د افغانستان لمړنۍ سپوږمکۍ د پردى شاته

امیرزی سنگین

څو ورځي تر مخه د افغانستان د مخابراتو او د معلوماتى تکنالوژى وزير اميرزى سنګين په ډيرو نارو سورو د سپوږمکۍ نړۍ ته د افغانستان د ورننوتلو خبر ورکړ. هغه له يو فرانسوى شرکت «يوتل سټ» سره په فضا کى د افغانستان د لمړنۍ سپوږمکۍ د ځاى پر ځاى کولو په هوکړه ﻻس ليک وکړ او هغه ئي يو تاريخې پرمختگ وباله، چى د سيمې هيوادونه تر اوسه د هغه تر لاسه کولو ارمان کى دې. خو د دى نيمګړې او له کاره لويدلى سپوږمکۍ په هکله حقايق د افغانستان د خلکو له سترګو پټ ساتل شويدى.

دغه سپوږمکۍ چى «افغانستان سټ يو» نومول شويده په فضا کى د ٤٨ شرقې درجى په مدار کى ځاى پر ځاى کيږى، دغه سپوږمکۍ تر دى وړاندى د «ډير ناوړه فنې زيان» له مخى د «يوتل سټ» له تجارتې دايرې څخه ګوښه شوى وه، په لمړيو دوه کلونو کى کله چى د مځکى په مدار کى ځاى پر ځاى شوه عملآ پرته له کومى ګتي په فضا کى سرګردانه چورليده.

دغه سپوږمکۍ د فرانسوى شرکت EADS Astrium او د هندوستان د فضايي سازمان شريک توليد دى چى د ٢٠٠٨ (*) کال د سپتمبر په ٢٠ نيټه د Ariane 5 ECA راکټ پواسطه له Hot Bird 9 سپوږمکۍ سره يو ځاى فضا ته وتوغول شوه تر څو انترنيټې، تلويزيونې چينلونو خپرول او د نورو سپارل شوو دندو ليږد سر ته ورسوى. د هغى لمړنې نوم W2M وه، بايد د W2 سپوږمکۍ ځاى چى عمر ئي په ٢٠١٠ کال کى پاى ته رسيده، نيولاى واى. هغه وخت چى په ١٦ شرقى درجه موقعيت کى دW2M د ځاى پر ځاى کيدو هڅى روانى وى، دغه سپوږمکۍ له تخنيکې نيمګړتياؤ سره مخامخ شوه. په ٢٠٠٩ کال د جنورى په ٢٨ نيټه «يوتل سټ» په يوې خبرتيا کى وویل «يو پياوړى نیمګړتیا چى د انرژى سيستم لاندينۍ برخه ئي سخته آغيزمنه کړيده، نشى کولاى د سوداګريزو موخو لپاره ورڅخه کار واخيستل شى» نو ځکه ئي د هغه له تسليميدو څخه ډډه وکړه.

گايوليانوبريتا د يوتل سټ رئيس دغه نیمګرتیا د يوتل سټ لپاره يوه ناوړه ناهيليتوب او زيان بللى وه. د «دي هندو» ورځپاڼې د ٢٠٠٩ کال د فبرورې په ٢٥ نيټه د مدهاوان نينرد هند د فضايي څيړنو د سازمان رئيس له خولې ليکلى وه چى: «دغه شرکت په سپوږمکۍ کى د فنې نیمګرتیا شته والې منې، او د هغه د لاملونو موندلو لپاره ئي د څيړنو خبر ورکړى دى.» په پاى کى د «دى نيو اندين اکسپرس» په ٢٠١٠ کال د جولاى په ١١ نيټه وليکل: «دغه سازمان په سپوږمکۍ کى له بهر څخه د راستول شوو کارول د W2M د ناکامې اصلې لامل ګڼې چى د بیارغونی امکان هم نلرى.»

