د عراق او افغانستان د جګړی د څلورو څخه تر شپږو تریلیونو ډالرو د لګښت څخه څوک ګټه پورته کوي؟

«هر ټوپک چې جوړیږي، هره بیړۍ چې په کار اچول کیږي، هر توغندۍ چې توغول کیږي، په آخرین تحلیل کې هغه څوک چې په ولږه کې خوړو لپاره ډوډۍ نه مومي او په سړو کې د اخوستلو لپاره جامی نه لري د هغوي نه په غلا کولو دلالت کوي»

ایزونهاور، د امریکا پخوانې ولس مشر

صلح امریکا

تر اوسه د امریکا د دولت د رسمې ارقامو په بنسټ داسی انګیرل کیده چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د جګړی لګښت کچه به تر دوه تریلیونه (دوه زره میلیارده) ډالرو ته رسیږي. لیکن یوه نوی څیړنه چې د امریکا د هاروارد د پوهنتون د پوهانو د ۲۰ کسیزی ډلې لخوا تر سره شوی، دغه لګښت کچه د څلورو څخه تر شپږو تریلیونو ډالرو ښایی. سربیره پر دی دغه څیړنه دا هم ښایې چې دغه دوه ویجاړونکو جګړو لږ تر لږه ۲۲۵ زره تنه وژلې او لاتر اوسه هم د دې هیوادونو د خلکو او سرتیرو څخه قربانی اخلې.

د هاروارد د پوهنتون یو تن څیړونکی لیندا بیلمز وایې: د جګړی څخه د زیانمن شوو دوه نیم میلیونه کسانو ته د بی کچې صحې خدماتو لګښت او دا شان د جګړی څخه تپل شوي لوړ ټکس ورکول، د لګښت کچه ورځ تر بلی پورته کوي. تر ټولو پورته لګښت چې پینټاګون د هغه سره لاس او ګریوان دی، په لس کلنه ویجاړۍ او وژنې کې هغوی د سرتیرو کډون او د هغوي په روان او صحت یې ناوړه اغیزه کړی نو د دغه راستانه شوي سرتیرو لپاره د صحې خدماتو وړاندې کول دي. د جنګ د ډګر څخه د راستانه شویو سرتیرو شمیره چې یو میلیون او ۶۵ زره کسانو ته رسیږي د نیم څخه زیات یې د درملنې لاندې دي او د راپورونو په اساس د ځان وژنې پیښی په کې زیاتی شوي دي.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۲۸ مه د «واشنګتن پست» ورځپاڼې د دی څیړنو پایلې خپری کړی او داسی لیکې د معاشاتو او د متقاعدینو د امتیازاتو د ورکولو په خاطر له بانکونو څخه د پور اخیستنې لګښت نور هم لوړ کړی دی. دا په دی مانا چې د عراق او افغانستان جګړې د امریکا په پورونو دوه تریلیونه ډالر نور ور زیات کړي. د دی پورونو ۲۰ سلنه د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۲ زیږدیز کال ترمنځ اخیستل شوې. په تیرو لسو کلنو کې د امریکا د پور اخیستنی کچه تر ۱۶ تریلیونو پورته شوی او ورځ تر بلی پورته کیږي.

امپریالیزم او جګړه دواړه د یوی سکې دوه مخه دي او د دغه سیسټم ژوند د یرغل او ښکیلاک پرته ناشونی دی. د ا جګړه او د نیستمنو هیوادونو لوټل دي، چې د ښکیلاک خونړې څرخ ورڅرخوي. امریکا چې د اقتصادي پلوه په ډیر بد وضعیت کې شتون لري، یوازی جنګ ته په مخه کولو سره کولی شي چې په نړۍ بر لاسه اوسي، سربیره پر دی چې د افغانستان جنګ ملا ماتونکې لګښت لري، ولی بیا هم په دغه مهمه جیوپولتیک سیمه کې پاتی کیدل د دوي برلاسه ژوند تضمینوي او نه غواړي چې د دی څخه لاس په سر شي.

امپریالیزم او جګړه دواړه د یوی سکې دوه مخه دي او د دغه سیستم ژوند د یرغل او ښکیلاک پرته ناشونی دی. د ا جګړه او د نیستمنو هیوادونو لوټل دي، چې د ښکیلاک خونړی څرخ ورڅرخوي.

