د امریکایی ځواکونو د ځناورتوب او شډلتیا صحنی

جنایات امریکا در افغانستان

پدی ورځو کی په پراخ ډول داسی تبلیغات روان دی چی د عامه وکړو ذهنونه امریکا سره د بردګی تړون لاسلیک کولو لپاره چمتو کړی، ډیرۍ دولتی چارواکی، «کارپوهان» او د امریکا چوپړان د رسنیو له لیاری هڅه کوی ترڅو امریکایی ځواکونه سپیڅلی مرغۍ او د بشر حقوقو ته اړ خلک وښايي. دوی په ټګی برګی سره داسی دلیلونه راوړی چی امریکا یواځی د خلکو اړتیاو او ژوند ښیرازه کولو لپاره راغلی او د هغې پټ او ویجاړونکو موخو په هکله هیڅ نه وایی.

ډیرۍ دغه خلک د دغو ځواکونو د خلکو پر وړاندی ۱۲کلن جنایت او ځناورتوب ته هیڅ اشاره نه کوی او په بیړاتوب سره داسی ټینګار کوی چی امریکا په خپل لوز ژمنه ده او که چیری یی د کوم عسکر لخوا جنایت ترسره شی نو هغه به هرومرو محاکمه کوي. د هغوی په وینا ستونزه یواځی دلته ده چی دا عسکر په امریکا کی محاکمه کیږی په افغانستان کی نه. مجددی په سپین سترګی سره دی ستونزی ته هم عالمانه د حل لاره پیدا کړی هغه دا چی په امریکایی محاکمه کی باید د افغانستان لخوا یو دو استازی شتون ولری.

