د کرزي په فاسد دولت کې د لوټ او غلا استازي

فساد اداری در دولت کرزی

ماریا میلر، د انګلستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره د یوې مالي رسوايي وروسته د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۹ له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه. په لومړیو کې د ده په لاس د غلا شویو پیسو رقم ۴۵ زره پونډه اعلان شوی و، خو د پلټنو وروسته د پیسو مقدار ۵۸۰۰ پونډو ته راټیټ شو. آغلې ماریا میلر وایي، دغه پیسې یې د «نمایندګي لګښت» په توګه ترلاسه کړې وې او د مور او پلار د کور جوړولو لپاره یې لګښت کړې دي.

مافیایي او په فساد کې د ډوب شوي افغانستان د دولت د رئیس څخه نیولې تر وزیرانو، وکیلانو او مشاورینو چې په میلیونونو ډالرو بډو خوړلو کې ښکیل دي، په دننیو او بهرنیو رسنیو کې د دوی د خیانت او غلا بوی او کچه لوړه ده. خو بیا هم اوبه له ځایه نه ښوریږي او په سبا د هغې څخه په لوړو څوکیو ټاکل کیږي یا پرته له پوښتنې او محاکمې څخه د خپلو بهرنیو بادارانو خوا ته پناه وړي او په مفته کې په لاسته راوړل شویو پیسو باندې مزې او چرچې کوي. په دې سر لوڅي هیواد کې هر څومره چې په فساد کې ښکیل اووسی، هومره به دې مقاومت لوړیږي.

لاندې برخه کې د افغان چارواکو د فساد یو څو وړو بیلګو ته اشاره کوم، ترڅو د دې شړیدلي، چوپړه، په زوره تحمیل شوي او د خلکو ضد دولت په ماهیت باندې پوهه شو او هغه کسان چې هڅه کوي، مفسد او په فساد ککړ اشخاص سپین بازان او پاک معرفي کړي، رسوا کړای شو.

د «ګارډین» ورځپاڼې د ۲۰۱۱ کال د جون په ۱۶ د کابل بانک پیښې اړونده داسې یو رپوټ وړاندې کړ چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې خلیل الله فیروزي د کرزي خوا ته راغی او هغه ته یې وویل چې کومه مرسته ورسره کولای شي؟ کرزي هغه د خپل باور وړ شخص زاخیلوال سره مخامخ کړ او زاخیلوال هم پرته له کوم سنده د هغه څخه د ۴ میلیونو ډالر ترلاسه کړل. ورځپاڼه د فیروزي له خولې څخه زیاتوي چې موږ د دې مرستې په بدل کې ۴۳۰،۰۰۰ د دولت بانکي حسابونه لاسته راوړل چې د دې درکه مو هره میاشت ۴ میلیونه ګټه درلوده. خو د کابل بانک یو بل ونډه لرونکی فرنود وایي چې د دې پیسو ترڅنګ فیروزي ۲۰۰ زره ډالر عمر زاخیلوال ته او ۸۰۰ زره ډالر عمر داودزي ته د بډو په شکل ورکړې دي. دا چې په دې فساد کې ښکیل اشخاص د دولت لوړپوړي چارواکي وو، نو په دې قضیه یې ډیر ژر پرده وغوړوله.

اتمر وردک و قانونی

«نیویارکر» ورځپاڼې د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۴ نیټه د کرزي دولت د درېیو تنو کارکوونکو له لوټ څخه پرده پورته کړه په دې راپور کې راغلي چې د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، د پوهنې وزیر فاروق وردګ او د ولسی جرګې غړي یونس قانوني هر یو د بډو په څیر له کابل بانک څخه پیسې ترلاسه کولې، خو دا څرګنده نده چې هر یوه یې څومره پیسې ترلاسه کړې دي. راپور زیاتوي چې یونس قانوني د ولسي جرګې د ټاکنیز کمپاین لپاره د کابل بانک لخوا مالي مرستې په څیر د پیسو اخیستل مني خو د مقدار په اړه یې څه ونه ویل. دغه راز راپور د خلیل الله فیروزي د وینا له مخې داسې لیکي:

«یو وزیر هم زموږ په وړاندې د څه ویلو زړورتیا نلري، د ښاغلي کرزي د دولت ډیری چارواکي د کابل بانک څخه خپله بډه اخلي او هغوی زموږ دي.»

