په ټاکنو کي د جنايتکارانو شتون په دموکراسي ملنډى وهل دى

گلبدین و قطب‌الدین

پدى ورځو کى د رسنيو له لارى د جمهورى رياست لپاره د يوولس نوماندو لاپې پټاقې او د خلکو تيرويستنه د هر انسان کرکه او غصه د هغو کسانو په وړاندى راپاروې کوم چى د خپلو تورو تيارو او کرغيړنو کړنو سربيره بيا هم هڅه کوى ځانونه ملى شخصيت او له موره خير غوښتونکي زيږيدلى څيرې ثابتى کړى. ککړو رسنيو هم دغه د ماشومانو لوبه جدې نيولى کوښښ کوى چى د ټاکنو تنور تود وساتې. د رسنيو لويه برخه د عامه افکارو د ګډوډولو ماشين په توګه د خلکو هغه او دغه سانسور شوو نظرياتو ته دا شان انعکاس ورکوى چى ګواکى ټول ملت د جمهور رئيس د ټاکنې ورځى لپاره په دومره شوق او ذوق کى ډوب دى چى د هغى ورځى لپاره لحظه شمارې کوى. هغوى پدى شان شعارونو لکه: «راځې چى په ټاکنو کى ګډون سره خپله راتلونکې ځلانده کړو»، «ستاسى رايه ستاسو راتلونکې»، «يوه رايه ستاسو برخه ليک ټاکې» او پداسى نورو شعارونو د خلکو ذهنونه چمتو کوى دا چى ګواکى د ورې تر شپاړسمى نيټې به وروسته د افغانستان د خلکو په مخ د جنت دروازي پرانیستل کيږى او هيواد به د لوړتيا او پرمختګ لورې ته لار پيدا کوى.

په ١٩٩٢ کال کى د کابل ويجاړ شوى ښار
د سپاهۍ ګمنام جاده د تنظيمې جنايتکارانو د خيانت او وينې تويوونکو کلونو په جريان کى.
د دغې سيمی زياتره برخه د ګلبدين د راکټونو په واسطه ويجاړه شويده چى کابليانو حکمتيار ته د راکټيار لقب ورکړى.

خو واقعيت دادى چى خلک د دغه تکرارې او ګول وهـونکو لوبو څخه ستومانه او په تنګ راغلى. په ژوره توګه له خنثا او ډالرې شنونکو څخه خلک پوهيدلى او درک کړى ئي ده چى د معلوم الحالو نوماندانو له نمايشې ګډون څخه د «بدلون»، «تحول»، «اصلاح»، «رفاه» او د هغوى پداسى نورو تشو شعارونو باور نلرى او هيله ترينه کيداى نشى. کله چى د خلکو منځ ته لاړ شى داسى خبرې ترينه تر غوږو کيږى چى د هغو ډيرۍ برخه دا ثابتوی چی هغوی د روانی نندارې په هکله ژوره پوهه لری. خو په خواشینې سره د ملت د زړه خبرې په عمده رسنيو کي ځای پيدا کولاى نشى. زياتره خلکو د خپلې تجربى له لارې تر لاسه کړيده چى په ټاکنو کى د ازمايښت شوو، ناکامه او فاسده څيرو ګډون کوم چى په کلونو کلونو د افغانستان د بربادې او خيانت لامل شويدى هيڅکله به هم کوم بدلون منځ ته رانشى. که په کليو، ښارونو او بازارونو کى له خلکو سره خبرى وکړى، داشان جملى لکه: «هغه کس چى امريکا ئي وغواړى بريالې کيږى»، «راتلونکى جمهور رئيس تر وړاندى ټاکل شويدي» او «زه خپل وخت په رايه ورکولو نه ضآيع کوم» په سلګونو ځله اورۍ.

ډيرۍ خلکو د خپلې تجربى له مخې تر لاسه کړيده چى ټاکنې د ازمايښت شوو، ناکامه او فاسده څيرو په شتون کى کوم چى په کلونو کلونو په افغانستان کى د بربادې او خيانت لامل شويدي هيڅ شئ به د خلکو په گټه بدلون ونکړى.

