د هیواد مبارزو روڼ‌اندو پر وړاندی د امریکا او د هغی د چوپړانو جګړه

تظاهرات خانواده‌‌های شهیدان

د افغانستان سیاسی ډګر نن د خلکو ضد عناصرو او د پردیو چوپړانو څخه ډک شوی او د هغوی یوشمیر تالی څټی په سپین سترګی سره هغوی «ملی شتمنی» بولی. په خواشینی سره د یو ریښتنی ملی، دموکرات او با وجدانه مشر په نشتون سره زمونږ د خلکو برخلیک د وطن پلورونکو او دهغوی بهرنیو څښتنانو په ولکه کی دی. ولی داسی ده؟ دلیل یی شریل برنارد، د زلمی خلیلزاد ښځه او د «راند کارپوریشن» له مهمو کارکونکو څخه داسی بیانوی:

«مونږ پریښودل چی ټول منځ‌اړخي مشران ووژل شي. د هغی دلیل چی نن مونږ په افغانستان کی هیڅ منځ‌اړخي مشران نلرو دادی چی مونږ هغوي ته [بنسټپالو] ته اجازه ورکړه چی ټول ووژنی. هغوی کیڼ، منځ‌اړخي او بینابینی عناصر په ۸۰مه لسیزه کی ووژل او ټول یی تری‌تم کړل.» (ایشیا ټایمز، ۲۰۱۰ کال د مارچ ۱۸ مه)

د خلق او پرچم واکمنی د نیواک د سیوری لاندی د آزادی غوښتونکو او مخکښو عناصرو په وژلو، کډوالي، ویجاړۍ او ...سره ټینګیدله. همدا لامل وو چی د هیواد په زرګونه ریښتیني بچیان چی هر یو یی د خپلواک او آزاد افغانستان لپاره پل پورته کاوه، اعدام کړل ترڅو د دموکراسی غوښتونکو راپورته کیدل په زيلنځ (نطفه) کی وچ کړي.

ولی دا یواځی د رواسانو چوپړان نه وو چی انقلابی روڼ‌اندي یی خپل دښمنان بلل. د پاکستان او ایران جوړ شوي ګوندونو هم د خپلو امریکایی، انګلیس، پاکستانی او ایرانی بادارانو په اشاره ترڅو چی وس درلود ترور کړل، هڅه یی وکړه چی افغانستان له ملی، پر آزادی مین او خپلواک مغزونو څخه پاک کړي.

پیښوري ګوندونو په ځانګړی توګه د ګلبدین، ربانی او سیاف بانډونو چی په چوپړی او ناپوهۍ که له نورو څخه مخکښ وو، بدلون او دموکراسی یی له کفر سره یو څیر ګڼله، روڼ‌اندی یی کافر او «مباح‌الدم» بلل. هغوی چی هرچیرته پل کیښود معلم او روڼ‌اندي یی دښمنان نومول، هغوی سره یی ناوړه چال چلند کاوه او وژل یی.

په افغانستان کی دننه هم تنظیمونو یو په یو هغه روڼ‌اندي چی دوي ته نه تسلیمیدل وژل. د مثال په توګه احمدشاه مسعود په پنجشیر کی له لسګونو ټول وژنو وروسته وکړای شو ځان ته ځای ‍پیدا کړی، ملا نادر د اسلامی ګوند له مهمو قومندانانو څخه په تخار کی وو، هغه چی هر لوستلی کس لیده پرته له ځنډ یی اعدام وه او پدی څیر یی ددغه ولایت سلګونه روڼ‌اندی ووژل.

روڼ اندی چی زیادتره د جنایتکاره اسلامی ګوند په واسطه وژل شوي.
روڼ اندی چی زیادتره د جنایتکاره اسلامی ګوند په واسطه وژل شوی.
له ښي خوا: میرویس، پسرلی، رحیم چینزئی، سرور، شکور، نسیم لودین، زمری.