له دغې سپوږمکۍ څخه د مکياژ شوى سايټ Space Mart انځور
له دغې سپوږمکۍ څخه د مکياژ شوى سايټ Space Mart انځور

يوتل سټ په خپل يو مالې ګزارش کى وليکل چى له W2M څخه د گټې نه اخيستو په دليل ئي د ٢٠٠٩ کال د فبرورې په ٢٧ نيټه د بيمې له شرکت څخه د يو بشپړ تاوان تر عنوان لاندي د غرامت غوښتنه وکړه چى په ٢٠٠٩ کال د جون په مياشت کى ئي يوسل او شل نيم ميليونه (١٢٠٥٤٥٥٠٠) يورو بيمه تر لاسه کړه. دا پداسى حال کى ده چى يوتل سټ تر دې پخوا هم ١٨٠٠٠٠٠ يورو د سپوږمکۍ د ټاکلى وخت په موده کى ځنډ له امله هندې شرکت څخه د جريمې په توګه تر لاسه کړي وى.

د سيټلايټس د سايټ له نظره د دغى سپوږمکۍ د انرژى په سيستم کى نيمګړتيا د هغې د بترۍ د چارچولو ظرفيت ډير کمزورې کړيدى، د سپوږمکۍ د اړتيا وړ ٧ کيلو واټه بريښنا چى يواځي د لمريزو (سولر) تختوپورى تړلى ده، چی د منې او ژمې په موسم کى د بريښنا له ډير زيات کمښت سره مخامخ کيږى.

که څه هم يوتل سټ د دغې سپوږمکۍ د کارې اندازى په هکله څه ويلى ندى خو د ځينو نورو سايټونو د معلوماتو له مخى له ٣٠ ليږدوونکو Transponder څخه چى په سپوږمکۍ کى ځاى پر ځاى شويدى د هغوى ٢١ ليږدوونکى په بشپړه توګه له کاره لويدلى، يواځى پاتې ٩ ماشینونه ئي نيمه فعال دى چى د کمزورو سګنالونو له مخى هغوى څخه په تجارتى برخو کى کار اخيستل نا شونې دې. د افغانستان د مخابراتو وزارت د وينا له مخى، افغانستان ته د دغې سپوږمکۍ ٤ ليږدوونکى ماشینونه RU- Band په واک کى ورکړل شويدى.

دW2M له نا کامې وروسته «يوتل سټ» د يوې بلې W3M سپوږمکۍ د سپارښت غوښتنه وکړه ترڅو د زيانمنې شوي سپوږمکۍ دنده په غاړه واخلى، خو دغه سپوږمکۍ هم د ٢٠١٠کال د اکتوبر په مياشت کى فضا ته د ليږد په وخت کى ويجاړه او له کاره ولويده.

د تيرو دولس کلونو په موده کى افغانستان د لويديځو د بى کيفيته، خوسا او شړيدلو توکو په بنجاره بدل شوي ده. پدې نژدې وخت کى دغه زيانمنه شوى سپوږمکۍ افغانستان ته سپارل کيږى، کوم چى معمولآ پر مختللې هيوادونه د مځکې له مدار څخه د هغې په بيځايه کولو کى ستونزې لرى.

دغه سپوږمکۍ له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورى د نورو سپوږمکېو تر څنګ چى په مختلفو مدارونو کى ځاى لرى د يو لنډ مهالې مرستندويه سپوږمکۍ په توګه د کوچنيو خدمتونو وړاندي کولو لپاره کارول کيده. له همدى کبله د ٢٠١٢ کال د مارچ په مياشت کى يي نوم په Eutel Sat او د همدی کال په وروستېو کی د Eutel Sat 28B په نوم ونومول شوه.

