د افغانستان سپورټ په تاریخ کې د خواشینونکې پیښې جزییات

د افغانستان هاکی ملی ټیم

د افغانستان ورزش په تاریخ کی د خواشینونکو پیښو څخه یو د بشیر بغلانې (د فراه او بغلان والی و او په ۲۰۰۷ کال کې د زړه ودریدلو له امله مړ شو.) د ګلبدین جنایتکار بانډ قومندان له لوری په کال ۱۹۸۰ کی د د داعش‏یانو په څیر د افغانستان دملې هاکې ټیم د غړو وژنه ده. په دغه پیښه کې ۲۴ لوبغاړو څخه یوازی پنځه تنو خپل ځان وژغوره او دا د هاکې ټیم د له منځه تللو لامل شو چې تر نن ورځ یی بیاځلې سر راپورته نه کړ. د روسانو چوپړ دولت په هغه وخت کې وغوښتل له دغې پیښې څخه تبلغاتی ګټه پورته کړی، د هغې پر بنسټ یی په ناقصه توګه یی ورته انعکاس ورکړ خو د هغې زړبوږنونکې واقعیت تر اوسه پوری پټ پاتې دي. پرچمیانو د دی پیښې پټولو سره لومړی کوښښ وکړ چې خپله بې‎کفایتی او کمزورتیا په دغه ډول مسئلو کی پټه کړي، له بلې خوا د ټیم ټول غړی نه خلقیان، نه پرچمیان او نه د روسانو مزدوران وو، د دی له مخي د پردی خلکو په څیر ځانونه یی د هغوې څخه ملاتړ لپاره اړ نه ګڼل.

پخوا د کرزی لاسپوڅې رژیم او نن ورځ د ع او غ حکومت د بشپړ کلکسیون په څیر د ټولو لړیو جنایت‏کاران د خپل ځان سره راټول کړی او د جنګې جنایتکارانو د شړیدلی پرتوګ پورته‎کولو پرته بله دنده نه لری، هیله تری نه کیږی، آن تر دی چې له دغې ورزشی غمیزې څخه څه په یادونه وکړي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د خپل هیواد او خلکو او په ځانګړې توګه د هاکې ملی ټیم نوم‏ورکو او بی کفنه شهیدانو په وړاندی خپلې دندی ترسره کولو لپاره، د قضې شا ونیوله او وروسته له پراخو هڅو د دغې پیښې د پنځه تنو ژوندي پاتو څخه یی یو تن وموند د پیښې تفصیل د هغې له ژبی څخه نقل کړی.

د دغه ځناوریز جنایت بشپړه لړۍ د یو تن ژوندي‏پاتی له خولې

د ۱۳۹۵ کال د اورې په منځ کې زموږ د هاکې ملی ټیم د یو شمیر لومړنیو سیالیو ترسره کولو لپاره تاجکستان ته روان شو تر څو وکولای شی د مسکو په نړیوالو المپیکی سیالیو کې چې د هغې څخه څو میاشتی وروسته ترسره کیدلې، ګډون وکړی. موږ په هغه هیواد کې څلور سیالې ترسره کړی او وروسته له درې اونیو د غویي په دویمه نیټه (۱۹۸۰ کال د اپریل په ۲۲) د شیرخان بندر له لاری د کندز ښار ته راغلو او په یو هوټل کې ځاې په ځاې شو (تاجکستان ته د تللو پر مهال مو هم ځمکنې سفر کړی وو). څرنګه چې د لاری امنیتې وضعیت ښه نه وو دوه شپې هلته پاتې شو، د ټیم غړو ځمکنې سفر ته رأی ورنکړه، پریکړه مو وکړه چې په خپل لګښت د چارتر آلوتکې له لاری کابل ښار ته ورننوځو. زموږ دغه وړاندیز د کندز والی له خوا و نه منل شو، د ځمکې د لارې د حرکت امر یی راکړ چې د ټول ټیم د غړو د خواشینې لامل شو. والی ۳۰۲ یو بس یی زموږ په واک کې راکړ.