دغه اخیستل شوې بډې هم پرته له کومې پلټنې تر خاورو لاندې شوې او د دغو لوړپوړو چارواکو د خیانت له امله د کابل بانک رسوایي چې د یو میلیارد ډالرو غلا وه، د هیواد په تاریخ کې لویه غلا وه.

از راست به چپ: شیرخان فرنود، خلیل‌الله فیروزی، حصین فهیم، گلبهار حبیبی و عبدالغفار داوی
له ښي څخه کیڼ لور ته: شیرخان فرنود، خلیل الله فیروزي، حصین فهیم، ګلبهار حبیبی او عبدالغفار داوی

• په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د «کابل بانک» د فساد او چټلیو بوی راپورته شو. د دغې بانک بنسټیزو ونډه والو د کرزي لوړپوړو چارواکو ته قلنګ ورکاوه، ترڅو په ډیرې آرامۍ سره او پرته له کومې پلټنې خپل فعالیت وکړي، خو داسې مهال راورسید چې بانک له ماتی سره مخامخ شو. دغه شرم چې ټوله نړۍ ترې خبره شوه، د کرزي اړوند دولت پرته له قانوني چلند د یو څو تنو نومونو په بربنډولو بسنه وکړه. هغه ونډه لرونکي چې له دې بانک څخه یې پیسې ترلاسه کړې وې او تر ننه پورې یې حسابي نده ورکړې، په لاندی ډول دي:

۱- شیر خان فرنود ۵۰۴ میلیونه ډالر
۲- خلیل‌الله فیروزي ۶۶.۹ میلیونه ډالر
۳- حصین فهیم د (قسیم فهیم ورور) ۷۸ میلیونه ډالر
۴- ګلبهار حبیبي ۳۹،۷ میلیونه ډالر
۵- عبدالغفار داوي (د شکریې بارکزۍ خاوند) ۳۷ میلیونه ډالر
۶- محمود کرزی (د حامد کرزي ورور) ۲۲ میلیونه ډالر
۷- هیوادوال ۱۵ میلیونه ډالر
۸- صوفي نثار ۱۴ میلیونه ډالر
۹- طاهر ظاهر ۱۱میلیونه ډالر
۱۰- داوود نصیر ۹ میلیونه ډالر

د دوی څخه یوازې دوه تنه شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په ننداریزه بڼه د څو ورځو لپاره د دولت د خاصو میلمنو په څیر په اصطلاح زنداني شول، پرته له دې چې هغوی ټول محاکمه نشول، نن ورځ په سترو غلاو کې ورښکیل دي.

عمر زاخیلوال
عمر زاخیلوال

• د طلوع تلویزیون د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د اګست میاشت په ۳ نیټه د مالیې وزیر عمر زاخیلوال د غیرقانوني شتمنیو په اړه ځانکړی راپور خپور کړ. په راپور کې داسې راغلي چې ګویا د ۵ کلونو په اوږدو کې د یوې نامعلومې سرچینې څخه یونیم میلیون ډالر د زاخیلوال بانکي حساب ته لیږدول شوي. همدارنګه داسې نور راپورونه هم شتون لري چې نوموړی د ګمرکاتو غټو غلاوو کې ښکیل دی. د دې راپورونو په ترڅ کې نوموړي ډیره هڅه وکړه چې د ټولنیزو شبکو د لارې خپل ځان پاک او یو چوپړه سړی معرفي کړي. نوموړي دا راپورونه یواړخه وبلل او زیاته یې کړه چې یوازې ۲۰۰ زره ډالر یې «د صافي لانډمارک شرکت» څخه د کرزي د ټاکنیز کمپاینونو لپاره ترلاسه کړي، خو د رسنیو د فشار د زیاتوالي له امله نوموړي بهرنیانو ته زاري او ژړا وکړه، قضیه په هماغه ځای کې پای ته ورسیده او دې فاسد تراوسه هم د ملت په خزانې تکیه کړې ده.

