یوازی د نیواکګرو او د هغوی چوپړانو په شړلو سره دموکراسۍ او هوساینی ته رسیدلی شو!

یوازی د نیواکګرو او د هغوی چوپړانو په شړلو سره دموکراسۍ او هوساینی ته رسیدلی شو!

پر افغانستان د امریکا له تیري څخه څوارلس کاله تیر شول. نیواکګر د «ترهګرۍ سره مبارزې» تر نامه لاندی ډګر ته راغلل او په وژنه، لوټولو، په بی‎ساری توګه د مخدره توګه وده او جګړې ته په لمنه وهلو او هیرویین‎سالارانو په پنډولو یی، دغه هیواد د بی‎دفاع خلکو په هدیره بدل کړو. نیواکګرو خپلو اقتصادی او اوږدمهاله موخو ته رسیدو لپاره په افغانستان کی پوځي هډې جوړې کړی ترڅو وکولای شی تر ډیرو کلونو زمونږ په خاوره کی د ځناورتوب او شډلتیا اور بل وساتي.

یرغلګرو امریکایانو او د هغوی ملاتړو د افغانستان نیواک په لومړی ورځو کی دا چیغې وهلی چی نور طالبانو او ترهګرو ماته خوړلی ده. ولی د وخت په تیریدو او په ټول افغانستان که د بدامنی زیاتیدو او د کندز رانسکوریدو د یرغلګرو او ددوی روڼ‎آندو چوپړانو ناولي پلانونه برالا کړل.

په تیرو څوارلس کلونو کی د امریکا شیطانی سیاستونو خلک پدی وپوهول چی ترهګرۍ د امریکا یوه وسله او له دغې لاری ولسونه مرئی‎توب لوری ته بیایی. په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د امریکا له لوری د داعش سمبالول، تمویلول او تبلیغ کول، د هماغه کرغیړن سیاست لړۍ ده چی د اخوانی، القاعده او طالب تر نامه لاندی ځناورو بنسټ‎پال د آی.ایس.آی او چوپړو هیوادونو په مرسته په تیرو څلور لسیزو کی زمونږ پر خلکو راوتپل. او دا ځل داعش نه یواځی افغانستان چی سوریه، عراق و نور هیوادنه یی هم د ډبرو عصر په ځناورتوب کی رانغاړلی دي.

د امریکایی او ناټو قوتونو له لوری ۳۰۰زرو بی‎دفاع افغانانو وژنه، د هیواد په ګوټ ګوټ کی ویجاړونکي بمبارونه، د کیمیاوی بمونو ازمویل، مړو ته سپکاوی او پر هغوی میتیازی کول، پر ښځو تیری کول او پدی ورستیو کی په کندز کی د بی‎پولی ډاکټرانو روغتون بمبارول او د کارکونکو او رنځورانو وژل او...، د بی۵۲ دموکراسۍ پایله ده چی روڼ‎آندی چوپړان او د هغوی پلویان په سپین‎سترګ‎توب او رذالت له خلکو غواړی چی د هغوی پوره‎وړی اوسی او د امریکا او ناټو جنایت‎کونکي او لوټمار پوځ څخه ملاتړ وکړي.

په لومړیو کی امریکا د کرزی او د هغه خاینو پلویانو په مرسته میلیارډونه ډالر د ملی‎ضد او خرڅ‎شو عناصر او کړیو جیبونو ته ورواچول او له هغوی څخه یی د مافیا پادشاهان او وینه‎څښونکی جوړ کړل چی اوس ډیرۍ دغه چوپړان په ګوډاګي حکومت کی را ټول شوی، ترڅو په آسانۍ سره هیواد د بادار په خوښه جنایت او وینې‎بهیدنی ته خالی کړي. نیواکګر غواړی چی افغانستان په بدامنۍ او بی‎ثباتۍ او جګړه کی ډوب وی ترڅو وکولای شی له دی ځایه منځنۍ آسیا ته ترهګرۍ ولیږدوی او خپل پخوانی رقیبانو په خاصه توګه روسې او چین ته زیان ورسوي او ددغه کرغیړن سیاست اصلی قربانیان زمونږ بدمرغه خلک دي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د اکتوبر اوومه د امریکا او ناټو له لوری د افغانستان نیول د ۱۳۵۸ کال د مرغومی له ۶می سره یوه بولی، او په سختو ټکو هغه غندی او د آزادۍ په کوکارو سره له خپلې خاوری پرته له کوم شرط څخه د ټولو نیواکګرو او لاس‎وهونکو وتل غواړي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یوواری بیا پر خپلو ننګیالیو خلکو او ټولو ډلو او د هیواد پر ويښ شخصیتونو غږ کوی: پدی وخت کی چی هیواد په وینو او خیانت کی ډوب دی او په بی شماره دسیسو له شماله تر سهیله او له فراه تر کندزه د ترهګرۍ په اور کی سوځي، چپتیا تل‎پاتی بی‎ننګی ده. له هر امکان او موقع څخه په ګټه پورته کولو، د ملی‎ضد دښمنانو او په خاصه توګه د چوپړو روڼ‎آندو لوبی خنثی کړو او خلکو ته دا پوهه ورکړو چی د خپلواکۍ جګړې لپاره چمتو شی. تر اوس مهاله هیڅ داسی ولس نشته چی پرته له مبارزې او پاڅون آزادۍ، دموکراسۍ او عدالت ته رسیدلی وي.

په سرتاسری یووالي او پاڅون، یرغلګرو او د هغوی کورني‎ چوپړانو ته د عبرت سبق ورکړو!
هغه ولس چی خپلواکي ونلری، هیڅ‎کله نشی کولای دموکراسۍ، عدالت او هوسانی ته ورسیږي!
له خپلواکۍ پرته، دموکراسۍ، عدالت او هوساینی ته نشو رسیدلی!

حزب همبستگی افغانستان
۱۳۹۴ کال د تلې ۱۵مه (۲۰۱۵ کال اکتوبر ۷مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 109 میلمانه آنلاین لرو