کرغیړن ملاعمر د امریکا او پاکستان د لاس نانځکه وه!

کرغیړن ملاعمر د امریکا او پاکستان د لاس نیانځکه وه!

له دوه لسیزو راهیسی زمونږ کړیدلي ولس د یوه ناپوه، ځناور او د ملاعمر په نامه یو نامعلوم کس په فرمانونو صادرولو سره، وینه‎بهیدنه او ویجاړی او کړاونه و آزمایل. ملا عمر د وطن‎پلورنې او ناپوهۍ او شلډلتیا نښه وه او د طالبان «تحریک» هم زمونږ د هیواد په تاریخ کی د انسان او ښځې ضد ډلې په توګه ثبت شوی.

نور نو ټولو ته په ډاګه ده چی ملاعمر او ډله یی د امریکا او انګلستان ګډه پروژه وه چی د پاکستان آی‎اس‎آی په مرسته هغه سینګار او ډګر ته راکښته شوه. ملاعمر ددی عصر «ملای لنګ» په څیر، د آی‎اس‎آی شیطانی دستګاه د لاس یو بی‎واکه نیانځکه وه چی له کلونو راهیسی یی هغه په کویټه او کراچی کی تر خپل نظر لاندی په پټنځایونو کی بندی وساته، خو په رسنیو کی د «امیرالمومنین» تر نامه لاندی د هغه په لاسلیک اعلامې خپرولی او ویره یی منځته راوړله. کله چی ددغې نیانځکی د ګټې اخیستو موده پای ته ورسیده، له راز او ذلت څخه ډګ مرګ یی د بادار له لوری اعلان شو.

طالبان چی د پردیو د مریتوب زنځیر یی په غاړه دی، د خپلو تنظیمی ملګرو په‎څیر یی، افغانستان د ژوری کندی په لور یووړو، اوسیدونکي یی په ویر او بدمرغۍ کی ډوب کړل. طالبان د «سړې جګړې» پر مهال د امریکا ښکیلاکګرو سیاستونو پایله ده او که څه هم په ظاهری توګه سپینه ماڼۍ له هغوی سره جګړه کوی، خو د افغانستان نیولو او زمونږ په هیواد کی پوځي اډو جوړولو کی له هغوي څخه ډیره ګټه پورته کړه. بی‎ځایه نه و چی جوبایدن، د اوباما مرستیال، په رسمی توګه اعلان وکړ چی «طالبان زمونږ دښمنان ندي». په همدی دلیل، په تیرو ۱۵ کلونو د لسګونو زرو قوتونو په شتون کی چی زمونږ پر هیواد یی یرغل کړی، نه یواځې چی دغه ځناور له منځه ولاړ نه چی ورځ تر بلی یی واک زیات شو، آن تردی چی ځني انسان‎خوړونکی مشران یی د کابل په لاسپوڅي دولت کی ځای پر ځای شول.

طالبانو د خپل امیر په وژل کیدو درې ورځې ویر اعلان کړ، خو د ملاعمر، جلال‎الدین حقانی او نورو ټولو تنظیمی او فکري ملګرو وژل کیدل یی، زمونږ ولس ته نه ویر بلکه د کرکه ښودلو او خوښۍ او ښادۍ ځای دی. د ملاعمر په څیر کرغیړنو جلادانو په مړینه ښایی د وحید مژده، روستار تره‌کی، اسحق نگارگر، کرزی په څیر نورې کرغیړنی څیرې ویرجنی شی، نه هغه خلک چی ژوند او هستی یی د طالبانو دځان‎وژنې او چاودنې او تښتونې له امله په سره اور کی تیریږي.

د یوې پرشاتلونکی او پردیو پوری تړلی ډلی په مشرتابه کی د څیر بدلون هیڅ کله نشی کولای چی د هغوی په ماهیت او د افغانستان په حالاتو کوم اغیزه ولری. خو د هغوی د دننني تضادونو مخه د هغوی بهرني واکداران هم نشی نیولای، له همدی کبله ډیر ژر به ووینو چی د طالبان مشران د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره و یوبل خیټې وڅیري. که په لسګونو ملاعمر د تاریخ ډیران ته وغورځول شی، تر هغې کی ددوی د خالق او ملاتړو لکه د امریکا او پاکستان لاسونه زمونږ له هیواد څخه لنډ نشي، دغه مرداریدل زمونږ ولس ته هیڅ ګټه نلري.

که کرزی او غنی او عبدالله او د ارګ نور لاسپوڅي زر واری هم ملا عمر او نور طالبي خاینان د «وسلوال اپوزیسیون» او «ناراضه ورونه» ونوموی او هغوی و نازوی، خو یوازی په بامیانو کی د بودا مجسمو ویجاړول هم که وی دوی به هیڅکله زمونږ خلک او تاریخ و نه بخښي. برسیره پردی د طالبانو هر یو مشر لکه ملا اختر منصور، عبدالقیوم ذاکر، منصور دادالله، ملا عبدالمنان، سراج‌الدین حقانی، سید طیب‌ آغا، وکیل‌احمد متوکل، ملا ضعیف، خیرالله خیرخواه، آغاجان معتصم او نور د یکاولنګ او مزار عام‎وژنې او شمالي ځمکو سوزوني او د ښځو پر وړاندی ځناورتوب په تور د جنګي جنایتکارانو او ملی خاینانو په څیر په سختو سزاګانو محکوم دي.