«د بخښنی نړیوال» سازمان په «افغانستان کی د بشر د حقوقو سپراېستونکی: مدنی ټولنه له مینځه تللی» راپور کی چی د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۲مه نیته خپور شوی لیکی:

«پیښور د وسله‌والو ډلو د قدرت اډه ده. دغه ‌ډلی پیسی، وسله او روزنه له لویدیځو او سیمه یزو هیوادونو څخه د پاکستان د پوځ په مرسته ترلاسه کوی. پدی وخت کی روڼ اندی په پاکستان کی د سخت فشار لاندی دی ترڅو خپلی کړنی د وسله والو ډلو د سیاستونو په چوکاټ کی سرښته کړی. هغه روڼ اندی چی دغو غوښتنو ته رد ځواب ورکوی د ارامی احساس نه کوی او د افغانی ګوندونو د برید له خطر سره مخامخ کیږی. هغو خلکو چی د مجاهدینو د ګوندونو د سیاستونو پر وړاندی خپل آواز اوچتاوه، تر برید لاندی راتلل.»

«افغان روڼ اندو چی په ایران کی ژوند کاوه د سخت فشار لاندی وو ترڅو د وحدت له ګوند څخه ملاتړ وکړی. هغو خلکو چی دغو غوښتنو ته نه ویل نه یی شو کولای په سیاسی او کلتوری کړنو کی ونډه واخلی.»

د یاد سازمان همدغه راپور زیاتوی چی له ۱۹۹۸ څخه تر ۱۹۹۹ پوری له ۲۰۰ تنو څخه زیات د ګلبدین او نورو بنسټپالو ګوندونو په وسیله برمته او وژل شوی. دا راپور زیاتوی چی د ۱۹۹۹ کال د فبروری میاشت پوری لسګونه تنه دغه برمته شوی ووژل شول.

روڼ اندی چی زیادتره د جنایتکاره اسلامی ګوند په واسطه وژل شوي.
روڼ اندی چی زیادتره د جنایتکاره اسلامی ګوند په واسطه وژل شوی.
له ښی خوا: عبداللطیف، داکتر اسد، سلطان احمد سهراب، داکتر صادق هوشمند، داکتر صمد درانی، عزیز احمد عثمانی، فاروق غرزی.

هغه خلک چی د ګلبدین له ربړونو څخه ژوندی راوتی، د ګلبدینی سړي وژنونکو د ناوړه چال چلند څخه زړه بوږنونکې کیسی لری. عبدالحمید د غلام فاروق ځوی چی د ګلبدین له ربړونو ژوندی راوتی خپله کیسه داسی بیانوي:

«زه د دره نور په قومی جبهه کی د روسانو د چوپړانو پر وړاندی پر جنګ بوخت ووم او زمونږ جبهه هیڅ هیواد پوری تړلی نه وه او کمی پیسی او وسله مو درلودله په سیمه کی د بنسټپاله ګوندونو د سترګو اغزی وو. همدا لامل وو چی هغوی زمونږ شتون نشو زغملی. وسله او مهمات مو نه لرل کوښښ مو کاوه ترڅو یو اندازه مرسته ترلاسه کړو. څه موده وروسته احوال راغی چی په پاکستان کی داسی کسان پیدا شوی چی له مجاهدینو سر مرسته کوی او له مرستې وړاندی غواړي مونږه وروزی. مونږ هم ۵۰ تنه د روزنی لپاره پاکستان ته لاړو. هلته په دوه ۲۵ کسیزه ګروپونو وویشل شو او پوځی ګادو کی سپاره شوو. له یو څو دقیقو مزل وروسته یو کلا ته ورسیدو چی له ننوتلو وړاندی یی وپلټلو او چی دننه شوو په زنځیرونو یی وتړلو او کوټو یی واچولو. له پوښتنو وروسته پوه شو چی د ګلبدین به دام کی ښکیل شوی یو. په ډیره بی رحمی سره یی وربړولو. هغه کسان چی مونږ یی وهلو ملیشه جامی یی پر ځان وی او په عسکری بوټانو یی وهلو ټکولو. له ۴۲ ورځو ربړونو وروسته وپوهیدل چی مونږ نالوستی غربیکاره او دهقانان یوو څو تنه یی خوشی کړو او زمونږ تکړه ملګري چی د جبهی مشران وو تر نن ورځی پوری ورک دي او له ژوندي او مړي یی خبر نه نلرو.»

