د اندونيزيا د شلمي پيړۍ په زړه‌بوږنونکی ټول وژنه کى د امريکا ککړ لاسونه

قتل عام در اندونیزیا

تر دوهمى نړيوالې جګړې وروسته امريکا او بريتانيا دواړه د خپلو نورو امپرياليستې رقيبانو په وړاندى د يو بريالې متحد په عنوان د هغه نورو هيوادونو او ملتونو د زبيښاک په لټه کي شول کوم چى د اروپايي استعمار له ولکی څخه تازه خلاص شوي وو. هغوى د (پرمختګ)، (بیوزلی له منځه وړلو)، (د بشر د حقونو پياوړى کول) او د لسګونو داسى نورو درواغو تر نوم لاندې خپل امپرياليستې استعمارې سياستونه په لاره واچول تر څو د دريمې نړۍ د هيوادونو طبيعې زيرمۍ او د کار ارزانه نيرو په اسانه توګه لوټ کړى.

امريکا دغو موخو ته د رسيدو لپاره د نړۍ په مختلفو سيمو کى د ازادي غوښتونکو غورځنګونو ټکولو او ځپلو په څنګ کى د يو شمير وگړنيزو دولتونو د نسکورولو لپاره لاس په کار شوه، کوم دولتونه چى هڅه ئي کوله د خپلو ملتونو برخه ليک د لويديځو لوټمارو او غلا ګرو شرکتونو ځينى خوندې وساتى. همدا وجه وه چى په پنځوسمې، شپيتمې او اويايمې ميلادې لسيزو کى د امريکا په ملاټړ په ايران، شيلې، ارجنتاين، اندونيزيا، يونان او داسي نورو هيوادونو کى د نظامې کودتاګانو شاهدان وو.

په هغه کلونو کى د کمونيزم خپريدو د مخنيوې لپاره لکه د نن ورځى شعار «ترهګری سره مبارزه!»  د امريکا او دهغه د لويديځو ملګرو لپاره يوه زړه پورى پلمه وه چى د لسګونو ميليونو بيګناه خلکو وينى ئي د مځکي پر مخ تويه کړى. په ١٩٦٥کال د اندونيزيا کودتا د شلمې پيړۍ تر ټولو ستره نسل وژنه د دى هيواد په وړاندى يوه  ښکاره او شرموونکى بيلګه وه.

داکتر سوکارنو
داکتر احمد سوکارنو او فیدل کاسترو

په ١٩٦٥ کال د اکتوبر په مياشت کى د يوې امريکايي توطئي له مخى د جنرال سوهارتو په لار ښوونه د اندونيزيا د کيڼ اړخې دولت په ضد چى داکتر احمد سوکارنو ئي مشري په غاړه درلوده کودتا په لاره واچوله. شپږ نظامى جنرالان په قتل ورسيدل. د اندونيزيا کمونيست ګوند د دى وژنو او د يوى کودتا د برنامى د طرحى مسؤل معرفى شو. د پوځ مشرانو په ځانګړى توګه د سوهارتو او د هغه ملګرې چى ټول په امريکا کى روزل شوى وه په بيړه یی د کمونيست ګوند په ضد پراخه تبليغات پيل کړل، په پايله کى هغه کمونيست ګوند نه بلکه پخپله سوهارتو وه چى د امريکايانو په ملا تړ ئي کودتا وکړه او د سوکارنو دولت يي نسکور کړ.

داکتر احمد سوکار نو د اندونيزيا يو نوميالىې، ملې او ازادى غوښتونکې شخصيت وه چى د ١٩٤٥ کال په اګست کى یی د هاليند او جاپانې استعمارګرانو څخه د خپل هيواد خپلواکی واخیسته. هغه چى د مدرنې اندونيزيا د بنسټ ايښودونکې په عنوان پيژندل کيږى، پخپل هيواد کى د بهرنۍ پانګونې او د امپرياليستې انحصاراتو سر سخت مخالف وه هڅه یی کوله چى خپل ملت د ترقې او سوکالې په لورې روان کړى. سوکارنو نه يواځى د هيواد له خپلواکی، سياسي او اقتصادي خپلواکې څخه دفاع کوله بلکه د اسيا، افريقا او لاتينى امريکا له خپلواکی غوښتونکو او ملي غورځنګونو څخه هم ملاتړ کاوه.