دا د امریکا ولس دی؛ چې د نیستمنۍ او بیوزلۍ سربیره د یرغلګریزی جګړې پیټې په خپلو اوږو وړی، چې د هغوي ژوند او مستعمرات د ویجاړۍ لور ته بیایې لیکن د ګوتو په شمیر دغه حریصه، مفتخوره او جنګ غوښتونکې لږه کې دي چې د پانکې په ډیرولو ځان خوشحالوي. په داسی حال کې چې ۵۰ میلیونه امریکایان (یو پر شپږ وګړي) د بیوزلۍ تر کچه لاندې ژوند کوي او د روان مالې کړکیچ له امله یې ژوند نور هم ترخ شوی، لیکن د ګوتو په شمیر دغه میلیاردرو ته دغه جګړه ګټه او بقا وربخښي. د آکسفام موسسې د سروی په بنسټ چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال د جنوری په ۱۸ مه یې خپره کړه، په امریکا کې د یو سلنه بډایه خلکو عاید له ۱۹۸۰ کال څخه را پدیخوا دوه برابره زیات شوی او اقتصادي بحران په هغوي منفي تاثیر کړی یعنی پانګه یې نوره هم ډیره شوی ولی بلخوا یوازی په ۲۰۱۲ کال کې د دری میلیونو څخه زیات خلک د امریکا د بیوزلۍ د کاروان سره یو ځای شوي دي.

پنټاګون چې د امریکا د بودجې ډیری برخه د نظامی موخو لپاره لاسته راوړي د نړی تر ټولو فاسد اورګان دی او لوټمارۍ په کې ځاله جوړه کړی. د امریکا د تیری کونکې جګړې اصلی سیاست جوړونکې د نظامي وسلو جوړونکې غټو شرکتونو خاوندان دي چې دفاع وزارت ته د جګړی اوزار جوړوي او د هر راکټ په توغیدو سره په سلګونو زره ډالر د هغوي جیب ته ورځي. د دغو شرکتونو څرخونکې سره له دی چې د پنټاګون په مهمو څوکیو ګمارل شوي د موجوده نظام واک په لاس لري.

د امریکا پخوانې ولس مشر ایزونهاور، د نظامی خدمات قراردادي شرکتونو ته سپارلو په اړه داسی خبرداری ورکوي:

«.. دا به د دی لامل شې چې نظامي مصارف د ملې امنیت په اړتیا نه، بلکه د وسلو جوړونکو شبکو او د منتخبو چارواکو لخوا په لوړه بیه وټاکل شي.»

«د پنټاګون لویه غلا: د درغلیو او د تروریزم په نوم د جګړی څخه غلطه ګټه اخیستلو داستان دی» دا کتاب ښاغلې جفری سنټ کلیر په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې خپور کړ. دا کتاب ښه په جزیتاتو روښانه کوي چې څرنګه واکمن نظام پوری تړلې غټې کمپنۍ د افغانستان او عراق د جنګ تړونونه لاسته راوړي او په میلیاردونو ډالر په بډه کوي.

امریکایی تکس ورکونکی
امریکایې ټکس ورکونکې د جنګ لګښت ورکوي

کاتلین کرستشن د سی.آی.ای پخوانې شننونکې د دی کتاب په اړه داسی وایې:

«رشوت، وهل ټکول، یو طرفه قراردادونه، جنګ، ربړونه او د سیاستمدارانو پیرودل ټول دغه دردونکې شیان د جفر کلیر په دغه اغیزمن کتاب کې تاریخ وار او تفصیل سره ځای پر ځای شوي او ښایې چې د امریکا دفاعې صنعت څرنګه د ځناور خویه افرادو لخوا چې د جګړی څخه ګټه پورته کوي لوټل شوی او دی موخې لپاره د امریکا ټولنه او سیاستونه جګړه ایز لور ته بیایې.»

« ټول او ځواک» کتاب لیکونکې ریچارد دوف بوف لیکې:

«د څلورو لسیزو په تیریدو سره اوس هم اوسپنیز مثلث Iron Triangle ـ ګانګرس، پنټاګون او نظامې ټکه دارانو ـ د نظامی لګښت خپله دوه مخه توره تیره ساتلې. یو اړخ یې په اقتصاد کې د ونډیزو شرکتونو غوښتنې او ګټې پیاوړی کوي او بل اړخ یې د ملکې دولت څخه د اړتیا سرچینې لوټی.»

په یو بل کتاب کې د «امریکا پوځیتوب سیاسي اقتصاد» تر عنوان لاندې اسماعیل حسین زاده، د امریکا پوځې ستری بودجې په اړه هر اړخیزه څیړنه کړی. دا کتاب د لاسوندو په بنسټ دا په ډاګه کوي چې څرنګه دغه ستر پوځی لګښت د امپریالیستي سیستم د څرخولو لپاره اړین دی او پرته له دی به د امریکا ټولنیز ژوند د ستر ناورین او کړکیچ سره مخ شي:

«... دا مهال جنګ او پوځیتوب د بډایه میلیونرو او میلیاردرو په خاوره کې په بنسټیزی وزلی بدل شوی. د پنټاګون تړونوالان او د هغی مشران د هیواد په کچه تر ټولو بډایه او پیسه داره خلک دي.... د جنګ اصلې ګټونکې پوځې صنعتکاران، مشران او د پنټاګون ټکه داران دي چې د امریکا په ټکس ورکونکو لوبې کوي.»

