د امریکا لاسپوڅی؛ حزب اسلامي د بادار پروړاندې د «جهاد» خبرې کوي

هغه لاسوند چی ګلبدین امریکا ته دوست ویلی

د ۱۳۹۲ کال د غویي په ۲۶ مه چې د ۲۰۱۳ کال د می ۱۶ نیټې سره سمون خوري، د کابل د شاه شهید په سیمه کې د یو ځانمرګي برید له امله زموږ ګڼ شمیر هیوادوال چې ډیری یې ماشومان وو، په شهادت ورسیدل. لعل محمد چې د لوګر د ناامنیو له امله کابل ته پناه راوړې وه او غوښتل یې چې کورنۍ یې په یوه سوکاله فضا کې ژوند وکړي او اولادونه یې ښوونځي ته ولاړ شي. لیکن د نوموړي د هیلې برعکس په دغه برید کې یې د خپل د زړه دوه ټوټې چې یو یې لس او بل یې درې کلن و، له لاسه ورکړل او په ویر کې کیناست.

د دغې جنایتکارانه برید مسئولیت حزب اسلامي پر غاړه واخست او دغه برید یې د «امریکا پروړاندې جهاد» ونوموه. دغه فاشیست ګوند په داسې حال کې د امریکا پروړاندې ضدیت ښکاره کوي چې د رهبري اصلي تنو‌یې د امریکا او غرب سیوري لاندې د کابل د کرزي په ګوډاګي رژیم کې له ارګ څخه نیولې آن تر ولایته پورې مهمې څوکۍ خپلې کړې دي. هادي ارغندیوال، فاروق وردک، کریم خرم، حلیم فدایي، جمعه خان همدرد، وحید الله سباون او نور ګلبدیني پیژندل شوې څیرې هره ورځ د ډالر د ترلاسه کولو لپاره امریکایانو ته لاس په سینه ولاړ دي خو جلاد ګلبدین د آی اس آی د خوب له نرم تخت څخه د امریکا پروړاندې د «جهاد» شعار اوچتوي او د دغې شعار لاندې زموږ بې ګناه خلک وژني.

د افغانستان خلکو په تجربې سره ترلاسه کړي چې د ګلبدین حزب د روسیې پروړاندې د جګړې پرمهال د امریکا له چوپړانو څخه و او ګلبدین د جنرال ضیاوالحق له لارې چې د پاکستان نظامي دیکتاتور و، سي. آی. ای ته وروپیژندل شو او د سي. آی. ای لوړپوړو چارواکو پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې هغه سره ځانګړې لیدنې کولې، د امریکا او غرب اویا سلنه مرستې د دغې ناولي ګوند جب ته رسیدلې او د ګوندونو ترمنځ د باور وړ ګڼل کیده، ځکه چې هغه د خپل ارتجاعي او ملي ضد سیاستونو له امله په افغانستان کې په ښه توګه د امریکا د راتلونکو برنامو لپاره لاره هواروله. امریکا د دغه داړونکي ګوند په وسیله ملي او دموکرات ډیر شخصیتونه ترور او له منځه یووړل، په بنسټیزه توګه د دغه لاسپوڅي ګوند له لارې یې د بنسټپالۍ ککړ او د تاوتریخوالي فکرونه زموږ له یو نسل څخه بل نسل ته د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ خپور او افغانستان یې د مخدره توکو د مافیا او تروریزم په مرکز بدل کړ.

هغه لاسوند چی ګلبدین امریکا ته دوست ویلی
له ښي اړخ څخه کیڼ اړخ ته: میلټن بیرډن (په اسلام آباد کې د سي.آی.ای مسئول)، ریچارډ کر (د سي. آی. ای مرستیال) روبرټ اوکلي (په اسلام آباد کې د امریکا سفیر) جنرال حمید ګل (د آی. اس. ای رئیس) ویلیام ویبسټر (د سي.آی.ای رئیس)، رباني، ګلبدین.
پورتنی انځور چې په ۱۹۸۸ کال کې د سي. آی. ای او آی. اس. ای لوړپوړو چارواکو سره د ګلبدین او رباني پټه لیدنه په ګوته کوي، د میلټن بیرډن لخوا لیکل شوي کتاب «اصلي دښمن» څخه اخیستل شوی. میلټن د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۱۹۸۹ پورې په آسیا کې د سي.آی.ای مهمو مرکزونو مسئول و چې په اسلام آباد کې یې موقعیت درلود. نوموړي افغان بنسټپالو ته د امریکا د مرستو لړۍ ترتیب کوله.

