګوټي د مرمۍ او بلدوزر په زور رامنځته کړل. د آریل شارون جنایات په درې برخو ویشلی شو: د ښارونو ویجاړول، د زرګونه بې ګناه انسانانو وژل او د واقعیتونو په بل ډول ښودل ترڅو حقیقت په خپله ګټه بدل کړي.
په ۱۱ جنوري ۲۰۱۴ کې د آریل شارون د مړینې خبر اوریدو وروسته، د لبنان په عین الحلوه کې فلسطیني کډوالو په نڅا او خوښۍ لاس پورې کړ. فلسطینیانو او د فلسطین آزادۍ غوښتونکي خوځښت مینه والو د نړۍ په نورو ځاینو کې هم خوشحالي ولمانځله.
د ۱۹۴۸ جنګ کې اسراییل د ۷۵۰۰۰۰ فلسطینیانو له خپل هیواد څخه په شړلو او دربدرۍ، نوموړی هیواد رامنځته کړ خو د لاتورن په جګړه کې د اسراییل دولت د اردن شاهي پوځ لخوا کلک زیان ولید. شارون پدې جنګ کې ټپي او لانور هار شو. په ۱۹۵۳ کې د پټې کمانډو یوې برخې مسؤل شو چې د اسراییل په یوه ګډ ځای د فلسطین چریکانو برید وروسته، نوموړې قطعه د شارون په مشرۍ قبیه (په لویدیځه تړانګه کې د رام الله شمال لویدیز لور ته ۳۰ کلومیتر لرې کلی) ته ننوته او د دیوید بن ګریون (د اسراییلو اول لومړی وزیر) فرمان چې ویلي یې و «داسې ورانی چې د خورا ډیرې تباهۍ باعث شي» عملي کړ. پدې عام وژنه کې ۶۹ غیرنظامي فلسطینیان چې ډیری یې ښځې او ماشومان و ووژل شو.
په ۱۹۵۶ کې د سینا برید په لړ کې، د شارون له قوماندانانو څخه یو یې چې آري بیرو نومید، هغه تورن کړ چې د ۴۹ مصري کان کیندونکو د وژنې مشري یې په غاړه درلوده چې د اسراییلو پوځ لخوا نیول شوي وو. دا کان کیندونکي غیرنظامي وګړي او پداسې وضعیت کې و چې د اسراییل ځواکونو ته یې هیڅ زیان نشو اړولی. مګر دا مسله د اسراییل دولت لخوا پټه کړی شوه.
د ۱۹۶۷ کال شپږ ورځني جګړې په لړ کې، د شارون ډلې د مصري ټانک قطعې ترټولو ډیر سرتیري ووژل او پدې سره ملي شهرت ته ورسید. په کال ۱۹۷۳ کې د مصر سویس کانال د نیولو لپاره، شارون غوښتل چې لاډیر شهرت لاسته راوړي، نو د اسراییل پوځ سره موازي او پخپل سر یې خپل ځواکونه د دې کانال په لوري سوق کړل ځکه چې غوښتل یې د ټولو څخه مخکې دغه سیمه ونیسي او ځان د جنګ اصلي فاتح په حیث وښیې، مګر ډیرۍ ځواکونه یې مړیني سره مخ شول. د اسراییلو بله نظامي قطعه له لارې راورسیده او هغوی یې وژغورل. د جنګ پای ته رسیدو وروسته، د شارون عکسونه د اسراییلو او نړۍ په رسنیو کې چاپ شول چې د ټول وجود څخه یې بنداژ تاو و او هغه په ویاړلې توګه د یو شمیر سرتیرو سره د مصر په دښته (صحرا) کې ولاړ دی خو په اصل کې یو اغزی هم هغه نه و ټپي کړی. د نوموړي دا عمل د هغه د لا ډیر سیاسي واک ضامن شو.
آریل شارون د لبنان په ویجاړونکی جګړه کې چې د شل زره غیرنظامي وژنو لامل شو.
