تل به ځَلېږې، افغانستان یې زما


تل به ځَلېږې، افغانستان یې زما

په داسې شرایطو کې چې د افغانستان دښمنان د امریکا او لویدیځ په لمسون د هېواد د ټوټه کولو خبرې کوي، او غواړي د خلکو ترمنځ ژبني، مذهبي او سمتي تبعیض ته لمن ووهي، څو له دې لارې پر خلکو خپل واک ټینګ کړي نو ددې دسیسو پر ضد دا سندره ټولو هغو هېوادوالو ته ډالۍ ده چې د افغانستان یووالي او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

دا سندره د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ده او ځینې نیمګړتیاوې لري. هیله ده د ملګرو په همکارۍ او د مصنوعي ځیرکتیا د لا ودې او پرمختګ په پایله کې وکولای شو دا سندره بیاځلې په لا ښه بڼه جوړه او خپره کړو.

ای درد دې دی آرام د زړه مې
ای نوم دې دی الهام د زړه مې
هر وخت پر تا دی پام د زړه مې
له مینې ډک دی جام د زړه مې
ته یې همدا ارمان د زړه مې

درپسې سوځم، کړېږمه زه
ستي-ستي یمه، ځورېږمه زه
ستا یاد کې تل، ډوبېږمه زه
بی تا یم هیڅ، ورکېږمه زه
په تا وي درد، خوږېږمه زه

افغانستانه، ته ایمان یې زما
ته زړه او روح، درمان یې زما
له تا قربان، سر او ځان یې زما
تا به ساتم، «جنت نشان» یې زما
تل به ځلېږې، افغانستان یې زما
تل به ځلېږې، افغانستان یې زما
تل به ځلېږې، افغانستان یې زما

مقالات برگزیده

مقالات رسیده

هنر و ادبیات

از صفحات تاریخ ما

تعداد مهمانان حاضر: 62 نفر