په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند لاریونکونکو په زابل کی د اووه تنو هیوادوالو سر پری‎کول وغندل

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند لاریونکونکو په زابل کی د اووه تنو هیوادوالو سر پری‎کول وغندل

۱۳۹۴ کال د لړم ۲۱مه (۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۲مه): د «افغانستان همبستګۍ ګوند» جلال‎آباد ښار کی لاریون وکړ چی د کابل خلکو له پرتمین خوځښت څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړ، او په زابل کی د اووه تنو بی‎ګناه هزاره هیوادوالو سر پری‎کول په سختو ټکو وغانده. لاریون‎کونکو چی ډیرۍ یی ښځې وی له مرکزي شعار سره «د انسان وژونکو طالبانو، داعشیانو، تنظیم یانو او د هغوی بادارانو له ځناورتوب څخه د خلاصون یوازی یوه لاره ده: پوهه، یووالی، مبارزه!» لارو ته راوتی وو او د زابل شهیدانو انځورونه یی له ځانه سره وړل چی په یو پلاکارت کی لیکل شوی و: «زه پښتون هزاره یم- د ګرانې شکری غچ اخلم!»

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند لاریونکونکو په زابل کی د اووه تنو هیوادوالو سر پری‎کول وغندل

د جلال‎آباد په ښار کی د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو له ځانه سره د زابل قربانیانو انځورونه وړل او ویل یی: «د اووه تنو ګرانو هزاره‎ګانو له وینو ډکو جامو څخه د عدالت‎غوښتنی بیرغ جوړ کړو!»

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند لاریونکونکو په زابل کی د اووه تنو هیوادوالو سر پری‎کول وغندل

یو شمیر لاریون‎کونکو له ځانه سره پلاکارتونه وړل چی په هغو کی لیکل شوی و: «زه پښتون هزاره یم- د ګرانې شکری غچ اخلم!»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 77 میلمانه آنلاین لرو