ابراهیم عادل
ابراهیم عادل

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ۲۰۰۹ کال د نوامبر په ۱۸ نیټه د افغانستان د کانونو د پخواني وزیر ابراهیم عادل د چټلیو څخه پرده پورته کړه. دې ورځپاڼې بربنډ کړي چې نوموړي د ۳۰ میلیونو ډالرو بډې اخیستلو سره د نړۍ دوهم ستر کان «مس عینک» چې لوګر کې شتون لري، تړون یې «د اوسپنو ولیکولو او راویستلو شرکت»، (Metallurgical Group Corp) په نامه چینایي شرکت ته ورکړ، ابراهیم عادل پرته له دې چې د نورو شرکتونو تړون لیکونه ولولي د ډالرو د بنډلو په لیدلو سره یې تړون لاسلیک کړ. روزنامه کاږي:

«د یوه امریکایي مقام د یادونې له مخې چې په نظامي استخباراتو کې ډیر معلومات لري، د کانونو وزیر ابراهیم عادل د یوه چینایي شرکت څخه د ۳۰ میلیونو ډالرو په اندازه په بډو اخیستلو تورن شوی. دغه امریکایي چارواکي ادعا کړې چې دغه پیسې د دوبۍ په ښار کې د ۲۰۰۷ زیږدیز کال د دسامبر په میاشت کې د ۲ میلیاردو او نهو سوو ډالرو تړون له لاسلیک وروسته نوموړي ته ورکړل شوې دي.»

دغه خاین وزیر د پیسو د انبار سره یو ځای پرته له دې چې پلټنه ترې وشي، هیواد یې پریښود او بهر ته ولاړ.

محمود کرزی
محمود کرزی

• د حامد کرزي ورور محمود کرزی چې د مافیا له مشرانو څخه دی، په قندهار ولایت کې یې د دفاع وزارت اړونده دولتي ځمکه لاندې کړې. د ۲۰۱۳ کال د جنوري په ۸مه زلمي زابلي د آزادۍ راډیو سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې محمود کرزي د کندهار په ولایت کې ۲۰ زره جریبه شاوخوا ځمکه چې ډیری یې د دفاع وزارت ملکیت دی، خیټه پرې اچولې. د کرزي وروڼو پدغه ځمکه باندې د «عینو مینه» په نامه ښارګوټی جوړ کړی او غواړي چې د ۳۰۰ زرو شاوخوا د اوسیدنې ودانۍ پکې جوړې کړي، دغه لوټمار هم د خپلو نورو جنایتکارو وروڼو په څیر پرته له کوم حساب او کتاب څخه په چرچو کې ژوند کوي.

عنایت‌الله قاسمی
عنایت‌الله قاسمی

• د کرزي د دولت یوه بله فاسده څیره عنایت‌الله قاسمي دی. نوموړي د کرزي د کابینې د ټرانسپورټ وزیر په څیر دنده سرته رسوله، نوموړي هم پدغه پوست کې د یاد وزارت ډیرې پیسې غلا کړلې او آریانا افغان شرکت ته یې ډیر زیان ورساوه. د نوموړي شرکت پخوانی رئیس ذبیح الله عصمتي وایي: د «عنایت قاسمي د وزارت او نادر اتش د ریاست پرمهال هغوی ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړې او ۴۰ میلیونه نور یې دې شرکت ته زیان رسولی.»

لوی څارنوالۍ نوموړی د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مارچ په ۸ نیټه د پیسو د یو ډک بکس سره د کابل په هوایي ډګر کې ونیوه خو د دوو ورځو څخه وروسته د کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي لخوا خوشې او بهر ته ولیږدول شو.

امان‌الله امان د لوی څارنوالۍ ویاند داسې وایي چې هغه شخصاً د ۹ میلیونو ډالرو په غلا تورن دی.

عمر داوودزی
عمر داوودزی

• د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۵ نیټې «نیویارک ټایمز خپرونې» بربنډ کړل چې عمرداوودزي د افغانستان په جمهوري ریاست کې د ایران ستر جاسوس دی چې په میاشت کې یو یا دوه ځله د پیسو څخه ډک بکسونه له ځان سره راوړي. کرزي ومنل چې داوودزی د میاشتې یو یا دوه ځله یو میلیون ډالر د ایران څخه افغانستان ته راوړي. دغه سرچینه زیاتوي هغه پیسې چې ایران افغانستان ته ورکوي ډیر لوی رقم دی. له دې شرم څخه وروسته کرزي په خپله داوودزي ته لوړ مقام ورکړ، لومړی یې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او بیا د کورنیو چارو وزیر وټاکه.

