سپکې او سپورې، د ګلبدینیانو د ماهیت بربنډیدل!

سیلی غفار په خورشید تلویزیون کي

د ۱۳۹۳ کال د غویي په ۲۷ نیټه د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په استازیتوب د «خورشید» تلویزیون خبري میز کې مې ګډون وکړ چې د ګلبدین جنایتکاره ګوند استازو هم شتون درلود. اخواني جنایت کاران د خپلو ناوړو کړنو، غلامۍ او انسان وژنې په اړه حقیقت نشي زغملی او بیا په ځانګړې توګه د هغوی پروړاندې د یوې ښځې دریدل چې د دوی په قاموس کې انسان نه شمیرل کیږي، د منلو وړ ورته ندی. همدې پربنسټ زما خبرې چې روښانو حقایقو باندې ولاړې وې، دوی نشو کولای منونکی ځواب راکړي او پرځای یې د خپلې اخواني تربیې په بنسټ په سپکو سپورو، ګواښلو او تور لګولو پیل وکړ.

که څه هم زموږ هیوادوالو د دغه خبري میز لړئ له تلویزیون څخه لیدلې او په نورو ټولنیزو رسنیو کې یې کلیپ هم خپور شوی، نه غواړم چې د جبار شلګري، فضل من الله ممتاز او فیضان الله فیضان هغه سپکې او سپورې کلیمې او خبرې چې د میز په سر یې ویل، راوسپړم.

د خبرو اترو په لړئ کې د دغو دریو جاهله ګلبدینیان د څیرو بربنډیدو له امله د دوی د منځنیو پیړیو پر مغز او زړه داسې غشي ولګیدل، چې رنګونه یې وتښتیدل او لړزیدل. وروسته له خبرو چې غوښتل مې د کور په لور ولاړه شم، درې واړه د لیونو په څیر د شخړې لپاره ماتل وو او به سپین سترګتوب یې په سپکو او سپورو او ښکنځلو پیل وکړ چې قلم یې له لیکلو څخه ډډه کوي. «تاسې ټول بدلمنې یاستئ»، «نور مو درته ووژل، تا هم وژنو»، «تاسې خپلې هیلې له ځان سره قبر ته وړئ»، «تاسې څارو او نه مو پریږدو» او داسې نورې کلیمې وې، چې بیا بیا له خولې څخه یې راوتلې.

پداسې حال کې چې ما د دوی د ماشومانو په څیر ګواښونو او ښکنځلو ته په غصې د ځواب ورکولو ترڅنګ ویاړ کاوه چې زما خبرو د دوی پرمغزو د غنو په څیر لګیدلې او هغوی یې هک پک کړي وو او د منطق او ځواب نه درلودلو له امله د تل په څیر سپکې او بې ځایه خبرې کولې. د دوی دغه سپک سلوک او غلمغال او ښکنځلو له امله د تلویزیون دوه ښځینه کارکوونکې زما ترڅنګ ودریدې، څو د هغوی د نورو چټلو خبرو مخنوی وکړي.

شلگری، فیضان او ممتاز
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د استازې پروړاندې د ګلبدین جنایتکاره ګوند دریو استازو پرته له سپکو سپورو او پر وژنې د ګواښلو نور څه نه درلودل.
له ښي څخه کیڼ اړخ ته: فضل من الله ممتاز، فیضان الله فیضان او جبار شلګری

د جهل او جنایت دریو ساتونکو ترمنځ، فضل من الله ممتاز (ولسمشریزو ټاکنو کې د قطب الدین هلال ویاند) د خبري میز په لړ کې ځان یو بغل ته نیولی و او نه یې غوښتل چې د شلګري او فیضان په څیر نیغ په نیغه ښکنځلې وکړي، د برنامې پای ته د رسیدو وروسته د خپلو دوو ناولو همجنسو څخه وربره د بنسټپالو د معمول عادت پربنسټ په سپکو پیل وکړ.

د دین دغه ټیکه داران د خلکو له عقیدې څخه په ناوړې ګټې اخیستنې سره هر مخالف آواز باندې د «اسلام ضد» او «کفر» ټاپه لګوي او د خپل ناروغه فکر پروړاندې یې بې اعتباره ښکاره کوي، پرله پسې غپیدل چې «تاسې ملحد یاستئ»، «تاسې ته لمونځ زده ندی»، «تاسې په اسلام باور نلرئ» او داسې نور.

په پای کې د «خورشید» تلویزیون کارکوونکو په هلو او ځلو سره هغوی له اسټډیو څخه وویستل شول، لیکن بیا هم بهر ماتل وو، څو ما ته دا ښکاره کړي چې زما د خبرو په اړه بې تفاوته ندي او د هغوی په وینا ما څاري. هغه مهال چې راووتلم، ومیلیدل چې هغوی د خپلو لوکسو موټرو ترمخې ولاړ او خپل منځ کې خبرې کوي. هغه وخت چې زه خپل موټر کې کښینستلم او حرکت مې وکړ، له دوی څخه یوه یې تر یوې سیمې زه وڅارلم، لیکن کله چې له ما سره یې ساتونکي ولیدل، زموږ شا یې پریښوده.

د دغو جاهلو او ارتجاع څیرو واقعي ماهیت د بربنډولو لپاره اړتیا نه وه چې زه ډیر دلیلونه وړاندې کړم، هغوی د خپلو کنځلو او ګواښونو د لارې خپل ځانونه رسوا کړل او دا یې څرګند کړل چې د خپل بداخلاقه رهبر ګلبدین د جهل او جنایت په لار روان دي.

دغه انسانوژونکي د آی. اس. آی مریان نه پوهیږي، که چیرې له دغو ګواښونو څخه مو ډار درلودی، نو د دوی تروریست ګوند او د دوی په څیر نور مو نه بربنډول، بلکې د پلورل شويو او ډارن روڼ اندو او سیاستمدارانو په څیر مو دغه رذیلان «ښاغلی وزیر»، «ښاغلی والي»، «ښاغلی وکیل» نومول او د مبارزې پرځای مو چوپتیا غوره کوله.

پرځای ده له هغو ټولو ملګرو څخه مننه وکړم، چې د ټلیفون اړیکو له لارې یې په دغه خبري میز کې زما له خبرو څخه ملاتړ اعلان وکړ او ډاډ ورکوم چې د ملي خاینانو ګواښونه او ماشوم ډارونه د «افغانستان د همیستګۍ ګوند» ټولو غړو عزم او اراده نوره هم مضبوطه او زموږ د ملت د دغو ناورینونو پروړاندې سپیڅلې مبارزه هڅانده کوي.

د دغه مرکی لنډ برخي

د دي لیکنی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 112 میلمانه آنلاین لرو