میرمن مارګرټ ټاچر په ذلالت له دی نړۍ فنا شوه، لیکن ناوړه میراث یې لا تر اوسه وژونکې دی

anti-Tatcher protest in London following her death

په دی ورځو کې د انګلستان د ړومبنۍ ښځینه وزیری مارګرت تاچر چې د ۱۹۷۹ ام نه تر د ۱۹۹۰ ام کال پوری یې واک درلود، د مړینې خبر یې په خلکو کې د خوښۍ ولولې را وپارولې. که څه هم یو خوا د نړۍ تر ټولو ناوړه شخصیتونو لکه ډیویډ کمرون، هنری کسینجر، ټونی بلیر، ګورباچف، لخ والسا، آنګلا مرکل، فرانسوا اولاند، اوباما روپردت مرداک او داسی نورو هغه «فولادینه میرمن» بولې او ستاینه یی کوي بل خوا د انګلستان زیارکښان هغه د بدمرغۍ پیل ګڼی او رټیې.

د انګلستان او نړۍ غوره شوی خپرونې هڅه کوي چې میرمن ټاچر ته انسانی بڼه ورکړی. د انګلستان دولت دمعمول پرته د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د هغې د جنازی مراسم تر سره کړل. لیکن د انګلستان خلکو د مرګ د خبر په اوریدو سره سم ډلې ډلې واټونو ته راووتل او د خوښۍ نه یې په اتڼ لاس پوری کړو او نوموړی د کارګرانو سره په ظالمانه چنلد او په نړیواله کچه باندې په جنایتکاره سیاستونو وترټله. په لسګونو زره کسان د انګلستان، اسکاټلنډ او ایرلنډ په مختلفو ښارونو کې چې د « تاچریزم» څخه ډیر کړیدلی ؤ د هغې په غبرګون کې پلاکارتونه پورته کړل او په لاریونونو یې لاس پوری کړو.

بیوزلو او زیارکښانو خپل دغې دښمن پر وړاندې جدی غبرګون ښکاره کړ، دولت مجور شو چې د دغه مراسمو د امنیت لپاره ۴۰۰۰ زره پولیس او ۷۰۰ کسه امنیتی پرسونل ځای پر ځای کړی، په داسی حال کې چې د پل سنت په کلیسا کې د ګډون والو ټول شمیر یوازی ۲۷۰۰ تنو ته رسیدو. په دی لړ کې څو تنه اعتراض کوونکې د پولیسو لخوانه ونیول شول.

ټاچر د پانګونې نوی لیبرال او یا د محافظه کار انقلاب د ډلې ړومبنې استازې وه، چې تر نن ورځې پوری نه یوازی د بډایه هیوادونو بیوزله بلکه ټول مستعمرات یی د ویجاړۍ او غلامۍ کندې ته بوتلل.

د هغی د ډیموکراتیک ضد نوی لیبرال سیاست اصلی ځانګړتیاوې د دولتې تصدیو خصوصی کول، ټولنیزو چوپړتیاؤ را کمول، د روغتیایی او ښوونیز نظام طبقاتی کول، په ټولنه کې د کارګران د نقش راکمول په خاطر په کارګری سندیکاو باندې یرغل، د زیارکښو معترضینو ټکول، د طبقاتی توپیرونو ډیروالی، جګړه او پوځیتوب او ... چې پایلو یی د انګلستان ټولنه او نړۍ د ویجاړۍ او نیستی کندې ته واچوله. د نړۍ روان پانګه ایز کړکیچ د دی انسان ضد سیاستونو منطقي پایله ده.

تاچر له عبدالحق سره به لندن کی
تاچر د افغانستان له بنسټپاله ګوندونو ملاتړ وکړ او د هغوی استازی یی په خپل دفتر لندن کی وستایل.

ټاچر د سوړ جنګ په اږدو کې واک ته ورسیده او د رونالډ ریګان سره یو ځای د نړۍ په کچه ارتجاعی او جنایتکاره سیاست یی ولوبولو او وینې څښونکې، جنایتکاره او دیکتاتور رژیمونو څخه یی ملاتړ وکړو. زموږ د هیواد د بدمرغیو یو لامل هم میرمن تاچر او ریګان ګڼل کیږي. هغوی د دی لپاره چې خپل روسي رقیب ته ماته ورکړی په بیشرمۍ سره یی افغانان په خپلو وینو ولبول. دوی د خپلو موخو لاس ته راړلو په موخه په ناوړه، جاهله او انسان خوړونکې بنسټپاله ډلو باندې پانګونه وکړه او د روسانو پر وړاندې زموږ د خلکو د مقاومت لوری بدل کړو. د بنسټپاله ګلبدین، رباني، سیاف و... ګوندونو ته د بی کچې ملاتړ او بی کچه پیسو او پوځې تجهیزاتو ورکولو زموږ هیواد یی په مافیا او نړیوال تروریزم بدل کړو.