يو له هغو ټکو څخه چى د خلکو غصه او کرکه ئي د واکمنې دستګاه په وړاندى راپارولې ده، هغه د جنګې جنايتکارانو شتون په ځانګړې توګه قطب الدين هلال د ګلبدين د فاشيست ګوند له لوړپوړو د يوولس نوماندو په منځ کى ده. هغه چى د ګلبدين د بدنام او ملې ضد ګوند دويم کس پيژندل کيږى پداسى حال کى د ټاکنو پړسيدلې بازار ته ننوت چى ګوند ئي اوس هم د بيګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوى او پرله پسى د ځانمرګو او نورو جنايتکارانه پيښو مسؤليت په غاړه اخلې چى په هغو کى زمونږ عام وګړې قربانې کيږى. دغه ګوند چى د «نیواکګرو په وړاندى د مبارزى» چيغى وهى په عملى توګه يو شمير سربډاله مشران ئي لکه: فاروق وردک، هادې ارغنديوال، وحيداله سباوون، کريم خرم، حليم فدايي، جمعه خان همدرد، عمر داؤدزې او داسى نور چى د پوشالې دولت مهمى چلوونکې مهرې دى د لويديځ د سياستونو پلې کولو لپاره هلې ځلې او سرښيندنه کوى. په ټاکنو کى د هلال ورننوتلو هيچا ته شک پرينښود چى دغه ګوند له ټولو غولوونکو او درواغجنو نارو سورو سره سره اوس هم د امريکا په اخور کى سر ټيټ کړيدى او د «وسله وال اپوزيسيون» په نقش کى د «ترهګرۍ په وړاندى جګړه» کی امريکايي ډرامې ته رسميت ورکوى.

د افغانستان په تلويزيونو کى د هلال تاريخ رټلې څېري ليدل چى په شيطان صفتې سره د استقلال ادعا کوى، ښکرور درواغونه د هر سالم انسان زړه بدوالې او کانګې را منځ ته کوى. هغه چى په اسلامي ګوند کى د ٥٤ کالو د غړيتوب دعوه کوى بيا هم داسی ښکاره کوى چى ګواکى پخپله خوښه یی ارګ ته د ننوتلو پريکړه کړيده. هغه د «بخدې نيوز» خبريال ته په ١٣٩٢ کال د تلې په ١٩ د يوې پوښتنې په ځواب کى وويل : «زه يو خپلواک نوماند يم، نه پوهيږم چى امير ګلبدين حکمتيار چيرې دى. د خپل نوماندتوب په هکله ما ښاغلې حکمتيار سره خبري کړى ندى.»

تر دغى اندازې رسوا دروغ انسان حيرانوى، هغه چى په څو لسيزو کى د ګلبدين د ګوند دويم شخص په توګه خپل ناروغ امير سره يو ځاى د بيګناه خلکو د وژلو، بربادولو او د راکټونو اورولو قومانده ورکوله د خلکو ژوند ئي له تباهى سره مخ کړي وه، خو اوس د يوې بيګناه پوختکې (موسيچه) په جامه کى راڅرګنديږى د دموکراسې اکټ او نخرې کوى. هغه چى پدى ورځو کى په مناظرو او ګردې ميز په شاوخوا د طوطى په شان زړه پورى او ښايسته جملې له خولۍ وباسى، تر پرون پورى د اسلامي ګوند د هيئت په سر کى ارګ ته تګ راتګ درلود او د دولت په پيسو، د کابل په ډيرو لوکسو استراحت ځايونو کى ډډې لګولى. اوس همدغه سړي په ډيرې بي حيايي او سپين سترګې توب د خپلواکۍ ادعا کوى. واقعيت دا دي اسلامې ګوند چى په کلونو کلونو د آى.اس.آى په غيږ کى روزل شوى د خپلو پاکستانې بادارانو، احتمالآ د خپل کرغيړن او ککړ ملاتړې جنرال حميد ګل په مشوره دغي نوې لوبى ته دانګلې دى.

