د ښکیلاک پر وړاندې غښتلې مبارز هوګوچاویز د خپلو خلکو په زړونو کې تل پاتی ځای لري

هوگو چاویز

يو ستر انسان، د زيارکښانو ټينګ ملاتړى، په ﻻتينې امريکا کى د ملې او ډیموکراتيکو غورځنګونو بلګه، دستونزو او تيرى کوونکو ځواکونو پر وړاندې د مقاومت سمبول له دی نړۍ څخه سترګې پټې کړى. هوګو د ونزويلا د خلکو نوميالى لارښود چى له کلونو راپدیخوا د سرطان ناروغې سره ﻻس او ګريوان و د ٢٠١٣م کال د مارچ په شپږمه يي د تل لپاره مخه ښه وکړه، په ميليونونو هيوادوال، د نړې مترقى او د ښکیلاک ضد انسانان يي د غم او خپکان په ټغر کښينول. د خپل وياړلى ژوند په اوږدو کى يي زبیښاک ځپلو خلکو ته ډير درسونه پر ځاى پريښودل.

د څو لسیزو را پدیخوا داسی ټولیز او سر تا سری ماتم چې د یو شخص په مړینه رامنځ ته شوی وي ساری نه لری. په کاراکاس کى تر دوه ميليونو زيات خلک په اوږدو ليکو کى په انتظار وﻻړ ؤ تر څو «قومندان چاويز» سره وروستۍ ليدنه او درناوې وکړي. کوم انځورونه چى د رسنيو له خوا مخابره کيږى په هغوى کى د ونزويلا تشلاسى پرګنې چى د چاويز انځورونه يي په غيږ کى نيولى د وير اوماتم په حال کى ښکاره کوي. که څه هم دغه انځورونه دردوونکى دى، خو له بل پلوه په ډاګه کوى چى هغه تر کومى اندازى د خپلو خلکو په زړونو کى ځاى درلود! همدا ډول د لاتينى امريکا څو هيوادونو هم عمومى وير اعلان کړ او خلک په ماتم کى دې. ډيرى ورځى کيږي چى د هغه مړينه د نړى د خپرونو سرټکی جوړوي او د نړى په هر ګوټ کى د عدالت پلويان د يوويشتمى پيړې ددغه هوښيار لارښود د تشې په خاطر افسوس په ډاګه کوى.

هوګو چاويز، پوره ١٤ کاله د ونزويلا دخلکو د هوسا او سوکاله ژوند لپاره کوښښ وکړ. کومه ورځ چى هغه د ټاکنو له لاری د ځواک واګې په ﻻس کى ونيول، دغه د نفتو بډایه هيواد په بشپړه توګه د امريکا مستعمره و او اقتصاد يي د څو مليتى شرکتونو له خوا کنتروليدو او لږه کیو اشرافو ټول شيان په ﻻس کى درلود، د ۲۹ میلیونه وګړو ډیری برخه یې بیوزلې او نیستې کړوي.

چاويز چى د پرګنو څخه يي سر راپورته کړى و او د فقر مزه يي څکلې وه، قدرت ته رسيدو سره سم يي خپلو خلکو ته یې وعده ورکړه چى د هغوي د ژوند شرايط به سمبالوې او د استعمارګرو لاسونه به له هيواد ځنى لنډوې. هغه د سيمون بوليوار سره کوم چى د پرتګال او هسپانيا دواکمنۍ ضد جګړه کى د ونزويلا او لاتينى امريکا افسانوې اتل و مینه درلوده، د هغه استعمارې ضد لارى ته ادامه ورکړه او د خپل سياسي راتلونکى موخه يي «بوليواري انقلاب» ونوماو له هيواد څخه يي د امريکا د لاس لنډولو لپاره په جدې مبارزى لاس پورى کړ. هغه په واقعيت کى خپل هيواد د امريکا له خولې څخه ویستو د ترقې او پرمختک په لار يي روان کړ. دغه کار په هغه وخت کى چى د لاتينې امريکا زياتره هيوادونه د امريکا د لاس پوڅو له خوا اداره کيدل اسانه کارنه و. خو هغه دغې موخى ته د رسيدلو په خاطر دي پايلى ته ورسيد چى بايد تر هر څه د مخه دهيواد په بيوزلو پراخو پرګنو تکيه وکړى او په دوهم ګام کى د لاتينې امريکا نور هيوادونه هم سره يو ځاى متحد کړى.

