د امریکا پوځي اډو پروړاندې د جاپان د اوکیناوا د خلکو غورځنګ

تظاهرات علیه پایگاه های امریکا در اوکیناوا

د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د دوهمې نړیوالې جګړې وروستیو شیبو کې د جاپان اوکیناوا ټاپو کې د جاپاني او متحدینو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه ونښتله چې په پایله کې یې له دوو سوو زرو څخه ډیر وګړي ووژل شول. وروسته له دې چې امریکا د هیرویشیما او ناګاساکی ښارونو باندې اټومي بمونه ورواچول، د جاپان دولت تسلیم شو او د امریکا ځواکونو اوکیناوا ټاپو خپلې ولکې کې ونیو او پر هغه یې تر ۱۹۷۲ کاله پورې بشپړ کنټرول درلوده. لیکن نن ورځ د جاپانیانو د کلکو مخالفتونو سره سره بیا هم پدغه ټاپو کې ۳۴ اډې لري چې د دغه ځای ۱۱ سلنه خاوره په بر کې نیسي. په جاپان کې د امریکا ټول ۷۵ سلنه نظامي تاسیسات پدغه ښار کې شتون لري.

اوسمهال د اټکل له مخې د امریکا ۲۱۰۰۰ نظاميان له خپلو کورنیو سره پدغه جزیره کې استوګنه لري چې د کورنیو وګړو سره یې شمیر تر ۴۰۰۰۰ تنو ته رسیږي چې لګښت یې د جاپان د خلکو له مالیې څخه ورکول کیږي. اوکیناوا د ویتنام، عراق او افغانستان جګړو کې د پنټاګون لپاره ښه نقش لوبولی دی، د دې له امله نه غواړي چې دغه ځای پریږدي.

له هغې ورځې څخه چې اوکیناوا د امریکا د نیواک لاندې شو، د اوسیدونکو مخالفت او نیوکې ورسره هم راوچتې شوې او دغې جزیرې تل د امریکا پروړاندې پاڅونونه درلودل. کله چې د ۲۰۰۴ کال د اګست په ۱۳ نیټه د امریکا نظامي هیلي کوپټر د اوکیناوا نړیوال پوهنتون پر ودانۍ ولوید، د امریکایي ځواکونو پروړاندې خوځښتونه ډیر او د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره خلک یو موټي او لاس په کار شول.

د فوتینما نظامي اډه چې په استوګنځای کې موقعیت لري، د خلکو د ځورولو او د ژوند چاپیریال د ککړیدو لامل ګرځیدلی دی. امریکایان د نړۍ هیڅ قانون ته غاړه نږدي، ټول امنیتي اصول تر پښو لاندې کوي. دا چې د امریکا مخکني دفاع وزیر دونالډ رامزفیلډ دغه اډه «د نړۍ هوایي خطرناکه اډه» بللې وه، لیکن له دې سره بیا هم د جاپان دولت ونشو کولای چې امریکایان له دغې اډې وباسي.

تظاهرات دهها هزاری علیه پایگاه های امریکا در جاپان
د اوکیناوا او د جاپان د نورو سیمو وګړي له څو لسیزو راهیسي د امریکا نظامي شتون پروړاندې نیوکې کوي، لیکن آن تردې چې د دغه هیواد دولتونه د اډو پر تړلو ندي توانیدلي.

په ۲۰۰۶ کال کې د جاپان او امریکا دولتونو بلې سیمې ته د فوتینما اډې پر وړلو هوکړه وکړه، لیکن د جاپان د نورو ښارونو وګړو د مقاومت له امله چې په خپله سیمه کې د دغې اډې ځای پرځای کول نه غواړي، دغه پلان تراوسه عملي بڼه خپله نکړه. کله چې امریکا پریکړه وکړه چې د اوکیناوا سیمې اړوند اوبو کې د هینوکو سیمې سره مصنوعي ټاپو جوړ کړي، دا ځل نه یواځې په اوکیناوا کې بلکې په ټول جاپان کې مخالفتونه او نیوکې راوچې شوې او دغې پریکړې پروړاندې ټولو سیمه ییزو دولتونو، ښاروالیو او سیمه ییزو شوراګانو پریکړه لیکونه خپاره کړل. دوی وایي چې د دغې نوې سیمې ودانول پرته له دې چې د خلکو ژوند ته خطر رامنځته کول دي، د یو ډول سمندري ځناور دمنځه وړلو لامل هم ګرځي چې لږ موندونکي او دمنځه تلو په حال کې دي، څه موده وړاندې د ساتنې لپاره یې د ژوند چاپیریال نړیوال تړون لیک ترسره شو چې جاپان او امریکا یې لاسلیک کوونکي دي.