هغه په اصطلاح روڼ‎آندی او د طالبانو تالی‎څټي چی دغه د منځنۍ پیړۍ تور قوتونه د «ملی غورځنګ» په نامه یادوی په لومړي ګام دوی خپله پلشتی څرګندوي. هغه ځواک چی له هر پلوه د پاکستان څارګری ادارې پوری تړلی وي او د هغوی معنوی مور بینظیر بوتو د هغوی انګریزی او امریکا اړیکې هم بربنډې کړې، څرنګه کولای شو چی یوه ذره هم له ځانه سره «ملی»‎والی ولري؟ همدا اوس د طالبانو ځینی کړۍ د بشر ضد «ولایت فقیه» لمنې کی پرتې دی او د ایران کرغیړنی آخندی دستګاه په امر په هیواد کی په وژنه بوختی دي. دغه ملی‎ضد بانډ په ارزانه بیه ځان په هرچا وپلوره او د پردیو ګټو لپاره یی زمونږ اقتصاد، کلتور، تاریخ، ټولنه او د ژوندانه ټولو چارو ته سخت زیان ورساوه.

د ملاعمر د مړئ په څیر ژوند او خوار مرګ ټولو پردۍ‎پالو جنایتکارانو او نوکرانو ته د عبرت سبق دی. تر هغی چی دوی خپل بادار ته د ګټې وړ دي، په سپکاوی له هغوی ګټه پورته کوی، او کله یی چی د ګټې اخیستو موده پای ته ورسیږي، په سپکاوی او خوارۍ سره هغوی لری غورځوي. دا د ټولو وطن‎پلورونکو برخلیک دی.

د «ملی ځناورتوب» حکومت په داسی حال له طالبانو سره د سولی خبرواترو له پیل څخه خبری کوی چی د طالبانو پروژه مخ پر ختمیدو ده او کوڅه‎ډبی طالبان خپل سپین بیرغ په تور بدلوی او د «داعش» تر نامه لاندی د فاشیزم او ظلم بل پړاو پیلوي. دغه د «سولې پروسه» هیڅکله زمونږ ولس ته مثبت او هیله‎مند پیغام نلری، جګړه او وینه بهیدل به دوام ولری، ځکه چی امریکا او د پاکستان جنایتکار پوځ اوس هم د سیمې بی‎ثباته‎کولو کړنلاره په جدیت سره پر مخ بیایی، په هیڅ‎وجه د سولې غوښتونکی ندي. دغه خبری‎اتری یو چل دی چی ځنی طالبی انسان‎وژونکی د «منځ‎دریځه» تر نامه لاندی ووینځي، د کابل لاسپوڅی دستګاه کی ځای پر ځای کړي.

ریښتینی سوله هغه وخت په هیواد کی پلی کیداشی چی طالبی، ګلبدینی، تنظیمی او داعشی ټول وطن‎پلورنکي له هیواد څخه پاک شي، او د هغوی بهرنیو واکدارانو لاس زمونږ له برخلیک څخه لنډ شي. دغې غوښتنی ته د رسیدو یواځنۍ لاره په سراسري یووالي او دوامداره، له پوهی ډکه او رغنده مبارزه کی نغښتی ده او بس. یواځی د کوبانی انقلابی ښځو او خلکو له زړورتیا او انقلابی روحیه څخه، په زدکړی کولای شوی چی افغانستان د بنسټ‎پالۍ او پرشاتګ او نیواک له ویروس څخه وژغورو.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په دی اند دی چی امریکا او د هغې نیکتایی لرونکی نوکران د پردی ترشا له طالبانو سره د «سولی» تر ښکلی نوم لاندی په معامله بوخت دي او په امنیت او جګړې ختمیدو د خلکو له باور څخه ناوړه ګټه پورته کوی، په پټه توګه د هیواد ناامنۍ او بی‎ثباتی په لور بوتللو لپاره کړنلاره جوړوي. د نړۍ روان حالات ددی شاهد دی چی د پنتاګون سیمیزه استراتیژی داده چی، ویرې او جګړې ته په لمن وهلو سره خپل آسیایی سیالان د هغې په اور کی راګیر او خپل واک وساتي. که ددغې څپې پر وړاندی خپله سینه ډال نکړو نو زمونږ افغانستان به نورې تورې او له وینو ډکی ورځې و آزمایی.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
د ۱۳۹۴ کال د زمري ۱۱مه (۲۰۱۵ کال د آګست ۲مه)

کرغیړن ملاعمر د امریکا او پاکستان د لاس نیانځکه وه!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 254 میلمانه آنلاین لرو