تاریخ او خلک د راکټیار او د ده د ویجاړیو شریکان هیڅکله هم نه بخښي!

تاریخ او خلک د راکټیار او د ده د ویجاړیو شریکان هیڅکله هم نه بخښي!

د امریکا نیواکګر دولت او لاسپوڅي یې هڅه کوي څو د ګلبدین خوسا شوی مړی د «سولې» د نوم لاندې یو ځل بیا زموږ د خلکو پر ټپي پوښتورګو سپور کړي. که څه هم ډیر شمیر ګلبدینان د دغه شړیدلي دولت برخه ده، خو نیواکګر او کورني پلورل شوي لاسپوڅي سره یوځای په پام کې لري، څو له دغه مړي څخه په ګټې اخیستنې سره، دده کرکجن اسلامي ګوند چې عملا د ویجاړۍ په لور روان دی، بیا ورغوی او د خپلو جنایتکارو کړنو لپاره یې په خپل چوپړ کې ونیسي.

د ع او غ دولت د ډیرو امکاناتو لکه نغدې پیسو، ښارګوټو، دولتي څوکیو او نورو امتیازاتو د ورکوونې ترڅنګ جنایتکار ګلبدین ته یې قضایي خوندیتوب هم وربخښلی څو نوم یی د ملګرو ملتونو له تور نوم‎لړ څخه هم لرې شي. له هغه دولت څخه چې د راکټیار لارویانو او هم فکرو ورونو څخه رامنځته شوی وي، نشو کولای چې له دې پرته بله تمه ولرو. څو کاله وړاندې خلقي، پرچمي او تنظیمي جنایتکارانو په ولسی‎جرګه کې د خپلې بخښنې لاسوند تصویب کړ او د خپل انډوخر د میلیونونو قربانیانو وینه یې یو او بل ته وبخښله، نو ځکه اوس هم کومه ستونزه نه ګوری چې یو بل خاین د دوی په کتار کې ورګډ شي. ګلبدین او دده بدنومی ګوند ته قضایي خوندیتوب ورکول یو لوی خیانت دی؛ د دوی په اړه د محکمې او پریکړې نیولو حق یوازې کړیدلی خلک لري او بس. نیواکګر او ملګری ملتونه کولای شي چې ناوړې څیرې او داړونکي وژونکی د هغوی د چوپړانو په توګه د خپل تور نوم‎لړ څخه لري کړي، خو هیڅ ځواک نشی کولای چې ګلبدین، قطب الدین هلال، غیرت بهیر، قدیر کریاب، هارون زرغون، کریم امین او داسې نور د اسلامي انسان خوړونکي ګوند خاینې څیرې د تاریخ له خاطرو څخه لرې کړي. هغه ورځ رارسیدونکې ده چې ګلبدین د خپلو تنظیمي او طالبي ورونو سره یوځای د خپلو بنګله دیشي هم‎توکو په څیر د ولس په محکمه کې محکوم او سزا ورکړل شي.

په افغانستان کې د بنسټپالو او انسان وژونکو ګوندونو کرکجن تاریخ دا په ډاګه کوي چې نیواکګر هیوادونه په ځانګړي توګه امریکا او برتانیا د خپلو عربي او پاکستاني او ایراني شریکانو سره یوځای لاسپوڅي عناصر د کرغیړنو ټپونو په څیر ساتي، څو د اړتیا پرمهال د حکمونو د پلي کولو او د هغوی ګټې خوندي ساتلو لپاره ماموریت ترسره کړي. نن ورځ هم نیواکګر دولتونه غواړي چې ګلبدین د «سولې پروسې سره د یوځای کیدو» تر نوم لاندې برجسته کړي او زموږ په خلکو یی راوتپي. خو پرته له ګومانه په هماغه کچه چې د امریکا «جګړه» له خپل دغه نازولي او لاسپوڅي سره درواغجنه ده په هماغه کچه د «سولې» دعوه په بی‎شرمۍ سره د خلکو په سترګو کی د خاورو شیندل دي، چې د وینې تویونې پرته نوره څه پایله به ونه لري. پرته له ګومانه زموږ کړیدلی ولس د دغه بویناک دولت څخه چې له ملي خاینینو څخه رامنځته شوی کومه تمه نه لري، هغه مهال چې سیاف، خلیلي، دوستم، عطا، عبدالله او د کابل نور جلادان خوندیتوب او واک لري، د دوی ورور او شریک راکټيار دا خپل حق ګڼي چې له دغې سیوري بې برخې نشي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چې تل د خپلو دردیدونکو خلکو آواز دی، ټول رنځور ولس او د هیواد په پرمختللی ځواکونو دا غږ کوي، ترڅو چې د ملي خاینینو لکه د ګلبدین او دده هم‎آندو پروړاندې پا نه څیږو، افغانستان به له بندیتوب، وینې تویونې او ویرې او ډار څخه خلاصون ونه مومي. زموږ چوپتیا د راکټیار په څیر داړونکي لا ډیر راپاروي او زموږ راتلونکي نسلونه به هم د زور زیاتي او بندی‎توب چوغ پر اوږو وړي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۱۳۹۵ کال د تلې لومړئ نیټه

تاریخ او خلک د راکټیار او د ده د ویجاړیو شریکان هیڅکله هم نه بخښي!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 144 میلمانه آنلاین لرو