د اوکیناوا وګړي وایي چې د امریکا نظامي شتون او د دوی د سرتیرو جنایتونو او خپلواکۍ د دوی ژوند یې له خطر او ډیرو سختو ستونزو سره مخ کړی دی. لیکن امریکا د دې عنوان لاندې چې شتون یې د جاپان د امنیت لپاره اړین دی، د خلکو ټولو پاڅونونو پروړاندې مقاومت کوي او د دغې غوړې مړۍ پريښودو ته حاضر ندي. په ځانګړې توګه د امریکا لپاره د شمالي کوریا او جاپان اختلافات پلمه ګرځیدلې چې له پایلو څخه یې د جاپان خلک ډاروي، څو د تل لپاره د دوی نظامي شتون ومني.

پایگاه نظامی امریکا در اوکیناوا در محاصره تظاهرکنندگان
له ۲۵۰۰۰ څخه ډیرو جاپاني لاریون کوونکو په یو موټي او ننداریز خوځښت سره د فوتینما اډې شاوخوا ۱۸ کیلومټره انساني زنځیر جوړ کړی او دغه اډه یې محاصره کړې.

«اډې بندې کړئ (Closethebase.com)» تر نوم لاندې سازماني څیړنې پربنسټ د اوکیناوا ۹۰ سلنې څخه ډیر وګړي د امریکا د نظامي اډو د وتلو غوښتونکي دي. لیکن یو شمیر وګړي یې چې امریکایانو سره یې اقتصادي تړونونه کړي دي او هغوی ته چوپړتیاوې چمتو کوي، د خپلو شخصي موخو لپاره د اډو شتون ته لمن وهي.

د سیمه ییزو خلکو  پروړاندې د امریکایانو جنایتونه او پر ښځو او د ښوونځيو نجونو باندې پرله پسې جنسي تیري کول د اډو د شتون پروړاندې د خلکو د پاڅونونو یو بل مهم لامل دی. پیټیرسن سمت د «سوسیالست کارګر» (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱۶نیټه) خپرونې په یوې مقالې کې لیکلي:

«په اوکیناوا کې د امریکا نظامي ځواکونو د شتون دردناکه او دایمي ځانګړنه جنسي جنایت دی.... د نیواک پای ته له رسیدو راپدیخوا تر ۲۰۰۸ کاله پورې دلته د امریکایي ځواکونو د تمریناتو په پایله کې په ټولیزه توګه ۱۴۳۴ پیښې ترسره شوې دي او پدغه لړ کې د اوکیناوا خلکو پروړاندې د امریکایي نظامیانو د جنایتونو ۵۵۸۴ پیښې ثبت شوي دي.

ارتش امریکا تروریست‌های جنسی
«د امریکا ځواکونه، جنسي تروریستان!»

دا پداسې حال کې ده چې د امریکایي سرتیرو د قضایي مصونیت له امله د جاپان پولیس نشي کولای تورن وګړي ونیسي او د دغه هیواد عدلي ادارو ته یې وسپاري او په ډیرو برخو د جنایتونو ترسره کوونکي آزاد پریښودل کیږي.