له څو لسیزو راهیسې دغه ناوړه ګوند د امریکا او پاکستان په ډالرو او کلدارو د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره پرته له ویجاړتوب، ویر او ناورین څخه بل څه نه درلودل او نن په داسې حال کې د امریکا پروړاندې د «جهاد» خبرې کوي چې د پردې ترشا له امریکا او د دې چوپړه دولت سره معامله لري او آن تر دې چې ویل کیږي ګلبدین په خپله په ارګ کې له کرزي سره پټې اړیکې درلودې، کرزي د هغه په سر د امریکې ټاپه شوې پګړی ایښې ده.

امریکا ته د ګلبدین چوپړتوب نور داسې حقیقت دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه هر پوهه سړی له دې څخه په ښه توګه خبر لري او په دې برخه کې پوره اسناد شتون لري.

ما د حزب اسلامي یو رسمي مکتوب چې د ګلبدین لخوا لاسلیک شوی دی ترلاسه کړ چې په ۱۳۶۳ کال کې د لوګر ولایت قوماندان فاروق منصور ته استول شوی او په یو کتاب کې چې د بنسټپالو چوپړي په ګوته کوي، خپور شوی دی. په دغه مکتوب کې د «حزب اسلامي د نړیوالو ملګرو» لخوا د وسلو او او مهماتو په ګډون د «کیمیاوي بمونو» د رالیږ څخه یادونه شوې ده او له دغه قوماندان څخه غوښتل شوي دي چې یو څو تنه پیښور ته واستوي چې «د امریکا او چین د ملګرو هیوادونو د متخصصینو په مرسته» له یادې وسلې څخه ګټه اخیستنه زده کړي.

د داسې سندونو په لیدو سره ناپوهه خلک هم د «ملګري هیواد امریکا پروړاندې» د ګلبدین نني «جهاد» ته د شک په سترګه نه، بلکې ورپسې به وخاندي. هغه جهاد چې هره ورځ زموږ له بې وزله خلکو او ماشومانو څخه قرباني اخلي.

د سند د متن ژباړه:

هغه لاسوند چی ګلبدین امریکا ته دوست ویلی

۲۰/۱/۱۳۶۳

د لوګر ولایت د حزب اسلامي قوماندان فاروق منصور ته!

تاسو خبر یاست چې په دغو ورځو کې یو شمیر پرمختللې وسله چې په هغه کې مختلف توپونه، غټې ماشیندارې، ډول ډول راکټونه لکه د ځمکني او هوایي اهدافو ضد، د موسساتو د پرسونلو ضد ماینونه او کیمیاوی وسلې چې د نړیوالو ملګرو لخوا د افغانستان حزب اسلامي ته لیږل شوې دي.

د دې لپاره چې مجاهدین په جګړو کې له هغې څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي، تاسو ته هدایت درکول کیږي چې هر څومره زر له هرې کمیټې او یا له هر چریکي ګروپ څخه له ۳ څخه تر ۵ کسانو پورې د مسلکي زده کړو لپاره چې د امریکا او چین د ملګرو هیوادونو د متخصصینو لخوا په پیښور کې زده کړې ورکول کیږي، ولیږدوئ.

حکمتیار
د حزب اسلامي امیر

گلبدین د امریکا له سفیر سره
۱۹۸۸: ګلبدین او مولوی خالص، په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارډ کر سره.
ګلبدین د سړې جګړې په لړ کې د سي. آی. ای نازولو چوپړانو له ډلې څخه شمیرل کیده او د دغه سازمان له شپږ سوه میلینو ډالرو څخه ډیره مرسته دوی ته رسیدله چې د افغانستان د بنسټپالو ډلو د لیکو په سر کې یې موقعیت درلود او له دوی څخه وروسته جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي د سي.آی.ای دوهم او دریمه درجه ګوډاګیان وو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 130 میلمانه آنلاین لرو