د افغانستان هاکی ملی ټیم
شوروی ته د خپل سفر څخه مخکې د افغانستان د هاکې ملی ټیم یوځایې انځور

موږ ټول د رئیس، مرستیالانو، هندی روزونکې او د ټیم دغړو په ګډون په ټوله سره ۲۴ کسه وو؛ د سهار ۹ بجو په شاوخوا یو بس چې د دوه مردکې ضد ګاډو «بیردیم» ډول ( یو مخکی او یو وروسته) وو اسکورت کیده، د کندز له ښار څخه مو حرکت وکړ. ۱۰ کیلومتره د کندز ښار څخه د پلخمری په لور مو واټن وهلی و چې د سهار ۹:۳۰ بجې ناڅاپې ۴ وسلوال کسان چې د خپلو ۳۰ تنو په شاوخوا ملګرو په واسطه ترینه ساتنه کیدله، د جرخشک په نوم سیمه کې یی زموږ ګاډی ودراوه. مخکینې «بیردیم» په ډیر چټک سرعت سره له موږ څخه واټن اخیستې وو او د دویم «بیردیم» نه پوهیږم چې په کوم لامل خبر نه شو او موږ یواځې او یواځې په میدان کې پاتې شو.

دغې ډلې له مخکې څخه مالومات لرل چې زموږ ټیم د ځمکې له لاری د کابل په لور حرکت کوی، څرنګه چې موږ دوه ورځې او دوه شپې په کندز کې پاتې وو او زموږ د سفر خبر بهر ته درز کړی وو.

کله یی چې زموږ بس ودراوه، د سړک له لاری ګیڼ لور ته یوړل شو. د دولتی کسانو څخه دوه تنه یو د شیرخان لیسه مرستیال او بل یی یاور صالح محمد زیری چې دواړو سره تمانچې وې له موږ سره ول.

زموږ څلور خواوی د وسلوالو له لوری محاصره شوی وی چې شمیر یی د ۳۰ څخه تر ۴۰ کسانو ته رسیده. موږ یی یو یو تن لاسونه د غاړې تر شا له بس څخه راښکته کړو. په دغه وخت کې یاور زیری په خپله تمانچه له ډیر نږدی څخه یی د وسلوالو یو تن وویشته. د وسلوالو له خوا بی له ځنډه د اوربل امر واوریدل شو. د مردکیو باران پر موږ ووریده. زه او زما یو شمیر هم‏ټیمیان چې لږ څه د عسکری تکتیکونو سره بلد وو پروت مو وکړ او پر دغه بنسټ مو زیان ونه لیده.

درې کسان هر یو حاجی سمیع حمیدی ـ د ټیم مرسته‏کونکې، محمد امان ـ د ټیم مرستیال او محمد علی ـ د ملی ټیم لوبغاړی ځاې په ځاې پر شهادت ورسیدل. او زموږ یو تن ټپې شو. یاور زیری او شیرخان لیسې مرستیال دواړه له مقاومت څخه وروسته، چی کالتوس یی خلاص شوی وو ونیول شو او هغوي یی په لنګې وتړل او وروسته د یو توت ونې لاندي په ډزو وویشتل.

یو تن زما د هم‏ټیمیانو څخه د شیرخان په نوم چې د نورستان څخه وو د موقعې څخه په ګټه اخیستنې په یو څټک حرکت داسې ونې ته وخته چې هیڅ یو تن وسلوال و نه لیده او په دغه ډول وژغورل شو.

له وهلو ټکولو او ویشتلو او د دوه تنو اعدام وروسته، نور یی د خوړ لوری ته بوتلل. تر یو وخته مو پلی مزل وکړ، وروسته تر هغې یی د یو لښتې په خوا کې موږ ودرولو او زموږ د خلع سلاح کولو ډاډ لپاره، ټول یی په بشپړ ډول تلاشی کړل. پیسی او ساعت او ګوتمې یی ظاهرأ د لیست په ترتیب ورکولو سره له موږ څخه واخیستل.

وروسته له یو کوچنې دمي، بیا موږ ته د حرکت قومانده راکړه او دا ځلې د هماغې سیمې ختیځ لور ته روان شولو چې د ورځې نژدی ۱۲ بجې شوی وی.