په اوکیناوا کې د ۲۰۱۳ کال د جنوري په میاشت کې د امریکایانو پروړاندې لوی لاریون پرلار واچول شو چې شاوخوا سل زرو وګړو په کې ګډون کړی و. پر یوې جاپانۍ ښځې باندې د امریکایي سرتیرو جنسي تیري او ناوړه چلند د خلکو غصه راوپاروله او یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول. پر لاریون کوونکو د قابو کیدو لپاره د جاپان دولت اړ شو چې د نورو سیمو زرګونه پولیس په اوکیناوا کې ځای پرځای کړي.

د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۱۳ نیټې «آسوشیټډ پرس» خپرونې د «جنایت او د اسپري الوتکو د امریکایي اډو پروړاندې د اوکیناوا وګړو غصه راوچته کړه» تر عنوان لاندې لیکلي:

«په ۱۹۹۵ کال کې د ښوونځي پر یوې جینۍ باندې د امریکا سمندري ځواکونو د سرتیري جنسی تیری د جزیرې ۱.4 څلور میلیون وګړو د غصې د راپاریدو لامل وګرځيد او اوس یو بل جنسي تیری او دغه راز د امریکایي سرتیرو لخوا نور جنایتونه د خلکو د لوی پاڅونونو لامل ګرځیدلی دی.»

کاټرین فیشر چې آسټرالیايي ده په ۲۰۰۲ کال کې د سمندري ځواکونو د سرتیري لخوا چې په جاپان کې د امریکا نظامي اډو کې استوګنه لري تر تیري لاندې ونیول شوه. نوموړې لومړئ ښځه وه چې پرته له پردې دغه جنایت یې بربنډ کړ او د تیري کوونکي د محکمې کولو لپاره لاس پکار شوه. که څه هم د جاپان محکمې دغه سرتیری ګناهګار وپیژند، لیکن قضايي مصونیت له امله یې وکولای شول چې پرته له سزا امریکا ته ولاړ شي. دغه روښانه بیلګه د طاهر هاشمي، شکریه بارکزۍ او په اصطلاح امریکا غوښتونکو نورو «کارپوهانو» پرمخ څپیړه ده چې په بې سترګیتوب په افغانستان کې د دغه هیواد سرتیرو ته د قضایي مصونیت ورکولو لپاره چغې وهي او تبلیغ کوي چې امریکا هیڅ سرتیری بې سزا نه پریږدي.

Catherine Jane Fisher
کاترین فیشر چې په ۲۰۰۲ کال کې په جاپان کې د امریکایي سرتیري لخوا پرې جنسي تیری وشو، لیکن د قضایي مصونیت له امله تراوسه دغه سرتیري ته سزا نده ورکړل شوې.

د ۲۰۱۲ د نوامبر په ۲۵ نیټې ISP خپرونې پدې اړه ولیکل:

«فیشر د سپتمبر په میاشت کې خپله دوسیه امریکا ته انتقال کړه، څو تیری کوونکی د قانون منګولو ته وسپاري. لیکن دغه سرتیری اوسمهال په درنښت سره د امریکا د ځواکونو له لیکو څخه وتلی دی، دا پداسې حال کې چې د جاپان محکمې په ۲۰۰۴ کال کې هغه یې ګناهګار ګڼلی و او غرامت یې پرې ایښی و.

فیشر ISP ته وویل "زه ډاډمنه ووم چې عدالت ترلاسه کړم او هغه سیستم چې په بشپړ ډول پرته له عدالت څخه دی، له ستونزو سره مخ کړم، لیکن د جنایت لاملین د امریکا سرتیري دي چې له ځان سره قضایي مصونیت لري، دغه باید بدلونومومي."