کارتون گلبدین و قطب‌الدین

څو ورځي تر مخه ګلبدين د اسلامې وينې څکوونکى ګوند امير په يوې اعلاميه کى ويلى وه چى: «ما د جمهورې رياست څو نوماندو ته خپل شرايط وړاندى کړى وه چى د هغوى له منځه پرته له هلال څخه بل کس د دغو شرايطو د منلو جرئت ونکړ، لدى کبله ئي له ګوند څخه وغوښتل چى هغه ته رايه ورکړى». ايا په افغانستان کى به داسى يو احمق پيداشى چى د اسلامې ګوند تاريخچى ته په کتو سره چى سرترپايه له معامله ګرې، خيانت او جنايت څخه ډکه ده بيا هم په دغو چټلو او درغليو باور وکړى چى ګواکى د هلال جوړښت او پيوند د وينې تويوونکې ګوند له جوړ شوي پوټکی څخه جلا وګڼې؟

هلال د اسلامي ګوند د مهم رهبرې غړې په توګه پرته د پاکستان او په ځانګړې توګه د ګلبدين له اشارى يو ګام هم اخيستلاى نشي. خو هغه ولې هڅه کوی چی دا هرڅه پټ او ځان خپلواک وښايی؟ دلیل یی دادی چی د دی ډلې رهبرې هم درک کړیده چی د هغوی جنایتکاره او ګوډاګۍ څیره د افغانستان د خلکو په وړاندی تر اخرین حد پوری تياره او کرغېړنه ده. ډيرو بی خبره او ناپوه کسانو هم د خپلې تجربی له مخی درک کړیده چی دغه ډله د پاکستان د آی.اس.آی د لاس امسا په توګه دنده لرې چی افغانستان تر دی زیات د تباهی او بربادې کندې ته واچوی.

یواځی د «افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون» له خوا د هلال او سیاف د نوماندې تائیدول بسنه کوی چی د ټاکنو دغه پروسه بی اعتباره او نامشروع اعلان شی. په هغه ټاکنو کی چی جګړیز جنایتکاران د منلو وړ وګڼل شی، باید هغه دموکراتیک جریان نه بلکه دموکراسی پوری ملنډې ونومول شی.

واقعیت دا دی اسلامي ګوند چی کلونه کلونه د آی.اس.آی په غیږ کی پروت دی، د خپلو پاکستانې بادارانو احتمالآ د خپل کرغېړن او تورمخې ملا تړی جنرال حمیدګل په مشوره دغې نوې لوبی ته وردانګلې وی.

په یوې غوره انسانې ټولنه کی هلال باید د زرګونو هیوادوالو د وژونکي په توګه محکمې ته وګاږل شی. هلال چی دغه استدلال له سیاف او نورو تنظیمی رهبرانو څخه په پور اخیستي، په یوې «مناظری» کی وویل:«هیڅوک ثابتولای نشی چی زما لاسونه په مستقیمه توګه د چا په وینو ککړ شوی دی.» که چیری دغه اخوانې منطق د جنایتکاره رهبرانو د بی ګناهي لپاره یو اصل ومنل شی، پدی ډول به هتلر، پینوشه، خمېنی، سوهارتو او د تاریخ داسی نور جلادان بیګناه وي ځکه چی هغوی هم په مستقیم ډول څوک وژلي ندی، یواځی ئی د وژلو او بربادولو امر ورکړی.

اسلامی ګوند لکه دهر بنسټپال ډلې په توکه هیڅکله په خپل قول او ژمنی ټینګ ولاړ ندی. دغه ګوند د خپل تاريخ په څو لسيزو کی تل د حالاتو مطابق خپلی جامې بدلی کړی له ډیرو جنایتکارو او وینی څکونکو ډلو ټپلو او دولتونو سره په پټه او ښکاره غاړه په غاړه شویدی.

