د دانګام جګړې ته ژوره کتنه

دانگام ولسوالی

نیږدې یوې میاشتې راهیسې په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده، په یاده جګړه کې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. کورونه یی سوزول شوي، مالونه یې لوټ او د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. دا په داسې حال کی ده چې دولت او نړیوالو ځواکونو په کراتو ویلي چې طالبان د جبهه ای جنګ وړتیا نلري او یوازې غلچکي بریدونه کوي.

تردې مهال په یاده جګړه کې ۳ ماشومان، یوه ښځه چې څلور واړه د دواجان د کورنۍ غړي ؤ او ۳ «ولسي پاڅون کوونکي» هر یو متین د لال محمد زوی، خان محمد د شیر خان زوی او دریم کس د جمدر خان زوی په ډیره وحشیانه توګه د طالبانو لخوا وژل شوي او د ۲۰ څخه زیات ولسي وګړي پکې ژوبل شوې دي.

۱۴ کورونه هم د طالبانو لخوا سوزول شوې دي، چې ۸ یې په څاونو کلې کې د حاجي موزمین، صمد خان، سید علم، میرعلم شاه، شیرخان، حاجي فتح نور، حاجي محمد عالم، حاجي بهادر خان او ۴ یې په سره کمر کلي کې د حاجي خانجان، زیتول خان، باچا، ګلزار او پاتې ۲ هم د کچلي په کلي کې د سیدخان او ولي خان کورونه وو. د یادو کورونو څخه پاکستاني طالبانو ړومبی ښځې او ماشومان په وهلو او ډبولو ویستلي او وروسته بیا یې د کورونو ټول مالونه آن تر د ښځو جامو پورې یې لوټ کړي او وروسته بیا یې سوزولې دي. د سیمه ییزو خلکو په لسګونو غوا او اوزې چې شمیر یې ۱۰۰۰ څارویو ته رسیږي د طالبانو له لوري تالا شوي او د پلې هاخوا باجوړ ته لیږدول شوې دي.

دانگام ولسوالی

بل لوري ته د جنګ دواړو خواو ته هم تلفات اوښتې دي د سیمې د اوسیدونکو په وینا د طالبانو څخه ۸ کسان مړه او د لسو زیاد ټپیان شوې دي، مګر د حیرانتیا خبره خو دا ده چې دولت د ډیرو امکاناتو سربیره درنه مرګ ژوبله درلوده چې نیږدې ۵۰ کسان مړه او په لسګونه ټانکونه ویجاړ شوي، ډیری دا تلفات دولتې ځواکونو ته د دولت د ناغیړۍ او د جنګ تاکتیک او پلان د نه شتون او د ښخ شویو ماینونو او د اراضي سره د ځواکونو د نه بلدیت له امله اوښتې دي. که څه هم د دولت لخوا بمباري او توپخانې په کار اچول شوې وې او ادعا کوي چې دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو برعکس د دښمن پرتله د دغو بمباریو او توپونو په ډزو کې ډیری ولسي وګړو ته مالي او ځاني زیان رسیدلی دی.

د جګړې پیل څخه تر دې مهال پورې ۸۰۰ کورنۍ د څاونو، سره کمر، کچلي او د کارکوړ سیمې څخه بیځایه شوي ډیری دغه کورنۍ په اسمار، اسعدآباد او جلال اباد ښار کې ځای پرځای شوي، دغه خلک چې په تیښته بریالي شوي او اکثره په یو جوړه کالو او په لوڅ پښي راوتلي، بیړنیو مرستو ته شدیده اړتیا لري مګر تر دا مهال د دوی سره ځانګړې مرستې نه دې شوې او کومې چې د ولسي خلکو، شرکتونو او بنسټونو لخوا شوې له بده مرغه هغه هم د یو څو کسانو لکه د حاجی موزمین او د خانجان زوی عبدالقدوس... او داسی نورو جیبو ته ورغلي دي او دولت هم په دې ندی توانیدلی چې دغه بیځایه شوي خلک په ځانګړي کمپ کې راټول او بنسټیزې مرستې ورسره وکړي او یا هم شوې مرستې تنظیم کړي، ترڅو مستحقینو ته ورسیږي.