د امریکا خوښو خلکو د مخ توری لپاره زمونږ د خلکو پر وړاندی د امریکا د پوځ د ۱۲ کلن ځناورتوب او ټول وژنو څو مثالونه وړاندی کوم که چیری وکړای شم ترڅو ددغو عناصر ویده او پلورل شوی وجدانونه وښوروم.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۱۲ کال د مارچ ۱۱: هغه ماشومان چی د امریکایی ځواکونو په بمبار کی د قندهار په پنجوایی که په شهادت ورسیدل.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۱۲ د اپریل ۷: د امریکا په هوایی برید که ۱۸ عام وګړی چی دهغی له ډلی ۱۰ کمکیان د کنړ په شیګل کی په شهادت ورسیدل.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۲۷ «رولنګ سټون» مجلی د امریکایی عسکرو څو زړه بوږنونکي انځورنه چی د «مرګ ډلې» په نامه یادیږی خپاره کړل او په ټوله نړۍ کی یی زوږ پورته کړ. دغې ډلې زمونږ بیګناه ځوانان په ډیره بی رحمۍ سره وژل او د لاس یوه ګوته به یی د ياداښت په څیر له ځان سره ساتله. پورتنی انځور چی د ۲۰۱۰ کال د جنوری په ۱۵ نیټه ددغه ټیم لخوا اخیستل شوی، یو امریکایی عسکر ښایی چی د ګل الدین چی په قندهار کی د یو بزګر ځوی دی له جسد سره د مسکا په حالت کی اخیستی.
سربیره پردی چی دغه عسکر وپیژندل شول، ولی تر نن ورځی هیڅوک ددغه بی ساري وحشت په تړاو محاکمه نشول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۵ نیټه د قندهار د ارغنداب د کلی خلکو د هغو ماشومانو جسدونه چی د امریکایی ځواکونو لخوا وژل شوی وو د ولایت دفتر مخی ته راوړل او په لاریون یی لاس پوری کړ.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۹ کال د سپتامبر ۵: د کندز ولایت د چهاردری ولسوالۍ د ځدران او عیسی خیل کلیو خلک د هغو ۱۵۰ تنو جسدونه چی د ناتو په بمبار کی وژل شوی په يو ډله یز قبر کی ښخوي. په دی پیښه کی د تیلو په یو ټانکر برید وشو چی لسګونه تنه د اورلګیدنی له وجهی په ویرونکی توګه سوځیدلي وو.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۹ کال فبروری ۱۷: د هرات د ګذره کلي اوسیدونکي د خپلو نازولو د بدن ټوتې خبریالانو ته ښایی چی د امریکایانو په بم اچونه کی وژل شوی دی. په دی پیښه که ۱۵ ښځی او ماشومان ووژل شول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۹ کال د می په ۵ نیټه د امریکا په بمبار کی د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د ګنج آباد کلی له ۱۴۰ تنو ډیر خلک ووژل شول. په دغه ۲۰۰۰ کیلوی بم کی چی په دی کلی لویدلی وو له سپین فاسفورس نه کار اخیستل شوی وو چی له پیښی پاتی خلک په بی ساری توګه سوځیدلي وو.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۹ کال د سپتامبر په ۲۷ نیټه د شپې دوه نیمی بجی ووی چی د امریکا خاص ځواکونو د نرنج ولسوالی د غازی خان کلی په کورنو برید وکړ چی په پایله کی ۱۰ تنکي ځوانان په شهادت ورسیدل چی اته تنه د ښونځی لوستونکي وو.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د کنر د نرنج ولسوالۍ خلک، د خپلو ګرانو نازولو په ویر کی. که هرڅه امریکایانو په دی پیښه کی لاس لرل رد کړل، ولی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو استازي کای آیدی اعلان وکړ چی د هغوی څیړنې ښایی چی دا سپیڅلي ځوانان د امریکایی ځواکونو لخوا په شهادت رسیدلي.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۸ کال د اکتوبر ۱۶: د هلمند نادعلی خلکو د خپلو ګرانو خپلوانو جسدونه چی د امریکایی الوتکو په برید کی په شهادت رسیدلي لشکرګاه ښار د والی دفتر مخی ته راوړل او په لاریون یی لاس پوری کړ او وویل چی ترڅو ددغه جنایت ترسره کوونکي محاکمه نشی دا جسدونه به ښخ نکړی.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۸ کال د جولای ۱۱: د کنړ په ده بالا کی د امریکایی ځواکونو بمبار په پایله کی ۴۷ ښځې او ماشومان (له دی ډلی ناوی هم) ووژل شول او لسکونه تنه نور یی ټپیان کړل. سربیره پردی چی د دولت کمیسیون دا پیښه ومنله ولی د امریکا پوځ تر آخره ددی جنایت له منلو ډډه وکړه. (پورتنی انځور د بمبار ځای ښایی چی د ښځو او ماشومان د جامو پاتی ټوټی پکی پرتی دي.)

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۸ کال د اګست ۲۲: د هرات ولایت په غازی آباد کلي کی د امریکایی ځواکونو لخوا ټول وژنه، چی پکی ۹۴ غیرنظامیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. ولی امریکایی ځواکونو د خلکو پر ټپونو مالګه وشیندله او تر آخره یی ویل چی عام وکړی نه ګواکی طالبان وژل شوی.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د اسوشیتد پریس خبری آژانس د ماشومانو هغه انځور چی په ۲۰۰۸ کال د اګست په ۲۲ نیټه د شیندند په عزیزآباد کلی وژل شوی وو.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ملی تلویزیون انځور (۲۰۰۸ کال سپتامبر ۱) چی د عزیز آباد کلي د ټول وژنې نوم لړ یی خپور کړ او له امریکایی ځواکونو یی وغوښتل ترڅو بښنه وغواړی، ولی تر نن ورځی امریکا نه ددغی پیښی او نه د ورته ډیرو پیښو په اړوند بښنه نده غوښتی.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۶ کال د اکتوبر ۲۵: د پژواک خبری آژانس او د نړی نورو رسنیو د قندهار په پنجوایی که د ۹۰ غیرنظامی وکړو د وژل کید خبر ورکړ. امریکایی ځواکونو پر دی کلي بم واچو او لویه غمیزه یی رامنځ ته کړه، ولی هیڅکله یی هم بښنه و نه غوښتله.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۲ کال د جولای په لومړۍ نیټه د ارزګان کاکارک کلی اوسیدونکي د واده په مراسمو کی راټول شوي وو چی د امریکایی الوتکو په واسطه پری بمونه ووریدل او په پایله کی ۴۵ ښځې او ماشومان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. دا ټول وژنه ددی لامل شوه چی د لومړي ځل لپاره د امریکا پر ضد په کابل کی لاریون وشي.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۱ کال دسامبر ۲: د امریکا په بم اچونه کی یو ۱۴ کلن ماشوم د ننګرهار په آګام کلی کی خپل دوه لاسونه او یوه پښه له لاسه ورکړل. ۱۴ تن په دی کلي کی ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۱ کال د دسامبر ۳: نیاز محمد خبریالانو ته وویل: «دا زما خوریان دی چی د ننګرهار د آګام په کلی کی د امریکا په بم اچونه کی د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي. مور یی دواړه سترګې له لاسه ورکړی او اوس په روغتون کی بستر ده. ډیر شمیر نور ووژل شول.»

