رسنۍ، د امریکا د جګړې زبرځواکه وسله

«بمونه، الوتکی، ټانکونه او تخنیکي توکی د ترهګری پروړاندی جګړه کی نور په دوهمه درجه کی ارزښت لری. ډارونکي او زبرځواکه وسله د امریکا په سلاح کوټ کی کومه ده؟ زمونږ رسنۍ»
تام ایدکنس (Tom Adkins)، ویب پاڼه NewsWithViews.com
رسنۍ، د امریکا د جګړې زبرځواکه وسله

په ټکسی کی د ښار له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته روان وم چی د کرزي اونیزي ویناوې می له راډیو څخه تر غوږه شوی. کرزي د رسنیو وده او د بیان آزادی یی د ۱۳کلن واک غټه لاسته رواړنه بلله. یو سپین ږیری سړی چی خواته می ناست وو په بیړه راته وویل: «پخوا به یی د خلکو خولو ته کولپونه اچول او د واکدارو غوږونه به پرانستی وو، کرزی آسانه لار خپله کړی، خپل او د کابینی غوږونو ته یی کولپونه اچولی او د خلکو خولې یی پرانستی پریښی.»

په افغانستان کی په تیرو ۱۳ کلونو کی د رسنیو بی ساری ودی په اړه ډیرۍ داسی خبری شته چی له خلکو پټی پاتی شوی. ددی لامل چی نن د مرخیړي په څیر سلګونه خپرونی، راډیوګانی او تلویزیونونه سر را پورته کوی او د امریکا او ملاتړو لخوا یی تمویلیږی ممکن نده چی پوه شو مګر داچی د امریکایی نیواک له رسنیو څخه ناوړی ګتی اخیستنی تاریخ ته لنډه کتنه ولرو چی نن د «رسنیو امپریالیزم» په نوم یادیږی.

هغه وخت چی د روسانو چوپړان په واک کی وو،هغوی د روسی څښتنانو په لارښونه هر مخالف غږ چوپ کاوه او هیڅ «آزادی» رسنۍ شتون نه درلود. دی نواړی (خفقان) د تنظیمونو او طالبانو واک پرمهال د منځنی پیړی پر څیر دوام وموم. ولی د څو لسیزو را پدیخوا امریکایی نیواک په نوی لارو چارو نور ملتونه په زنځیرونو تړی چی له ۱۳ کلونو راپدیخوا په افغانستان کی له ډولاډول شکلونو سره مخ یوو.

امریکا د پوځی سلاح کوټ ترڅنګ، له رسنیو څخه د ملتونو په برده کولو کی د وسلی په توګه خورا غټه ګټه پورته کوی. دا هیواد مخکی لدی چی کوم ځای ونیسی هتله خپلی تبلیغاتی رسنۍ استوي ترڅو د «بیان آزادی»، «رسنیو آزادي» او «دموکراسی»، له درواغجن شعار څخه په ګته اخیستنی د تیري او د ملتونو د بردګۍ لار هواره کړی او خپلو شیطانی موخو ته رسیدو لپاره ورته دا له ټولو آسانه او ارزانه لار ده. هغوی له څو لسیزو را پدیخوا په تجربی سره موندلی چی د خلکو بړبنګولو او مغزوینځنی لپاره کره وسیله، له رسنیو ناوړه ګټه ده. همدی موخی ته رسیدو لپاره، په کال ۱۹۵۰ کی «اروپا آزاده راډیو» تمویل او په لار واچول شوه چی نن ورځ هم د «آزادی راډیو» تر نوم لاندی په لسګونه هیوادونو او د هغی ډلی څخه زمونږ په هیواد کی له زهرو ډکی خپرونی لری.

په تاریخ کی لومړی ځل لپاره، امریکا په ۱۹۹۱ کی د خلیج په لومړۍ جګړه کی، د سی.ان.ان تلویزیونی چینل چی تر هغه مهال یواځنی تلویزیون وو چی ۲۴ ساعته خپرونی لرلی، نړی نیولو په موخه په لار واچوه. له مدرن تکنالوجی او سپوږمکۍ نه پر ګټه اخیستنی، د امریکا پوځ د عراق د جنګ له ډګر څخه فلتر شوی د هغوی د سیاستونو سره همغږی خبرونه د عام وګړو د ذهنونو بمبارولو په خاطر خپرول. ایریک مارګولس د «له رسنیو څخه د وسلی په توګه کاراخیستل» تر نوم لاندی مقاله کی چی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۱مه په «تورنتو ستار» کی خپره شوی داسی لیکی:

