په امریکا کې د زیارکښو نیوکې؛ د زبیښاک سیستم ټوټه کیدل

په امریکا کی د زیارکښانو لاریون

یو ځل بیا امریکا چې دولت یې د نړۍ په نورو هیوادونو کې د «دموکراسۍ»، «بشري حقوقو» او د نیاو راوستلو لاپې وهي، د زیارکښو د اعتصابونو او نیوکو سره مخ شوې چې د واکمنې بې نیاوي پروړاندې پاڅیدلي. د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲ نیټه د چمتو شویو خوړو (فاسټ فوډ) رسټورانټونو زیارکښ د خپل کاري مزد د ډیرولو په تړاو نیویارک، شیکاګو، واشنګټن ډي سي، ډیټرویت او میشیګان ښارونو کې لاس په اعتصاب شوي دي. دغه زیارکښ چې شمیر یې تر زرګونو تنو رسیده، هوډ یې درلود چې د امریکا په سلو ښارونو کې خپلو نیوکو ته ادامه ورکړي. د «اسوشیټید پرس» د راپور په بنسټ وروستیو څو کلونو په لړ کې د کاري مزد لوړلو لپاره دا لومړنی لوی لاریون و.

زیارکښو «موږ نشو کولای چې په یو ساعت کې د ۷.۲۵ ډالرو په ارزښت مزد سره ژوندي پاتې شو» تر شعار لاندې له لاریون سره مل وو. پدغه لاریون کې زیارکښو غوښتل چې د یو ساعت مزد یې له ۷.۲۵ ډالرو څخه ۱۵ ډالرو ته اوچت شي. هغوی ویل چې اوسني مزد سره نشي کولای خپلې اړتیاوې پرې راونیسي، ځکه چې د خوارکي توکو، پوښاک او درملو نرخونه ډیر لوړ دي او د دغو زیارکښو ډیری شمیر دعوه لري چې اولادونه یې د شپې لخوا وږي ویده کیږي.

د دې رسټورانټونو زیارکښ د یوې اوونۍ په لړ کې په منځني ډول ۲۰ ساعته کار کوي او هیڅ ډول روغتیایي بیمه نه لري، ځکه چې د بیمې د نوي قانون په بنسټ هغه زیارکښ چې له دیرشتو ساعتونو لږ کار کوي، د ګومارونکو لخوا نه بیمه کیږي. د لاریون کوونکو یوه ګډون کوونکې آغلې تیشا داسې وایي: رئیس یې پوهیږي چې په دغه لاریون کې یې ګډون کړی دی، د دې پربنسټ ښایي له کار څخه یې لرې کړي. نوموړې وایي چې ګومارونکي ورته د یوې اوونۍ په لړ کې له ۲۰ ساعتونو ډیر کار نه ورکوي، څو د بیمې په پروګرام کې شامل نشي.

په امریکا کی د زیارکښانو لاریون
«زمونږ ارزښت له دی نه ډیر دی»

په امریکا کې له ۵۰ میلیونو ډیر وګړي د روغتیا بیمه نه لري او د زیاتې بې وزلۍ له امله د درملنې لپاره ډاکټر ته تلی نشي او یا دا چې د نسخې درمل رانیولی نشي. په امریکا کې د درملو نرخ او روغتیایي چوپړتیاوې په بې سارې توګه لوړ دي چې د نړۍ نورو هیوادونو سره د پرتله کیدو وړ نه دي.

د امریکا نیاوغوښتونکی مایکل مور چې مستند جوړونکی دی، خپل لیدونکي او د پوهاوي مستند فلم «سیکو» کې یې د امریکا روغتیايي سیستم کې د بې پرې بې نیاوۍ، دوکې او غولولو کچه په ډاګه کړې ده او هغه یې د وړوکي هیواد کیوبا د وړیا روغتیا پراخو امکاناتو سره پرتله کړې ده. د دې فلم لیدل ډیر ارزښتناک دي، څو په امریکا کې د ظلم په پراخوالي او لوټمارۍ باندې پوهه شئ او د دغه هیواد د واکمنو د ناوړو او درغجنو شعارونو ته د پای ټکی کیږدئ.