• د ایران اخندي رژیم څخه د ارګ لخوا د پیسو اخیستلو له بربنډیدو وروسته د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۹ نیټه د «نیویارک ټایمز» ورځپانې یو ځل بیا بربنډ کړل چې سي. آی. ای هم د کرزي دفتر ته هره میاشت زیاتې پیسې پرته له حساب ورکوي. د کرزي د دفتر پخواني رئیس خلیل الله رومان وویل: «موږ دغو پیسو ته پیریان وایو په پټه راننوزي او په محرم ډول سره بیرته وزي» ویل کېږي چې دغه پیسې د جنایتکارانو ترمنځ ویشل کیږي، ترڅو د امریکا ګټې په دې هیواد کې خوندي وساتي. دغه شرم هم له یو څه غوغا څخه وروسته په ډیره ماهرانه توګه پټ او ورک کړای شو.

احمد ضیا یفتلی
احمد ضیا یفتلی

«وال سټریټ ژورنال» د ۲۰۱۱ کال د سپتامبر په ۳ داسې خبر خپور کړ چې په هغې کې د جنرال احمد ضیا یفتلي غلاوو ته ګوت نیونه شوې وه. په راپور کې راغلي چې یفتلي د نغدو ۲۰ میلیونو ډالرو او د ۱۵۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د طبي توکو د فساد اصلي عامل دی چې د پوځ د ۴۰۰ بستریز روغتون سره مرسته شوې وه. امریکایي چارواکو په لومړیو کې دې پیښې ته ډیر پام اړولی و، خو د افغان واکمنانو په منځګړیتوب سره په بډه ووهل شو.

محراب‌الدین مستان
محراب‌الدین مستان

• محراب‌الدین مستان د دې دولت یو بل فاسد دی چې په ټولنیزو شبکو کې د هغه د یو میلیون ډالرو غلا سند خپور شوی. نوموړی د عبدالله عبدالله په بانډ پورې اړه لري. د بهرنیو چارو د وزارت په دوران کې یې د فرانسې په هیواد کې د دیپلومات په څیر ټاکلی و. د دې سند د بربنډیدو څخه وروسته څارنوالي کوښښ وکړ چې هغه ونیسي او غلا شوې پیسې ترې واخلي، خو د عبدالله او فهیم په زور نوموړی هم د نورو غلو په څیر د هیواد څخه بهر آزاد ګرزي.

یونس قانونی
یونس قانونی

• د پوهنې پخوانی وزیر یونس قانوني په ۲۵ میلیونو ډالرو غلا تورن دی. نوموړي دغه پیسې د دولت د بودجې څخه په بډه وهلي چې وروسته یې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او شخصي چارو کې لګولې دي. کله چې ملالۍ جویا د ولسې جرګې دننه دې خیانت ته د رسیده لپاره غږ پورته کړ هیڅ یوه هم دې غږ ته لبیک ونه وایه او دغه مهال چې یونس قانوني د ولسې جرګې په ریاست کې و، د دسیسې د لارې یې له ولسي جرګې څخه ویستله، ترڅو دا پیښه د تل لپاره پټه پاتې شي او نن ورځ دغه د بودجي غل د فاسد دولت لومړی مرستیال دی.