احمد سوکارنو د خپل ملي او سوسياليستې ليد له مخى د اندونيزيا د کمونيست ګوند چى په پنځوسمې او شپيتمې ميلادې لسيزى کى یی دري ميليونه غړې درلودل له هر اړخيزه ملاتړ ځينى برخه‌مند وو. دغه ګوند د ښارې روڼ آندو او کليوالو پرګنو په منځ کى ځواکمنې او ټينګي ريښې درلودى. په سلګونو کارګرې اتحادي، دهقانې سازمانونه، کلتورې او ښځينه ټولنې د اندونيزيا په ګوټ ګوټ کى د هغه تر مشرى لاندى، د سوکارنو د دولت د امپرياليستى ضد سياستونو څخه ملاتړ او پلوې کوله چى دغه ټول د امپرياليستې قووتونو په وړاندى جدى خطرونه ګڼل کيدل نو ځکه یی په چټک او بيړنې اقدام لاس پورى کړ.

جان پيلجر استرليايي ورځپاڼى ليکونکې «دنوي نړى واکمن» په کتاب کى ليکې:

«د امريکا د جاسوسي سازمان د ياد داشت له مخى، دوه کاله تر مخه د انګلستان (محافظه کار) لمړى وزير هارولد مک مېلان او د امريکا (دموکرات) جمهور رئيس جان اف کنيدى هوکړه کړي وه چى د «مناسبى وضعى په صورت او د اوسنيو فرصتونو په شتون کى جمهور رئيس داکتر احمد سوکارنو د له منځه ګوښه کړاى شي».

مارگرت تاچر او سوکارتو
د انګلستان صدراعظمه مارګرت تاچر چى د ساړه جنګ په دوره کى یی د ټولو ديکتاتورانواو جنايتکارانو د مور نقش سر ته رساوه، جنايتکاره سوهارتو ئي «د خپلو ارزښتناکو او غوره دوستانو له ډلي څخه د يو نږدې دوست په توګه وستايه»

د سوهارتو تر کودتا وروسته نظامي ديکتاتورې په ټوله اندونيزيا کى واکمنه شوه. د يو کال (١٩٦٥- ١٩٦٦) په موده کى شاؤخوا دوه نيم ميليونه انسانان ووژل شول چى ډيرۍ یي د کمونيست ګوند غړى او پلويان وه. دغه ټول وژنه په مستقيم ډول د سوهارتو په لارښوونه د اندونيزيايي نظاميانو له خوا سرته رسيدله. مليشه ګانو اسلامى او مسيحى بنسټپالو ډلو هم پدى ټول وژنه کى پراخ لاس درلود. هغوى د هر هغه چا په لټه کى وه، کومو چى د نوې ديکتاتورې رژيم مخالفت کاوه. هغوى به په مخالفينو د کمونيست يا د کمونيستانو د پلويانو ټاپې لګولى، پدى ډول د کارګرې اتحاديو غړى، ښځي، بزګران، معلمان، محصلان، چينى الاصل اندونيزيايي روڼ آندي د دى عام وژنې اصلي قربانيان وه. ټول وژنه د اندونيزيا د پلازمېني جاګارتا څخه پيل شوه، خو ددغه ناورين لمن په ختيځې جاوه، مرکزى جاوه، بالې او شمالې سوماترا کى ډيره پراخه وه، ځکه چى پدغه سيمو کى کمونيستانو زيات نفوذ درلود.

