امریکا په نړۍ کې د وژونکو وسلو تر ټولو لوی دلال

بمباران امریکا بر عراق

د متحده ایالاتو د وسلو تولیدکونکو په تیرو شلو کلونو کې دوه نیم ملیارد ډالر کانګرس ته په بډې ورکولو لګولي دي.

لیکوال: مایک لودویګ | ژباړن: نوید نابدل
سرچینه: «حقیقت» سایټ، د خپرولو نیټه: د ۲۰۲۲ کال اپریل ۱۵مه



شنونکي وايي چې د وسلو جوړونکو په میلیاردونو ډالر کانګرس بډې ورکړي چې د «فدرالي وسلو د پلور» تړونونو په کره توګه ونه څاری ترڅو دوي په آرامۍ سره په اوکراین، یمن او ټوله نړۍ کې وژونکو جګړو لپاره وسلې تولید کړي چې له دې لارې ډیره ګټه ترلاسه کړي.

په OpenSecrets تلویزیونې شبکه کې «په سیاست کې د پیسو څار» څیړونکي ډین آوبل په وینا، د متحده ایالاتو د وسلو د لویو تولیدونکو چې د وسلو له پلور څخه په میلیاردونو ګټه ترلاسه کوي او هغو هیوادونه چې ځانونه په دې وسلو سمبالوي او د امریکا حکومت ترمنځ ، چې د وسلو پلور څخه د اقتصادي عوایدو او ډیپلوماتیکو ګټو لپاره د «وسیلې» په توګه کاروي، خطرناکه «حلقوي اړیکه» شتون لري.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو قربانیان
۱۳۹۵ کال د تلې ۷مه: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو قربانیان/div>

آوبل خبریالانو ته وویل: «له بده مرغه، دا په نهایت کې په ځمکه کې خلک دي چې د نه ختمیدونکي جنګونو په پایله کې د هغو وسلو د پلور له امله زیانمن کیږي چې په بهر کې تولید شوي.»

د استکهلم د سولې نړیوال انسټیټیوټ په وینا، متحده ایالات په نړۍ کې د وسلو ترټولو لوی پلورونکی دی، روسیه، فرانسه او بریتانیا ورپسې دي، متحده ایالات د نړۍ د وسلو د صادراتو ۳۹ سلنه مسولیت لري.

په ورته وخت کې، OpenSecrets راپور ورکوي چې د متحده ایالاتو د وسلو لوی تولیدونکي لکه ریتون، لاکهید مارتین او جنرال داینامیکس، چې له جګړو څخه ګټه ترلاسه کوي، په تیرو ۲۰ کلونو کې په کانګرس ۲.۵ میلیارده ډالر لګولي [په حقیقت کې، د کانګرس غړو د هڅولو لپاره رشوت ورکوي ترڅو دوی د وسلو د پلور تړونونه تصویب کړي]، دوی یوازې په تیر کال کې ۱۷۷ میلیونه ډالر په بډو لګولي دي. د وسلو شرکت ریتون په ۲۰۲۱ کال کې د دفاعي صنعت ترټولو لوی مصرف کونکی و، کانګرس ته په بډو ورکولو یې ۱۵.۳ میلیون ډالر پانګونه وکړه، چیرې چې د نظامي بودیجې پراخیدل د ګټې لپاره نه ختمیدونکي فرصتونه وړاندې کوي.

د متحده‎ایالاتو د وسلو شاوخوا ۴۳ سلنه صادرات منځني ختیځ ته ځي چیرې چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات یې اصلي پیرودونکي دي. دواړه هیوادونه د یو ایتلاف مشري کوي چې د یمن په کورنۍ جګړه کې خپل اتم کال ته داخلیږي. په یمن کې شاوخوا ۳۷۷ زره کسانو د جګړې، بې ځایه کیدو، لوږې او ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې تر ټولو بد بشري ناورین بلل شوی دی.

د آوبل په وینا، سره له دې چې د سعودي حکومت او د بایډن ادارې له وروستیو ډاډونو سره سره چې د متحده‎ایالاتو وسلې یوازې د دفاعي موخو لپاره کارول کیږي، د متحده‎ایالاتو جوړې شوي وسلې - له هلیکوپټرو څخه تر بمونو او توغندیو سیسټمونو پورې - په یمن کې کارول کیږي چې په پایله کې یې ملکي خلک وژل کیږي.

...

ولسمشر جوبایډن د ټاکنیز کمپاین په لړ کې ژمنه وکړه چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د جګړې لپاره د متحده‎ایالاتو ملاتړ پای ته رسوي، مګر د وسلو پلور له لومړني بندیز وروسته، د بایډن ادارې په ۲۰۲۱ کال کې د هلیکوپټرو پیرودلو لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تړون او له هوا څخه هوا ته د توغندیو پلور ۶۵۰ میلیونه ډالرو تړون تصویب کړ. د کانګرس استازي الهان عمر په پارلمان کې د توغندیو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره یو ګډ پریکړه‎لیک وړاندې کړ، خو تصویب نه شو.

