په هیر شوی بامیانو کی یوه ګړۍ له سموڅوناستو سره

بامیاني سموڅي ناستي

د ۱۳۹۵ کال مرغومي په ۲۰مه، د ژمي په ډیرو سړو ورځو کی د بامیاني سموڅوناستو کورنیو سره لیدنه لرله چی د صلصال له لوی مجسمې څخه په لږ واټن کی ژوند کاوه. که څه هم د بامیانو ټول خلک بیوزله دي خو سموڅي‎ناستي کولای شو د بامیانو د خلکو بیوزلۍ بیلګه وشمیرو.

کله چی د سموڅو ځای ته ورورسیدو، له یوې ځوانې ښځې سره مخ شو چی پر رسۍ یی کالی اچول. له هغې مو وغوښتل چی له مونږ سره مرکه وکړي، وی منله او مونږ یی سموڅې ته وروبللو. د سموڅې په دروازه پلاستیک میخ شوی وو چی د سړې هوا مخه ونیسي. دننه فضا تنګه او تیاره وه او د سموڅې اخره برخه له بلی سموڅې سره نښتې وه. په یوه څنډه کی کښیناستلو او نسیمه، هغه ځوانه ښځه هم زمونږ مخی ته کښیناستله. له هغې مو وغوښتل چی د خپل ژوند په اړه وواي:

«په کورنۍ کی اووه کسه یو. د ژوند لګښت مو معیوب میړه په دیاړۍ پیدا کوي. ۱۲ کاله کیږي چی دلته یو او ورځ مو تیروو. څوک چی کور او ځمکه ونلري، هره چیری چی وی د خلکو ګاونډی دی. د جګړو پر مهال په بهسودو کی اوسیدو، میړه می هم په جګړو کی معیوب شو...»

بامیاني سموڅي ناستينسیمه: «یواځنۍ غوښتنه می د یو جونګړی لرل دي.»
بامیاني سموڅي ناستيدننه فضا تنګه او تیاره وه او د سموڅې اخره برخه له بلی سموڅې سره نښتې وه

نسیمې په سموڅه کی د ژوند ستونزو په هلکه ډیرو شیانو ته اشاره وکړه، له هغې ډلی څخه د څښاک اوبو راوړلو لپاره باید ډیر زیاد واټن ولاړ شي؛ د ځان وینځلو لپاره مناسب ځای نلری؛ د ماشومانو له رنځورتیا سره لاس او ګریوان دي؛ ژمی په خورا ستونزو سره تیروي او نورې ستونزې. هغه د ټولو ستونزو لامل د کور نه لرل ګڼي او یواځنۍ غوښتنه یی د یوې جونګړی لرل دي. په ورته وخت کی د مرستو د ناعدلانه ویش څخه سرټکوي وای:

«څو واری د مرستو لپاره زمونږ نومونه ولیکل، خو هغوی چی په دولت کی خلک پیژني ډیرۍ مرستی په خپل نوم اخلی. څه موده وړاندي د ځمکې نمرې وویشل شوی، څو تنو واسطه‎لرونکو هغه واخیستلی او مونږ ته هيڅ هم راونه رسیدل.»

بامیاني سموڅي ناستيسموڅي‎ناستي ماشومان کیڼ لوری ته: محمد زمان

د نسیمې له سموڅي څخه چی راووتلو، له یو ماشوم سره مخ شوو چی په سترګو کی سره ټکي لیدل کیده. محمد زمان نومیده. له هغه مو وغوښتل چی مونږ تر خپل کوره بوځي. خوښ شو او په بیړه د سموڅې دروازې ته ورسیده او زمونږ په لوری یی اشاره وکړه. د محمد زمان له مور سره کښیناستلو د ماشوم د سترګو سرو ټکو په اړه مو ترې وپوښتل:

«نه پوهیږم، درې کاله کیږي چی سترګې یی درد کوي، درمل او هرڅه اخلو، خو نه ښه کیږي. ډاکټران وای چی له دوړو او خاوري او مکروب سره حساسیت لري. د سموڅې له چت څخه ډیرې زیاتې دوړې او خاورې رالویږي، هلته مو بوجۍ ټومبلی ده چی لږ مخنیوی وکړي...»

بامیاني سموڅي ناستيد محمد زمان مور: «د سموڅې له چت څخه ډیر زیاد دوړې او خاورې رالویږي.»
بامیاني سموڅي ناستيمحمد زمان او خور یی سمیرا
بامیاني سموڅي ناستيد سموڅې اشه‎داره‌

یوه شیبه وروسته سموڅه له نورو ماشومانو ډکه شوه، ټول په یو کتار کی کښیناستل او زمونږ او کمرې لور ته یی په ځیر ځیر کتل. کمره می هغوی ته ورکړه چی د یو بل انځور واخلی، د راپور پاتی برخه می هغوی ته پریښوده! په داسی شور او مینه یی په وار وار د یو بل انځور اخیسته چی نشم کولای له کمرې او ټکنالوژۍ سره د هغوی لیوالتیا په دې راپور کی بیان کړم، هک-پک پای وم. له ځانه سره می وویل که د لیک او لوست امکانات دغو ماشومانو ته برابر وای، یواځې هغه خلک چی افغانستان د پرمختګ او هوساینې لوړو څوکو ته رسولی شي، د هیواد دغه بی‎برخې ماشومان دي.

بامیاني سموڅي ناستيانځورونه چی د سموڅي ناستي ماشومانو له یو بل څخه واخیستل .

کله مو چی د سموڅوناستو ځای پریښوده، ماشومانو تر یوځایه مونږ بدرګه کړو. یوې ښځې له سموڅې سره را بیرون کړ او مونږ یی غرمنۍ ته وروبللو، خو څنګه مو کولای شو د هماغې ورځې یوه مړې ډوډۍ یی مونږ وخورو، له همدې کبله د وخت نشتوالی مو پلمه کړ او له درده ډک زړه له هاغه ځای ولاړو.

د بامیانو ډیرې خلک دغسی ژوند لري. د بیوزلۍ لمن داسی خپره ده چی د سموڅوناستو او نورو خلکو ترمنځ ډیر لږ توپیر دی. ۴لسیزی جګړه او لوټ او په ځانګړی توګه د وحدت ګوند دنننۍ شخړي او د ځناورو طالبانو انسان‎وژنې د بامیانو د اوسیدونکو د بیوزلۍ او در په درۍ اصلی لامل دي. هغه څه چی د نړیوالو مرستو په نامه بامیانو ته رسیږي، د قوم او مذهب ټیکه‎دارانو له لوری لوټ او تالان کیږي. تنظیمی مشران د پخوا په څیر د خلک وینو په زبیښلو بوخت دي او د پیسو او زور په واسطه پر خلکو له هیڅ دول ظلم څخه ډډه نه کوي. هغه څه چی ددغه ولایت د «پرمختګ بیلګې» په نامه یادیږي د «غلغلې هوټل» دی چی د خلیلی کورنۍ پوری تړاو لری! خو ډیرۍ خلک دغه لوټمار او درغلګر واکمنان ښه پیژني. په یاد می ده کله می چی د بامیانو له یو بیوزله اوسیدونکي سره په دې اړه خبرې کولی، په سیمیزه خوږه ژبه یی راته وویل: «زمونږ راتلونکی، زمونږ اولادونه دي. خپل اولادونه باید داسی وروزو چی د خلیلی او محقق او جمهور رییس په خوله کی په سوک سره پیازه میده کړي!»

بامیاني سموڅي ناستي
بامیاني سموڅي ناستي
بامیاني سموڅي ناستي

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 144 میلمانه آنلاین لرو