په کال ١٩٦٨ کی د امريکا استخباراتى سازمان سيا (CIA) پخپل يو ګزارش کى اعتراف کړى وه:

«په نړۍ کى د وژنو د شمير له مخى دغه وژنه د شلمې پيړۍ تر ټولو زړه بوږنوونکى او ویرونکی نسل وژنه وه.»

د امريکا او انګلستان د استخباراتى سازمانونو پټ لاسوندونه او د (سيا) د پخوانيو مامورينو وينا په ډاګه کوى چى د امريکا، انګلستان او په احتمالي توګه د استرليا دولتونو د دغى کودتا او د ميليونونو اندونيزيا والو د عام وژنې اصلي طراحان وه. کيتى کادين (Kathy Kadane) امريکايي ورځپاڼه ليکونکى او څيړونکى په اندونيزيا کى له امريکايي مامورينو سره تر مرکو وروسته په ١٩٩٠کال کى د امريکا نقش په دغه ناورين کى داسى افشاء کوى:

«هغوى د يو ځانګړى روش له مخى د کمونيست ګوند د فعالانو جامع لیست چى لږ تر لږه د٥٠٠٠کسانو نومونه په کى وه، د اندونيزيا پوځيانو ته سپارلی وه کله چى به نوموړى کسان ووژل شول يا ونيول شول امريکايانو به یی په نوم خط کاږه.»

رابرت ح مارتنز په جاکارتا کى د امريکا د سفارت سياسى مامور سره د مرکې په وخت کى ويلى دى:

«د دغه لیستونو سپارل د اندونيزيا له پوځ سره ستره مرسته وه، ښايي پوځيانو گڼ شمير کسان وژلى وى، ښايي زما لاسونه به هم د ډيرو کسانو په وينو سره شوى وى، خو دا ډيره مهمه نده...»

دولاندچاليس د بي بي سي (BBC) د جنوب شرقى اسيا د يوې برخى خبرنګار جان پيلجر ته د دغه وژنو په هکله د بريتانيا پټ نقش ته په اشارى کولو سره داسي ويلى دي:

«د بريتانيا جنګې بیړیو د اندونيزيا يوه بیړی چى له پوځى مهماتو او پوځې قواؤ څخه ډکه وه د مالانا تر تنګې پورى سکورت کړه، تر څو هغوى هم په ټول وژنه کى برخه واخلى، زه او نور خبر ليکونکى په هغه وخت کى لدى واقعيت څخه خبر نه وو.»

د سيم په واسطه د خلکو وژل
انور کنګو د «وژنی ننداره» د فلم په يوى برخه کى د سيم په واسطه د خلکو وژل پدى ډول نندارى ته وړاندى کړيدى.

د پانکاسيلا ځوانان (Pancasila Youth) يوه مليشه يي ډله ده چى سوهارتو سره ئي د کودتا سرته رسولو کى مرسته کړي ده او په ټول وژنه کى ئي ستر نقش درلود. دغه ډله د اوباشانو (ګانګسترانو) څخه جوړه شويده چى د امريکا کانګسترې او کاوبايي فلمونو څخه په الهام اخيستو سره بنديان وژنې. جوشو اوپينهايمر چى اته کلونه یي په اندونيزيا کى تير کړى وه «د وژنی ننداره» مستند فلم په ٢٠١٢کال کي د هغه خلکوسره چى ځانونه یی ګانګستران بلل د مرکو له مخى په مستند ډول ننداري ته وړاندى کړ. انور کنګو چى د شمالى سوماترا له ګانګسترانو څخه يو تن دى د دى فلم په يوې صحنه کى هغه څه چى یي د ازادې غوښتونکو په وژنه کى سر ته رسولي وه له سره نندارى ته وړاندى کړل. انور او نور ګانګستران لکه د افغانستان د جنګسالارانو په شان نه يواځى دا چى پخپلو کړنو او جنايتونو پښيمان نه‌دي بلکه په ډير وياړ سره دهغو يادوونه کوى. انور او ملګرې یي له هغه لارو چارو او توکو څخه يادوونه کوى چى د سلګونو زرو په وژنه کى یی ترينه کار اخيست.