ټاچر خپله په ۱۹۸۱ کال کې پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد پوځې دیکتاتور جنرال ضیاالحق یی په خپله برنامه کې شریک کړ او سیمه یی بنسټپالنې او جهالت لور ته بوتله. هغی د خپلو افغانو بنسټپالو سره هم ولیدل او خپل ملاتړ یی تری اعلان کړ چې په پایله کې د وسلو، مهماتو او ډالرو سیلاب د انسان وژونکو بنسټپالو جیبونو ته توی شو.

مسعود خلیلې د افغان بنسټپاله جنایتکارانو چوپړ په ۱۶ اپریل ۲۰۱۳ کې بی.بې.سي ته وویل: «په پاکستان کې د افغان مجاهدینو څخه د میرمن تاچر ملاتړ زموږ لپاره یو ښه زیری او یوه نوی تګلاره وه.»

که څه هم دغه ملاتړ د انګلیس او امریکا د ګوډاګیانو دپاره د خوښۍ لامل شو، لیکن زموږ د خلکو لپاره د ویجاړۍ، وژنې او ګډوډې زنګ و چې په میلیونونو افغانان یی ووژل او زموږ هیواد یی د جهالت او بنسټپالنې په اور کې ډوب کړ چې هیواد په کورنې جګړی کې راښکیل او د منځنۍ پیړۍ ځناوره طالبان، القاعده او د امریکا او ناټو هیوادونو یرغمل کړو. د تاچر په مړینه په واقعیت کې د افغانستان جنایتکاره اخوانې مشرانو خپله نیا د لاسه ورکړه.

گوردن براون، تونی بلیر، جان میجر و دیوید کمرون
گوردن براون، تونی بلیر، جان میجر و دیوید کمرون د بریتانیا هغه څلور لومړی وزیران چی د تاچر ورانونکی سیاستونه یی پر مخ یوړل، د هغی په جنازه کی ګډون لری.

ټاچر د ایران او عراق په جګړه کې د صدام حسین څخه خپل ملاتړ اعلان کړو او پوځې امکانات یی نوموړی دیکتاتور ته برابر کړل. هغی د شیلې هیواد انسان وژونکې جنرال پینوشه څخه خپل ملاتړ وکړو، د نژادی توپیر ضد اتل نلسن ماندلا یی «تروریست» ونومؤ او پر وړاندې یی د سویلې افریقا اپارتاید رژیم څخه ملاتړ وکړو، په ۱۹۸۲ کال کې د ارجنټاین د مالویناوس د ټاپوګانو د مالکیت په سرخونړې جګړی ته مخه وکړه او د بی ګناه خلکو د وژلو لامل شوه، د خلیج په جنګ کې هم لاس درلود چې د یو میلیون عراقیانو ژوند یې واخیست، لیکن په وروستیو ورځو کې د چارو څخه په استعفا ورکولو اړ شوه.

په انګلستان کې د زیارکښانو پر وړاندې بیرحمانه سیاست په درلودلو نوموړی د «فولادین میرمن» په نوم شهرت پیدا کړو. هغې په واقعیت کې د هیواد د زیار کښانو په وړاندې جنګ پیل کړو او د هغوي لاریونونه یې په وحشیانه توګه وځپل چې د بیساری اقتصادي کړکیچ لامل شو.

په انګلستان کې ټولنیزې بی انډوالې زور واخیست او د کارګرانو په ځانګړی ډول په شمال کې د کانونو د کارګرانو غوسه یی راوپاروله او په یو موټې لاریون یې لاس پوری کړو. لیکن هغی د دوي پر وړاندې تر وروستۍ شیبې پوری د پولیسې تاوتریخوالې کار واخیست چې په پای کې په ۱۹۸۴ کال کې قحطی هغوي تسلیمۍ ته اړباستل لیکن د نوموړی سره یې کرکې په زړه کې ځای ونیؤ. د کانونو د کارګرانو پر وړاندې بیرحمې د دی لامل شوه چې په زرګونو کارګران خپل کارونه دلاسه ورکړی او د خپلو ټولو حقونو څخه بی برخه پاتې شي. په انګلستان کې د تاچر پانګه اییز سیاست چې د لږه کیو په چوپړ کې ؤ، لږ تر لږه د دریو میلیونو کارګرانو د بیکاری او د یو میلیون ماشومانو د بیوزلۍ لامل شو.