په هغه ورځو کی چی زمونږ ملت د روسي تیریکوونکو او د هغوی خلقې او پرچمې مزدورانو په وړاندی یو موټې په جکړه بوخت وه، ګلبدین، کې.جې.بې. سره اړیکی ټینګې کړی وی تر څو د خپلو سیاسی رقیبانو په وړاندی پټې دسیسی په لاره واچوې. د متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکی ګوند څیړنیزی کمیټې په یو ګزارش کی د پاکستان استخباراتې سازمان پدی محکوم کړ: «سره لدی چی پاکستان له کې.جې.بې سره د ګلبدین له پټو اړیکو خبرتیا لری خو بیا هم له دغی ډلی څخه په پراخه کچه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی» («ایران‌ سیاسی‌»، ۱۳۸۰ کال د کب ۲۰)

د روسې ضد جګړې پر مهال دغه ګوند د سې.آې.ای له ډیرو منل شوو لاس پوڅو څخه ګڼل کیده چی د امریکا د مالې مرستو او وسلو غټه برخه ورله ځانګړی شوی وه. سې.آی.ای دغه پلید ګوند ته په پاکستان کی د انسان وژلو ځاي په جوړولو کی بشپړه مرسته وکړه تر څو د ملې شخصیتونو، دموکراتانو او د پردې پالو په ضد تروریستې کړنې تر سره کړای شی. په تېرو دوه لسیزو کی زمونږ د هیواد ډیر متفکر مغزونه یو پر بل پسی د اسلامې ګوند له خوا ترور شول تر څو د پردې پاله او ملی ضد رهبرانو لپاره میدان شغالې شی او په افغانستان کی د ملې او مترقې غورځنکونو له شتون پرته د امریکا د تېرې او چپاول لپاره زمینه برابره شی.

د پاکستان کرکجن او رټل شوی دیکتاتور ضیاالحق، ګلبدین سره ژمنه او ژبه کړی وه چی له ګوند سره ئی په افغانستان کی تر قدرت رسیدلو پوری مرسته کوی او تر بریالیتوب وروسته به د دواړو هیوادونو په منځ کی کرښه او پوله د منځه وړی. د افغانستان-پاکستان ګډ کنفدراسیون جوړوی چی پاکستان به په هغه کی واکمن نقش لري.

د آی.اس.آی پخوانې رئیس جنرال حمید ګل په ۱۹۸۸ کال د جولای په میاشت کی د ضیآالحق په عنوان یو لیک لیکلی وه چی:

«د اتحاد د اوه‌ګونو ګوندونو رهبران په بشپړه توګه مونږ پوری تړلې دې. ځینی د هغوی مونږ سره کار کوی او مونږ ته ئی ټینګه ژمنه راکړی... پاکستان باید تر ممکن حد پوری ټولی پوځي او سیاسی مرستی اوه‌ګونې اتحاد په ځانکړی توګه د حکمتیار اساسی ډلې ته چی ډیره ځواکمنه، پرنفوذه او د ډاډ وړ ډله ده په پام کی وساتي... اوسنۍ موخه داده چی په راتلونکي کی دغه تنظیمونه په افغانستان کی یو آزاد اسلامې حکومت چی د پاکستان پلوې وې او په خپله خوښه د پاکستان-افغانستان کنفدراسیون جوړ کړی او پاکستان په هغه کی عمده نقش ولوبوي هوګړه وکړی. د دغه کنفدراسیون تر منځ باید پولې له منځه یوړل شی او یو ګډ اقتصادي جوړښت منځ ته راشی... وروسته تر هغه زمونږ د سیاسی موخي له مخې د دی کنفدراسیون جوړول باید د افغانستان د اسلامې حکومت (حکمتیار) له خوا وغوښتل شی...» (د جګړې او مقاومت کلونه– اکرام اندیشمند)

غیرنظامی زخمی‌شده در جریان جنگ درمیان حزب اسلامی و جنبش اسلامی
د ۱۹۹۲ کال د اپریل ۲۷ نیټه: د اسلامې ګوند او اسلامې جنبش تر منځ د جګړي یو غیر نظامې ټپې شوی کس د کابل په جنوبي سیمه کی. (انځور اخیستونکی رابرت نیکلسبرګ Robert Nickelsberg)