روښانه نده چی دغه سپوږمکۍ د کوم قرارداد له مخې د پردي ترشا د کومو معاملو په بدل د افغانستان په واک کی ورکړل شوي ده د سټ نيوز مجلي د ۲۰۱۴ کال د جنوری په ۲۹ نيټه يوی خبرتيا کي ليکلی چی د افغانستان دولت او يوتل سټ هيڅ يو هم د دی قرارداد د شرايطو په هکله څه په ‌ډاګه کړی ندی. کوم وخت چی د همبستګۍ ګوند يو استازی د مخابراتو وزارت وياند ښاغلی نصرت رحيمي سره اړيکه ونيوله او د دی سپوږمکۍ د تخنيکی نيمګړتياؤ په هکله معلومات وغوښتل هغه په ځواب کی وويل: «امريکا او نورو هيوادونو د هغی د روغتیا ضمانت کړيدی.»

ښاغلی اميرزی سنګين څو مياشتی تر مخه اعلان وکړ چی «د افغانستان لمړنۍ سپوږمکۍ به د شپږو مياشتو په موده کی فضا ته وليږدول شی» او خبر ئی ورکړ چی دری شرکتونه (فرانسوی، سويدنی، د چين او سريلانکا شريکه کمپنۍ داوطلب شوي دی چی د افغانستان د سپوږمکۍ د پروژی پلی کول چی ۳۰۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لری پانګونه کوی.)

د ۱۳۹۲ هجری شمسی کال د ورې په ۱۵ نيټه د آزادې راديو وويل: معلومه نده چی ولې د يوی له کاره لويدلی سپوږمکۍ د لاسته راوړلو لپاره له فرانسوی شرکت سره قرارداد تړل کيږی؟

د مخابراتو وزارت او د افغانستان دولت هڅه کوی د تکنالوژی په برخه کی لدی ډول «پرمختک» څخه تبليغاتی ګټه تر لاسه کړی تر څو د خلکو پر وړاندی د حاکمې طبقی به بي‌ساری فساد او بيکارې پرده واچوی. د همدی سياست پر بنسټ په پرله پسی توګه د دغه وزارت تبليغات له تلويزيونې شبکو څخه د يو سوداګريز اعلان په ډول خبريږی.

د مخابراتو وزارت چی هميشه د يو اغيزناک وزارت په توګه ياديږې، پدی وروستيو کی د افغانستان د شپاړس دولتې بنسټونو په لیست کی ځای لری، کوم چی د ۲۰۱۴ کال د جنورې ۲۰ نېټی د «سيګار» يا د افغانستان لپاره د امريکا د عمومې پلټنې اداری د ګزارش له مخی د بهرنيو مرستو د حساب ورکولو په مديريت کی ناکام پاتی شوي دی.

د تيرو دولس کلونو په موده کی افغانستان د لويديځو په بی‌کيفيته او شړيدلو توکو په آزاد بازار بدل شوي دی، له خوراکی توکو نيولی تر داروګانو او د اردو او پوليسو توکو او تجهيزات چی په ډيرکم او ناوړه کيفيت پرته له کومی څارنې او کنترول افغانستان ته راوړل کيږی. څو اونۍ تر مخه رسنيو د شپاړس باروړونکو شړيدلو او له کاره لويدلو الوتکو، ملی اردو ته د سپارلو خبر خپور کړ چی ټولی د هوائی مېدان په تم‌ځای کی بی ګټی ولاړی دي. اوس دغه شړېدلی سپوږمکۍ افغانستان پوری اړه نيسی، کوم چی پرمختللی هيوادونه معمولا د مځکی له مدار څخه د هغی کښته کولو کی ستونزی لری.



*) داسی تر سترګو کيږی چی ښاغلی اميرزی سنګين هم د دغی سپوږمکۍ په هکله مفصل معلومات نلری هغه د هوکړی د لاس ليک په وخت کی «يوتل سټ» ته وويل: کومه سپوږمکۍ چی افغانستان ته سپارل کيږی لس کاله تر مخه فضا ته توغول شويده، پداسی حال کی چی دا کار تر شپږ کلونو په لنډه موده سرته رسيدلی دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 85 میلمانه آنلاین لرو