د نیواک او بنسټپالنی پر وړاندې مبارزه، د افغانې ښځۍ د خلاصون لپاره لومړی ګام دی!

نیواک او بنسټ‎پالۍ پر وړاندې مبارزه، د افغانې ښځې د خلاصون لپاره لومړنی ګام دی!

سږ کال په داسی حال د ښځې نړیواله ورځ لمانځو چی د فرخندې او رخشانې وینې لا وچی شوی نه وی چی، د هیواد په ګوټ – ګوټ کی په زرګونو نورې ښځې د تاوتریخوالي او زور زیاتي په سور تنور کی وسوځیدلې. یوه نیمه لسیزه کیږی چی د افغانې ښځې له نوم او بدمرغیوه څخه ناوړه ګټه پورته کیږي په شعار کی د «افغاني ښځې خلاصون» په اړه خبری کوی خو په عمل کی د هیواد له هر لوری څخه د نجونو او ښځو زړه‎بوږنونکی کوکاری را پورته کیږي. په هیواد کی روانې ناخوالې یواځې د مریم، سحر، مروې، سحرګل، بی‎بی‎کل او نورو پر وړاندی په جنایت او ځناورتوب کی نه خلاصه کیږي، زمونږ خلک په پکتیا او هلمند او کنړ او شاه‎شهید او په ټول افغانستان کی د امریکا او ناټو نیواکګرو ځواکونو له لوری بمبار کیږي؛ په ښارونو کی د طالبانو او داعشیانو ځان‎وژنې او چاودنې د سلګونو بی‎ګناه هیوادوالو ژوند اخلی؛ جګړه‎ماران د اربکی او «ولسی پاڅون» تر نامه لاندی په رسمي توګه مسلح کیږي د پاټک‎سالارۍ ځناورتوب دور بیا ژوندی کوي، د ارګ او طالب او داعش تر منځ د پیشکې او موږک په لوبه کی زمونږ په زرګونو کلی اوسیدونکی در په دره دي؛ جنګي جنایتکاران او فسادکونکي په مکیز او نخرو د واک پر څوکیو پراته دي؛ مذهبی او دیني لږه‎کي وژل کیږي؛ پرمختللو او روڼ‎آندو قوتونو ته ورځ تر بلی د کار ساحه تنګیږي؛ سانسور او د ځان‎سانسورول ورځ تر بلی واکمنیږي؛ بیوزلی او بیکاري په هیواد کی کوکاری وهي؛ له دغه ویرځپلی هیواد څخه د ناهیلو ځوانانو د تیښتې لړۍ دوام لري؛ خیالی ښونځیو او کلینیکونو او عسکرو زمونږ هیواد نیولی دی، د ولس لوټلو له لاری، مافیایی دولت چارواکي پنډیږي؛ او په لسګونو نورې داسی ناخوالی. په دې ټولو یادو مواردو کی ښځي لومړنۍ او آسانه قربانیانې دي چی جسمي او روحي فشارونه زغمي.

مرتجع او ښځو ضد دولتونه هڅه کوی چی د مارچ اتمه هم د نوامبر ۲۵مې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځه وړلو ورځ، په څیر د هغې له مبارزاتی مضمون څخه تشه او په یوه سرکاري او خنثی ورځ چی یواځی یو بل ته پکی د ګلو ګډۍ ورکړل شی، بدله کړي. خو دغه دوه ورځې، هغه ګلان دي چی د امریکایی کارګرو ښځو او د دومینیکن له جمهوریت څخه د میرابال خویندو له وینو راټوکیدلی او د آزادۍ‎غوښتونکو او بلواګرو ښځو لکه روزا لوکزامبورگ، سکینه جانسز، مینا، ناهید ساعد، وجیهه، برتا کاسرس، زویا، شیرین‌علم هولی، مرضیه اسکویی، کارمن اگوادو او د هغې ۱۲ تنه ملګري چی په «۱۳ ګلانو» یی شهرت درلود، جیلان اوزلاب، تانیا، لیلا قاسم او نورو ښځو په وینو خړوب شوي دي. دغو ښځو سړي‎واکه او ناعادلانه دودونه تر پښو لاندی کړل، د پانګوالۍ، بنسټ‎پالۍ، زورواکو او مرتجع دولتونو پر وړاندې ودریدې، د مجلس سینګار په څیر نه بلکه په زړورتوب او میړانه وجنګیدلې او سرښندنې وکړې. نو ددې ورځې لمانځل هغه وخت ارزښت لری چی له هر ډول زورزیاتي او تبعیض څخه پاکې ټولنی لپاره کلکه او نه ستړې کیدونکی مبارزه له ځانه سره ولري.

په افغانستان کی د ښځو برابر حقونو خوندی کول، آزادی او دموکراسی، یواځې ددغې خاوری سړو او ښځو په نه ستړې کیدونکی مبارزې سره شونی ده او بس او دغه مبارزه قربانی او سرښندنې غواړي. له دغه زندان څخه د خلاصون لپاره له دې پرته بله لاره نشته.