په دغه وخت کې د هغوی څو تنو د خلکو له کورونو په خپلو لمنو کې ډوډې راټوله کړه، زموږ لپاره یی راوړه. ډوډی زموږ له مرې څخه ښکته کوزه نه شوه. په هرحال، د ماسپښین د لمانځه آذان مو غوږ ته راورسید او موږ ته یی د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو امر وکړ. مونځ مو په هماغه ځمکو کې چې شنه غنم یی وږو ته رسیدلې وو، ادا کړ. وسلوالو زموږ مونځ ویل د لید لاندي نیولې وو او ویل یی مونځ مو په سمه توګه ولولې. څرنګه چې له موږ څخه هیچا په لمونځ ویلو کې ستونزه نه درلودله، حیران پاتی شول.

بیا په نامعلوم لورې روان شو. وروسته له یو کړۍ څخه یوی کلا ته ورسیدلو چې یوه دیره یی درلودله. موږ یی دیرې ته ننیستلو. کلا نه بهر یو وستل یا د تفریح‏ځاې د یو میدان په شان وو چې د هغې سیمې ځوانان او بوډاګان په هغې کې راټول شوی وو. ځکه آوازه یی اچولې وه چې موږ د روسانو یو ډله نیولې ده، ټولو زموږ د لیدلو تمه درلودله او ویل یی «په تمه اووسې چې قومندان بشیر راشی وروسته له هغې به د دوي په لیدلو بریالې شي» موږ په دیره کې دغه جملې اوریدلې.

زموږ د ټولو حالت ډیر خراب وو. هیچا، تر دی چې یو جمله نه شوه ویلی. نه پوهیدلو چې موږ سره به څه کوی. ښکته سرونه، ټول په فکر کې تللې وو او تمه مو کوله چې قومندان بشر راشې چې زموږ برخلیک وټاکې.

شاوخوا څلور بجې د مازیګر د لمانځه وخت وو چې قومندان بشیر (په بشیر بغلانی مشهور، د ګلبدین د جنایت‏کار ګوند د قومندانانو څخه) راغې او کوټې ته راننوت. هغه موږ ټولو ته چې تاسې روسان یاستې خطاب وکړ، موږ وویل چې نه موږ افغانان یو. بیا یی پوښتنه وکړه چې څنګه روسې ته تللې وی. موږ وویل د هاکې سیالې ترسره کولو لپاره. هرڅه چې یی په ژبه راتلل، موږ یی ورټلو زموږ هر یو تن یی په جلا توګه د څیړنې لاندی ونیوه. هغه هر یو ته د کوڅې او بازار په سطح ښکنځلې کولې او ملنډې ورباندی وهلی.

خبري اژانس د افغانستان د ملي هاکي ټیم د تښتونو او وژنو په اړه په بهرنیو رسنیو کې
خبري اژانس د افغانستان د ملي هاکي ټیم د تښتونو او وژنو په اړه په بهرنیو رسنیو کې
ډی لیجر (۱۹۸۰ کال د می ۴): افغان جنګیالیو د کمین په لړ کې د افغانستان د هاکې ټیم څو تنه غړی یی ونیول یا یی ووژل.

خبري اژانس د افغانستان د ملي هاکي ټیم د تښتونو او وژنو په اړه په بهرنیو رسنیو کې
ډی تسکالوسا نیوز (۱۹۸۰ کال د جولای ۲۰): بریدګرو پر لوبغاړو چې د منځنې آسیا د شوروی د جمهوریتونو څخه له یو نه راګرځیدلې وو، برید وکړ. د راپور پر بنسټ، هغوې د لوبغاړو په لور ډزې وکړې چې په پایله کې څو تنه په هماغه ځاې کې ووژل شو او یو شمیر ټپیان او نور یی بندیان نیولې دی. له دغه منځ څخه، یو کوچنې ډله په تیښته بریالې شوی ده.

خبري اژانس د افغانستان د ملي هاکي ټیم د تښتونو او وژنو په اړه په بهرنیو رسنیو کې
لودی نیوز (۱۹۸۰ کال د جولای ۱۶): ویل کیږی چې د اپریل په ۲۴مه پر یو بس چې په کې د هاکې ملی ټیم ۲۲ تنه او څو تنه نور سپاره وو، برید شوی.