په امریکا کې له ۵۰ میلیونه ډیر بې وزله شتون لري چې دغه شمیر کال په کال لوړیږي. پدې وروستیو کې د امریکا مشرانو جرګې ټینګار کړی، څو د «سناپ» په نوم خوراکي توکو مرسته یا کوپن هم دمنځه یوسي. د تغذیې سیستم «فیډینګ امریکا» ګمارل شوی مدیر باب آیکن وایي، که چیرې د مشرانو جرګې دغه خبره عملي بڼه خپله کړي د راتلونکو لسو کلونو په لړ کې بې وزلو ته د غذایي بستو په ورکولو کې چې د سحر او شپې خواړه پکې شامل دي، ۱.۵ میلیارده ټیټوالی به راشي. همدا اوسمهال شپږ سوه زره امیندوارې ښځې او له پنځو کلونو ټیټ ماشومان د بودجې د کمښت په بهانې د ښځو او د ماشومانو د پلوۍ برنامې څخه د پامه وغورځول شول. اوس په امریکا کې۲۴۰ میلیون وګړي د کسب عمر لري چې له دغې ډلې څخه یوازې ۱۴۰ میلیونه یې کار لري. پدغه هیواد کې ۲۵.۸ سلنه تورپوستي بیکاره دي. له ۲۲ سلنې څخه ډیر امریکایي ماشومان په بشپړ ډول په بې وزلۍ کې ژوند کوي. په یو شمیر ښارونو ۵۰ سلنه نفوس یې د سر سوری نه لري، دا پداسې حال کې چې د اقتصادي ناورین په بنسټ لسګونه زره کورنه چې غټو شرکتونو پورې تړاو لري، تش پراته دي او ۳۸ میلیونه وګړي یې د کوپن له لارې خپل ژوند پرمخ وړي چې پدې وروستیو کلونو کې دغه احصائیه بې سارې ده.

په امریکا کی د زیارکښانو لاریون
«مونږ په ۷.۲۵ دالرو ژوند نشو کولای!»

په امریکا کې بې وزلي ورځ تربلې ډیریږي، لیکن وینې څښونکی او نیواکګر هیواد یې د خپلو خلکو د پلوي کولو پرځای په جګړې او وینې تویونې پانګه اچونه کوي او د دغو ټولو ستونزو پیټی د ملا ماتونکو مالیاتو په ورکولو سره د هیواد بې وزلو او بې چاره وګړو باندې زغمل کیږي.

د امریکا دولت په کلني توګه د خپل کورني نظامي کارونو پرمخ وړلو لپاره له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو څخه ډیر لګښت لري. په دغو لګښتونو کې د افغانستان او عراق جګړو او په ۱۳۰ هیوادونو کې له ۷۰۰ څخه د ډیرو نظامي اډو درلودلو لګښت او «توره سپما» چې د دغې مقدار یوازې ولسمشر ته معلوم دی، ګډون نه لري. دا پداسې حال کې ده چې په کلني توګه په افغانستان کې د امریکا هر سرتیري لګښت تر ۲.۱ میلیون ډالرو ته رسیږي. د هاروارډ پوهنتون څیړنیز رپورټ په بنسټ ښایي په افغانستان او عراق کې د امریکا د جنایتکارې جګړې لګښت له څلورو څخه تر شپږو تریلینو ډالرو رسیدلی وي، که چیرې له دغې پانګې څخه په سمه لار کې ګټه پورته شوی وی، نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټولې نړۍ کې به یې بې وزلي دمنځه وړلی وی.

په امریکا کی د زیارکښانو لاریون
«د بیوزلی خپریدل بند کړی»

په امریکا او نړۍ کې د دې بدمرغیو او بې وزلۍ لامل د شتمنیو ناعادلانه ویش دی، ځکه هلته سیستم داسې ترتیب شوی چې د ډیره کیو د زیار حاصل د لږه کیو لاس کې پریوتی چې جګړې، یرغل او نیواک ته لمن وهي او د دې له لارې په میلیاردونو ډالر راټولوي. د فوربز مجلې د رپوټ په بنست د نړۍ ډیرو شتمنو وګړو څخه ۴۰۰ تنه یې له امریکا څخه دي چې د دغه هیواد د ۵۰ سلنې وګړو په اندازه پانګه لري او د آکسفام موسسې د رپوټ په بنسټ تیرو ۲۰ کلونو په لړ کې د نړۍ د شتمنو وګړو شتمني تر ۶۰ سلنې ډیروالی موندلی دی.

د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي استیګلیتز په یوې مرکې کې بې بې سي ته وویل:

«امریکا خوښ لري چې خپل ځان د نیاو او فرصتونو د هیواد په توګه وساتي. لیکن احصائیه د دې خلاف څرګندونې کوي».

دغه ټوله بدمرغي او بې وزلي چې نن ورځ یې امریکا او نړۍ نیولې، تر هغې به دمنځه ولاړه نشي چې د نړۍ غریب او بې برخې وګړي لاس په مبارزه او پرمخ ولاړ نشي او له دغو طفیلیانو څخه خپل حق په زوره وانخلي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 85 میلمانه آنلاین لرو