د ښځو نړیوالې ورځې لمانځ‎غونډه

د ښځو نړیوالې ورځې لمانځ‎غونډه

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه

۱۳۹۴ کال د کب ۱۷مه: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د یوې غونډې په ترڅ کی د دارالامان په ویجاړه شوی ماڼۍ کی د ښځو له نړیوالۍ ورځې لمانځنه وکړه. په دې غونډه کی نږدې ۷۰۰ تنو چی ډیری یی ښځې وی ګډون درلود او د بنسټ‎پالو او د هغوی بهرنیو ملاتړو پر ضد یی شعارونه ورکول. ګډون‎والو له ځانه سره پلاکارتونه لرل چی په کی د هغو ښځو انځورونه ول چی د بنسټ‎پالو او نارینه‎واکی ټولنې د بی‎رحمۍ قربانیانې شوی دي.

دغه غونډه د مسعود حسنزاده او ناصر رویان په اعتراضي سندرو نوره هم ښکلې شوه. په هغه خاوره کی چی هره ورځ وینې بهیږي، د خلکو ستوني پرې کیږي، سنګساریږي او د ناپوهۍ په اور کی سوځي، په انتحار او چاودنه کی وژل کیږي، د هنرمند دنده ده چی د ټولنې ناخوالې څرګندې کړي او عاشقانه غزلو او سندرو ته ځای نه پاتې کیږي. د افغانستان د موسیقۍ په دی انډوخر کی چی ټول قرصک او درد دندان وای، له نیکه‎مرغه داسې هنرمندان لرو کی د ډوډۍ غم برسیره چپ نه دی پاتي او د خلکو رنځ بیانوي.

سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې، د هیواد بدمرغو ښځو وضعیت په هکله وویل:

«د مارچ اتمه د جنسیتي او طبقاتي زنځیرونو څخه خلاصون لپاره د نړۍ ټولو ښځو یووالي ورځ ده.

د ښځو نړیوالې ورځ لمانځل نه په سرکاری او تشریفاتي توګه، نه ډالی وروکولو او نیک‎مرغه ویولو او نه له حالتو څخه په نالښت، بلکه یوازې او یوازې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې یووالي او مبارزې سره ریښتینې معنی موندلی شي.

خویندو

تر هغې چی د هیواد ښځې یوهې ته ونه رسیږي او خپله د حقونو لاسته راوړلو لپاره یو موټی نشي او مبارزه ونکړي، د ښځو حقونو ناورین به په هیواد کی ادامه ومومي. باید زمونږ ښځې په خپل ځواک باوري شي او په دې باید وپوهیږی چی د نابرابرۍ او ظلم له زنځیرونو څخه د خلاصون لپاره له سړو سره یوځای د مبارزې ډګر ته راووځي او خپل نقش ولوبوي. هغوی باید وپوهیږي کله چی ټول ولس د ناپوهۍ او جنایتونو په زنځیرونو کی راښکیل وی، د زورواکو چارواکو له لوری د ښځو حقونو شعار ورکول درواغ دی. د ولسونو مبارزې تاریخ دا په کراتو په ډاګه کړې چی د ښځو له فعال ګډون پرته هیڅ آزدي‎غوښتونکی مبارزه بریالیتوب ته نه رسیږي په همدې دلیل هر مرتجع او خلکو ضد دولتونه کوښښ کوی د هیواد له سیاسي ډګر څخه د ټولنې دغه نیمایی برخه ګوښه وساتي ترڅو د بلې نیمایی برخې ځپل ورته آسانه شي.»

دغه غونډه د یو تیاتر په ترسره کولو چی په هغې کی د افغانستان کړیدلو خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو رنځونه او کړاونو انځور شوي وو، پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 232 میلمانه آنلاین لرو