ډیری رنځونکې شیبې وی. د نوم‏لړ په ترتیب یی یو یو کس راغوښته. لومړی به یی د هغوی د لرګې په وهلو ربړول چې کوکارې به یی مونږ اوریدلې، وروسته د چره‏یزه ټوپک د ډز په غږ به یی آواز غلې کیده. هغه څه چې به زموږ ویښتان ودرول، دغه وو چې څو دقیقې وروسته هغه وخت چې به قاتلان خپل وروستې قربانې پسې راتلل، زموږ د هم‏ټیمی هماغه جامې او بلوز او کرمچ به یی په اغوستی وو. هغه کوکارې تر اوسه هم په خپلو غوږونو کې اورم.

د نوم‎لړ په سر کې زموږ د هندی روزونکې جان سنګ نوم وو. هغه یی بیرون وویسته، وهل او ټکول پیل شو. هغوی د یو بل په ژبه نه پوهیدل زموږ روزونکې کوکاری کولی: «رحم کرو... میری بچی هی... رحم کرو، خدا کې واسطی...(رحم وکړی... زه اولاد لرم... رحم وکړی، د خدای په لپاره...)» عذر او زاری یی ګټه ونه کړه. څو دقیقی وروسته د چره‏یزه ټوپک په غږ، د هغه غږ غلې شو.

په همدغه ډول، دویم او دریم او څلورم کس: لومړی ‏وهل‎ټکول، د مرګ څخه مخکې ویرونکې کوکاری او وروسته د چره‏یز د ټوپک ډز او د غږ غلی کیدل. وروسته د هغې څخه یی دوه، دوه تنه نور یی د نوم‎لړ له مخې بهر ویستل. بیا هم وهل ټکول، کوکاری او وروسته بیا په ډزو ویشتل.

شپه شوه او د آذان غږ زموږ غوږونه ته راورسیده. زموږ په کوټه کې هم توره تیاره خپره شوه، همدغه قومندان بشیر غږ وکړ چې «بس دی! نور بس دی!». څه وخت چې ربړونې او په ډزو ویشتل کرار شول، څلور کسه پاتي وو. داسې حالت مو درلودل چې د هغې ویل ستونزمن دی. اوس فکر کوم مرګ ته د تمې تریخوالی د مرګ د څکلو څخه ډیر ستونزمن وو.

قومندان بشیر خپلې وسلوالې ډلې ته امر وکړ چې دغه څلور کسه پورته خوړ ته یوسی. دغه امر مې د خپل ځان سره داسې تعبیر کړ چې کیدای شي دغه د هغوي تر منځ د وژلو یا ژوندی پاتې کیدلو یو شفر وی. هغو ته چې یی ښکته خوړ ته لارښونه وکړه ووژل شو، او موږ چې پورته خوړ ته وړی، ژوندی پریږدی. په همدغه خیالی او ځان‎غولونکی تعبیر سره په تړلې لاسونو د نامعلوم برخلیک په لور روان شو.

موږ څلور کسه هر یو تن جګړن محمد هاشم، ګل رحمان، رحمت الله او عبدالباقی یی د خپل ځان سره هغه لور ته چې موږ یی د ګاډی څخه ښکته کړی وو، ویوړو. د لارې په اوږدو کې یو کور ته ورسیدلو. د کور خاوند ته یی غږ وګړ چې څه دی پاخه کړی دی؟ په ځواب کې یی وویل چې د اوزی ښوروا لری. کور ته ننوتلو.

ډوډی د ښوروا سره راوړل شوه. د یوی مړې ډوډې خوړلو ځواک مو نه درلود. د ډوډی د خوړلو وروسته یی بیا موږ ته د حرکت قومانده راکړه. بالاخره یی یوی بلې حویلې ته یوړو چې ډیره لویه خونه یی د انکریزی د ایل تورې په شکل درلودله شاوخوا د سل کسان پکی ځایدل. کوټې د جوماتونو په شان ستنې درلودلې او د ډول ډول وسله‎والو کسانو څخه ډکه وه. همدغه کسانو له موږ سره ډیر سپک چلند درلود. او ځینو یی موږ ته اشاره کوله او ویل به یی چې تاسی مو د سینمای پامیر په لاریون او زرنګار پارک کې د ترافیکو د غرفې د پاسه یا په نور غرفو کې مو لیدلې چې وینا به مو کوله. موږ د هغوی د دغه درواغو په وړاندی چُپ وو.