د جاپان ټایمز رپوټ (د ۲۰۱۲ کال د اګست ۱۳نیټه) په بنسټ که څه هم د امریکا ځواکونو د غرامت له ورکولو څخه سترګې پټې کړې، لیکن د جاپان دفاع وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د «امریکا سرتیرو د جنایتونو قربانیانو د مرستې صندوق» څخه کاټرین ته یوه اندازه پیسې ورکړې. دا پدې معنی چې بیا هم همدغه د جاپان مالیه ورکوونکي وو چې د غرامت بوج یې پر اوږو ورواچول شو، چې کاټرین پخپله هم له دغه کار سره مخالفت درلود.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ په لومړیو کې د عامه افکارو د فشار او لوی لاریون د اغیز له امله د امریکا دولت خپل دوه سرتیري پر لسو کالو زندان محکوم کړل چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په اوکیناوا کې پر یوې ښځې جنسي تیری کړی و. لیکن دغې تش په نوم حرکت ونشو کولای د خلکو غصه راکمه کړي او د امریکا نظامي اډو د منځه وړلو لپاره د خلکو پراخه غورځنګ ادامه لري.
د امریکا زیات شمیر سیاستمداران، مخور او د سنا او کانګرس غړي هم له اوکیناوا څخه د ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي، لکه سناتور جان مکین، جم ویب، کارل لیوین، تام کوبرن، برنی فرانک، رون پاول او ... هلته د عسکرو شتون اضافي او د پیسو بې ځایه لګښت ګڼي.

Yukio Hatoyama
د جاپان ولسمشر یوکیوهاتویاما پداسې حال کې چې له سترګو څخه یې اوښکې روانې وې او له خلکو څخه یې بخښنه غوښتله؛ د امریکا نظامي اډو د تړلو وعدې ته د عملي بڼې ورکولو توان نه درلودلو له امله استعفا ورکړه.

په جاپان کې د امریکا نظامي اډو په اړه د خلکو خبرو او اترو پر سیاسي اوضاع هم اغیز پریباسلی چې پدغه هیواد کې د سیاسي نا امنیو مهم لامل دی. د ۲۰۰۹ کال ټولټاکنو کې د «جاپان دموکراتیک ګوند» له محافظه کارانو څخه چې دوهمې نړیوالې جګړې څخه راپدیخوا په واک کې وو، وړاندې شو او چارې یې په لاس کې ونیولې. دغه ګوند د ټاکنو کمپاین په لړ کې چې د فوتینما اډې د لرې کولو وعده ورکړې وه، د رای ورکوونکو پاملرنه یې ځان ته راوګرځوله او د دوی بریا د اوکیناوا وګړو ته یوه هیله وګرځيدله. د «دموکراتیک ګوند» ولسمشر یوکیوهاتویاما دغه ټولټاکنې د «خلکو انقلاب» بللی و، لیکن واک ته له رسیدو ۹ میاشتې وروسته د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۰ نیټې یې د اوښکو په ډکو سترګو له خپل موقف څخه استعفا ورکړه او اعلان یې وکړ چې په اوکیناوا کې د امریکا د اډې په تړلو کې پاتې راغلی او د هغې وعدې په هکله چې خلکو سره یې کړې وه، بخښنه وغوښته.

امریکا د خپل نظامي شتون سره تر دې بریده د جاپان دولتي ارګانونو کې نفوذ لري، آن تردې د نړۍ دریم اقتصادي ځواک ولسمشر ونشو کولای چې د دغه هیواد له لسګونو اډو څخه یوه یې وتړي او د هغه د استعفا لامل شو.

د امریکا اډو پروړاندې د جاپان د خلکو مخالفت او پاڅون د افغانستان په رسنو کې د هغو پلورل شویو کارپوهانو د تیروستنې او دروغجنې ویناوې له صفر سره ضربوي چې په امریکا باندې د افغانستان د پلورلو تړون د منلو په هکله زموږ خلکو د غولولو لپاره جاپان یوه ځلانده نمونه وړاندې کوي. دوی په جاپان کې د امریکا ځواکونو د جنایتونو په هکله څه نه وایي او له دې څخه هم یادونه نه کوي چې د جاپان خلک د دغو اډو پروړاندې څومره مبارزه او هڅې کوي.

تظاهرات ضد امریکایی در توکیو
د ۲۰۱۰ کال د جنوري ۳۰ نیټه: په ټوکیو کې زرګونه وګړي د «امریکا نظامي اډې دې همدا اوس ووځي» شعار سره واټونونو ته راووتل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 153 میلمانه آنلاین لرو