هوگو چاوز
چاويز دخپلى وګړينيزى کړنلارى له کبله په خپل هيواد کى د ستر پرګنیز سنګر څښتن شو، لارويان به يي هيڅکله اجازه ورنکړى چى په اسانی سره د هغه له چوپتيا وروسته ونزويلا يو وار بيا د امريکا او د هغه د نوکرانو په لاس کى پريوځى.

چاويز د لاتين امريکا، اتحاد سمبال کړو هغه په واقعيت کى د لاتين امريکا لمړنې لارښود وه چى ويي کولاى شول له څو کالو چوپتيا وروسته په هغه ځاى کى د ښکیلاک او استبداد په وړاندى د مبارزى انقلابې شور او زوږ پياوړى کړى. دغه هلې ځلې د دى لامل شوى چى په برازيل، نيکاراګوئه، بوليوې او د امريکا په قاره کى څو نور هيوادونه د خلکو د سرغړونى او شورش له امله مزدور رژيمونه يو په بل پسي نسکور او پر ځاي يي ملې او چپی دولتونه منځ ته راوړى، له کومه ځايه چى د چاويز دغه سيمه ايزه جبهه د خلکو د پراخه پرګنو پر بنسټ ټينګه ولاړه وه، امريکا سره له ډيرو ويجاړوونکو هلو ځلو او لاس وهـنې پدى بريالۍ نشوه چي دغه جبهه ماته او ويجاړه کړي.

ونزويلا د نړی د ډيرو سترو نفتى زيرمو څښتنه ده او متحده اياﻻت يي د ډیری برخى پيريدونکى ده. د دى هيواد ٨٥ سلنه صادرات نفتو پورى تړلى دې. د امريکا لپاره له دى هيواد څخه لاس غوڅيدل ډير ګران تمام شول نو ځکه پرته له کوم ځنډ څخه کله چى چاويز په ١٩٩٨م کال کى واک ته ورسيد په سبوتاژ او خپلو مزدورانو کار پيل کړ تر څو د هغه وګړنيز دولت نسکور کړى. د سى، آى،اى رئيس جورج تنت په ډاګه اعلان کړى وه چى «ونزويلا د دريم هيواد په توګه د نفتو صادرولو له پلوه مونږ ته ډير مهم دى»

چاويز دخپلى وګړينيزى کړنلارى له کبله په خپل هيواد کى د ستر پرګنیز سنګر څښتن شو، لارويان به يي هيڅکله اجازه ورنکړى چى په اسانی سره د هغه له چوپتيا وروسته ونزويلا يو وار بيا د امريکا او د هغه د نوکرانو په لاس کى پريوځى.

امريکا چى تل يي د ډموکراتيکو او وګړينيزو رژيمونو په وړاندى جنګ ته دانګلى او خپل ديکتاتور نوکران يي د هغوى پر ځاى کښينولى، د چاويز په وړاندى يي پراخه جګړې په لار واچولى. سپينې ماڼې د ١٤ کالو په اوږدو کى يوه ګړۍ هم د چاويز په مقابل کى له دسيسو او توطئو لاس په سر نشوه. امريکايي چارواکی لکه بوش، ديک چينى، رايس، کولين پاول، جورج تينت او داسى نور چي په خپل هر مخالف ټاپه وهى، چاويز يي د «ديکتاتور»، «اسامه بن لادن» او «هيتلر» څخه بد تر وبالو، او د «ډموکراسى په وړاندى ګواښ» او داسى نورو عنوانونو باندې ونوماؤ. له کومه ځايه چى ونزويلا له امريکا سره په ګاونډيتوب کى پروت دى د چاويز مخالفينو د دښمن خاوره کى د جبهى شاته امن ځاى درلود او له هغه ځايه يي د سپينې ماڼۍ غوڅ ملاتړ تر لاسه کاوه.

امريکايي مشهور فلم جوړوونکى اليوراستون په کال ٢٠٠٩م کى مستند فلم د «سهيل پوله» د هوګو چاويز په نوم جوړ کړ، چى مونږ د هغه ژوند او هلى ځلى د دموکراسى او عدالت لپاره او د امريکا د دولت لاس وهنې، چل او چلوټو سره اشنا کوى. دغه مستندى صحنې الهام بخښونکى او د زده کړى وړ دې.

