په هدیره کی ژوند، د کابل د تنظیمي جګړو څخه شل کاله وروسته

په هدیره کی ژوند، د کابل د تنظیمي جګړو څخه شل کاله وروسته

ماما نور په یوه ورځ د کابل جګړو په لړ کې د خپلې میرمنې ترڅنګ د خپلې کورنۍ پنځه تنه دلاسه ورکړل او په توره ورځ کې کیناست. د اولادونو او میرمنې دلاسه ورکولو شل کلن ټول غم، ماما نور له خپلو خپلوانو او دوستانو څخه یوې څنډې ته کړی دی. د کابل په ختیځ کې د شهدای صالحین هدیره د دې مشر د اوسیدو ځای ګرځیدلی دی. هغه د خپلو دلاسه تلو عزیزانو د قبرونو شاوخوا یوه جونګړه جوړه کړې او هلته د خپل سپي او مرغۍ سره ژوند کوي.

ماما نور د خپلې میرمن او اولادونو د یادونو سره ژوندی دی او د خپل د زړه ټوټو دلاسه ورکولو غم هغه داسی ستړی او ناتوانه کړی چې د خبرو کولو وس هم نلري. وایي چې ژوندی دی او د خپل شاوخوا مړو سره هیڅ توپیر نلري.

د دې ویر لرونکي پلار په سترګو کې اوښکې وچې شوي، خو د درد لرونکې ستونې سره د خپلو عزیزانو دلاسه ورکولو پیښه داسې بیانوي.

«د یوه کار د سرته رسولو لپاره جلال آباد ته تللی وم. کابل هره ورځ د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د اور او مرمیو له کبله وران او ویجاړیده. له هر کور څخه جنازې راوتې. کله چې بیرته راوګرځیدم د زوړ کابل د سراجي په سیمه کې زموږ د کور سره خلک راټول شوی وو. کله چې انګړ ته دننه شوم اووه جنازې مې د انګړ په مخ ولیدې. میرمن مې حبیبه، خور مې ذکیه، نصیراحمد زما لوی زوی چې څلورویشت کلن وو، زړګی شل کلن، بریالی اتلس کلن او فوزیه زما کوچنۍ لور چې شپاړش کلنه وه د ویجاړیو او وینو په منځ کې د یوبل ترڅنګ پراته وو.»

په هدیره کی ژوند، د کابل د تنظیمي جګړو څخه شل کاله وروسته

ماما نور د سراجي په کوڅه کې یو غریبانه رسټورانټ درلود چې له هغه څخه یې د خپلې کورنۍ لګښت لاسته راوړو. د کورنۍ د ټولو غړو په وژل کیدو سره نور ژوند هغه ته کوم مفهوم نه درلود. له ټولو خپلوانو او دوستانو څخه یې لریتوب غوره کړ او شل کاله کیږي چې په شهدای صالحینو کې د خپلو عزیزانو د قبرونو ترڅنګ په یوه جونګړه کې نفس کاږی. د چایو یو سماوار، یو څو ګیلاسه او ترموز یوازې د یوې نوڼۍ ډوډۍ د پیدا کولو وسیله ده چې په هغو شپه او ورځ تیروي.

په هدیره کی ژوند، د کابل د تنظیمي جګړو څخه شل کاله وروسته
په شهدای صالحینو کې د ماما نور غریبانه جونګړه

په کراتو کراتو تنظیمي جهادي رهبرانو ته چې د ده هرڅه یې ورڅخه اخیستي، ښکنځل کوي او لعنت پرې وایي.

د ماما نور غمجن او تراژیک داستان د دې هیواد د زرګونو انسانانو د تورې او بدې ورځې حدیث دی چې د حزب، جمیعت، وحدت، جنبش، اتحاد، حرکت او داسې نورو خاینو تنظیمونو ترمنځ کور سوځوونکو جنګړو د دوی ژوند ورتباه کړ چې د شل کاله په تیریدو سره یې له درد او وحشت څخه خلاصون نلري. دغه درد هغه وخت د زغم وړ نه دی چې ټول لاملین یې اوس هم د ملت په سر واکمن دي او ځانونه اتلان معرفي کوي.

جنگ‌های تنظیمی کابل
جنگ‌های تنظیمی کابل
د ۲۰۰۲ کال په منځنیو کې د کابل ښار د میوند واټ کنډرې، هغه ځای چې د ماما نور کورنۍ د تنظیمي جګړو له امله په دردیدونکې ډول له منځه ولاړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 169 میلمانه آنلاین لرو