د ګلچهرې زړه بوږنونکې کوکاری، د مجلس‎سینګارو او سرکاری ښځو پر مخ شرم

د ګلچهرې زړه بوږنونکې کوکاری، د مجلس‎سینګارو او سرکاری ښځو پر مخ شرم

د کابل ښار په کارته نو کی لسګوني کونډي ښځې د ماتو او ویجاړو چتونو لاندي په سختیو کې ژوند کوی. د دوی د هر یوتن د دردونکو قصو په اوریدو چې په بیوزلي او غریبي، بي کوري، د زورواکو څخه په ویری او ډار او د لسګونو نورو ستونزو یي په سر وړلی، د مبارزی او عدالت غوښتني حس په انسان کې ژوندي کیږي.

ګلچهره ۲۷ کلنه ښځه، د نجراب ولسوالې څخه ده چې دغې بدمرغې سیمي ته یي پناه راوړی ده. هغې دو ځله واده کړی دی چې څلور یتم مشومان لري (فرزانه ۱۰ کلنه، فرشته ۵ کلنه او مسیح ۲کلن) یی د لومړی میړه څخه او یو زوی یی (یوسف ۴ میاشتینې) د دوهم میړه څخه دي.

ګلچهره دو کاله مخکې، د خپل لومړی میړه د لاسه ورکولو سره، د کور په یواځینې نفقه راوړونکی بدله شوه. هغې سربیره پر دی چی د خپلو ماشومانو څخه یی سانته کوله، په شپه ورځنې ستونږو سره د نورو په کورونو کې په جامو وینځلو او آشپزی باندي بوخته وه. څه وخت څخه وروسته یي لیور په زوره ځان ته په نکاح کړه، او ګواښله يي که چیری یي غوښتنو ته سر کښینږدي، خپل ټول ماشومان به له لاسه ورکړی کله چې یی د ستونزو حل لپاره له محکمو د مرستې غوښتنه وکړه، په دغه فاسد ځاي کې هم څوک غږ نه اوری ځکه چې پیسی په لاس کې نلرلی.

ګلچهره خپل ترخه یادونه دا سی وایي:

«د دوي د پلار سره مي ښه ژوند درلود. هغه سړي، لیور مي زه په زور واخیستم. ما په مکروریانو کې دو کاله په کورنو کې کار وکړ، وروسته له یو میاشتي پروان ته ولاړم. زه او اولادونه یي راته وهل او ټکول، زموږ لګښت او خوراک یي راته نه راکاوه.»

د ګلچهرې سره دخبرو په لړ کې مي ده هغې لور، فرزانې ته پام شو چې په ژړغوني ستونی یی څه شي ویلو ته درلودل. هغې، هغه ظلم چې پر دي او ورور او کوچنۍ خور باندي ترسره شوي وه د اوښکو په ډکو سترګو او دردیدلي زړه یي وویل:

«موږ یي له کور څخه وتښتولو. او په زور یي کلي ته بوتلو. مور مي په کار کې بوخته وه، په هغه ځاي کې یي پر موږ باندي ظلم کاوه. موږ یي د لرګیو راوړلو لپاره د غر سر ته لیږلو. که چیري نه تللي، موږ یي وهلو. مور مي موږ کابل ته راوستلو، د خپلي مور سره خوښ یاستو. نه غواړو چې له خپل تره سره ولاړ شو!»

د گلچهره ماشوماند گلچهره ماشومان

دغه دردیدلي مور هر ورځ له نويو غمونو سره بلدیږي. هغه وايي، دوهم میړه یي اربکیانو اړ کړ چې هغوي لپاره ډوډۍ چمتو کړی چې په پایله کې هغه هم د طالبانو له خوا ووژل شو. اوس یي د خاوند دریم ورور له ایران څخه راغلی او دعوا لری چې د خپلو ورونو پاتي شوي ماشومان له هغي څخه واخلي. ولي، ګلچهره د خپلو ماشومانو لریوالي نه شي زغملی. هغه ډیروی چې هغوي یي د زړه په وینو لوی کړی دي، تر دي پوری که د ځان په بیه یي هم پریوځي، حاضره نه ده چې د زړه ټوټي چاته وسپاري:

«اوس هم خپل سر نه شم پورته کولی. تره یي دوي ته وایي، مور چې دی هر لوري ته ځي، ځي دي، زه تاسي وړم. دوي وایي چې موږ د هغي سره قطعآ نه ځو. ته راته ووايه چې دوي زه څنګه پریږدم. واړه واړه دی. یوکال مي د ورور سره ژوند وکړ. نو اړه شوم چې ناتار ومنم او پروان ته خپلو اولادونو خواته لاړه شم، هلته هم وهل ټکول. بیرته کابل ته راغلم، هغه هم شهید شو.»

ویري او ځناورتوب د دي کورني ټول غړي کور کیناستو ته اړ کړی دي. د ژوند ستونزو، دغه معصوم کوچنیان له ښوونی او روزنی او د وړکتوب له لوبو څخه بي برخي کړی دي. ګلچهره په لږو پيسو چې خپل ورور، حسین یي ورته ورکوي، د بي وزلۍ ژوند لري. حسین په مکرویانو کې باغبان دي او غریبانه ژوند لري. ګلچهره د بیلتون او خپلو ماشومانو بي برخلیک او تور راتلونکې اندیښنه له خپل ځان سره وړی.

د کلچهرې زړه بوږنونکې کوکارې، د میلیونونو افغانو بدمرغو ښځو درد ښکارندوینه کوي چې په سړي واکه ټولنه کې ظلم، ناپوهي او کرغیړنتوب تر څرخ لاندي ټوټي ټوټي کیږي خو عدالت شتون نه لري چې کوکاری یی واوري او دهغوي د ستونزو په حل باندي لاس پوري کړی. که چیري هغه دغو ناولو محکمو ته مخ کړی، کیدای شی چی ددغه فاسد او ښځو ضد بنسټ له لوری یو بل ګوزار هم وخوري.

د افغانستان د ښځو د ناورین څخه ډاک او رښتیني وضعیت کولی شو چې د ګلچهرې په څیره کې ومومو نه د څو تنو معامله ګرو او د لوټمارنو څخه په ډک پارلمان کې د ښځو ضد ښځو شتون او یا د «ښځو چارو وزارت» په درلودلو او په هغه یا دغه دولتي پسټ کې د ملی خاینانو سره هم لاسو څو تنو مجلس‎سینګارو ښځو په ټومبلو کی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 220 میلمانه آنلاین لرو