په پای کی په کال ۱۹۷۷ کې هغه د کرهنې وزیر په حیث وګمارل شو او دا هغه وخت و چې د شارون د «خورا لوی اسراییل» رامنځته کولو خوب په رښتیا بدل شو. پدغه وخت کې هغه په لویدیځه تړانګه کې د یهود میشته و ښارګوټي ډیر کړل او په یوه خصوصي مرکه کې یې د وینسون چرچیل لمسي ته وویل:
«له هغوی [فلسطینیانو] څخه به ساندویچ جوړ کړم. ځینې یهودي ښارګوټي به د فلسطین په خاوره کې دننه او ځینې نور به په لویدیځه تړانګه کې هم جوړ کړم، ترڅو په راتلونکي پنځه ویشت کلونو کې، نه ملګري ملتونه او نه متحده ایالات او نه هم بل هیڅ څوک وکولی شي دغه له منځه یوسي.» (جیني دي جیوني، د نړۍ په پای کې ځای، ۱۸۱ مخ)
په کال ۱۹۷۸ کې، کله چې د فلسطین خلک یو موټی د اسراییل نیواک او جنایاتو پروړاندې پاڅیدل او د هغه هیواد فاشیستي دولت یې ویرولی و، د اسراییل استخباراتو په توطئه لاس پورې کړ ترڅو د فلسطیني مبارزینو لیکې جلا کړي. د فلسطیني بنسټپالو ډله چې ځان ته یې اخوان المسلمین ویل او وروسته یې د «حركة المقاومة الاسلامية (حماس) - د اسلامي مقاومت حرکت» نوم ځانته غوره کړ، په یو وار سره یې خپل شتون اعلان کړ. رابرت دریفوس په خپل کتاب کې چې نوم یې «شیطاني لوبه» دی لیکي:
«د ۱۹۶۰ لسیزې پیل څخه تر د ۱۹۸۰ پایو پورې، اسراییل د [فلسطین] نیول شوي خاوره کې د اخوان المسلمین په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. اسراییل شیخ یاسین، د اخوان المسلمین مشر سره مرسته وکړه ترڅو حماس رامنځته کړي پدې شرط چې بنسټپاله افکار یې د "فلسطین آزادۍ غوښتونکي سازمان" د ضعیفولو باعث وګرځي».
رای عنانیه، فلسطیني الاصل امریکایی خبرنګار، د خپل کتاب «د شارون تروریست ماشومان» په پیل کې لیکي:
«حماس د اسراییل پروړاندې ترټولو لوی ګواښ ګڼل کیږي، ولې دغه اسلامي ترهګرۍ سازمان د اسراییل کرغیړنو هڅو په پایله کې رامنځته شو چې غوښتل یې د مذهبي بدیل څرګندیدو په پیاوړی کیدو سره، د "فلسطین آزادي غوښتونکي سازمان" او یاسر عرفات محبوبیت شاته وتنبوي».
دا ستراتیژي د حماس د زیږون لامل شوه چې د اسلامي ځیلو څخه یې وده کړې وه. کله چې د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې دا ستراتیژي رامنځته شوه، آریل شارون د دولت غړی و.
«که څه هم، شارون او ګوند یې "لیکود" (مخکې د "هیروت" په نوم) چې دولت یې په لاس کې و دا وړاندوینه یې نه وه کړې چې هغه اسلامي مشران چې نن یې هغوی ملاتړ کوي په پای کې به حماس او ځان وژونکي شي. د پرله پسې کلونو په موده کې دواړو د یوبل له سختدریځو څخه ګټه پورته کړې.»