یونس نواندیش
یونس نواندیش

• د کابل ښاروال یونس نواندیش په ۲۰۱۵ کال کې د هوایي ډګر او انټرکانټیننټال هوټل د سړک د پاتو شونو د لیږدولو کې له ۴۸ میلیونه افغانۍ غلا کړې، چې د هغو د پټولو لپاره یې غلط اسناد جوړ کړل او داسې یې څرګندول چې ګویا د جدي په ۵ دغه پیسې «کوپي انټرنیشنل» ساختماني شرکت ته ورکړل شوي. لیکن «هشت صبح» ورځپانې د ۱۳۹۱ کال د جدي په ۵ نیټه په یوه څیړنیز راپور کې لیکلي وو: داسې اسناد یې لاسته راوړي چې د دې سړک پاتې شونې د حفظ او مراقبت د لیږدونکو وسایطو په وسیله لیږدول شوي. د ملي امنیت ریاست د دی پلټنې دنده په غاړه واخیسته، خو اوبه له ځایه ونه ښوریدې، نن هماغه نواندیش په خپله څوکۍ ناست دی او هره ورځ یې د فساد او لوټ بوی لا نور هم لوړیږي، دا چې نوموړی «ګلیم جمع» پورې تړلی دی او د هر ډول عدلي څار او پلټنو څخه معاف دی.

احمدضیا مسعود
احمدضیا مسعود

د «ګارډین» ورځپاڼې د ۲۰۱۰ کال د دسامبر په ۲ نیټه داسې لیکلي، د ویکي لیکس خپاره شوي اسناد دا ښایي چې د امریکا د سفارت مکتوبونو څرګنده کړه چې د احمدشاه مسعود ورور احمدضیا مسعود د کرزي د لومړۍ دورې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په څیر دنده سرته رسوله، چې په هماغه وخت کې د ۲ میلیونو ډالرو سره یو ځای د دبۍ هوایي ډګر پولیسو لخواه ونیول شو، خو په پای کې د همغو پیسو په مرسته وتوانیده چې لندن ته وتښتي او پرته له دې چې په اړه ترې څه پوښتنه وشي یو ځل بیا هیواد ته راستون شو او په دې دوره کې هم د زلمي رسول د لومړي مرستیال په څیر نوماند و چې اوس د اشرف غنی د ټیم نازولی دی.

نادر آتش
نادر آتش

• نادر آتش د آریانا هوایي شرکت پخوانی رئیس په ۲۰۰۹ کال کې د لسګونو میلیونو ډالرو غلاو له بربنډیدو څخه وروسته وتوانید چې د امریکايي پاسپورټ او د پیسو ډکو بکسونو سره یوځای له هیواد څخه ووځي. د ده غلا تردې بریده غټه وه چې هغه مهال ورځپاڼو ورته د «سکروټې» لقب ورکړ.

صدیق چکری
صدیق چکری

• د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري وروسته له دې چې د حاجیانو پیسې یې ووهلې په ډیرې آسانۍ سره لندن ته خپلو بادارانو خوا ته وتښتید چې په هغو پیسو یې هلته ودانۍ جوړه کړي او د هغه په عاید باندې د لندن «تیمز» سیند غاړو ترڅنګ مزې او چرچې وکړي. هغه د رباني زوم دی او د دې خیانت څخه وروسته یو ځل د رباني لیدلو لپاره پاکستان ته ولاړ او پرته له دې څوک ترې پوښتنې او ګرویږنې وکړي، بیرته لندن ته ستون شو.

د دې مفسد او خوسا شوي دولت د افرادو لیست ډیر اوږد او د لیکلو له حوصلې څخه وتلی دی. دغه کسان له دې ټولو خیانتونو او جنایتونو سره لا اوس هم ماړه شوې ندي او د وحشی کفترو په څیر د خلکو په ځانونو نښتي، ترڅو د هغوی د وجود وروستۍ شیره هم وزبیښي. دوی د خپلو بهرنیو همکارانو په مرسته لسګونه میلیارده ډالر چې باید د هیواد د بیارغونې لپاره مصرف شوی وای، په ډیره ماهرانه توګه په بډه ووهلې او د نورو هیوادونو په میلیاردرانو بدل شول. دوی دغه غلا یوازې د بهرنیو مرستو څخه نه کوله، بلکې د مخدره توکو قاچاق، د ځمکو د غصب، د ګمرکاتو د عوایدو د کانونو د پلورلو او نورو جنایتونو په سرته رسولو بې حسابه پیسې لاسته راوړې. خو یوازې هغه وخت کولای شو د دوی له شر څخه ځان خلاص او د ملت د پیسو حساب د دوی او د دوی د وارثانو له ستونو څخه راوباسو چې د یوه ملي دموکرات دولت درلودونکي واوسو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 115 میلمانه آنلاین لرو