پدى مستند کى وينو چى امريکا په څه ډول د چاويز مخالفين د رسنيو په وسلو سمبالوى او د امريکا له خاورى ټلويزيونى چينلونو له لارى د ونزويلا د ډموکراتيک دولت په وړاندى له زهرو ډک تبليغات په ﻻره اچوى، پداسى حال کى چى چاويز او دهغه دولت پرله پسى د هغه هيواد بيوزلو خلکو ته د سوکاله ژوند اسانتياوى برابروې. د امريکا استخباراتې سازمانونه د ونزويلا په عسکرو کى د ننه د کودتا لپاره پراخه کارونه سرته رسوى. چى په پاى کى د ٢٠٠٢م کال د اپريل په مياشت کى هيواد د ناورين او بی ثباتی لورى ته راکاږې او د يوې نظامى کودتا له لاري د چاويز دولت ړنګوې، پر ځاى يي دامريکا لاس پوڅى پانګه وال د ځواک په ګدۍ ډډه لګوې او (پيدرو کارمونا) د نوى جمهور رئيس په توګه اعلانوى. څو ساعته تير شوى نه وه چى امريکا له دغه نوى دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او (نړيوال پولې صندوق) هم د مرستى وعده ورکړه.

چاويز نيول کيږى او يو نامعلوم ځاى کى تر فشار لاندى راځى چى استعفا ورکړى خو هغه سرغړونه کوى او خپل حال داسى بيانوى «د چه ګوارا پشان سر لوړی مرګ ته تیار یم نه سر ټیټ ژوند». کله چى د کودتا خبر د ونزويلا بيوزلو او فقيرو استوګن ځايو ته ورسيد په زرګونو کسان له چاويز څخه د دفاع په خاطر د جمهورى رياست په قصر يرغل وکړ نوې چارواکې يي تر محاصرى لاندى راوستو د فوځيانو عمده برخى هم له چاويز څخه خپل ملا تړ اعلان کړ او د خلکو په ليکه کى ودريدل. تر اوسه لا د نوې ادارى له عمر څخه درى ورځى تيرى شوى نوى چى د چاويز نظامې پلويانو هغه په فوځې هيلکوپترکى بيرته د جمهورى رياست قصر ته راستون کړ. د هغه هيواد بيوزله خلکو د خوښۍ او غصى په منځ کى د جمهورى رياست واګى په لاس کى ونيولى، د امريکا لاس پوڅې بيرته خپل اولې ټاټوبى (امريکا) ته وتښتیدو.

د چاويز دولت په ١٤ کالو کى بى شميره لاسته راوړنې لرى. ګام په ګام يي خصوصى مالکيت کمزورې کړ او په ځاي يي ټولنيز مالکيت دهيواد د بيوزلو ډیره کیو په ګټه پراخه کړو. هغه ديوې بريالى ټول پوښتنې په لړ کى اساسې قانون ته تغير ورکړ، د اصلاحاتو لپاره يي لار اواره کړه.

نفت يي د څو تنو لوټمارانو له منګلو خلاص او ملې کړل. د نفتو عوايد يي د بيوزلو د ژوند د کچى لوړولو لپاره په کار واچول. هغه په ورځ کى ٩٠٠٠٠ بيرله نفت د امتيازې قيمت له مخې کيوبا ته ورکول او په ځاى يي ٤٠٠٠٠ د روغتيائي چارو کارکونکى له کيوبا څخه ونزويلا ته راغلل تر څو د ونزويلا خلکو ته په لرې پرتو سيمو کى چه په عمر کې يي ډاکتر په سترکو ليدلى نه وه د بيمې وړيا روغتيايي خدمات وړاندى کړى.

چاويز نه يواځى د لاتينې امريکا بيوزله هيوادو ته په ارزانه توګه د سونګ توکې ليږدول څو څو ځله يي د متحده ايالاتو ډيرو بيوزلو تور پوټکو ته هم د سونګ توکې ویشلی دى. هغه وخت چى د امريکا خلک په ٢٠٠٥م کال کى د سيلۍ(طوفان) له ناورين سره مخامخ شول چاويز د هغوي مرستى ته ودانګل د نيويارک، ماساچوست او د ځينې نورو ښارونو بيوزله وګړو ته د سونګ توکې له بازار څخه تر ٤٠سلنې په ارزانه بيه ورسول، کوم چى د بوش د غصې لامل ګرځيدلى ؤ.

چاويز د خپلى واکمنې په موده کى تر ١٠٠٠٠٠(سل زره) زيات کوپراتيوونه د دولت تر څارنې لاندى جوړ کړل، تر يونيم ميليون زيات غړى لري چى د دولت له هر اړخيزو مرستو ګټه تر لاسه کوى.