سلطان محمد د بازمحمد ځوی هم د عبدالحمید په څیر د ګلبدین له بنده ژوندی راوتی. هغه وای کله چی یی په کوټو کی بندیان کړو او پر دیوال می د اسلامی ګوند نوم ولید پوه شوم چی د ګلبدین سړی وژونکو په دام کی راښکیل شوی یم. هغه زیاتوی د ۴۲ ورځو ناوړه چلند وروسته نیمه شپه له بند نه خوشی شو او مونږ ته یی وویل: «که چیری بیا د دره نور قومی جبهی ته لاړی نو ستاسو سزا به مرګ وی.» سلطان محمد زیاتوی: «زمونږ موخه د روسانو او د هغوی د چوپړانو پر وړاندی مبارزه وه، بیرته جبهی ته ستون شوم او د ګلبدینی جنایتکارنو پر وړاندی می کینه سل ځلی زیاته شوه.»

داسی ویل کیږی چی ګلبدین خپله د کا.جی.بی په امر د اخوان المسلمین کتار ته ننوتی وو او له هغه سازمان سره یی نیږدی اړیکی لرلی. د پاکستان «دی نیوز انترنیشنل» خپرونه د ۱۹۹۲ کال د اکتوبر ۸مه ګڼه کی داسی لیکی:

«د افغان لیبرال روڼ اندو وژنه، زخمی کیدنه، د اسلامی ګوند په وسیله په پیښور کی ترسره کیدل چی په هغی کی د ګوند یو بیړنی ډله او سپتزناز کماندو [د شوروی خاص پوچی قوتونه چی د «بیړنی اوضاع وزارت» تر مشری لاندی کارکوی] له شوروی څخه حصه اخیستی وه.»

څو تنه نومیالی روڼ اندی چی په پیښور کی د اسلامی ګوند لخوا ترور شوی په لاندی ډول دي.«د بشر د حقوقو د سار» سازمان هم په هماغه وخت کی ددوی نومونه او ځانګړتیاوی خپری کړی وی.

داکتر فیض احمد
داکتر فیض احمد
(انځور: «د افغانستان د رهایی سازمان» سایت)

ډاکټر فیض احمد: «د افغانستان د رهایی سازمان» رهبر او د نوی دموکراتیک غورځنک یو تن مخکښ چی د خلق او پرچم وینه څښکونکی ګوندونو له خوا هم بندی او په غیر انسانی توګه ربړول شوی وو هغه له زندان په تیښته بریالی او روسی نیواکګرو، خلق او پرچم پر وړاندی مبارزی لپاره پاکستان ته ولاړ. هغه د ۱۹۸۶ کال د نوامبر په ۱۲مه له داوود اشرف سره یوځای د ګلبدین لخوا وتښتول شو او له ربړونی وروسته په شهادت ورسید.

قیوم رهبر
قیوم رهبر

قیوم رهبر: «د افغانستان د خلکو د آزدیبخښنی سازمان – ساما» د مشرتابه یو غړی او یو مخکښ مبارز وو چی ۱۹۹۰ کال د جنوری په ۲۷مه نیټه د پیښور ښار په حیات آباد که د ګلبدین کسانو لخوا به مرمی ووژل شو. پدی پیښه کی د هغه خورۍ هم ټپی شو.

مولوی داوود
مولوی داوود

مولوی داوود: «د افغانستان د مجاهدو مبارزینو جبهی» مشر چی په کال ۱۹۸۶ د نوامبر په ۱۲مه نیټه د ګلبدینی سړی وژونکو لخوا وتښتول او ووژل شو.

عبدالفتاح ودود
عبدالفتاح ودود

عبدالفتاح ودود: په پیښور کی د خوړو نړیوال پروګرام کارکونکی چی ۵ کاله یی په کابل د سیاسی بندی په توګه تیر کړی وو، د ۱۹۸۹ کال د سپتامبر په ۳مه د ګلبدین کسانو لخوا و تښتول او ووژل شو.

ملالی: د احسان خټک روغتون کارکونکی، ۱۹۹۰ کال د می په ۵مه نیټه په جهانګیرآباد که د ګلبدین ۱۲ کسانو لخوا وتښتول شوه. ۱۹۹۰ کال د جولای په میاشت کی د ورکیدو څو ورځی وروسته معلومه شوه چی اسلامی ګوند هغه وژلی وه.