ډیویډ هاپر چې په اتیایمه لسیزه کې د کانونو د کارګرانو مشر و او دامهال اوویا کلن دي او د تاچر د مړینې خوښې لمانځې د «سکای نیوز» ټلویزیونی شبکې ته یی داسی وویل:

«زموږ لپاره تر دی مهاله دا تر ټولو غوره زیږیدنه وه. زه خوښې لمانځم. هغه یوه بی رحمه ښځه وه چې د شمال د کانونو ټولنه یی له منځه یوړه. هغه د هیواد د کارګرانو لپاره لوی ناورین و. لیکن د ډیویډ کامرون د کابینې د بډایه کسانو پشان ځینې هغه خوښ لرې... ټاچر د هټلر او د دویم نړیوال جنګ لا زیات زیان زموږ ټولنې ته اړولې. موږ څرنګه کولای شو چې داسی چا ته درناوې وکړو.»

تاچر د افغانستان د خلکو راتلونکی د ضیاالحق فاشیست په ولکه کی ورکړ
تاچر د افغانستان د خلکو راتلونکی د ضیاالحق فاشیست په ولکه کی ورکړ ترڅو د بنسټپالو کړیو پر روزنه زمونږ هیواد دغو ننګونو سره مخ کړی.

د لیورپول د فوټبال د ټیم پلویان هم د هغې ډلې څخه ؤ چا چې د ټاچر مړینه په ترخو شعارونو بدرګه کړه. دغه کرکه د هیلزبورو د لوبغالې د پیښې څخه اوبه څښې، دغه پيښه په ۱۹۸۹ کال کې د لیورپول او ناټینګهام فورست ټیمونو تر منځ د نیمه پایلوبې په لړ کې رامنځ ته شوی وه. په دغه ورځ د وګړو د شمیر زیاتوالې او د پولیسو نیمګړتیاوی د دی لامل شوي چې نظم ګډوډ شي او ۹۶ کسان خپل ژوند دلاسه ورکړي او د ۷۶۶ څخه زیات کسان چې ډیری د لیورپول د ټیم پلویان ؤ ټپیان شول، دا هغه ناورین و چې د ټاچر د دولت پر وړاندې د خلکو غوسه لا زیاته کړه.

ټاچر د ایرلنډ د خلکو پر وړاندې هم د یو بیرحمه واکمن په څیر چلند وکړو. په ۱۹۸۱ کال کې د ایرلنډ لس تنه خپلواکې غوښتونکو مشرانو د انګلستان په زندان کې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوری کړو د هغوي یواځینې غوښتنه دا وه چې د سیاسې زندانیانو په توګه د وپیژندل شې نه د جنایتکارانو په توګه. دغه اعتصاب ۵۰ ورځو ته وغځید لیکن میرمن تاچر د کوم خواخوږي پرته د تیر په څیر هغوي جنایتکار ونومول او د هغوي غوښتنو ته یی هیڅ پام ونه کړو تر څو هغوي خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړو.

د دی دغه چلند په شمالې ایرلنډ کې د نښتو او تاوتریخوالې لامل شو چې د ټاچر په امر په مرمیو ځواب شو چې بی شمیره بی ګناه خلک په کې مړه شول. تاچر د دی پر ځای چې د شمالې ایرلنډ پیښه په سوله ایز ډول حل کړی، د هغه جنایتکاره بانډونو سره یی لاس یو کړو کوم چې د انګستان د څارګری ډلې لخوا یې مالې ملاتړ کیدو او داشان یې د هغه ځای د آزادي غوښتونکې په وژلو لاس پوری کړو.

د ټاچر د پیر دولتې تروریزم دومره کرکجن و چې د تیر کال په دسامبر میاشت کې د هغه هیواد لومړی وزیر ډیویډ کامرون دی ته اړ شو چې په ۱۹۸۹ ام کال کې د تاچر په حکم د ایرلنډی وکیل پت فینوکین د هغې د کورنې پر وړاندې د پولیسو په وسیله د وژل کیدو څخه بخښنه وغواړي. کامرون سربیره پر دی د نلسن ماندلا څخه هم په دی خاطر چې تاچر هغه تروریست نومولې و بخښنه وغوښتله.

د تاچر څخه را پاتی خونړی او شوم میراث دا په ډاګه کوي چې یوازی د ښځو سیاسي ګډون د خلکو په ضد او استعماری دستګاه کې که څه هم په لوړه کچه وي هیڅ کله نشې کولای چې د ښځو په وړاندې توپیر، جنسي نابرابری او په ټولنه کې د سړو واکمنې را کمه کړي. د تاچر ویجاړونکې سمون د انګلستان او تړلې هیوادونو ښځې د بیوزلې او نیستې کندې ته وغورځولې. همدا علت و چې په انګلستان کې د سړو په پرتله ډیرو ښځو د تاچر د مړینې په خوښې کې ګډون کړی و.

تاچر که څه هم په ذلالت له دی نړۍ فنا شوه، لیکن د هغې ناوړه میراث لکه بیوزلې، نیستې او جنګ چې په ټوله نړۍ یې سوری کړی لاتر اوسه د ځپل شو ټولنو او هیوادونو څخ قربانې اخلې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 89 میلمانه آنلاین لرو