د وسلو جوړونکو په څیر، د وسلو ځینې ترلاسه کونکي دولتونه هم د لابی کولو او نفوذ لپاره ډیرې پیسې لګوي. د آوبل په وینا، د متحده ایالاتو د فدرالي «بهرني اجنټانو» ثبتولو تحلیل ښیي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د متحده ایالاتو په رسنیو کمپاینونو او د وسلو د پلور او نورو مسلو په اړه د کانګرس لسګونه غړو لابي لپاره ۱۳۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

...

د روسیې خونړی یرغل او د ملکیانو په نښه کول نړۍ ته ټکان ورکوی او اوکراین ته د امریکا پوځی مرستې د کانګرس او د بایډن په اداره کې پراخ ملاتړ لری. سربیره پر دې، د جګړې ضد فعالان استدلال کوي چې یوې پیچلې نیابتي جګړې لپاره د وسلو ورکول چې د ناټو د پراختیایي اتحاد په وړاندې د روسیې امپریالیستي ځای‎غوښتلو ته زیان رسوي ستره تېروتنه ده او د سولې رامینځته کولو کومه لاره نه ده. په حقیقت کې، د متحده ایالاتو د وسلو لېږد کولی شي جنګونه او همدارنګه د ملکي خلکو بدمرغي اوږده او لاپسې پراخه کړي.

...

جینیفر اریکسن، په بوسټن کالج کې د سیاسي علومو همکار پروفیسور او د نړیوالې سولې بنسټ څیړونکي، وویل چې روانې وسله‏والې جګړې په ټوله کې بهرنیو حکومتونو ته د متحده ایالاتو د وسلو د پلور مخه نه نیسي، په ځانګړې توګه کله چې دا حکومتونه منظم پیرودونکي وي.

د امریکا د بریدونو قرباني ماشوم
«اسوشیټیډ پرس»خبري آژانس دا عکس خپور کړی او په تفصیل کې یې لیکلي دي: «یو افغان سړي د یوه ماشوم سر په لاس کې نیولی دی چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۸مه په کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې له یوولسو نورو ملکي وګړو سره ووژل شو. يوه عيني شاهد وويل اوه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې کور يې په بم ولګېد.»

اریکسن د متحده ایالاتو د وسلو د پلور په اړه د نوي راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل: «متحده ایالات د نړۍ ډیری وسله‎والو شخړو ته په منظم ډول وسلې رسوي. دا تر دې کچې ځکه ده چې د متحده ایالاتو د وسلو لېږد قانون ولسمشرانو ته د ولسمشریزو پالیسیو او غوره‏توبونو لپاره د پام وړ انعطاف وړاندې کوي.»

د اریکسن په وینا د متحده ایالاتو ولسمشران د سیمه‎ایزو ملاتړو جوړولو او د نړیوالو اقتصادي موخو څارلو لپاره د وسلو پلور کاروي، د اریکسن په وینا د وسلو پلور«د نه منلو وړ ګواښونه» لري. د متحده ایالاتو لخوا اخیستل شوي احتیاطي تدابیر چې ډاډ ترلاسه کړي چې وسلې غلطو لاسونو ته نه لوېږي ډیری وختونه کار نه کوي.

البته، امریکا تل دا ډاډ نه ورکوي چې دا وسلې به د خونړیو جګړو او د ملکي وګړو د وژلو لپاره نه کارول کیږي. وسلې دوامدارې دي او کیدای شي په داسې طریقه بیا وکارول شي چې حکومت یې وړاندوینه یا کنټرول نشي کولی، دا ګواښ شته چې د مختلفو وسله‏والو ډلو په ګډون د هغو ډلو لاس ته ورشي چې متحده ایالاتو له ګټو سره مخالفې دي.

...

لکه څنګه چې چین او روسیه خپلې امپراتورۍ عضلې ټیټوي، د «نوې سړې جګړې» ذهنیت د متحده ایالاتو پالیسۍ‎جوړونکو او همدارنګه د نړۍ مشرانو ګریوان نیسي ځکه چې د نړۍ لوی قدرتونه د نوې سیالۍ دورې ته ننوځي. د اریکسن په وینا دا کولی شي د فعالو جګړو سیمو لکه یمن او اوکراین ته د وسلو لیږد بندولو لپاره د متحده ایالاتو لیوالتیا کمه کړي.

...

په هرصورت، اریکسن او آوبل وویل چې د کانګرس غړي ډیری په کورنیو مسلو او د دوی په سیاسي کار بوخت دي، او قانون جوړونکي د وسلو سوداګرۍ ډګر ته د ننوتلو لپاره ډیره لږ سیاسي لیوالتیا لري.

عراقۍ ښځه د امریکا د هوايي بریدونو قرباني
عراقۍ ښځه د امریکا د هوايي بریدونو قرباني

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 35 میلمانه آنلاین لرو