امریکا د «تروریزم سره د جګړی» په نوم پر افغانستان پوځې یرغل وکړ او د تروریزم لمن یې لا ډیره پراخه کړه د یولس کلنو تیریدو وروسته وایې چې طالبان زموږ دښمنان نه دي. دغه جګړه په عراق کې په دی پلمه چې صدام حسین د ډله ایزی وژنې وسلې لري په لار واچول شوه لیکن دغه دعوی دروغ ثابت شوه او په هغه هیواد کې لا تر اوسه د ډله ایزی وژنی وسلې لاسته نه دی راغلې.

امریکا د سلو زرو زیاتو عراقیانو د وژلو وروسته د عراق د جنګ پای ته رسیدل اعلان کړ په داسی حال کې چې فرقه ای او تروریستی نښتې لا تر اوسه روانی دی او ولسې وګړی په کې وژل کیږي او هغه هیواد په کنډواله بدل شوی. په افغانستان کې لا تر اوسه د ولسې وکړو د وژل کیدو کره ارقام په لاس کې نشته، خو د شک پرته دغه شمیره د عراق څخه پورته ده.

په افغانستان او عراق کې دیره امریکایې ځواکونو په پورته لیکو کې په پراخه کچه لوټ او فساد شتون لري او د پوځي بودجې ډیره برخه لوټل شوی او د جنګ غوښتونکو مشرانو جیبو ته ورغلې.

د امریکا د یرغلګریزې جګړی اصلی سیاست جوړونکې د نظامي وسلو جوړونکې غټو شرکتونو خاوندان دي چې دفاع وزارت ته د جګړی اوزار جوړوي او د هر راکټ په توغیدو سره په سلګونو زره ډالر د هغوي جیب ته ورځي.

څه موده وړاندې د امریکا د کنګری ځانکړی څارونکې جان اف سوپکو چې په افغانستان کې د پوځې پروژو څار یې کوو د پوځ د بیا ودانولو په کړنلاره یې کلکه نیوکه وکړه او په دغه برخه کې د پراخ فساد څخه یې پرده پورته کړه. یوه بیلګه یې د ۴۷۵ میلیونو په ارزښت هغه سونګ توکې و چې هیڅ اسناد یی نه درلودل. سربیره پر دی هغه په پنټاګون او یو اس آی ډي تور ولګو چې هغوي د افغانستان د بیاودانولو د پروژو لپاره اوږد مهاله برنامه نلري او ډیری پروژی بی کیفیته جوړی شوي. نوموړي د افغان ځواکونو د هغه اډو څخه لیدنه وکړه کومې چې د امریکایې ځواکونو لخوا جوړی شوی دي او خبرداری ورکړو چې یوازی په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې لږ تر لږ څلور سوه میلیونه ډالر لوټل شوی دي.

څه موده وړاندې دی ته ورته یو راپور مطبوعاتو خپور کړو چې په عراق کې په سلګونو میلیونه ډالر فساد خوړلې.

دا یوازی عراق او افغانستان نه دی چې د لوړ پوړو چارواکو لخوا په کې په لویه کچه پیسی وهل کیږي. په کال ۲۰۱۲ کې د امریکا دفاع وزیر لئون پنتا، د مالې رسوایی په علت څلور ستوری لرونکې جنرال ویلیام وارد، یی د درجې تنزیل سره مخ کړو. جنرال وارد په افریقا کې د امریکا د پوځی ځواکونو قومندان و.

لیکن د لوټ او تالان په دغه طوفان کې معمولا امریکایی سرتیری د امریکا د یو سلنه حرصناکو او خود غرضو په تول کې قربانی کیږي. په پورته ذکر شوی کتاب «د امریکا پوځیتوب سیاسي اقتصاد» کې د جنرال سمیدلی بوتلر څخه نقل شوي:

«زموږ د بچیانو مرګ ته لیږلو لپاره هغوی ته د خوښۍ مفکوری انځور وي....."دغه جنګ دی لپاره دی چې نړۍ د ډموکراسۍ لپاره په خوندي کور بدل کړو." یو کس هم هغوي ته ونه ویل چې د دی اصلي لامل ډالر او سنت دی. کله چې هغوي جنګ لور ته مرش کیدل هیڅ چا هغوي ته ونه ویل چې ستاسی مړینه د جنګې ګټی په مانا ده. یوازی هغوي ته وویل شو چې دا به ستاسی "یو ځلانده یاد" وي.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 384 میلمانه آنلاین لرو