په پکتیا کی د امریکایی پوځیانو جنګی جنایت او د ارګ او رسنیو چوپتیا

په پکتیا کی د امریکایی پوځیانو جنګی جنایت او د ارګ او رسنیو چوپتیا

د هغو مالوماتو پربنسټ چی زمونږ لاس ته رارسیدلی، د ۱۳۹۵ کال د زمری په ۲۲مه د امریکایی پوځیانو په هوایی برید کی د پکتیا ولایت خوشامن ولسوالی په میناری کلی کی له ۲۰ تنو څخه زیات ملکی وکړی په شهادت ورسیدل. ډاکټر وریښمین د کورنۍ څو تنو سره چی ښځی او ماشومان هم پکی شامل دی، ددی جنایت له قربانیانو څخه دی. د شهیدانو انځورونه چی د فیسبوک له ویب پاڼو څخه خپاره شوی دی، د ډاکټر وریښمین له دوه ځامنو، یو لور او د تره ځوی په وینو لت‎پت جسدونه لیدل کیږی .

ځینو سرچینو له سیمې څخه چی نه غواړي نوم یی واخیستل شی، ویلی چی دغه پیښه د والی او د پکتیا پوځي چارواکو له خبرتیا پرته په کابل کی د امریکا هوایی ډګر څخه کنټرولیده او ظاهراً یی د یو کور د نابودولو موخه لرله چی اټکل کیده د طالبانو قومندانان پکی را ټول شوی دی. امریکایی پوځیانو په پرلپسې بریدونو سره څو نور د اوسیدو کورنه چی ددی کور په شاوخوا کی وو خپل هدف ګرځوی او ملکی وکړي ستر زیانونه وینی. الیاس وحدت د پکتیا والی ددغه برید په لړ کی په کابل کی وو او د ارګ او امریکایانو په آمر د رسنیو سره د خبرو لپاره حاضر نشو. د ارګ رسنیو دفتر او د ع او غ حکومت نور امنیتی چارواکی د خپل نظر لاندی رسنیو نه غوښتنه کړی تر څو دا پیښه پټه کړی.

ځینې سایټونو د پکتیا امنیه قومندان خلیل ضیا له خولی لیکلی دی چی هغه د ناټو هوایی برید تایید کړی. ددی ترڅنګ ګلاجان په دی کلی کی د قومی مشرانو څخه تو تن د عامو وګړو په وژل کیدلو یی خپله کرکه څرګنده کړی ده.

د افغانستان عمده رسنۍ د ع او غ بی‎ارزښته او ملی ضد اوتی-بوتی په پوره شور او ځوګ خپروی، پرلپسی په هغه او دغه ولایت کی «د لسګونو طالبانو او داعشیانو وژل کیدو» درواغ خبرونه خپروی، خو د خپلو امریکایی تمویل‎کونکو له دغه زړه‎بوږنونکی جنایت څخه سترګې پټوي.

د هیواد رسنیو له لوری د خبرونو سانسور له امله، د امریکایی اوناټو پوځیانو جنګی جنایت په افغانستان انعکاس نه مومی او په ډیرو پیښو کی د عام‎وګړو وژنه د «د طالبانو وژل کیدو» تر نامه لاندی پټوي. ۱۳۹۵ کال د وري په ۲۱مه، په ولسی جرګه کی د پکتیا یو تن استازی نیوکه لرله چی د امریکایانو بی‌پیلوټه الوتکی د وري په ۱۸مه په ګومل ولسوالۍ کی ۱۷ تنه عام وګړی وژلی دی او دولت باید ددی پیښی په اړه څیړنی وکړی خو امریکایانو دعوی وکړه چی ټول وژل شوی طالبان وو. ددی پیښی په تړاو، حاجی حسین خان، چی قومی مشر او ددی پیښی عینیی شاهد وو د فرانسی خبری اژانس ته وویل چی وژل شوی عام او ملکی وګړی ول او شایسته خان، د ګومل ولسوال هم دغه ټول‎وژنه تائید کړه. جنرال چارلز کلاولاند، په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو ویاند ژمنه وکړه چی ددی پيښی په اړه به پوره څیړنې وکړی خو د څو میاشتو په تیریدو سره ددی څیړونو پایله په لاس نده راغلی او دا جنایت هم د خاورو لاندی پټ پاتی شو.

د افغانستان د خرڅولو لاسوند پر بنسټ چی د «ملی ځناورتوب دولت» د خپل کار په دوهمه ورځ کی له امریکا سره لاسلیک کړ، امریکایی پوځیان زمونږ هیواد کی د قضایی‌خوندیتوب څخه برخمن دی او څوک نشی کولای چی هغوی و پوښتی. تر څو چی زمونږ ولس د بهرنیو نیواکګرو او کورنیو چوپړانو پر وړاندی نه وی راپاڅیدلی، دا جنایتونه او روز زیاتی به دوام ولری.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 157 میلمانه آنلاین لرو