د همبستګۍ ګوند د ناټو او امریکا له لوري د افغانستان نیواک د یو لاریون په ترڅ کی وغنده

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه

۱۳۹۴ کال د تلې ۱۶مه-کابل: د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د امریکا او ناتو له لوری د افغانستان نیواک د یو لاریون په ترڅ کی وغنده چی له ۵۰۰ زیاتو ښځو او نارینو پکی ګډون درلود. لاریون کونکو هغه پلاکارتونه له ځانه سره وړل چی پکی د امریکا او ناتو قوتونو جنایتونو انځورونه ول او د هغوی پر ضد یی شعارونه ورکول.

د یادونې وړ ده چی په دی لاریون کی د شاه‎شهید ناورین کورنیو غړو هم ګډون درلود. کاکا ظاهر، چی د کورنۍ څو تنه یی په دغه جنایت کی له لاسه ورکړي، د شاشهید کړیدلو خلکو په استازيتوب په ویرجن غږ داسی وویل:

«کله چی مونږ د کارته په سړک کی چی د حضوری چمن لوری ته غزیدلی دی لاریون وکړ او دغه سړک مو بند کړ، په هماغه ورځ ماښام د جمهور رییس استازی زمونږ لیدو ته راغی او شل ورځې وخت یی راسخه وغوښته او ژمنه یی وکړه چی زمونږ غوښتنو ته به ځواب راکړي. خو نن چی له دیرشو زیاتی ورځي تیریږی، هیڅ ځواب مو ندی ترلاسه کړی. دغه دولت یوازی درواغ او چل یاد لری. خلکو دغه خاین دولت پر وړاندی پاڅون وکړۍ! خلکو دغه خاین دولت پر وړاندی پاڅون وکړۍ!...»

سیلۍ غفار د همبستګۍ ګوند ویاندې په خپله وینا کی وویل:

«په تیرو څوارلس کلونو کی د امریکا شیطانی سیاستونو خلک پدی وپوهول چی ترهګرۍ د امریکا یوه وسله او له دغې لاری ولسونه مرئی‎توب لوری ته بیایی. په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د امریکا له لوری د داعش سمبالول، تمویلول او تبلیغ کول، د هماغه کرغیړن سیاست لړۍ ده چی د اخوانی، القاعده او طالب تر نامه لاندی ځناورو بنسټ‎پال د آی.ایس.آی او چوپړو هیوادونو په مرسته په تیرو څلور لسیزو کی زمونږ پر خلکو راوتپل.

د "افغانستان د همبستګۍ ګوند" یوواری بیا پر خپلو ننګیالیو خلکو او ټولو ډلو او د هیواد پر ويښ شخصیتونو غږ کوی: پدی وخت کی چی هیواد په وینو او خیانت کی ډوب دی او په بی شماره دسیسو له شماله تر سهیله او له فراه تر کندزه د ترهګرۍ په اور کی سوځي، چپتیا تل‎پاتی بی‎ننګی ده.»

په پای کی د همبستګۍ ګوند ځوانانو يو واټیزه ننداره اجرا کړه چی په هغې کی د ښځو پر وړاندې د ځناورو طالبانو، داړه‎ماره ارباکیانو او د امریکا تر سیوری لاندی د لاسپوڅي دولت زور زیاتی ښودل شوی وو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 131 میلمانه آنلاین لرو