«واشنګټن کړنلاره لرله هغه بریا چی په ۱۹۹۱ کی د خلیج جګړی پر مهال د عراق پر خلاف یی د خبرونو د انحصار، فلتر او بڼی ورکونی له لاری تر لاسه کړی وه په افغانستان کی هم تکرار کړی. تر نن ورځی هغه شمیر عراقیان چی د امریکایانو په بمباریو کی وژل شوی د یو راز په څیر پاتی دی»

د اړیکو په عصر کی چی رسنۍ په داسی توکو بدلی شوی چی پرته له اجازی د خلکو کورونو ته ننوځی، د هغوی دماغ او ذهن چاپیروی او په غیر ارادی او غولونکی څیر فکرونه او لید په خپله خوښه چپوی. شوارتز، امریکایی لیکونکی او د تلویزیونی خبرتیاوو پوه په «رسنۍ، دویم خدای» کتاب کی لیکي:

«د خدای په څیر، یوه رسنۍ د میلیونونو خلکو پام یوی پیښی ته په همغږی ډول کولای شی د جګړی لاره بدله کړی، یو ولسمشر او یا پادشا لاندی راکاږی، خوار او ذلیل پورته بوځی او ویاړلی سپک کړی.»

په امریکا کی د رسنیو شرکتونو ګراف
ګراف ښایی چی په ۱۹۸۳ کی په امریکا کی له ۵۰ څخه زیات شرکتونه د رسنیو څښتنان وو ولی په ۲۰۰۴ کی دا رقم ۶ شرکتونو ته راښکته شو. ددی مانا داده چی رسنۍ انحصاری شوی.

د امریکا په ښکاره «آزادو» رسنیو کی، درواغ، ځان ښودنه، سانسور او مرغټانه په نوی او سیستماتیک ډول ترسره کیږی. پروفیسر نورمن سالومن او ریس ارلیچ په «په عرق برید: هغه څه چی رسنیو تاسوته ندی ویلی» کتاب کی د یو امریکایی خبریالا له خولی چی د هغه هیواد له ښکاره سانسور نه په تنګ راغلی وو داسی لیکی:

«هر وار چی وړاندیز کوم چی د عراق پر عام وګړو د بندیزونو مرګونی اغیزونو پر اړه راپور چمتو کړم نو مشران می راته وایی چی دا خبر زوړ شوی دی حال داچی هغوی په کراتو د عراقی چارواکو د فساد او ظلم خبرونه خپروی او له دی کاره نه ستړی کیږی.»

هلن توماس، د «یونایتدپرس انټرنشنل» نامتو خبریالانو، چی څو لسیزی یی د سپنی ماڼی خبرونه ویل، په ۲۰۰۲ کی کله چی د عراق ضد جګړی خوځښت سره یوځای شو، د ام.آی.تی پوهنتون په وینا کی اعتراف وکړ: «ما تر اوسه ۵۰ کاله کیږی چی ځان سانسور کړی.»

امریکا چی ځان د «آزادی زانګو» ګڼی، په هغه هیواد بدله شوی چی یو سلن میلیاردرانو یی د ټولنی ټوله شتمنۍ په لاس که نیولی او نورو ملتونو ته د وژلو او ویجاړی ماشینونه استوی. کانیا دی‌المیدا (Kanya D’Almeida) په «انترپریش سرویس» (۲۰۱۲ کال د جنوری ۲۱) داسی لیکی:

«په هغه هیواد کی چی د ۱۷۸۷ کال اساسی قانون ورته ژمنه ورکړی وه چی د خلکو لخوا او د خلکو لپاره به وی، یو سلن شتمنو د دموکراسۍ ټول بنسټونه غلا کړل.»

په لویدیځو رسنیو کی د جګړی ضد میلیونو وکړو خوځښتونه، «وال اسټریټ غورځنګ»، ګلوبلایزیشن پر ضد پراخ لاریونونه چی د هری ورځی په تیریدو سره  د هغه هیواد ټول غټ ښارونه یی د جګړی په ډکر بدل کړی، هیڅ خبر نشته. او که چیری خبر یی هم خپور کړی هغوی بلواګر نوموی او کوښښ کوی دا غورځنګونه بی ارزښته وښایی.

