د عربستان ملي ټلویزیون، د ښځو وهلو او ټکولو طریقی زده کړه ورکوي

د عربستان ملي ټلویزیون، د ښځو وهلو او ټکولو طریقی زده کړه ورکوي

«څه ‌ډول خپله میرمنه وټکوي؟» د هغې ویډیو سرلیک دي چی ۲۰۱۶ کال په فبروری میاشت کی د عربستان ملی ټلویزیون له لاري څخه خپره شوه. په دی ویډیو کی کورني ډاکټر خالد ال- صقابی په نوم، هغه ښځو ته چی د خپل خاوندانو له امرونو څخه سرغړونه کوی د سزا ورکولو لارو زده کړه ورکوی او وایي:

«په لومړی گام کی د قران له لیده څخه خپل حقوق او د هغوی دندی ورپه یادکړي. وروسته دوهم پړاو ته ولاړ شي- خپل د ویده کیدو تخت له هغوی څخه جلا کړي. دریم گام کې، وهل دي چي باید د اسلامي احکامو سره سم ترسره شي. وهل او ټکول نباید د اوسپنیزې میلی، چلتاربند، تیره څوکې څیز په واسطه ترسره شي. ددغو څیزونو پرځای د مسواک او یا د غاړی دستمال څخه د ښځو وهلو لپاره گټه واخلي.»

هغه ادامه ورکوي د ښځو وهلو یواځیني لار دا نه ده. سړي کولې شي هغه لارو چارو چی دوی ته زده دي خپلو میرمنو ته سزا ورکړي.

خالد ال-صقابی څرگندونه کوی چې دښځو د تاوتریخوالې لامل پخپله ښځي دي چی په دعوا کولو او بد چلند سر د خپلو خاوندانو غوسه کیدو لامل کیږي او هغوي وهی او ټکوي «...په ځینې حالاتو ښځه تیروتنه کوی او د دي لامل کیږي چې خاوند هغه ووهي.»

د ښځو او انسانیت ضد د دغه ډاکټر له لید څخه ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالې بل لامل د برابرو حقونو غوښتل دي. هغه وایي په واده کی هیڅ برابر حق شتون نه لري. او یواځې هغه شې چې ارزښت لري د خاوند څخه د ښځي پیروي کول دي: «په خواشیني سره یو شمیر ښځې غواړی چې د خپلو خاوندانو په شان مساوی ژوند ولری چې د ښځو د وهلو اصلی لامل دغه دي او دغه ستونزه ډیر جدی ده.»

هغه ویدیو چی د ۲۰۱۶ کال د فبروری په میاشت کی د عربستان له ملی تلویزیون څخه خپره شوه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 103 میلمانه آنلاین لرو