دغه خائن او تبهکار ګوند د روسانو او د هغوی د ګوډاګیانو پر ضد جګړه کی زمونږ د ملت مبارزه د شا له خوا په تورې وهلي، یو وخت خپله ګلبدین په یو مشهور متحدالمال په ترڅ کی چی بیا وروسته رسوا شو، خپلو قومندانانو څخه غوښتې وه، ټولې سیالي ډلي د خپل نفوذ لاندی سیمو څخه بیرون کړي، که چیری هغوی له خپل ځان څخه ځواکمن او غښتلي تشخیصوی د روسانو له مزدور دولت سره په همغږې کی د هغوی په ځپلو او له منځه وړلو کی هڅه وکړي.

کله چی د نجیب لاس پوڅي دولت د نسکوریدو په حال کی وه، اسلامی ګوند له خلقیانو سره د شهنواز تڼې په مشرۍ اتحاد جوړ کړ. دغه زمونږ د زرګونو هیوادوالو قاتل ئی په غیږ کی ونیو او آی.اس.آی ته ئی معرفی کړ.

د تنظیمي سپو ته ورته جګړو پر مهال د جمعیت ګوند، جنبش، وحدت، اتحاد او داسی نورو کابل په کنډواله بدل کړ او د کابل ټوله شتمنۍ ئی خپلو پاکستانې اربابانو ته ډالۍ کړه. اسلامي ګوند په کابل د زرګونو راکټونو په اورولو سره محشر جوړ کړی وه چی د دوه لسیزو په تیریدو سره سره اوس هم زمونږ خلک لدي خپکۍ (کابوس) څخه نشی کولای د شپې ارام خوب ولری.

اسلامي ګوند د ډالرو لاس ته راوړلو په موخه سلګونه افغانان د سي.آی.ای د کړنلاری له مخې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو په ځانګړي توګه ازربایجان ته د ویجاړوونکی جګړې او لوټماری لپاره مخ کړل او په هغه ځاي کی ئی بنسټپالي ته وده ورکړ.

یواځی د «افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون» له خوا د هلال او سیاف د نومندې تائیدول کافی ده چی د ټاکنو دغه پروسه بی اعتباره او نامشروع اعلام شی.

پورته یاد شوی ملي ضد کړنو یواځي د زرګونو کړنو څخه د ګوتو په شمېر څو نمونې وي چی د دغه خاین، مرتجع او پردي پاله ګوند خبیثه څیره ئی انځور کړه. اوس یو له هغو کسانو څخه یو کس د ګلبدین د ښئ لاس په توګه چی پدغه ټولو شرارتونو او ناورینونو کی پراخ مرکزي نقش درلود په سپین سترګیتوب او بی حیایی سره د «دموکراسی»، «عدالت»، «د ښځو حقوق»، «آزادې» او داسی نورو خبرو سره هره ورځ په رسنیو کی را ښکاره کیږي چی زمونږ د ځوریدلو خلکو په ټپونو مالګی دوړوې.

د دي پخوا کی په اصطلاح هغه «کارپوهان»، «شنونکي» او «روڼ آندې» چی وجدان یی له لاسه ورکړی په پورتنیو حقایقو سترګي پټوی او د ځینو دغه مافیایی کړیو د شتون په صورت کی بیا هم د خلکو په غوږونو کی پف کوی چی په «دموکراتیکه پروسه» کی ګډون وکړي، پدی ډول درغلیز او مافیایی نندارې باندی چی د ورې په شپاړسمه نیټه سر ته رسیږي پرده اچوي.

د اسلامي ګوند له خوا د ځان وژنې برید.
د ۲۰۱۳ کال د مې په ۱۶ د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کی ځان وژونکی برید چی د نهه تنو غیر نظامې کسانو او دوه ماشومانو د مرګ لامل وګرځیده. هادی زرغون د اسلامې ګوند ویاند د (رویټرز) خبریال سره په یوې مرکه کی د دي برید مسؤلیت په غاړه واخیست. (د ای.ایف.پې له انځور څخه)

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 120 میلمانه آنلاین لرو