پروفیسور نوام چامسکی، امریکایی نامتو فکرکونکی چی د امریکایی رسنیو د تبلیغ په اړه یی ژوره څیړنه کړی، د «د ټولنیزو رسنیو په واسطه د خلکو د برمته کولو لس لاری» تر نامه لاندی مقاله کی، چی یو مهم اصل یی افغانستان کی د ډیرۍ رسینو لخوا هو به هو پلی کیږی، داسی تشریح کوی:

«د ټولنی د لارښوني اصلی عنصر د خلکو پام له اساسی کړاونو او سیاسی او اقتصادی هوکړو نه د کم ارزښته ټولنیزو مسایلو په لور کږول دی. د خلکوم پام بل لوری ته وړل ددی لپاره زیات ارزښت لری چی ښاریان نشی کولای د علومو، اقتصاد، روان پوهنی، نیوروبیولوجی او سیبرنتیک په اړه معلومات ترلاسه کړی.»

په امریکا او نورو غټو هیوادونو کی د رسنیو دیوان هغه خلک دی چی د هیواد اقتصادی شارګ په منګولو کی لری او د غټو انحصاری شرکتونو او وسلی جوړه ونی کارخانو څښتنان دی. هغوی د ډیری پانګی، عصری تجهیزاتو، مخکی تللی توکو او سپوږمکۍ او د ازمایلی شوی کارکونکو په ګمارلو سره د نړی پیښی د جګړیزو هیوادونو په ګټه تر پوښښ لاندی نیسی او په بیوزله هیوادونو کی د مالوماتو په راکړه ورکړه پوره واک لری.

پروفیسر نورمن سالومن، امریکایی څیړونکي په «تاسو تل درواغ ویلی» کتاب کی، د امریکا د رسنیو شپږ غټ شرکتونه تر څیړنی لاندی نیولی چی ډیر شمیر مالومات په انحصاری شکل په واک کی لری. دا شپږ شرکتونه د عامه وکړو فکرونه په واک کی لری او د خپلو اقتصادی ګټو په لور یی بیایی. په نړیوالۍ پیړی کی، دا رسنۍ یوازی امریکا پوری تړلی پاتی ندی بلکه د ټولی نړی د خبرونو په راکړه ورکړه پوره واک لری.

لدی شپږو زبرځواکو رسنیو څخه یو «نیوز کارپوریشن» دی چی روبرت مرداک پوری اړه لری. هغه د نړی د رسنیو د سلطان په نوم یادیږی او ډیری شمیر تلویزیونی، راډیویی چینلونه او ورځپانی او مجلی په ټوله نړی کی په واک کی لری. د هغه د رسنیو امپراتوری ډیری شمیر مالومات په انحصار کی لری چی په پوره ځیر سره د خلکو ذهنونو کی هغه څه ځای په ځای کوی چی د نیواکګرو دولتونو او لویو شرکتو په ګټه وی.

د سعد محسنی موبی ګروپ چی د «طلوع»، «طلوع نیوز»، «لمر» چینلونه او د «ارکوزیا»، «آرمان شهر» او نوری راډیوګانی په لاس کی لری او له ۵۰ سلنی زیات شمیر کتونکی یی ځان ته راښکلی دی له «نیوز کارپوریشن» سره نږدی اړیکی لری. ویل کیږی چی مرداک په موبی ګروپ کی ۳۰ سلن لیکمن دی. له همدی کبله «طلوع» د نورو چینلونو پرتله د امریکا د تبلیغاتو مټ کرځیدلی او د يو.ایس.اید لخوا ورته میلیونونه دالر مرسته کیږی. په نړی کی د امریکا د لومړی درجی رسنیو پر څیر، «طلوع» هم په پلان شوی کړنلاره د خلکو فکر هغه لوری ته بیایی چی د امریکا نیواکګر پلانونه ورته اړتیا لری.

د رسنیو دیوان د عامه وکړو د فکر نیولو په اړه پراخی څیړنی کوی او د خلکو تیروتلو لپاره نوی او ژوری لاری چاری منځ ته راوړی. کورت لوین (Kurt Lewin) په خټه آلمانی د امریکا اوسیدونکی  یو تیوریسن وو چی نظریه یی د هغه فاشیستی میل نه سرچینه اخلی او د سی.آی.ای په خدمت کی دی. هغه د «وخت او اخلاق کتلځای» په نوم کتاب کی د ملت او مشرانو د روحې ځپلو لپاره داسی لارښونه کوی:

«د ډار استراتیژی په واسطه د ملی روحې ځپلو یوه طریقه ددی تاکتیک دقیق پلی کول دی: باید انسان تل لالهانده او راتلونکی ته او هغه څه چی په راتلونکی کی پیښیږی د بی اعتمادی په حالت کی وساتل شی. برسیره پردی که چیری په کړنو کی یو اندازه پړک او د ښو چاور ژمنی یوبل سره نغښتی وی د یو بل ضد خبرونه د راتلونکی وضعیت بنسټ کونګوی. پدی حال انسان خپل فکر له لاسه ورکوی چی یوه مشخصه کړنلاره به هغه موخی ته ورسوی او که نه. پدی حال هغه خلک چی مشخصه کړنلاره لری او د خپلی موخی لپاره له سره تیری دی هم نشی کولای پر مخ لاړ شی او ټپ پاتی کیږی.»