دغه جګړه دقیقاً د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ په ۲۲مه د دانګام ولسوالۍ په څاونو او سره کمر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې څو ورځې مخکې د دولت لخوا سیمه‌ییز خلک د ولسي پاڅون په نوم وسلې پورته کولو ته اړکړل شوې وو او دولتي ځواکونو په مټ په څاونو او سره کمر سیمه کې د پاڅون کوونکو پوستې جوړی شوې، هیره دې نه وي چې له دې وړاندې په ناړۍ، شیګل او نورګل ولسوالیو کې هم د ولسي پاڅون کوونکو په نامه خلک مسلح شوي وو. مګر یاده سیمه چې لا د پخوا د دولت په کنټرول کې نه وه او په ځانګړي توګه د پاکستان د تحریک طالبانو مهم ستراتیژیک پټنځای و، د تحریک غصه‌یې راوپاروله او په یادو پوستو باندې د ډله ییز برید لپاره د «امارت طالبانو» سره په ګډ پلان کار پیل شو، د تحریک لخوا قاري امجد چې په مفتي مشهور دی او د پاکستان د معیارو اوسیدونکی دی عمومی قوماندان او حاجي شهاب‌الدین چې د دانګام ولسوالۍ د ګلیزو د کلي، قاری ضیا‌ءالرحمن د مروری ولسوالۍ، مولوي اصغر او بابوجي د سوات اوسیدونکي دي، د جنګ قوماندانان ټاکل کیږي او د «امارت» لخوا مولا حمزه خان چې د زوړ برول اوسیدونکی دی او درې کالو راهیسې د زوړ برول د لیسی څخه د ښوونکي پحیث دولتي معاش هم اخلي، عمومی قوماندان او د کچلی د کلي اوسیدونکی امیر محمد خان د عاشق زوې او امیر حبیب الله د جګړې قوماندانانو په توګه ټاکل کیږي.

دانگام ولسوالی

که څه هم په دانګام کې دا ړومبی ځل نه دی چې طالبان او دولت سره ښکر په ښکر کېږي په کراتو داسې پیښې رامنځته شوې، خو دا ځل تر تیرو ډیر وحشیانه ګڼل کېږي؛ دا ځکه چې د توقع خلاف دا ځل د جګړې رهبري د «امارت» په ځای د پاکستان د تحریک طالبانو په لاس کې ده؛ له دې مخکې هم درنې جګړی په کامدیش، ناړۍ، غازي آباد، شیګل، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو کې شوې دي، خو د معمول په څیر په ټولو بریدونو کې قومانده د «امارت» او پټ غوڅ ملاتړ د تحریک و. دا په دې مانا کله چې د پاکستان پوځ د تحریک پروړاندې په سوات، باجوړ، میدان او مهمند ایجنسۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړه، نو په تحریک د فعالیت سیمه راتنګه شوه او مجبور شول چې د افغانستان مرستې ته غاړه کېدې نو د دې موقع څخه په استفادې سره د کرزي دولت د پخواني والی سید فضل‌الله واحدي پرمټ دغه تروریستانو ته پناه ورکړه او د مولا فضل الله او قاری امجد سره یې د پردې ترشا په ځینو مواردو هوکړه وکړه «د پاکستان تحریک طالبان به د افغانستان دننه تروریستي کړنې نه کوي او نه به هم د «امارت طالبانو» سره همکاري کوي او هر څه چې کوي د پولې هاخوا به یې کوي او په بدل کې به د افغانستان حکومت پر هغوی غرض نلري او کولی شي چې د خپلو کورنیو سره یو ځای د افغانستان په خاوره کې ووسیږی» دا هغه څه وو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کرزي حکومت لخوا تروریزم ته پناه ورکړل شوه، سربیره پر دې هغوی ته په منظم ډول راشن (اعاشه، اباطه او وسلې) ورکول پیل شول او د پاکستاني مهاجرینو په پلمه پیژند پاڼې ورکړل شوې، ترڅو وکولای شي چې سره د خپلو وسلو په کونړ ولایت کې په ازادانه توګه تګ او راتګ وکړي.

مګر دې فاسد نظام چې د بیوسۍ څخه یې د خیرات لاس بل ته غځولی، د دغو جنایتکارانو او تروریستانو په اصلي ماهیت سترګې پټې او مرستې ته یې راودنګل چې له امله یې په تیرو دریو کلنو کې کونړیان ړومبی د پاکستان د توغندیزو بریدونو قرباني شول او اوس دا دی د ع او غ د بې‌کفایتي بیه پرې کوي که څه هم دغه جګړه د ع او غ په ګټه روانه ده او د سیاسي او دپلوماتیک شعار پحیث ترې د خلکو د پام غلطولو او د یرغلګر ګاونډي هیواد پاکستان د خوشالولو لپاره زموږ معصوم هیوادوال استعمالیږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 89 میلمانه آنلاین لرو