انور وائي: هغوى به کمونيستان نيول او په يو شمير قتل ځايونو کى لکه د «میدان پست» (Medan Post) د ورځپاڼى دفتر او سينماګا نو کى ربړول او وژل، هغه زياتوې چى په لمړيو کى مونږ د هغوى سرونه غوڅول خو پدى کار به ټوله ودانی په وينو سره شوه چى دهغی پاکولو به ډير وخت ضايع کاوه، وروسته مو نوې چارى اختراع کړى، تر شکنجه کولو وروسته به مونږ هغوى د يو سيم په واسطه زندی کول، زيات جسدونه مو په سيند لاهو کول د اندونيزيا د سیندونو اوبه د وژل شوو په وينو سرې شوي وى.

د جان پيلجر «د نړۍ نوي واکمن» په کتاب کى راغلى دى چى مارشال ګرين (Marshall Green) په اندونيزيا کي د هغه وخت د امريکا سفير، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د وينا له مخى د (کودتا مشر) پيژندل شوي وو. د هغه طرح چي د ١٩٦٥ کال د اکتوبر په ١٥ نيټه واشنګټن ته مخا بره شوى وه متن یي پدى ډول ليکل شوى وه:

«د اندونيزيا کمونيست ګوند او د هغه ملاتړي جمهور رئيس داکتر احمد سوکارنو بايد نوم بدي او په تهمت ککړ شي د «خيانت کاري او وحشيګري» تر عنوان لاندي د کمونيست ګوند په ضد تبليغاتو ته رواج ورکړل شي». «د وژنی ننداره» په فلم کي د کانګسترانو يو قاتل د (Adi Zulkadry)  په نوم واي چي په هغه کلنو کي تبليغات په دي ډول وه چي کمونيستان ‌‌ظالمان او بي رحمه دي خو «کمونيستان بي رحمه نه وه، دا يو واقعيت دي چي زه له هغه سره په بشپړه توګه موافق يم خو له بده مرغه نه ښاي چي ځينى وختونه هر واقعيت دخلکو په وړاندي بربنډ شي، زه بي له شکه  پوهيږم چي مونږ په خپله بي رحمه وو.»

دامريکا دولت وروسته تر هغه چى د اندونيزيا پوځ ئي مجهز او د عام وژنې لپاره سمبال کړ د لا نورى عام وژنى د آسانتيا برابرولو لپاره یي يوه مخابراتې دستګاه، په فليپين کی د امريکا هوائي اډۍ څخه د يوى الوتکى په واسطه اندونيزيا ته انتقال کړه. دغه شبکه د تکنالوژيکې سيستمونو له کبله ډيره پياوړى او پر مختللى شبکه وه. جان پيلجر پخپل کتاب کى ليکې:

«دغى شبکى نه يواځى د سوهارتو د سربازانو تر منځ د نسل وژنې عمليات سره همغږى کول، همدا ډول یي په ژوندي بڼه د دغو وژنو اوازونه د امريکا د لوړپوړو چارواکو غوږونو ته هم رسول.»

لږ تر لږه د ٥٠٠٠ کسانو نومونه د امريکا له خوا د اندونيزيا د پوځ په واک کى ورکړل شوي وه، وروسته به امريکايانو د وژل شوو يا نيول شوو کسانو نومونه له لیست څخه ليرى کول.

