د اتمې ازموينو په لړ کى د امريکا د دولت بى رحمې د خپلو خلکو او پوځيانو په وړاندى

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی

امريکا د هسته يي وسلو له پلوه ستر او لمړنې هيواد دى چى په خپلو خلکو او د ټولى نړى په هيوادونو يي د اتمې ازموينو په لړ کى، تر ټولو زيات بشرې جنايتونه سر ته رسولې چى د څو لسيزو په تيريدوسره له دى رازونو پرده پورته کيږې. د اتمى چاودنو په لړ کى د امريکا د دولت بي رحمې د خپلو خلکو په وړاندى دومره وحشتناکه او دردوونکې ده چى قربانيان يي تر اوسه پورى د هغو له پايلو خلا صون نلرى.

سره لدى چى تر اوسه په نړۍ کى اته(٨) هيوادونه دغه وسلو ته لاس رسې لرى، خو امريکا يواځنې هيواد دى چى هغه يي د بل ملت په وړاندى استعمال کړى. امريکا په ١٩٣٩م کال کى د جمهور رئيس فرانکلين روزولت د غوښتنې له مخى د هسته اى بمب په جوړولو پيل وکړ تر څو د اړتيا په صورت کى د نازې المان په وړاندى ترينه کار واخستل شې، خو د امريکايي (نازيانو) له خوا د دى وسلى موخه د جاپان بى دفاع خلک وګرځيدل. تر څو په نړۍ خپله بادارې، خپلو نظامې او سياسې سيالانو ته په ډاگه کړى.

په امريکا کى د هسته اى وسلو د جوړښت او ازموينى په لړ کى د عادى وګړو په څنګ کى چى د قربانيانو عمده برخه جوړوى، د نظامې ځواکونو مړېنه او ناروغې هم د دغو ويره اچوونکو چاؤدنو او وژونکو توکو له امله منځ ته راځي. دغه نظاميان لکه د لابراتوارى موږګکانو يا ماشينې انسانانو په ډول تر ناوړه ګټـى اخيستنې لاندى نيول شويدى هغوى بايد عملاً د انفجارې سيمو په شاؤخوا کى حضور ولرې، تر څو د راديواکتيفى تشعشعاتو اغيزى د هغوى په جسمى او روحى سلامتيا ترڅيړنى لاندى ونيول شى. د دغو سربازانو شمير چى زرګونو تنو ته رسيږى، د چاؤدنى له سيمى څخه په څو سوه مترى کى ځاى پر ځاى کيږى، د مصؤنيت لپاره يي پرته له يو ساده ماسک او عينکو څخه بل څه نه ورکول. د جسمى زيانونو برسيره زياتره عادى خلک د خپل استوګنځى په شاوخوا کى د دغه چاودنوله جنايت زيږدو پيښو ځنى بي خبره وه. د اتمى برخى څيړنيزو ادارو هم په خپلو علمې مرکزونو کى دغه (لابراتوارى موږګکان) د انسانى ضد کارونو لپاره استعمالول.

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی
د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی
په امريکا کى د هسته اى وسلو د جوړښت او ازموينى په لړ کى د عادى وګړو په څنګ کى چى د قربانيانو عمده برخه جوړوى، د نظامې ځواکونو مړېنه او ناروغې هم د دغو ويره اچوونکو چاؤدنو او وژونکو توکو له امله منځ ته راځي. دغه نظاميان لکه د لابراتوارى موږګکانو يا ماشينې انسانانو په ډول تر ناوړه ګټـى اخيستنې لاندى نيول شويدى هغوى بايد عملاً د انفجارې سيمو په شاؤخوا کى حضور ولرې، تر څو د راديواکتيفى تشعشعاتو اغيزى د هغوى په جسمى او روحى سلامتيا ترڅيړنى لاندى ونيول شى.

تر ٤٠٠٠ زيات امريکايانو ته په تحقيقاتې مرکزونو کى پلوتونيوم ستنى ولګيدلى تر څو د دى وژونکى مادى اغيزه د هغوى روغتيا يي حالت تر څيړنې لاندى ونيسى. دغه خطرناکى څيړنې هميشه د خلکو له نظره پټى ساتل کيدى، کوم خلک چى تر دى څيړنو لاندى نيول کيدل هم له واقعيت ځنى نه خبريدل. د امريکا لمړنې اتمې بمب په کال ١٩٤٥م د جولاى په ١٦ نيټه په برياليتوب سره ازمايښت شو چى قدرت يي ٢٠ کيلو ټن ته رسيده. د امريکا د رسمى ارقامو په بنسټ، دغه هيواد د ١٩٤٥م کال د جولاى له ١٦ څخه تر کال ١٩٩٢ د سپتامبر تر٢٦ پورى د ١٠٥٤په شاؤخوا ازموينې او دوه اتمى حملې تر سره کړيدى. دغه ازموينى په مختلفو سيمو کى تر سره شويدى د هغې له جملى څخه ١٠٠ ازموينى په لټ سمندر کى ٩٠٠ ازموينى د نوادا په اتمى مرکز کى او پاتى نورى ازموينى په اﻻسکا، مسيسيپى، کلورادو، نيومکسيکو او داسى نورو کى سرته رسيدلى. دغه ازموينى ټولى بريالۍ نه وې په ځينو حالاتو کى ناکامې يا له مرګنيو پيښو سره چى د سلګونو نظامى او ملکې خلکو د مړينى لامل شوى او په هغه سيمو کى د ناورين سبب ګرځيدلى.