بالاخره د هماغه مجلس څخه یو تن سپین‏ږیرې په خبرو کولو پیل وکړ او وی پوښتل چې څه ډول شوروی ته ولاړی؟ ولی؟ کوم ځاي ته؟ څه پایلې مو لاس ته راوړی؟ دهغوی پوښتنو ته د ځواب ویلو څخه وروسته، بیا یی دینی پوښتنې پیل کړلې، چې د پوښنتو څخه یی یوه دا وه آذان کولاې شی؟ ما ورته په ځواب کې وویل د کوم وخت ‌‌آذان؟ ټول حیران شول. د وسلوالو څخه یو تن په پښتو ژبه رټلې لهجه غږ وکړ چې «کوم وخت آذان یی څه شی دی؟» د مجلس سپین‏ږیرې پری غوسه شو او خپل هغه ځوان ته چې د دین څخه بی‏خبره وه څو ښکنځلو وروسته، ما ته وویل: «دوی ته یی روښانه کړه چې آذان په څو ډوله دی؟» ما ورته وویل د سهار لمانځه په آذان کې «الصلوهَ الخیر من‏النوم» ویل کیږی او په نورو آذانونو کې نه ویل کیږی. بیا غږ راغې چې: «دا کافر خو مسلمان دی»!

بیا هم بل کس پوښتنه وکړه او وویل دعای قنوت در ته یاده ده، ومی ویل الحمدالله ولی نه؟ غوښتنه یی ورکړه چې ویلوله. دعای قنوت مې ولوستله. ټول حیران شول. فتوا یی ورکړه چې دغه انسان مسلمان دی باید په هغه جومات کې چې په کلې کې دی د امام په توګه له موږ سره وی. البته زموږ له دری تنه نورو څخه هم پوښتنې وکړی چې ځواب ورکړل شو

مطبوعاتي کنفرانس
د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۱۶: په کابل کې د هاکی ټیم د ژوندی پاتو رسنیز کنفرانس (د کابل نیوز تایمز: څخه انځور)

شپه پخه شوی وه. ټول وسله‎وال یی رخصت کړل، موږ څلور تنه یی د لوې دروازه تر څنګ په کوټه کې چې د دیرې په ډول وه، دننه کړو. سهار یی د ملا آذانونو په وخت کې له کوټې څخه بهر کړلو، د لمونځ له ادا کولو وروسته د څو وسله‎والو سره هغه لور ته لاړو چې شمال او سویل مو نشو ټاکلې. تر هغه چې یوی لوی کلاه ته چې د وسلوالو څخه ډکه وه ورورسیدلو او هر یو تن په موږ پوری ملنډی کولی.

د سهار چاې چمتو شو، ومو نشو کولی چې یوه مړۍ وخورو. له سهار څخه تر ماسپښینه بیا بی‏عقله پوښتنې، بیا هم رټل او د ژبی ټپ.

وسلوالو ته د ماسپښین ډوډې چمتو شوه. موږ ورسره یوځاې شولو. د ماسپښین لمونځ ولوستل شو. هغوی ټول ویده شول. یوازي یوه اوو کسیزه ډله یی د کلاه څخه بهر ناسته وه او مجلس یی درلوده. له نیم ساعته وروسته یو کس یی راغې او زه یی وغوښتلم او وویل چې تا پریږدو او دري نورو کسانو په اړوند به وروسته پریکړه وکړو. ما یی په ځواب کې وویل چې زه نه ځم، د دی لپاره چې دولت راباندی شک کوی. زما دغه دري ملګری هم بی‏ګناه دی، پرته له هغوی نه ځم. بیا یی وویل چې د نورو په فکر کې مه اوسه، بیا می وویل چې نه ځم.

امر یی راکړ چې کلا ته دننه لاړ شه. لاړم، هلکانو هریو له ما څخه پوښتنه وکړه چې څه خبره وو؟ هغوی ته می وویل هیڅ، یوازی می وویل چې پر موږ باندی خپله پریکړه صادره کړی چې زموږ برخلیک معلوم شی. په همدغه خبرو کې وو چې بیا هم یو تن یی د قاضی عبدالحمید په نوم چې هغه ته یی قاضی صاحب غږ کاوو، راغې او بیا یی یوازي زه وروغوښتلم او نور یی هیڅ یاد نه کړل، نه پوهیږم ولی.