کيتى کادين د امريکايي ورځپا ڼى ليکونکى او څيړونکى ليکې: د غربي قدرتونو وروستى موخه په اندونيزيا کى د تل لپاره د سوسياليستى نظرياتو جرړي ايستل وه. کوم شى چى امريکايان او د هغه نور غربى ملګرې یي په ويره کى اچولى وو. هغوى په هيڅ ډول حاضر نه وه چى د اسيا د سویل سترې طبيعى زيرمې او ستر غنايم (د امريکا د جمهور رئيس ريچارد نکسون ستاينه د اندونيزيا په هکله) د «د نړيوال پیسو صندوق» او «نړيوال بانک» له غوښتنې او واک پرته عمل تر سره کړى او پراختيا ومومې. په ټوليزه توګه هغوى نشو کولاى  چى د اسيا په جنوب شرق کى خپلى ګټى په خطر کى واچوى نو ځکه یي په اندونيزيا کى د وينو حمام جارى کړ او دغه هيواد یی په خپلې مستعمرې بدل کړ.

جوشوا اوپنهامر د ٢٠١٣ کال د جولاى په ١٩ نيټه د «د دموکراسى نو» راديو سره په يوې مرکه کى وويل:

«د امريکا له خوا په پیغام کى داسى ويل شوى وه ، موخه دا نده چى يواځى د څو سياسى مشرانو مثلا د کمونيست مشرانو په لټه کى شو کوم چى د نوې رژيم مخالفين دى، بايد د ټولو چپې ډلو او د وګړنيزو بنسټونو ړنګولو پسى وګرځو پدى ډول هر هغه څوک چى د دموکراتيکو ګوندونو څخه د يو ګوند غړيتوب ولرى بايد اعدام يا ووژل شى يا په محبسونو کى واچول شى... » دا هغه څه وه چى په ١٩٦٥ کال کى د لوديځوالو په هر اړخيزه ملاتړ په اندونيزيا کى پلى شول.

جان پلچر پخپل کتاب کى ليکې:

«د امريکا ويره په اندونيزيا کى نه د کمونيست ګوند له وسله وال پاڅون او نه په پراخه پرګنو کى د هغه محبوبيت څخه وه بلکه اصلې ويره دا وه، چى اندونيزيا هم لکه د هغه شمالى ګاونډې ويتنام په شان ممکن کمونيست شى.»

د امريکا، انګلستان او استراليا دولتونو برسيره په پټو مالې او لوژستيکې مرستو چى د شلمې پيړۍ په نيمايي کى یي دغى سترې عام وژنى سره وکړى، په ديپلوماتيکه کچه يي هم د اندونيزيا د ميليونونو خلکو قصاب سوهارتو ځينى په ډاګه ملاتړ کاوه.

انسانانو عام‌وژنه
تر يو ميليون د زياتو انسانانو ټول وژنه د غربى رسنيو د تبليغاتو تر شا په داسي مهارت تر سره شوه چى نن ترينه ډير کم شمير انځورونه تر لاسه کيداى شى.

په ١٩٩٦ کال کى تايم فشر (Tim Fischer) د استراليا د صدراعظم نماينده وويل:

«که چيرى مجلې او رسنې د اوسنې پيړۍ په دويمى نيمايي کى د يو نمونه سړي په لټه کى وي شايد لازمه نوى چى له جاګارتا څخه بهر څه تر لاسه کړى».

جوشو اوپنهامر د « دموکراسى نو» راديو سره په يوى مرکه کى وايي: دغه د اوسنې پېړۍ تر ټولو ستره ټول وژنه په امريکا کى د يو «ښه زيرې» په توګه تبليغ کيده. د «نيويارک ټايمز» او «ټايمز» مجلی دغو ګزارشونو ته ځانګړى شوي وی او له هغوي ځينى په اسيا کى د «هـيلو ډیوه» په عنوان نوم اخيستل کيده.    «ټايم» دغه وژنه له اسيا څخه لويديځ ته غوره او زړه پوري خبر نوماوه.

نلسون مندلا او سوهارتو
نلسون ماندلا د جنوبى افريقا تر ټولو لوړ مدال د سوهارتو په سينه وټمبه.