گلين الن چينىپه « هغوى هيڅکله نه پوهيدل: دهسته اى ازموينو قربانيان» تر عنوان لاندى کتاب کی چی په ١٩٩٦ کال چاپ او خپورشو چى د امريکا د اتمى چاودنو په هکله د دى کتاب په يوى برخه کى داسى ليکلى:

«د امريکا متحده ايالاتو د دموکراسى او له خپل ځان څخه د دفاع تر شعار لاندى گڼ شمير بمونه د نوادا په اتمى مرکز کى ازمايلى دى. هرى اتمى چاودنى په سلګونو ټنه راديواکتيفى توکې هوا ته ليږدولي، چى د دغو توکو ټوټى د امريکا په اسمان کى د خوټيدلو په حالت ګرځېدلې. د پلوتونيوم ايزوتوپونه، سزيم، استرونتيوم، ايودين-١٣١ او داسى نور وژونکى عنصرونه په تدريجى توگه بيرته ځمکى ته راپريوتل. د دغه توکو زيا تره ټوټې په نوادا او يوتا کى ځاى په ځاى شوي چى د څارويو د مړينى، د کرهڼيزو مځکو سوزيدل، د سيمى د اوسيدونکو ماشومانو او بالغه کسانو د وينى په سرطان اخته کيدل، په نوې زيږدو ماشومانو کى ناوړه جوړښت (سؤشکل)، په شمالى داکوتاى کى د شيدو ککړتيا، په نيويارک کى د نيگاتيو انځورونوله منځه تلل د دغه ازموينو پايلى وي. دغه توکې پرته له الاسکا او هاوايي ځنى په ټولى امريکى کى خپاره شول.»

الن چينې د وروستۍ ازموينى په هکله چى د مرشال په جزيره کى تر سره شوى وه داسى ليکلى:

«همدا ډول ٦٦ نور بمونه تر ازموينى لاندى ونيول شول چى په نوادا کى تر استعمال شوو بمونو څو ځله زيات زورور وه. دغه بمونو ته د مارشال په جزيره کى چى د لټ سمندر په سهيل کى د امريکا تر قيموميت لاندي ده چاودنى ور کړل شوى، د خپاره شوو معلوماتو په بنسټ د دى سيمى ٥٠٠٠ استوګن د خپلو کورونو پريښوولو ته اړ کړاى شول، څلور لسيزى تيري شويدى، دغه خلک اوس هم په ليرى پرتو جزيرو کى له کړاونو څخه ډک ژوند تيروى. د امريکا ٤٢٠٠٠ پوځيان د اتمى زبالو کوم چى په راديواکتيفى توکو ککړ شوى وه او نن په صنعت کى د استعمال ځاى نلرى.»

نا کامه شوى ازموينې او له هغوى څخه راپورته شوى پيښې

د امريکا ټولى اتمې ازموينى که هغه د هيواد په مختلفو سيمو کى د ننه يا بهر تر سره شوى دى بريالې نوى، په ډيرو پيښو کى يي تلفات اودرانه تاوانونه د ژوند چاپيريال او عامه تاسيساتو ته اړولى، کوم وګړى چى د راديو اکتيفى موادو د ستنې وهلو له کبله وژل شوى د انسانى تلفاتو يوه بيلګه ده. د منهاتن او لويس سلوتن پروژو د انسانى قربانيانو په برخه کى تر ټولو زياتى ځانګړ تياوى تر لاسه کړيدى. د ګيسل بروو په پروژو کى د ١٩٥٤م کال د اتمى زبالو خپريدل د امريکا يوه بل اتمې ناوړين وه.

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی

د ګيسل بروو د عملياتو په لړ کى چى امريکايي قوتونو د همدى ډول وسلى د ازموينې قصد کړى وه، خو دغه بمب په ناڅاپۍ ډول کښته را پريوت سيمىه په د راديو اکتيفى توکو ککړه شوه. تر سل ميل مربع مساحت زياته مځکه مستقيمآ د تشعشعاتو تر اغيزى لاندى راغله. دا ډول تېروتنى يواځى ګسيل بروو پورى تړلى ندى، بلکى په ډيرو مختلفو ازموينوکى هم داسى پيښى منځ ته راغلې. لکه په ١٩٥٧ کال د اتلانتيک په ښار کى، په ١٩٥٨ کال جورجيا کى، په ١٩٦١ کال د کارولينا شمال کى، په ١٩٦٥ کال په اوکيناوا کى، په ١٩٦٦ کال د اسپانيا د پالومريس درياب په غاړه کى، په ١٩٦٨ کال ګرين لنډ او داسى نورو ځايونو کى.