 

جنایات امریکا در افغانستان
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۳۱ نیټه په قندهار کی دا کلی د امریکایانو لخوا بمبار شو چی په پایله کی ۱۵ بیګناه هیوادوال ووژل شول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
جواد احمدی له ۹ نفره کورنۍ نه یواځی پاتی ده. دده د کورنۍ ۸ غړي د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه د بی-۵۲ الوتکو په بمبار کی کابل سره نږدی ووژل شول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۲۸: ۷ تنه ماشومان د بی-۵۲ الوتکو په برید کی کابل ته نږدی یو کلی کی ووژل شول.

 

جنایات امریکا در افغانستان
د «ګاردین» ورځپاڼی (۲۰۰۱ کال د دسامبر ۲۳) خبر ورکړ چی د امریکا بم اچونکو الوتکو د پکتیا د مشرانو ۱۵ موټریز کتار چی د افغانستان د نوی دولت پرانیستو غونډی ته راتلل بمبار کړ چی په پایله کی یی ۶۰ تنه ووژل شول. د آسمانی خیل کلی اوسیدونکو خبریالانو ته وویل چی پدی لړ کی یو جومات او لس کورونه هم وران شوی دي.
د بی.بی.سی نړیوال سرویس د ۲۰۰۲ کال جنوری په ۳ نیټه خبر ورکړ: «د هغو افغانانو شمیر چی د امریکا په بمونو کی وژل شوی د ۱۱ سپتامبر د وژل شوو له شمیر څخه ډیر دی. یوازی د اکتوبر له ۷ نیټی څخه تر ۲۰۰۱ کال دسامبر ۷ نیټی پوری ۳۸۰۰ تنه وژل شوی چی د امریکا د نیو همشایر پوهنتون پروفیسور مارک هیرالد په خپل څیړنیز ګزارش که دا شمیر راټول کړی دی.»

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۱ کال نوامبر ۹: امریکا ۲۰۰۰ کیلویی بم د دریاخانه په کلی واچوو او هغه یی په کنډواله بدل کړ. په ډیرۍ دغو بمونو کی له بډایه شوی یورانیوم څخه ګټه پورته کیږی چی ویجاړونګي خطرونه یی تر کلونو په نوی زیږیدونکو ماشومانو کی لیدل کیږی.

 

جنایات امریکا در افغانستان
۲۰۰۱ کال د نوامبر ۳: امریکایی بم اچونکو «غلطی سره» په اسفرغی کلي کی چی له کابله ۵۰ کیلومتره واټن لری بم وغورزاوه چی په پایله کی لسګونه تنه ووژل شول او کلی کنډواله شو.

 

د دي لیکنی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 86 میلمانه آنلاین لرو