هغه په واقعې توګه توده يي دموکراسې نندارى ته وړاندى کړه د ټولو لپاره يي د هيواد د مهمو تصميم نيولو دروازې پر مخ پرانستې پريښودلى او د کابينې مهمې ناستې يي په مستقيم ډول له راډيو څخه خپرولې، خپله يي په هرى اونۍ کى په اوسط ډول څلويښت (٤٠) ساعتونه له خلکو سره د هغوى د ستونځو د حل په هکله خبرى او مشورې کولى او هميشه پرته له کومې بدبینې او ځان ښوونى لکه چى په نورو جمهور رئيسانو کى معمول ده د هيواد بيوزلو سيمو ته تګ راتګ کاوه او د خپلو رفاهې پروژو له پرمختګ څخه يي څارنه کوله او دهغوې له احوال ځينى يي ځان خبراوه.

تر ٢٠١٠م کال پورى شاوخوا ديرش زره (٣٠٠٠٠) ټولنې (کمونونه) په سيمه کى جوړ کړل چى ولسې وګړى په هغو کى غړيتوب لرى تر څو سيمه ايزه دموکراسى تمثيل کړى او د ستونزو د حل لپاره پريکړى وکړې. هغه په هيواد کى واکمنې بروکراسى ته د پاى ټکې کيښود او د کمون له وزير څخه يي وغوښتل چى سيمه ايزو کمونونو ته اجازه ورکړى تر څو د خپلو پروژو د اړتيا په هکله پخپله تصميم ونيسى د پرمختک او څارنې کارونه يي هم په غاړه واخلې. دا د ونزويلا د عامو خلکو په ګټه يو مهم ګام وه چى ډير بيوزله کسان په خپل برخه ليک واکمن شول.

چاويز هر کال روغتيايي، تعليمې او د کور جوړولو بودجه لوړوله تر څو له بيوزلې، نالوستې او بي کورې سره مبارزه وکړى. د امريکا د دولت د ورانکارې او ستونزو رامنځ ته کولو سره سره دغه کړنلاري په بريالیتوب سره سرته ورسولى. د فقر کچه چى په ١٩٩٨م کال کى تر ٥٥ سلنې لوړه وه په ٢٠٠٩م کال کى٢٤ سلنې ته راټيټه شوه ورځ په ورځ ډيرۍ خلک د روغتيايي بيمې او ښوونیزو چوپړتیاو تر سيورې لاندى راټول شول.

په کال ٢٠٠٩م کى چاويز د ژوندانه اړينو توکو ته لکه وريجې، غوړې، بوره او داسى نورو ته قانون وټاکه چى د هغه له مخى توليد کوونو ته حد اکثر نرخ په ګوته شو تر څو د قيمتونو د لوړيدو مخه ونيسې. له دى قانون ځينى د ونزويلا ډيرو غريبو او بى وسه کورنيو ګټه تر ﻻاسه کړه. چاويز د کيوبا برياليو تجربو څخه د بلګې په توګه د خپل هيواد په ځان بسيا توب لپاره پراخى کړنلارى تر لاس لاندى ونيولې. هغه کرهڼيز(زراعتى) توکې چه پخوا به بهر ته ليږدول کيدل اوس د ننه په هيواد کى پروسس کيږى او په ارزانه بيه خلکو ته وړاندى کيږې.

چاويز د مځکو د ملې کولو لپاره يوه پراخه کړنلاره پيل کړه چى د هغى له مخى يي پنځه ميليونه هکټاره مځکه د سترو مځکه والو له منګلو ځينى خلاصه کړه په بزګرانو يي وويشله. او ويل يي «مځکه يو خصوصې شئ نه، بلکى د دولت ملکيت دى بايد هغو کسانو پورى تړلې وى چى پر مخ يي کار کوى.»

هوگو چاوز د امریکا په سترکو کی اغزی
هوګو چاویز د امریکا د سترګو اغزی وو. هغه د خپل ځان او د لاتین امریکا څو کیڼ لاسو رهبرانو په سرطان اخته کولو کی، د امریکا د لاس لرنی څخه ویلی وو، چی د هغه پر مړینی دا ګمانونه نور هم تاوده شول آن تردی چی د هغه د ډی.این.ای. بیلګه یی د لازیاتو پلټونو لپاره روسی ته واستوله.