د لويديځ له خوا د سوهارتو ستاينه دې حد ته ورسيده چى حتى په اصطلاح د نژادې اپارتائيد ستر مبارز نلسون ماندلا د جنوبى افريقا د وياړ ستر نښان هغه ته ډالۍ کړ، ځکه چى دغه (سوهارتو) د اندونيزيا او شرقې تيمور د ملت قاتل د «افريقا د ملي کنګرې» تر ټولو لوي مالې مرسته کوونکى وه.

سوهارتو د خپلو امريکايي او انګليسى اربابانو په مرسته نه يواځى د اندونيزيا ملت له تيغ څخه تير کړ، بلکه دوه سوه زره «د نفوس دريمه برخه» کسان یي د شرقې تيمور د اشغال په وخت کى په قتل ورسول. «نړيوال بانک» ٦٣٠ ميليونه ډالره قرضه د کډوالی دغى بدنامى پروژى ته ځانګړى کړى وه تر څو په سلګونو داړه‌ماران، نظاميان او غير نظامي جنايتکاران شرقى تيمور ته واستول شى او د هغه ځاى د خلکو ځان او مال لوټ اوچور کړى.

سوهارتو په اندونيزيا کى تر ٣٢ کالو مستبدانه واکمنې وروسته دغه هيواد د نړۍ په فاسد ترين هيواد بدل کړ. بالاخره په ١٩٩٧ کال کى یي استعفا وکړه، ځکه چى نور یي د غربى اربابانو لپاره تاريخ تير شوى وه، بايد نوې څيرې د هغوى پر ځاي وکارول شى، سوکارنو پنځلس ١٥ ميليارده ډالره له قدرت څخه د ليري کيدو د حق په عنوان له ځان سره واخيستل، پداسى حال کى چى ملت یي د ٢٦٢ميليارده ډالرو په قرض کى ډوب تر شا پريښود او زامن یي په افسانوى ژوند کى مزې او چړچى کوى. سوهارتو په ډيرى بى شرمې سره پرته لدى چى د خپلو جنايتونو په وړاندى ځواب ووايي په ١٩٩٨- م کال کى د سرطان په ناروغۍ ومړ.

تیمور شرقی عام‌وژنه
سوهارتو د خپلو امريکايي او انګليسى اربابانو په مرسته نه يواځى د اندونيزيا ملت له تيغ څخه تير کړ، بلکه دوه سوه زره «د نفوس دريمه برخه» کسان یي د شرقې تيمور د اشغال په وخت کى په قتل ورسول.

په اندونيزيا کى له عام وژنې څخه پنځه لسيزى تيريږى، دغه جنايتونه چى د نازې المان د دوران له وژنو سره پرتله کيږى مګر په تاسف سره لويديځ مطبوعات په هغوى پردې اچوى.

د دغه ديو‌صفته او شيطانې ناورين عاملان او جنايتکاران لکه دهغو بنسټپالو او غير بنسټپالو افغانې ورونو په شان نه يواځى د امريکا او لويديځوالو تر حمايت لاندى آزاد او بى محاکمه کيدو بى غمه ژوند کوى، همدا اوس د اندونيزيا د زيارکښو خلکو په برخه ليک حکومت کوى.

د اندونيزيا بل ورته والې افغانستان سره پدى کى دى چى هڅه کيږى په هيڅ صورت او هيڅ ځاي کى دغه جنايتونه په ګوته نشى، د اندونيزيا په تاريخې کتابونو کى کوم چى په ښوونځيو کى درس ورکول کيږى د دغى دورې له يادولو څخه لکه په افغانستان کى د تنظيمونو د څلورو کلونو په جنايتونو سترګى پټيږى.

د امريکا او د لويديځ نوکرانو د پنځه لسيزو حاکميت او د لويديځو کمپنيو تالان او يرغل د اندونيزيا هيواد د اسيا په بيوزلې، بدبخت او بي‌هيلى هيواد بدل کړ. په راتلونکى کى به بيا په اندونيزيا کى د امريکا د شتون په هکله ليکنه وکړو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 193 میلمانه آنلاین لرو