په افغانستان کی د کورت لوین دا خاینانه تیوری هو به هو د امریکا او ګوداګیانو لخوا یی د هغو رسنیو له لوری چی د امریکا له سفارت څخه پیسی اخلی پلی کیږی. خلک «لالهانده او د بی اعتمادی په حال کی» ساتل، «ویره له راتلونکی» او ... دقیقاْ د ټولنیزو رسنیو په ځواک د نیواکګرو یو موټی کرایی «کارپیژندونکو» او «شنونکو» لخوا «چپه او راسته خبرونو» او د ټولنی د عینی واقعیت نه لری شننو له لاری رواج مومی چی د امریکا لوټیدونکو کړنلارو ته لار هواره کړی ده.

د افغانستان تلویزیونونه خپلی ژبی تړی ترڅو خلک کاڼه پاتی شی.
د افغانستان تلویزیونونه خپلی ژبی تړی ترڅو خلک کاڼه پاتی شی.

څیړنی ښایی چی د امریکا وکړی د نړی پر سطح د نړیوالو مسایلو په هلکه ډیر لږ پوهیږی. د هغه هیواد رسنیو د خلکو پام کم ارزښته او تفریحی پروګرامونو کی بوخت کړی او د نړی د پیښو په هکله هغوی ته مالومات نه ورکوی. په هغه هیواد کی چی د خلکو فکر د سوداګریزو رسنیو په ولکه کی وی ددی توان نلری چی ټولنیزی پیښی وشنی او دولت تا دا فرصت برابروی چی هغوی په آسانی سره وغولوی او په خپله خوښه هغوی بوځي. یلیام ج. لدرر د خپل هیواد د خلکو بی خبری د «کډانو ملت» په کتاب کی تر څیړنی لاندی نیولی.

د امریکا دولت د خبر له شرکتونو او د ورځپاڼو له کارکونکو څخه د څارونکو په ټوګه کار اخلی. کارل برنشتین (Carl Bernstein) د «واشنګټن پسټ» ورځپاڼی لیکونکی او د پولیتزر انعام ګټونکی، په ۱۹۷۷ کال کی د خپلو څیړنو، چی د سی.آی.ای لخود ورځپاڼو کارکونکی د څارګرو په څیر ګمارلو په هکله یی کړی وی، پایله یی د «سی.آی.ای او رسنۍ» تر نوم لاندی خپره کړه داسی لیکی:

«د خبریالانو څخه ناوړه ګته اخیستل کیده ترڅو بهرنیان د څارګرو په څیر په کار و ګماری، مالومات تر لاسه او وڅیړی او درواغ مالومات د بهرنیو چارواکو تر منځ خپاره کړی. دوی زیات شمیر په پټه له سی.آی.ای سره هوکړه لیکونه لاس لیک کړل او وعده یی ورکړه چی هیچکله به دا راکړه ورکړه ښکاره نکړی.»

په هغه هیواد که چی خبرونه په سوداګریزو توکو بدل شی او درواغ او دوه مخیزه پر رسنیو دروند سیوری اچولی وی، څرنګه امکان لری چی بل هیواد ته «آزادی رسنۍ» او د «بیان آزادی» راوړی؟ هغه څه چی کرزی خپله ۱۳ کلنه لاسته رواړنه بولی په حقیقت کی د امریکا لاسته رواړنه وه چی د عامه وکړو فکر یی سمبال کړ او له هغوي نه یی ناپوهه، خنثی، لاس پوڅی او د امریکا خوښ او بی کاره خلک جوړل کړل. امریکا زمونږ په هیواد کی میلیونونه ډالر په خپل تبلیغاتی جګړه کی لګښت کړی او تلویزیونی او راډیویی چینلونه یی په لار اچولی ترڅو لدی لاری د ټولنی واک او د خلکو روحیه په لاس کی و نیسی او په خپله خوښه یی و څرخوی.

له همدی سریزی سره، په بله لیکنه کی له لا زیاتو مالوماتو سره د افغانستان د رسنیو په هکله او د امریکا لخوا د هغوی سمبالولو او سمت ورکولو په اړه لیکم.

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 194 میلمانه آنلاین لرو