له هغې وروسته شارون د دفاع وزیر شو او دا ځل حتی د اسراییل دولت هم له هغه ویره درلوده. مناخیم بیګین، د اسراییل د هغه وخت لومړي وزیر په ټوکه کې وویل چې که د شارون غوښتنو ته یې تن نه وی ایښی نو په وړاندې یې کودتا کوله. په کال ۱۹۸۲ کې، د اسراییل دولت د کابینې نورو غړو تصدیق پرته، هغه د «فلسطین آزادي غوښتونکي سازمان» ځپلو لپاره د لبنان سویل ته نظامي ځواکونه واستول. هلته د دې سازمان سخت مقاومت سره مخ شو او په غبرګون کې یې شارون د منځني ختیځ یو له ترټولو مدرن ښار یعني بیروت د تباهۍ سره مخ کړ. برسیره پردې چې د فلیپ حبیب په نوم د امریکا ځانګړي پلاوي منځګړي توب «د فلسطین آزادي غوښتونکی سازمان» د لبنان څخه وتلو ته حاضر کړ، خو شارون خپل جنایت ته دوام ورکړ او د پرله پسې اووه ساعتونو لپاره یې د بیروت ښار بمبار کړ چې له امله یې ۳۰۰ غیرنظامي ووژل شول او ښار په کنډوالو بدل شو.
د فلیپ حبیب دستور العمل مطابق «د فلسطین آزادي غوښتونکی سازمان» له لبنان څخه ووت او پدې پسې بله طرح دا وه چې څو ملیتي د سوله ساتونکي ځواک د لبنان امنیت په غاړه واخلي خو شارون د دې طرحې سره مخالفت وکړ او د وروسته عام وژنې لپاره یې لاره هواره کړه. څو ورځې وروسته، بشیر جمیل د لبنان یو عیسوي مذهب جنګسالار چې شارون غوښتل په لبنان کې یې خپل لاسپوڅی ولسمشر کړي، ووژل شو. اسراییلي ځواکونو «فلانجیست» (د ښیې ګوند « حزب الكتائب اللبنانية » - د لبنان سرپنجه ګوند اړوند) وسله والو ته لاره ورکړه چې د فلسطیني کډوالو دوه کمپونو، صبرا او شتیلا ته چې په هغه وخت کې د اسراییلي ځواکونو لخوا محاصره و ننوځي او د اسراییلي سرتیرو استخباراتي او عملیاتي امکاناتو سره عام وژنه پیل کړي. شارون په خوند اخیستلو سره د خپلو نوکرانو دې وحشت او بربریت ننداره کوله. د څو ورځې وژنې وروسته چې د شارون ترنظر لاندې سرته رسیده، ۳۵۰۰ غیرنظامیان ووژل شول او بې شمیره د جنسي تیري او قساوت سره مخ شول. له هغې ورځې وروسته شارون د «صبرا او شتیلا قصاب» په نوم شهرت وموند.
جینت لي ستیفر، امریکایی خبریالاې خپل خاوند ته په یوه لیک کې د صبرا او شتیلا عام وژنې د سترګو لیدلی حال داسې ولیکه: «ومې لیدل چې د مړو ښځو لمنې تر ملا پورې شاته اړول شوې وې او پښې یې خلاصې وې؛ لسګونه سړي د دیوال غاړې ته په ډزو وویشتل شول؛ د ماشومانو مرۍ پرې شوې وې؛ د حمل لرونکي ښځې خیټه په چاړه څیرې شوې وه، سترګې یې له حدقې بهر او څیره یې شنه شوې وه غلې او په رعب سره یې چیغې وهلی؛ واړه او تنکي ماشومان په چاړه څیرې څیرې او چټل دانۍ ته اچول شوي و.»
برسیره پردې چې په ۱۹۸۳ کال د فبروری میاشت کې د اسراییل یوه حقیقت موندونکي کمیسیون شارون د دې وژنې «غیرمستقیم مسؤل» وباله او د اسراییلي جګړې ضد زرګونه معترضو چې تل افیف او یورشلیم میدانونو کې سره راټول شوي و د هغه له دندې لرې کولو غوښتونکي شول، خو شارون خپل کار ته دوام ورکړ. خو د جګړې ضد تجمع باندې د یوه ښیې پاله (راست ګرا) یهودي برید چې په ترڅ کې یې د جګړې ضد یو فعال معلم د امیل ګرونزویګ په نامه په قتل ورسید، شارون چې نور په بشپړ ډول بې عزت شوی و له دندې لرې شو مګر د پردې ترشا یې ټولې چارې په ولکه کې وې.