افغانستان د «ښځو خلاصون» او «دموکراسۍ» په نامه د امریکا جګړه‎مار دولت او د هغې ملاتړو له لوري ونیول شو، خو هماغسې چی تمه کیده کرغیړن او خرڅ شوی او ښځو ضد عناصر یی په پاریسی جامو سمبال زمونږ د خلکو په ټپي ډډورو سپاره کړل. جنایتکاره او کرغیړونو بانډونو چی د کابل جکړو په مهال یی په ۷۰ کلنو میندو او ۷ کلنو نجونو رحم ونکړ، هغو چی د ښځو له زیږون څخه یی خوند اخیسته او ځناوریز کارونه یی ترسره کړل، د نانځکو په څیر څو خاینو ښځو په څنګ کی ناست دي او د لاسپوڅي دولت څوکۍ یی ډکی کړي دي. نن زمونږ هیواد د داسې عناصرو په ولکه کی دی چی ډیری یی د ایران او پاکستان او څلویښت نورو کرغیړنو هیوادونو جاسوسان او چوپړان دي که څه هم په ځان پوری د ملی کلمه ټومبي خو په عمل کی ملي ګټې د خپل بیرونی بادار له ګټو قربانوي. دا د هر نیواکګر ځواک خاصیت چی د یو ولس تر خپل ولکی لاندی راوړلو لپاره، پر ارتجاعی‎ترین، خونړیو او نوم‎بدو ډلو او عناصرو ډډه وهي او هغوی د ولس په برخلیک واکمنوی. په ځانګړی توګه د امریکا تور تاریخ دا په ډاګه کړی چی د خپلو کرغیړنو او ویجاړونکو موخو پلی کولو لپاره یی نوم‎بدی او انسان‎وژونکي دیکتاتوران او ځناور ترهګر تمویل او په وسلو سمبال کړي دي. نن هم، په دغه هیواد کی د دونالد ټرامپ په نوم یو کس واک تر لاسه کړی چی پر ښځو تیري څخه په ویاړ خبری کوی او لا معلومه نده چی د تنظیمونو او طالبانو او القاعده او داعش ښامارانو په ادامه به کومه ځناوره ډله رامنځ ته کړي.

د ع او غ له ټاکنیزو غولونکو شعارونو څخه یو د «ښځو حقونه» وو. اشرف غنی هماغه وخت خپل ستونی پړسولی و او د یو شمیر ښځو پر وړاندی یی چیغی وهلی «هغه دولت چی ښځو ته خوندیتوب را نه وړی حق نلری چی ځانته دولت ووایی». هغه د خلکو غولولو لپاره، خپله د یو جنسي تیري قضیه څیړله او د قرباني له کورنۍ سره یی اړیکه لرله، بی‎بی ګل یی د کمیسیون مشره وټاکله او یو میلیون ډالري بودجه یی هم ورته ځانګړی کړه، خو معلومه نده چی دغه پیسې د ارګ‎پلوه کومې ښځې جیب ته ورغلې. خو د شهید فرخندې له زړه‎بوږنونکي جنایت څخه چی ولس یی هک پک کړی وو لا څو کړۍ هم نه وی تیرې چی ع او غ دواړه په ناغیړۍ د هغې له څنګه تیر شول او پایوازۍ لپاره امریکا ته ولاړل او هلته یی هڅه وکړه چی افغانستان د ځمکی پر مخ جنت په څیر وستایئ. او تر نن ورځې چی د هیواد په تاریخ کی له دغه ځناوریزې پیښې څخه نږدې دوه کاله تیریږي، هغې ته پام ندی شوی او اصلی وژونکی آزاد کرځي. د غنی ریاست جمهوری دوه کالو په اوږدو کی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی سلګونو پیښې ثبت شوی، د هیواد نیم نفوس د کرزي له مافیایی دولت څخه بدتره د تاوتریخوالی کندي ته لویدلي دي. غنی چی د «ښځو له خوندیتوب» څخه یی خبری کولی خو په عمل کی د ښځو او انسانیت اصلی دښمن راکټیار ته یی خوندیتوب ورکړ او بس. په داسی حال چی د تنظیمونو د ځناورتوب روانی او جسمی ټپونه د زرګونو قربانیانو پر بدن لا تازه دي، له مریض امیرک څخه میلمانه‎پالنه کیږي چی خپل کرغیړن ژوند یی د ښځو پر مخ په تیزاب شیندلو پیل کړ او تر نن ورځي پورې زمونږ د تاریخ له ناولو داغونو څخه شمیرل کیږي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په دې باور دی چی ښځې یواځې په یووالی او نه ډاریدونکی مبارزې سره کولای شی دغه قفس مات کړي. هیڅ بیرونی او لاسپوڅی ځواک مونږ نشی ژغورلی. باید د کورد جنګیالیو ښځو په څیر د نیواک، بنسټ‎پالۍ او ارتجاع پر وړاندې ودریږو. په افغانستان کی د ښځو برابر حقونو خوندی کول، آزادی او دموکراسی، یواځې ددغې خاوری سړو او ښځو په نه ستړې کیدونکی مبارزې سره شونی ده او بس او دغه مبارزه قربانی او سرښندنې غواړي. له دغه زندان څخه د خلاصون لپاره له دې پرته بله لاره نشته.

افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۸ کب ۱۳۹۵ – ۸مارچ ۲۰۱۷

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 85 میلمانه آنلاین لرو