په هر حال لاړم، وویل ولی د نورو څخه ملاتړ کوی؟ ومی ویل چې دولت به پرته له جزا څخه ما پری نږدی. وروسته له څو نورو پوښتنو یی وویل چې قسم وکړه چې نور به له دولت سره کار نه کوم. ومی ویل چې سمه ده. بیا یی زه رخصت کړلم او د کلا په لور لاړم.

ملګرو می وویل چې بیا څه خبره وو چې ته یی دوه ځل وغوښتلي؟ ومی ویل زموږ د پریکړې په اړوند می ټینګار وکړ چې زموږ برخلیک روښان ندی.

د ماسپښین لمونځ د ترسره کولو څخه وروسته، زه یی وغوښتلم او وویل مبارک مو شه چې تاسو آزاد یاستی. د سبا څخه وروسته کولای شی خپلو کورونو ته ولاړ شی. دغه خبر می خپلو ملګرو غوږونو ته ورساوه. موږ ټولو څه د خوشحالی او څه هم د خپلو نږدی ملګرو د لاسه ورکولو له امله ډیر وژړل.

د ماښام لمونځ څخه وروسته موږ یی بلې کلا ته ویوړلو چې شاوخوا ۲۰ دقیقی واټن یی درلود. موږ ته یی ډوډۍ راکړه. د ډوډي له خوړلو او ماښستن لمونځ د ترسره کولو څخه وروسته د کور خاوند څخه د یوی قیچی غوښتونکې شوم ځکه چې زموږ د دوه تنو ویښتان اوږده وه، هغه مې واړه کړل.

تر سبا پوری ویښ وو. د سهار لمونځ مو تر سره کړ، د ډیری خوشحالې څخه د سهار چای ته هم پاتې نشو. څرنګه چې د لارې کرایه لپاره مو پیسی نه درلودلې له هماغې ډلې څخه چې موږ یی د سرک لورته بیولو، د پیسو غوښتنه وکړه. هغوی موږ ته پنځ‏سوه افغانی راکړی.

له دي ځاي څخه د افغانستان د هاکی ملی ټیم د
له دي ځاي څخه د افغانستان د هاکی ملی ټیم د وژل شویو لیست راښکته کولاې شي.

موږ یی پریښودو. زه بیا لاړم چې د لاری تګ لپاره موږ ته یو لیک راکړی تر څو بیا موږ څوک و نه ځوروي. لیک یی هم راکړ او وویل چې تاسي ډیر طالع‏مند یاستی، په خیر لاړ شی. په لار روان شو چې یو ګاډی د کندز له لور څخه پلخمری ته روان وو. وروختلو. د سهار چاي مو په پلخمری کی وڅښکه، د مزار لین په ګاډی کې کابل ته راغلو. په ده افغانانو کې مو پاتې شوی پیسی په خپل منځ کې د ټکسی کرایه لپاره وویشلې او خپلو کورونو په لور روان شولو.

ډیر ستړي او ستومانه خپلو کورونو ته ورسیدلو. په کور او کلې کې مو ویر جوړ شوی وو. د بی‏بی‏سی راډیو د هاکی ملی ټیم غړی یی د وژل شوی په ټولګه کې اعلان کړی وو او چا یقین نه کاو چې زه ژوندی بیرته راوګرځم.

په هماغه شپه له ځان وینځلو وروسته ویده شوم. د شپې لس یا یولس بجې وی چې زموږ د کور ور وټکول شو. میرمنې می زه له خوبه راپاڅولم او ویویل چې سالون ته دوه هندی کسان راغلې، غواړی چې تا ووینی. خواته یی لاړم وروسته له سلام کولو څخه هندی روزونکې په اړوند د هغو پوښتنو ته مې ځواب ورکړ. په پاې کې یی وویل ځکه چې هغه زمونږو ډیر یو مهم کس وو باید د هغه د ژوندی یا مړي څخه مو باید خبر اخیستی وی. هندی میلمانه له دو ساعته سوال او ځواب څخه وروسته لاړل.