هغه د ښځو نقش ته ډير ارزښت ورکاوه په ٢٠٠٩م کال د ښځى د نړيوالې ورځى په مناسبت يي وويل «د ښځو له واقعې ازادې پرته د نارينه ؤ ازادي امکان نلرې. يو رښتينې سوسياليست بايد رښتينې فيمنيست وي»، د ښځو چارو وزارت يي جوړ کړ او په پارلمان کى يي ښځو ته ٤٠ سلنه ونډه ورکړه، د ښځو ځانګړې بانک يي جوړ کړ تر څو سودا ګرو ښځو سره مرسته وکړى، په کابينه کى يي څو ښځو ته ځاى ورکړ، د (ونزويلا سوسياليست متحد ګوند) په مرکزيت کى چى مشرتوب يي د هغه په غاړه وه زياتو ښځو ته ځاى ورکړ، په ټوليزه توګه سياست، ټولنيزو، اقتصادې او کلتورې کارونو کى ښځو ته د برخى ورکولو لپاره ډير زيار وګاله.

چاويز قدرت ته رسيد و سره سم د جمهورې رياست لوکس لموزين ګاړې د ملت په ګټه وپلوره او خپل مياشتنې ١٢٠٠ ډالرې معاش يي تعليمې پروژو ته بسپنه ورکړ، يو شمير دولتې الوتکۍ يي وپلورلې تر څو وکولاى شې په چټکې سره د خلکو د ژوند وضعيت ته بدلون ورکړى.

کله چى امريکا په افغانستان تيرې وکړ، چاويزله لمړنيو کسانو څخه وه چى د افغانستان له خلکو څخه په دفاع راپورته شو، د امريکا په بمباريو کى د افغان شهيد شوو ماشومانو انځورونه د يوې تلويزيونى برنامې په لړ کى وغندل او نيوکه يي وکړه چى نه ښائي د افغانستان عام وګړى او ماشومان د اسامه بن لادن د تروريزم قربانې شې. هغه وويل «نشو کولاي چى تروريزم ته د بيګناه عامو خلکوپه ترور ځواب ورکړو.»

چاويز چى خلکو سره يي نږدې ټولې وعدى عملې کړى وى، د ٢٠١٢م کال په انتخاباتو کى په دريم ځل بيا ګټونکې وګرځيده، خو ناروغې ورله د دي موقع ورنکړه چى سوګند ياد کړى او د خپل رياست جمهورى دريمه دوره پيل کړى. چاويز نه يواځى د ونزيويلا د خلکو د زړونو په تل کى ځاى نيولى وه بلکى په ټولى نړۍ کى د امپرياليزم په وړاندى د يو برلاسى رهبر په توګه ډير پلويان یی درلودل. د هغه ناڅاپه مرګ سره سم د نړۍ ډيرو شخصيتونو يو په بل پسى خپله خواشينې په ډاګه کړه.

د بى.بى.سى.، د راپور له مخى جيمې کارتر، د امريکا پخوانې رئيس جمهور اعلام وکړ سره له دى چى دهغه له ټولو کارونو سره موافق نه يم. خو هيڅکله د هغه د ذمه واري په سرته رسيدو کى چى د ونزويلا زرګونو محرومو هستوګنو د سوکالې په هکله کړى وه هيڅ شک او ترديد نلرم. هغه وويل «هوګوچاويز به د خپلو زړورو او خپل سرو ادعاګانو په خاطر چى د لاتينې امريکا د هيوادونو د خپلواکې لپاره هلې ځلې کړى په يادونو کى پاتى شى.» شان پن، د هاليود پيژندل شوى لوبغاړې په خپلى بيانه کى وويل:

««د امريکا خلکو يو ستر دوست له لاسه ورکړ؛ داسى دوست چى حتى ترينه خبر نه ؤ، خو د نړۍ بيوزلو يو اتل له لاسه ورکړ».

اليوراستون وليکل:

«هوګوچاويز به تر ابده په تاريخ کى ژوندې پاتى وى. زما اشنا! تاسو چى د سولې او هوساينې لپاره هميشه زيار ګاله په پاى کى ارام اوسه»!

