انځورونه: د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې ناعادلانه پریکړه د همبستګی ګوند له لوري وغندل شوه

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه

۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۱۵مه: د افغانستان همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو او د کابل ښاریانو د یوه لاریون په ترڅ د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې پریګړه وغندله. په دغه لاریون کی چی ۶۰۰ تنو ښځو او سړو ګډون درلود د «راپاڅیږو راپاڅیږو- زمونږ چوپتیا بی‎ننګي ده!»، «راپاڅیږو راپاڅیږوـ زمونږ موټی زمونږ ټوپک دی!»، «مونږ ټول فرخنده یو- د ناپوهۍ وژونکی یو!»، «د ع او غ دښمنان یو- د هیواد پلویان یو!»...شعارونه یی ورکول.

لاریون‎کونکو له ځانه سره پلاکارتونه هم وړل چی د فرخندې په وینو ککړ انځورونه پکی لیدل کیده او لاندی ترینه دا شعارونه لیکل شوی وه: «فرخنده جانی، بی‎شرفه به یو که ستا اصلی وژونکو ته له سزا ورکولو پرته آرام کښینو!»، «که له فساده ډکې او جنایت‎روزونکی محکمې یی وبخښي، زمونږ خلک به یی هیڅ‎کله و نه بخښي!»، «فرخنده د ملی خاینانو د ناپوهۍ په اور کی وسوځیده!»، «پری‎نږدو چی د پغمان پیښې په څير، د فرخندې اصلی وژونکی هم له عدالت څخه وتښتي!»، «هیوادواله، که چوپه خوله کښینی سبا ستاد د مور او خور ټوټه کیدو وار دی!»، «ترهغې چی خاین جنایتکاران له واکه لری نشي، هره ورځ به یوه فرخنده قربانی شي!»

ددی ترڅنګ لاریون‎کونکو په جلریز کی د سرتیرو وژنه هم وغندله او ټینګار یی وکړ چی ددغه جنایت لپاره باید د ځناورو طالبانو ترڅنګ د ع او غ حکومت مشران هم محاکمه شي.

میرمن ملالۍ جویا هم له لاریون‎کونکو سره یوځای شوه او دا ژمنه یی وکړه ترهغې چی د فرخندې اصلی وژونکو ته سزا ورنکړای شی له نیاووغوښتنې به لاس وانخلي. هغې وویل:

«له هغه دولت څخه چی د تیرو درې لسیزو له خاینو جنایتکارانو او د ښځو ضد او وینه‎بهونکو عناصرو څخه جوړ شوی وي، دا تمه ونلرو چی د خپل جرم شریکانو ته چی زمونږ ګرانه فرخنده یی ټوټه کړه سزا ورکړي. دا دولت یواځي دنده لری چی پر جنایت پرده واچوي. خو دا زمونږ د خلکو دنده ده چی د فرخندې په وینو سور کمیس د آزادۍ‎غوښتنې په بیرغ بدل کړي او تر پایه عدلت پلی کولو لپاره مبارزه او هڅه وکړي. يواځې د خلکو ځواک له لاری کولای شو چی د فرخندې له وینې ساتنه او عدالت ته ورسیږو.»

سیلی غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې، د خپلې وینا په ترڅ کی وویل:

«خو له لومړیو ورځو څرګنده وه چی واکمن انسان‎وژونکي غواړي د فرخندې اصلی داړونکی له مرګه وژغوري او په چل او ول د خلکو اعتراضونه مهار کړي.... له یاده ونه‎باسو چی یو شمیر بی‎وجدانه خلک هم شته چی د فرخندې له قضیی څخه یی پروژه جوړه کړی چی له ارګ څخه په پيسو اخیستو د داړونکو کتار ته ننوځي او په تیرایستونکو ټکو غواړي د خلکو فکر بل‎خوا بوځي.... یواځي په کلک عزم او ګوټلي ګامونو سره کولای شو د فرخندې له وینی دفاع وکړو او د ناپوهۍ او شډلتیا واکمنانو او نیاوو غوښتونکو پلویانو په جګړه کی، عدالت پر خپله هسکه غاړه پلی کړو. تاریخ دا ښودلی چی د راپاریدلو خلکو مبارزه کولای شی ظالم واکداران تسلیم او وروسته تګ ته اړ کړي.»

په پایله کی ملالۍ جویا او سیلی غفار په هغه ځایه کی شهده فرخنده سوځول شوی وه د یادګار منار ډبره کیښوده ترڅو دغه جنایت په تاریخ د ښځو پروړاندې د ځناورتو بیلګې په توګه ثبت شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 306 میلمانه آنلاین لرو