د Castle Bravo عملیات:

په ١٩٥٤م کال د مارچ په لمړۍ نيټه د امريکا متحده اياﻻتو د هسته اى بمونو په جوړولو لاس پورى کړ چى د دى وسلو په تاريخ کى تر ټولو ډير خطرناک او ويجاړوونکى ګڼل کيږى. امريکا ډيرى سترى هسته اى ازمويىنې تر سره کړى. دغه عمليات کد تر عنوان لاندى د پيکنى په جزيره کى چى د مارشال په مجموع الجزاير کى موقعيت لرى سر ته ورسول. امريکا هڅه کوله داسى حرارتى هسته اى بمونه جوړ کړى چى په هواکى د انتقال وړتيا ولرى. د جوړښت په طرح کى د اشتباهګانو په دليل د هغوى له جملى ځينى د يو بمب د چاودنى وړتيا ١٥ ميگاواټو ته ورسيد، د دغى چاودنې اندازه له وړاند ويېنى(پيش بينى شده) څخه دوه نيم برابره لږ قابليت درلود. دغه بمب١٠٠٠ برابره له هغه بمب څخه چى هيروشيما کى استعمال شوى وه پياوړتيا درلوده.

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی
د بروو کلا د بمب قدرت له هغه څه نه چی وړاندوینه یی شوی وه په کراتو زیات وو.

د دى بمب راديواکتيفى زبالوتر ١١٠٠٠کيلومترزياته مساحه تر پوښښ لاند ى راوړى وه. دغه تاوان يواځى د امريکا خاورى پورى محدود پاتى نشو، بلکى له پولې څخه تير شو په استرليا، هند، جاپان او اروپايي هيوادو کى هم وليدل شو. د بيکنى اوسيدونکى تر مخه نورو جزيرو ته ليږدول شوى وه، خو دغه چاودنه دومره ځواکمنه وه چى توکې يي نورو جزيرو ته هم ورسيدل، سخت زيانونه يي د خلکو روغتيا او چاپيريال ته ورسول.

د مريلند روغتيايي انستيتيوت او د بروکان ملى ﻻبراتوار يو شريک روغتيايي گزارش په نيويارک کى خپور کړ. پدى هکله يي ډير جزئيات وړاندى کړى وه. د دى ګزارش په يوه برخه کى داسى راغلى:

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی
د هیروشیما د اتمی ازموینی یو تن قربانی

لدى پيښى وروسته د دوه، درى لسيزو په لړ کى زيات شمير ماشومان او بالغ وکړى د رانکلپ په سيمه کى د تايروئيدى په ناروغې اخته شول چى د ځينو حالت د انديښنى وړ دى.

(د ټولو اتمې ازموينو منع سازمان) د خپلې څيړنې په يوې برخه کى د دى عملياتو د پراخو زيانونو په هکله ليکې:

«تر چاودنى څو گړۍ روسته د جاپان کب نيولو په بيړۍ د انفجارې توکو اورېدل پيل شول، دغې بيړۍ (پنځمه شميره بختور ښامار) نوم درلود. بيړۍ شاؤخوا ١٤٥ کيلومتره د چاودنى له سيمى څخه د باد په لورې کى موقعيت درلود. د رونکلپ ټاپو چى ١٧٠ کيلومتره ليرى پرته وه هم د راديو اکتيفى توکو د اورښت شاهده وه د بيړۍ ډير کارکوونکى ناروغه او د هغوى يو تن مړشو. د رونکلپ ٦٤ کسان ډير ژر د تشعشعاتو تر اغيزى لاندى پريوتل چى کانګۍ، د پوټکۍ سوزش، د ويښتانو توئيدل او مسموم کيدل د دغو هسته اى چاودنو ښکاره نښې وى.»

د ژوند چاپيريال د دى ازموينى بله قربانى ده. د بيکنى په ټاپو کى د براوو تر عملياتو وروسته دهغه ځاى خاوره او اوبه د ګټې اخيستنى وړ نه وه. د سيزم، کوبالت، سترونتيم، امريکيم او د پلوتونيم ايزوتوپونه په هغه ځاي کى خپاره شوى وه چى د اوسيدونکو حتى د څارويو ژوند يي له خطر سره مخامخ او په ځينو حالاتو کى ناشونى کړى وه. د دى ټاپو په ځينو برخو کى د اوبو وچيدل د ژوند چاپيريال ته يو بل ګواښ شميرل کيږى. د دى ټاپو بوټې هم په راديواکتيفى توکو ککړ شوى وه، لکه د نارګيل ونې چى سيزيم-١٣٧ يي د خاورى له ﻻرى جذب کړى وه نور د استفادى وړ نه وه، وار په واريى ميوي په دغه توکو ککړى شوى.

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی
د ۱۹۴۵ د اګست په ۶ او ۹ تاریخ امریکا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکی ښارنو اتمی برید وکړ چی تقریباْ ۳۰۰۰۰۰ تنه پکی ووژل شول او دواړه ښارونه په کنډواله بدل شول. ددی ښارونو خلک د څو لسیزو په تیریدو سره ددغه ناورین له اوښتو زیانونو څخه رنځ وړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 60 میلمانه آنلاین لرو