خوزه سرانو، د امريکا په ګنګره کى د نيويارک استازى، د چاويز په مرګ خپله خواشينې ښکاره کړه او په خپلې انتخاباتې حوزه کى يي خلکو سره د چاويز د نفتې توکو مرسته وستايله او زياته يي کړه:

«ښائي چاويز ګڼ شمير نيوکو سره مخامخ و خو مهمه داده چى په ياد ولرو هغه هر وار په دموکراتيکه توګه ټاکل شوې وه، هغه ټاکنې چى بين المللې څارونکو ازاده او منصفانه پيژندلى وى»

د چاويز د مړېنې غميزه پداسى حال کى د هغه مرستيال نيکولاس مادورو، خپلو خلکو ته اعلام کړه چى سترګې يي له اوښکو ډکې وې. هغه په سرطان باندي دچاويز اخته کيدل د هغه امپرياليستې دښمنانو پورى غوټه کړ. د امريکا دسفارت دوه نظامې اتشه يي د جاسوسې په تهمت له کاراکاس ځينى بهر کړل. مادورو چى خپله د ټولنې له کښتنې قشر ځيني راپورته شوى وه د بس چلونکي ځاى څخه په مهمو پوستنو کى د چاويز په مرستيال بدل شو. په غوټه کړو موټو يي اعلان وکړ چى بوليوارې انقلاب به په ټول ځواک سره دوام کوى. هغه د خپل هيواد ټولو مسئولينو او خلکو ته په ډاګه کړه چى په ټينګ عشق او محبت به د ملې يووالې څخه ساتنه کوو. فوځ هم اعلام کړه چى د خپلې خاورې د ځمکنې بشپړتیا او خپلواکې څخه به ساتنه کوى.

چاويز د خپلى ١٤ کلنې دورې په موده کى پدى بريالى شو چى د ټولنې له عادې وګړو څخه يو ټيم وروزی او مهمى څوکۍ ورته وسپارى. هغوى په کلنو، کلنو له چاويز سره يوځاي د هغه د انسانى او دموکراتيکو کړنلارو دعملې کولو لپاره د سر په قربانولو خپلې دندې او کارونه سر ته ورسول. اوس چى چاويز نشته، کيداى شى هيله مند اوسو چى دوى به د مادورو تر مشرۍ لاندى له چاويز څخه پر ځاى پاتې شوې کارونو ته نوره هم په غوڅه توګه دوام ورکړى او د امريکا د نوکرانو د ورانکاريو مخه په قاطعيت سره ونيسې، اجازه ورنکړې چى دغه هيواد يو وار بيا د سپينې ماڼۍ دچور او لوټ په ډګر بدل شى.

چاويز د لاتينې امريکې د يو ځانګړې لار ښود په توګه وښووله، که چيرې په بيوزلو خلکو تکيه وشى، کيداى شى په ډير ستر زبر ځواک که هر څومره د انسان وژنې په پر مخ تللو جنګې ماشينو سمبال هم وې برياليتوب تر لاسه شى او د خلکو برخه ليک ته بدلون په برخه کړى.

همدا ډول دا هم امکان لرى چى ډير ستر رهبران په ځينو شرايطو کى له ډيرو جدې اشتباه ګانو سره مخامخ شى . زما په آند د چاويز ډيره جدې اشتباه دايران «فقيه ولايت» فاشيستې رژيم سره د هغه له حد څخه وتلې نږديوالې و. هغه داسى يو رژيم ته د دوستې لاس ورکړ چى په هيڅ ډول يي د هغه له فکر او ارمان سره نژديوالې نه درلود بلکه دهغه په مقابل کى يي ځاى درلود. هغه د اسلامې جمهورى انسان وژونکو سره په داسى ناوړه توګه روح او تن شوى وه چى د ايران د بد بخته خلکو او ازادې غوښتونکو وژنه يي د منځنۍ پيړۍ د جلادانو په لاس له ياده وتلې وه. د ايران د زرګونو ښځو او مبارزو خلکو وژنه چى د احمدى نژاد- خامنه اې رژيم د انسان وژنې په قصابخانه کى شکنجه او اعدام کيږى هيڅکله په دفاع راپورته نشو. چاويز د ايران د مترقې او روڼ اندو په وړاندې د ايران دموکراسى ضد، جهالت پيشه او دخلکو ضد اخندى رژيم سره دوستى او اتحاد دهغه څهره پيکه کړه. هغه د امريکا د امپرياليزم څخه له ژورى پوهى سره سره ونشو کړاى د ايران د ديوصفته رژيم جوړ جاړي چى د پردى تر شا له امريکا او لويديز سره تر سره کيږى پوه شى او درک يي نکړه چى ايرانې اخندان، په ټوليزه توګه اسلامې بنسټپاله پوره ديرش کاله د دغه هيوادونو د استعمارى استراتيژى لپاره په اسيا کى يو پاک اوصاف واټ و.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 301 میلمانه آنلاین لرو