د ۲۰۰۱ کال د جولای په میاشت کی په بلژیک کې یوې محکمې د صبرا او شتیلا وژنې څیړلو لپاره یوه دوسیه پرانیستله. د «فلانجیست» یو قوماندان چې ایلي هوبیکا نومید او عام وژنه کې یې مستقیم لاس درلود، حاضر شو چې د شارون پروړاندې شهادت ورکړي مګر څو ورځې وروسته ووژل شو. مروان همادا، د لبنان بې ځایه شویو وزیر په ځواب کې وویل: «اسراییل نه غواړي چې د [صبرا او شتیلا عام وژنې] تاریخي دوسیه کې شاهد د بلژیک محکمې ته حاضر شي ځکه چې روښانه ده آریل شارون اصلي تورن دی». څه موده وروسته د بلژیک دولت د شارون دیپلوماتیک معافیت په بهانه کولو سره قضیه وتړله.
۲۰۱۲ کال د سپتمبر په میاشت کی، د «نیویارک ټایمز» خپرونې د اسراییل غیررده بندي شوی سند خپور کړ چې یووخت د متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکو له آریل شارون څخه وغوښتل چې وسله وال له کمپونو وباسي، شارون ورته په ځواب کې وویل: «که نه غواړئ چې لبنانیان هغه ووژني، موږ هغوی وژنو».
شارون د فلسطینیانو دې قسم خوړلي دښمن د خپل ننګین ژوند تر اخرنیو ورځو پورې جنایاتو ته دوام ورکړ مګر د خندا خبره دې ځای کې ده چې لویدیځو دولتونو تل هڅه کړې د دې انسان وژونکي سر او مخ څخه وینه پاکه کړي.
جورش ډبلیو بوش ځانته ورته جلاد او جنګ پرست «د سولې سړی» ونوماوه.
د لندن چاپ «سنډی ټایمز» خپرونې، د ۲۰۱۴ کال د جنوری په ۱۲ نیټه په بې شرمۍ سره ولیکل:
«بحث راپارونکي طریقې یې وکارولې ترڅو د خپل هیواد راتلونکی تضمین کړي... د ژوند لاره یې مختلط انځور سره پای ته ورسوله یعني خچن دولت لرونکی چې سولې ته یې کار کاوه. د امید لپاره ښه بیلګه ده... د آریل شارون ژوند لاره ښیې چې سوله د خبرو له لارې امکان لري.»
ټوني بلیر، د انګلستان پخوانی لومړی وزیر او د منځني ختیځ د سولې استازی د دې خایین په اړه داسې څرګندونه وکړه:
«د هغه ستراتیژیکی موخې هیڅ کله متزلزل نشوی. دولت باید د راتلونکي نسلونو لپاره وساتل شي. کله چې جګړې ته اړتیا وه، هغه وجنګید. کله چې د سولې دور راورسید، هغه د خپلو کلکو ارادو سره سولې لپاره کار وکړ.»
مګر نوام چاسکي په درستۍ سره د دې قاتل ژوند داسې خلاصه کوي:
«ښه، رواج دی چې د مړو په اړه نباید بدې خبرې ووایو او دا بدبختانه ټول غلي توب ته هڅوي ځکه چې د هغه [آریل شارون] په اړه هیڅ ښه شی نه و. هغه قسي القلب قاتل و. یوازینی فکر چې همیشه یې په ذهن کې و: خورا لوی او خورا قوي اسراییل د لږو فلسطینیانو سره، چې یوه ورځ باید په بشپړ ډول له منځه ویوړل شي. قوي اسراییل باید شتون ولري چې په ټوله سیمه کې واکمن وي...»
فلسطینیانو په اخرو شپیته کالو کې دومره جنایات وزغمل چې حتی د ماشومانو په رسامیو کې یې په نښه کیږي.