ملا نسیم آخندزاده
ملا نسیم آخندزاده

ملا نسیم آخندزاده: د اسلامی انقلاب د حرکت ګوند د مشرتابه غړی او د ګلبدین د جنایتکاره ګوند سرسخت مخالف ۵ تنه ساتونکو سره یوځای د ۱۹۹۰ کال د مارچ په ۲۵مه نیټه په «کرت» کی چی له پیښور څخه ۵ کیلومتره واټن لری ترور شو.

داکتر سعادت شگیوال
داکتر سعادت شگیوال

داکتر سعادت شگیوال: په کال ۱۹۵۱ کی په ننګرهار کی سترګی دنیا ته پرانستی. هغه په کابل کی د طب له پوهنځی څخه فارغ شو او د خلق او پرچم ځناورخویه رژیم په وخت کی بندی شو. هغه په پیښور که د ډاکټرانو د ټولنی فعال غړی وو او په ننګرها کی یی د افغان امدادکونکو ټولنی ریاست پر غاړه درلود. هغه څو واری د اسلامی ګوند څخه ګواښونکي لیکونه ترلاسه کړل. په ۱۹۹۰ کال د مارچ په ۲۷مه دوه یا دری کسانو لخوا د کور نه بهر ووژل شو. د پاکستان پولیسو د دغی وژنی په اړه هیڅ څیړنه ونکړه.

بهاوالدین مجروح
بهاوالدین مجروح

بهاوالدین مجروح: په ۱۹۲۸ کی په کنر کی وزیږیده. ښوونځی یی د استقلال په لیسه کی سرته ورساوه او عالی زده کړی یی د پاریس، لندن او مونیخ په پوهنتونونو کی سرته ورسولی. هغه په کال ۱۹۶۴ کی د کاپیسا والی وټاکل شو. په ۱۹۷۸ کال کی پاکستان ته کډوال شو او هلته یی د افغان معلوماتی مرکز بنسټ کیښود. هغه په کال ۱۹۸۸ کی د سړی وژونکي اسلامی ګوند لخوا ووژل شو.

عبداللطیف، عزیز احمد عثمانی، داکتر صمد درانی، داکتر صادق هوشمند، فاروق غرزی، میرویس، نسیم لودین، پسرلی، رحیم چینزئی، سرور، جنت خان غروال، شکور، سلطان احمد سهراب، زمری او لسګونه نور د اسلامی ګوند په کرغیړنو لاسونو ووژل شول.

برسیره پردی زیات شمیر خلک تر نن ورځی پوری ورک دی چی کورنۍ یی له ژوندي او مړي خبر نلری.

«د بشر د حقونو سار» راپور زیاتوی چی په ډیرو برخو کی پاکستانی چارواکو او په خاصه توګه آی.ایس.آی له دغو بنسټپاله ګوندونه څخه ملاتړ کاوه.

«د شهیدانو او د افغانستان د آزادی غوښتونکو بندیانو د کورنیو» لاریون په اسلام آباد کی.
«د شهیدانو او د افغانستان د آزادی غوښتونکو بندیانو د کورنیو» لاریون په اسلام آباد کی.
«حکمتیار او ملګری یی د روڼ اندو د قصابانو په څیر باید محاکمه شي.»

په هماغه وخت کی د قربانیانو کورنیو په پاکستان کی لاس په نیوکو پوری کړ او د خپلو بچیانو د وژنکو د محاکمی غوښتونکي شوی ولی د پاکستان جنایت روزونکی دولت نه یوازی د قربانیانو وژونکي محاکمه نکړل بلکه هغوي یی ورځ تر بلی واکمن کړل.

نن هم پرته له کومی پوښتنی د دولت زیات شمیر مهم چارواکي له همدغه اته ګونی او اووګونی ګوندونو څخه دی چی د امریکا او کرزی ترڅنګ د مظلوم ملت وینی څښی.

ولی نیواک او ارتجاع هیڅکله نده توانیدلی چی د تل لپاره یو هیواد د مخکښو مبارزانو او اتلانو څخه محروم کړي. دا یوازی بیوزله او ځپل شوی خلک دی چی ځلیدونکی څیری یی له منځه راپورته کیږی او د ناپوهی، جنایت او توروالی پر وړاندی جګړه کوی. تاریخ مونږ ته ښودلی چی د هر اتل وطندوست له وینی، لسګونه اتلان راپورته کیږی او د جنایتکارانو ټغر نغاړي.

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 125 میلمانه آنلاین لرو