د هغه ورځې په سهار، د ډاکټر خواته لاړم ځکه چې په خوب کې راباندی خپسه راتلله او ناوړه حالت می درلوده.

بله ورځ د دغې غمیزې پیښې د قربانیانو کورنې غړی مې خواته راغلل، د خپلو خپلوان څخه یی پوښتنې کولی چې د هغوي د برخلیک توضیح راته ډیره ګرانه وه. دغه نه هیریدونکې ماتم تر یوې اوونۍ پوری دوام درلود. خویندو او میندو یی ژړا او زاری کولې تر څو د خپل زړه ټوټو په اړوند د ژوندی پاتې کیدلو هیله‏مند کونکې خبرۍ له ما څخه واوری.

یوه اونۍ وروسته غازی اسټډیوم ته لاړم تر څو د المپیک کمیټې رئیس ووینم. د هغه سره د ستړی‎مشو کولو او څو سړو جملو د ویلو وروسته مو یو بل سره خدای پامانې وکړه. د المپیک رئیس سره د ساړه او رسمی ملاقات وروسته، سبا خپلې دندي ته لاړم. بی‏ساری ښه راغلاست می له خپلو همکارانو څخه ولید چې په ژوند کې مې یو بله شیبه وه.

خو د وخت رژیم نه یوازي بیرته وغوښتلو او کومه همدردی یی دغې پیښي سره ونکړه، برعکس هر اوونۍ یی موږ د یو یا دوه ساعتو لپاره د «خاد» مرکز ته راغوښتلو، څرګندونې کولی او موږ چې څه لیدلې وو ځواب مو ورکاوه. موږ ته یی څو کسه چې د سیمی څخه نیولی وو، ښکاره کول او ویل یی چې ووایه کوم یو یی دی. څرنګه چې می نه پیژندل ګوته می پری نه ایښودله.

دغه تنګولو تر یوی میاشتې دوام درلود چې بالاخره وویل، پلانکۍ ورځ به تاسې له خبریالانو سره کینې او پوښتنو ته به یی ځواب ورکوی. جوړه شوی رسنیزه ناسته او ننداره د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۲۵ (۱۹۸۰ کال د جولای ۱۶) د دننې او بهرنیو خبریالانو په شتون کې ترسره شوه. موږ په لنډ ډول خپل ځانونه وروپیژندل. پوښتنې یوازی یو تن (شیرخان) چې موږ څخه د پیښې په وخت کې ونې ته پورته شوي وو او ځان یی ژوندي ژغورلې وو، قراردادی ځوابونه یی ورکول چې د مخکې نه ورته لیکل شوی وو.

له هغې ورځې وروسته، بل کس زموږ او د هاکی ملی ټیم کیسې ته رانه غلل. د افغانستان د ملی هاکی ټیم ملاماتونکی خواشیونونکې کیسه چې تر نن ورځې پوری په خپلو خپو ونه دریده، پټه پاتی شوه او ډیرې خلک له دغه دردناکه جنایت څخه بی‎خبره دي.



یادونه او هیله:

کیدای شی چمتو شوی راپور نیمګړتیاوی ولری ځکه چې لومړی د دغه چنایت څخه ۳۴ کاله تیریږی او دویم موږ یوازی د پیښې یو ژوندی‏پاتې ته لاس رسې درلود. په دغه بنسټ له ټولو هیواد پالو او په ځانګړې توګه د هیواد سپورټ‎مینه‎والو څخه هیله کیږی تر څو د دغه راپور په بشپړولو کې له موږ سره مرسته وکړی. که چیری د ټولو ژوندی‏پاتو څخه د کوم یو تن پته لری، پته یی موږ ته راولیږۍ؛ که چیری د هاکی ملی ټیم د شهیدانو کوم انځور او یادښت او نښه په لاس کې لری، زموږ پتې ته یی راولیږۍ.

د افغانستان هاکی ملی ټیم هندوستان ته د خپل رسمی سفر په حال کې
د افغانستان هاکی ملی ټیم

د افغانستان هاکی ملی ټیم

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 279 میلمانه آنلاین لرو